Jump to content

وندنا شيو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وندنا شيو

د شخص مالومات
پيدايښت
تابعیت
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

وندنا شیوا (زېږېدلې: ۵ نومبر ۱۹۵۲ز کال) يوه هندي پوهانده، د ژوند د چاپېريال فعاله، د خوراک د خپلواکۍ وکيله، ايکو فمينيسټه (ايکوفيمينيزم د ښځمنپالنې د خوځښت يوه برخه ده چې د انسان او طبيعي نړۍ تر منځ په ځآنګړې ډول د ښځې او ځمکې تر منځ د اړیکو پر تصور ولاړه ده) او د نړيوال توب ضد ليکواله ده. په ډيلي کې ميشتې شيوا له شلو زيات کتابونه ليکلي دي. هغې ته ډېر ځله «د غلو دانو ګاندي» هم ويل کيږې، ځکه چې د هغې فعاليتونه د جي ايم او ضد خوځښت پر ضد دي (GMO: genetically modified organism يعنې په جنتيکي ډول تغير شوي ژوندي موجودات لکه ژوي او بوټي).[۲][۳][۴]

شيوا د نړيوال توب په اړه د نړيوالې ټولنې يوه مشره او د پلاوي غړې ده (نور يې جيري مانډر، رالف نادر او جيرمي ريفکين دي)، همدا راز د نړيوال توب ضد خوځښت کې يوه څېره ده. هغې د ګڼو دوديزو کارونو په ملاتړ کې بحثونه کړي، لکه د (رانچور پريم له خوا) د « Vedic Ecology » په نوم کتاب کې د هغې په مرکه کې. نوموړې د « Fundacion IDEAS » د علمي کميټې غړې ده، کومه چې د اسپانيې د سوسيال ګوند د مفکرينو پلاوی دی. هغې په ۱۹۹۳ز کال کې د مناسب ژوند جايزه تر لاسه کړې، دا هغه جايزه ده چې سويډني-الماني بشرپال (خېرخواه) «ياکوب ون اوکسکول» جوړه کړې او د نوبل جايزې د بديل په توګه ورته کتل کېږي. [۵][۶][۷][۸][۹]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

[سمول]

وندنا شيوا په دهرادون کې زېږېدلې وه. پلار يې د ځنګلونو ساتونکی و او مور يې کروندګره وه چې له طبيعيت سره یې مينه درلوده. هغې په نينتيال کې د «سينټ ميري صومعې په عالي ليسه» کې او همدا راز د دهرادون د عيسی(ع) او مريم صومعه کې زده کړې وکړې.[۱۰]

شيوا په چنديګړ کې د پنجاب په پوهنتون کې فيزيک ويلی او په ۱۹۷۲ز کال کې یې د لېسانس سند تر لاسه کړی. په «بابا» اتومي څېړنيز مرکز کې د يوې لنډې مودې وروسته، هغه کاناډا ته ولاړه، ترڅو  په ۱۹۷۸ز کال کې د «ګويلف» له پوهنتون څخه د ساينس فلسفې په برخه کې د ماسترۍ زده کړې تعقيب کړي، په دې پوهنتون کې د هغې د رسالې عنوان و « د روښنايې په تناوبي تصور کې بدلونونه». په ۱۹۷۸ز کال کې هغې د لويديځ اونټوريو پوهنتون څخه د فلسفې په برخه کې دوکتورا سند تر لاسه کړ چې تمرکز يې د فيزيک په فلسفې و. هغې خپله وروستۍ رساله د «د کوانتم په نظريه کې پټ متغيرونه او ځای» په نوم وليکله، په کومه کې چې هغې د پټو متغيراتو د نظريو رياضياتي او فلسفي مفاهيم تر بحث لاندې ونيول، کوم چې د «بيل» له قاعدې څخه دباندې دي. نوموړې وروسته په بنګلور کې د هندوستان د ساينس انستيتيوت او د هندوستان د ادارې انستيتيوت ته په ساينس کې د ګڼ څانګيزو څېړنو د تعقيب لپاره ولاړه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

مسلک

[سمول]

وندنا شیوا د کرنې او خوراک په برخو کې د پرمختګونو په اړه ډېرې لیکنې او ويناې کړي. د معنوي ملکيت حقوق، د ژونديو تنوع، بايوټيکنالوژي، د ژونديو اخلاق او جنيتيکي انجنيري هغه ډګرونه دي، چېرته چې شيوا د فعالو مبارزو له لارې هلې ځلې کړي. هغې په افريقا، اسيا، لاتيني امريکا، ايرلينډ، سويټزيرلينډ او اتريش کې، د جنيتيکي اينجنيرۍ له لارې په کرنيز پرمختګ کې په مخالفت کولو د «ګرین مومينټ» (شين خوځښت) له اساسي سازمانونو سره مرسته کړي.

