ولي محمد توپان
ولي محمد توپان (زوکړه د ۱۹۱۹ زېږدي کال د مې ۱۳، پېښور - مړینه د ۱۹۸۳ ز کال د سپټمبر ۲۶) د پښتو ژبې يو شاعر او د خدايي خدمتگارو د کاروان له مخکښانو څخه وو.
مخينه
[سمول]ولي محمد توپان د ۱۹۱۹ زېږدي کال د می مياشتې پر ۱۳ نېټه د پېښور په شاوخوا کې د خالصې علاقې په سردار گړۍ نومې کلي کې زېږېدلی وو. ولي محمد توپان د خدايي خدمتگارۍ د کاروان له مشال وړونکيو مخکښنانو ځينې وو. هغه لومړی د «ولي» په نوم شاعري پيل کړه، خو د مولانا ظفر علي خان په وېنا وروسته يې «توپان» تخلص ځان ته غوره کړ. توپان صيب د خواري کښو د خوځښت مرستيال هم پاتې شوی دی، خو بيا يې خدايي خدمتگاري دنده شوه.
د توپان د شاعرۍ لهجه تنده، تېزه او رزميه ده، ځکه خو د «توپان» تخلص ورسره ډېر جوړېږي. هغه صحافتي چارې هم سرته رسولې دي او په څو ورځپاڼو او رسالو کې يې د ادارې دنده په ښه شان کړې ده. د نوموړي په شاعرۍ کې د پښتنو په زړونو کې د قامي لړزان راپارولو، چې کوم تکړه قوت پروت دی هغه ډيرو لږو ليکوالو ته نصيب شوی دی. د توپان شاعري د مېدانِ جنگ يوه داسې ټپه ده چې زلمو جزبو ته د استعمار د ړنگولو زور ورکوي او د خپلواکۍ د احساس بڅرو ته پوکي ورکوي.
مړینه
[سمول]ولي محمد توپان، دې شاعر، قامي او ملي لارښود د ۱۹۸۳ زېږدي کال د سپټمبر پر ۲۶ له دې فاني نړۍ نه کوچ وکړ. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.
د شعر بېلگې یې
[سمول]راځﺉ چې د هغه يو خوندور نظم «ملگرتيا» نه خوند واخلو:
تور له ځانه لري کړه، رڼا سره ملگری شه - نورو پسې مه ورځه، بابا سره ملگری شه
زه چې درته ستايم باچا خان نو دا مطلب مې دی - ننگ سره، پښتو سره، حيا سره ملگری شه
ستر پښتانه د خپلو مياندو چاته نه پرېږدي - زويه د ادکې، پښتونخوا سره ملگری شه
بيم د بېدارۍ په سمه غر يې چې پوکلې دی – قامه! د وطن هغه بينا سره ملگری شه
چا ورته ويل چې له گونگټه يارانه ښه ده – گل که ښکلول غواړې، بورا سره ملگری شه
ستا د لويو لويو غرونو پنجې تر اسمانه ځي – خېږه تاترې ته ثريا سره ملگری شه
اوس خو د مغلو شيش محل ته لار اسانه شوه – وير سره، ماتم سره، ژړا سره ملگری شه
خېټه د شپې وشلوه مرۍ د تېرو غوڅه کړه – شوره د تېرو تورو برېښنا سره ملگری شه
خېر دی که امين او مستجاب مغل پالنه کړه – ته د وخت اېمل سره، دريا سره ملگری شه
ژوند د قصابانو په جوسه کې خلک نه مومي – اې په ژوند ميئنه مسيحا سره ملگری شه
ولېږده ستومانه قافلې له سره ولېږده – وخت د چوکېدو نه دی، دنيا سره ملگری شه
چاپ شوي نښيرونه يې
[سمول]۱- غورځـنگ (د شعرونو ټولگه)، د ۱۹۷۱ زېږدي کال چاپ.