ولي عبدالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ولي عبدالله

ولي عبد الله (۵ د فبروري، ۱۹۶۴ ز. ک -) (په انگرېزي: Wali Abdullah) د بي بي سي د پښتو څانگې يو وياند او خبريال دی. هغه د کابل ښار په يوه روشن فکره کورنۍ کې زېږېدلی دی. په خټه ستانکزی او اصلا لوگر ولايت مرکز (پل علم) د موسی کلا اوسېدونکی دی.

زده کړې

زده کړې يې له جومات څخه راپيل او د قاري عبد الله په لومړنۍ ښوونځي کې شامل او بيا د لېسانس تر کچې رسولې دي. لا د نهم ټولگي زده کوونکی وو ، چې د زده کړو تر څنگ يې د راديو افغانستان د هنر او ادبياتو له اداره سره کار پيل کړ. ولي عبد الله د زده کړو له پای ته رسولو وروسته د څارندوی په ليکو کې د عسکرۍ سپېڅلې دندې ته لاړ، چې وروسته بيا په (۱۹۸۸) د افغانستان د راډيو او تلويزيون د اطلاعاتو په اداره کې د خبريال په توگه دنده پيل کړه، ډېر ژر د پښتو اخبار مرستيال او وروسته يې د پښتو خبري سروېس د مسول په توگه دنده ترسره کوله. ولی عبد الله په تلويزيون کې د خپلې څلور کلنې مودې کار په ترڅ کې د افغانستان له گوټ گوټ څخه د تلوزيون لپاه خبري راپورونه او مرکې برابرې کړې دي، او په همدې موده کې يې له هېواد څخه بهر تاجکستان، روسيې، ايرلنډ، نيويارک او کيوبا ته رسمی سفرونه کړي دي.

ولي عبدالله په ۱۹۹۲ کال کې د مهاجرت لار ونيوله او دوه کاله يې په مسکو کې د افغانی کډوالو په اداره کې کار وکړ. په ۱۹۹۴ کال کې لندن ته واوښت، او په ۱۹۹۷ کال کې يې د بي بي سي د هنري، ادبي او تفريحي پروگرامونو په برخه کې د خپل کاري ژوندانه بله پاڼه پرانيستله، او تر ننه پورې يې د (ملغلرو امېل)، (خبرې او سندرې)، (که زه ستا پر ځای وی)، (پنجشنبه له اورېدوکو سره) او د (اوومې سټوډيو) پروگرامونه پر مخ بېولي دي، چې دا دی اوس يو ځل بيا د خپل ژوندانه له يو بل امتحان سره مخامخ دی.

ولي عبد الله وايي چې له ژورنالېزم، سياست او ادبياتو سره بې کچې مينه لرم.

ولي عبد الله شعر ليکي، په الهامي شعرنو اعتقاد لري، د غزل، څلوريزې او سپين شعر له فورمونو سره ډېره مينه لري.

دا هم وگورئ

لوگر ولايت

سرچينې

د بی بی سی رادیو پښتو څانگه