په ۱۹۸۲ز کال کې، هغې د ساینس، ټیکنالوژۍ او ایکولوژي لپاره څيړنيز بنسټ جوړ کړ. د همدې بنسټ په پايله کې په ۱۹۹۱ز کال کې «ناودانيا» جوړ شو، دا يو ملي خوځښت و، تر څو د ژونديو سرچينو تنوع او يووالی وساتي، په ځانګړي ډول اصلي تخمونه، د عضوي کرنې او مناسبې سوداګرۍ. ناودانیا چې معنا يې ده «نهه دانې» يا «نوې ډالۍ»، د RFSTE يو نوښت دی، تر څو د خوراکونو د توليدونکو له خوا د يو فصل د کرلو د وړانديزونو د منلو پر ځای، کروندګرو ته د متنوعو او ځانته کړای شويو فصلونو د ساتلو ګټې وښيي. دې نوښت په ټول هندوستان کې د تخم له څلوېښتو څخه زياتې زېرمې جوړې کړې، تر څو د متنوعې کرنې لپاره سيمه ييز فرصتونه پيدا کړي. په ۲۰۰۴ز کال کې، شيوا د انګلستان د شوماخر کالج په همکارۍ «بيګي ويدياپيټ» پيل کړ، دا «اترکنډ» د «ډون» په دره کې د پايدلي ژوند لپاره يو نړيوال کالج و.[۱۶][۱۷][۱۸]

د متنوع ژوند او معنوي ملکيت د حقوقو په برخو کې، د ساينس، ټيکنالوژي او ايکولوژي لپاره د څېړنې په بنسټ کې شيوا له خپلې ډلې سره، د غنمو، باسماتي وريژو او نيم (نيم ياسمين ته ورته بوټی دی چې دانې لري) په ناقانونه توګه د راټولولو چاره وننګوله. هغې د متنوعو ژونديو او ای پي ار قانون جوړولو په برخه کې د دولتي ماهرينو په ډلو کې هم خدمت کړی.

د «ژوندي پاتې کېدل» (۱۹۸۸ز کال) کې په نوم د هغې لومړي کتاب، د درېيمې نړۍ ښځو تصوراتو ته بدلون وکړ، په ۱۹۹۰ز کال کې، نوموړې د ښځو او کرنې په اړه ايف ای او ته يو راپور وليکه چې عنوان يې و «په هندوستان کې ډېری کروندګر ښځې دي». هغې په کټمنډدو کې د غرونو د ودې لپاره نړيوال مرکز (ICIMOD) کې د جنډر برخه جوړه کړه او د ښځو چاپېريال او ودې سازمان (WEDO) د جوړونکي پلاوي غړې وه.[۱۹][۲۰]

«له ځمکې سره سوله کول» په نوم د شيوا کتاب متنوع ژوند او د ټولنو او طبيعيت تر منځ اړيکې تر بحث لاندې نيولي. «په دې بنسټ، نوموړې د طبيعي تنوع ويجاړتيا د دوديزو ټولنو په ويجاړتيا په معنا بولي – هغه څوک چې د طبيعيت ژبه پېژني. «ډايويډ رايټ» د دې کتاب په يوه بيا کتنه کې ليکلي دي چې د شيوا په باور «کلی يوه نښه شوه، نږدې په ټولو ملتونو کې د «سيمه ييز» لپاره يوه استعاره».[۲۱][۲۲]

شيوا د نړيوال توب په اړه د نړيوالې ټولنې، د ښځو چاپيريال او پرمختګ سازمان او درېیمې نړۍ شبکې په ګډون، په هندوستان کې د حکومتونو او تر څنګ يې له هندوستانه بهر د نادولتي ادارو لپاره د سلاکارې په توګه دنده پر مخ وړې ده. نوموړې د خوراک (غذا) د راتلونکي په اړه د يو کميسيون مشري کوي چې په ايټاليا کې د «توسکاني» سيمې له خوا تشکيل شوی دی او د هغې علمي کميټې غړې ده، کومې چې اسپانيې پخواني لومړي وزير «زپاټيرو» ته مشوره ورکوله. شيوا د WTO پر ضد د هندوستان د خلکو د مبارزو  د مرکزي جرګه ګۍ غړې ده. نوموړې د «د نړۍ راتلونکې شورا» سلاکاره ده. شيوا د ژونديو کروندګرۍ د هندوستان د حکومت په کميټو کې خدمت کوي. نوموړې په ۲۰۰۷ز کال کې د افکارو د اسهامو پلورنځای په پروژه کې ګډون کړی و. هغې د غېر عضوي سرو او خزنده ګانو د وژونکو درملو باندې د بنديز په اړه د سريلنکا حکومت ته هم مشورې وکړي، کومې چې په ۲۰۲۱ز کال کې وړاندې شوې وې چې د کرنې د توليداتو په کمښت کې يې په ګڼو برخو کې اغېز درلود، په ځانګړي ډول يې د چایو صنعت تر ډېره زيانمن کړ.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

فعاليت

[سمول]

شيوا په کرنه کې تنوع ته وده ورکړه، تر څو توليدات، تغذيه، او د کروندګرو عايدات زیات کړي او د همدې کار له امله په ۲۰۰۳ز کال کې هغه د ټايم مجلې له خوا د ژوند د چاپېريال د اتلې په توګه وپېژندل شوه. د کرنې په اړوند د هغې کار په ۱۹۸۴ز کال کې په پنجاب کې له تاوتريخوالي او د بوپال له ناورين وروسته پيل شو، د بوپال پېښه د «Union Carbide» شرکت د خزنده ګانو د وژلو درملو جوړولو له کارخانې څخه د ګاز د وتلو له امله منځ ته راغلې وه. د ملګرو ملتونو د پوهنتون لپاره د هغې مطالعاتو په پايله کې د «د شين انقلاب تاوتريخوالي» په نوم د هغې کتاب نشر شو.[۲۸][۲۹][۳۰]

له «ډايويډ بارسامين» سره په يوه مرکه کې شيوا استدلال وکړ چې د شنه اوښتون کرنې په مټ تشهير شوې د کيمياوي تخم بنډل زخيزه ځمکه له منځه وړې او ژوندی ايکوسيستم يې ويجاړ کړی دی. شيوا په خپل کار کې د ځينو معلوماتو حواله ورکوي چې د ادعا تر مخې اوسمهال ۱۴۰۰ داسې خزنده وژونکي شته چې شونې ده په ټوله نړۍ کې په خوراکي نظام کې داخل شي.[۳۱][۳۲]

شيوا د نړۍ د راتلونکې شورا (WFC) د بنسټ اېښودونکو غړيو څخه ده. WFC په ۲۰۰۷ز کال کې جوړ شوی و «تر څو د هغو تګلارو د حللارو پر استازيتوب خبرې و کړي، کوم چې د راتلونکو نسلونو د ښېګڼو خدمت کوي». د دوی لومړی ترکيز د اقليم په خونديتابه و.[۳۳]

سرچينې

[سمول]
  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0794476/ — د نشر نېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵
  2. Who's Who of Women and the Environment – Vandana Shiva. United Nations Environment Programme (UNEP). Last visited 2012.
  3. "Vandana Shiva's Publications". نه اخيستل شوی 24 February 2011.
  4. Travel, B. B. C. "Vandana Shiva on why the food we eat matters". www.bbc.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-03-31.
  5. Chattergee, D.K. (2011). Encyclopedia of Global Justice, A-I Vol. 1. ISBN 9781402091599. نه اخيستل شوی 22 October 2014.
  6. "Vandana Shiva-WOMAN OF ACTION". Archived from the original on 22 October 2014. نه اخيستل شوی 22 October 2014. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  7. International Organization for a Participatory Society – Interim Committee Retrieved 25 September 2012
  8. "2019 Right Livelihood Award Laureates Announced". The Right Livelihood Award (په انګليسي). Archived from the original on 13 March 2020. نه اخيستل شوی 4 March 2020. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  9. Kim, Allen. "Greta Thunberg wins 'alternative Nobel' for environmental work". CNN. نه اخيستل شوی 4 March 2020.
  10. Joy Palmer, David Cooper, Peter Blaze Corcoran: Fifty Key Thinkers on the Environment. Routledge, 2002, ISBN 9781134756247, p. 313
  11. "Hidden variables and locality in quantum theory / by Vandana Shiva". Faculty of Graduate Studies, University of Western Ontario, 1978. 18 July 2008. Archived from the original (microform) on 15 January 2013. نه اخيستل شوی 22 September 2012.
  12. Benjamin F. Shearer, Barbara S. Shearer: Notable Women in the Physical Sciences: A Biographical Dictionary. Greenwood Press, 1997, p. 364
  13. Vandana Shiva (1977). Changes in the concept of periodicity of light (M.A. Thesis (microfiche)). Canadian Theses Division, National Library, Ottawa. Archived from the original on 2020-03-21. نه اخيستل شوی 22 September 2012.
  14. "Vandana Shiva's Crusade Against Genetically Modified Crops - The New Yorker". The New Yorker. 25 August 2014. نه اخيستل شوی 20 January 2015.
  15. Joy Palmer, David Cooper, Peter Blaze Corcoran: Fifty Key Thinkers on the Environment. Routledge, 2002, ISBN 9781134756247, p. 313
  16. "RFSTE, Research Foundation for Science, Technology and Ecology, India". rfste.org. Archived from the original on 1 August 2018. نه اخيستل شوی 17 February 2018. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  17. "Navdanya Indian agricultural project". Encyclopædia Britannica. 
  18. "Vandana Shiva". Schumacher College (په انګليسي). 25 July 2014. Archived from the original on 13 April 2019. نه اخيستل شوی 10 April 2018.
  19. "About Dr Vandana Shiva - University of Portsmouth". www2.port.ac.uk. Archived from the original on 25 May 2019. نه اخيستل شوی 25 May 2019. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  20. "BIOGRAPHY of Vandana Shiva" (PDF). Archived from the original (PDF) on 29 June 2018. نه اخيستل شوی 25 May 2019.
  21. Wright, David (December 2014). "Making Peace With the Earth". Australian Journal of Environmental Education. 30 (2): 274–275. doi:10.1017/aee.2015.4.
  22. Shiva, Vandana (2014). Making Peace with the Earth: Beyond Resource, Land and Food Wars. North Melbourne: Spinifex Press. pp. 274–275. ISBN 9781742198385.
  23. "Vandana Shiva: Environmental Activist". Manthan Samvaad. n.d. Archived from the original on 23 September 2014. نه اخيستل شوی 3 June 2014.
  24. "Sri Lanka's shift towards organic farming". Navdanya international (په انګليسي). 2021-06-16. نه اخيستل شوی 2021-09-05.
  25. "Organic food revolution in Sri Lanka threatens its tea industry". Aljazeera (په انګليسي). Agence France-Presse. September 1, 2021. نه اخيستل شوی 2021-09-05.
  26. "Sri Lanka Going Organic: Rethink the strategy; Agriculturists Write to President | The Sri Lankan Scientist" (په انګليسي). 2021-06-08. نه اخيستل شوی 2021-09-05.
  27. Perumal, Prashanth (6 September 2021). "Explained - What caused the Sri Lankan economic crisis?". The Hindu. نه اخيستل شوی 6 September 2021.
  28. Fight Droughts with Science: Better crops could ease India's monsoon worries, Henry I. Miller, Stanford University's Hoover Institution, Wall Street Journal, 12 August 2009.
  29. "The Father Of The 'Green Revolution'". University of Minnesota. 25 February 2008. Archived from the original on 5 April 2009.
  30. Father of the Green Revolution - He Helped Feed the World! ja "Determining the Number Norman Borlaug - The Green Revolution", ScienceHeroes.com Tohtori Amy R. Piercen mukaan useimmat lukuisista arvioista yli miljardista ihmishengestä perustuvat ennustettuihin nälänhätiin, jotka jäivät toteutumatta, ja ovat epävarmoja. Piercen mukaan silti vaikutus kuolleisuuteen oli todella näin suuri, koska ravitsemus vaikuttaa niin voimakkaasti lapsikuolleisuuteen ja elinikään.
  31. "India Together: Monocultures of the mind: Write the editors - 01 April 2003". Indiatogether.org. نه اخيستل شوی 20 January 2015.
  32. "To Spray or Not to Spray: Pesticides, Banana Exports, and Food Safety" (PDF). Elibrary.worldbank.org\accessdate=20 January 2015.
  33. "Prof. Dr Vandana Shiva". World Future Council (په انګليسي). Archived from the original on 2020-12-04. نه اخيستل شوی 2021-01-13. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)