ولسي لاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ولسي لاره (په پارسي: ملي سرود، په انگرېزي: National Anthum) د الفاظو يوه مجموعه وي، د كليمو يوه سلسله وي. د جملو يو تركيب وي او د نظم يوه ټوټه وي، خو دا بېله ځانگړنه نه ده، بلكې هر نظم او شعر خصوصيت لري. له دې كبله د ملي سرود سپېڅلى او د درناوي وړ مقام هغه الفاظ، كليمې، جملې او نظم ترلاسه كوي، چې د شكل له مخې يـې الفاظ ښكلي، شمېرلي او د الماسو او لالونو غوندې راڼه او توږلي وي او د مانا له لحاظه د يوه ملت ملي روح په كې خوندي شوى وي. د يوه ملت ملي وياړونه يـې ځلولي وي، د يوه ملت د پرون، نن او سبا د هندارې بڼه ولري او د يوه ملت د اوسېدونكو د پرمختگ او ترقۍ راتلونكې موخه په نښه كړي.

همدا سبب دى چې ملتونه او ملي حكومتونه د ملي سرود د رامنځته كولو لپاره د خپل هېواد لوى، لوى شاعران مسابقې ته رابولي، ټول د خپل، خپل فكر له مخې شعرونه جوړوي. مسئول مقام ته يـې سپاري او بيا يو جگپوړى هياْت ورته ټاكي چې هم يـې له ادابي او فكري او هم يـې له ملي اړخه ارزيابي كوي او په نتيجه كې هغه شعري ټوټه د ملي سرود لوړ او سپېڅلى مقام ترلاسه كوي، چې د شكل او محتوى له نظره په تول برابره او د يوه ملت د خصلت او جوهر ښكارندويه او څرگندويه وي. د شكل له نظره په لنډيز او د مانا له نظره په وجيزتوب ولاړه وي.

د ملي سرود بل شرط دا هم دى چې هغه به د اړوند هېواد په ملي او د اكثريت په ژبه ويل شوى او پېيل شوى وي او دا د ملي ژبې د يو شمېر نورو حقونو په څنـگ چې يو منل شوى او نړيوال حق دى. چې د امتياز او تفوق طلبۍ هېڅ تور نه پرې نښلي.

د منل شوي ملي سرود بله مرحله هغه ته د يوه موزون او پاخه كمپوز جوړولو مرحله ده، چې دا هم يا د مسابقې له لارې او يا هم د موسيقۍ د يوه پاخه استاد په وسيله جوړېږي او په درېيمه مرحله كې د هغه د ويلو لپاره د خوږغږو هنرمندانو يوه ډله ټاكل كېږي، چې په خاص شور، ځوږ، احساساتو او پرتم يـې ووايي.

ددې مرحلو تر ترسره كېدو وروسته ملي سرود په ملت او ټولنه كې خپل سپېڅلى او لوړ مقام ترلاسه كوي؛ د رسمي غونډو، مېلمستياوو او مجلسونو په پرانيستلو كې اورول كېږي؛ د عسكري قطعو، ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو تعليمي او اساسي مركزونو درسي ورځې او محفلونه پرې پيلېږي. د ملي راډيو –ټلوېزيون خپرونې پرې پيل او پايته رسېږي او په ټولو ملي او رسمي مراسمو كې يـې سپېڅلى غږ پورته كېږي او د داسې درناوي مقام ته رسېږي، چې له اميره تر فقيره، له رئيس جمهوره تر مزدوره ټول مجبور او مكلف دي، چې د ملي سرود د غږېدلو پر وخت له ځايه ولاړ شي او احترام يـې وكړي.

د ملي سرود نوم دا ټول خصوصيات او ځانگړنې لري او كه دا ملي روحيه په كې ساتل شوې نه وي، نو بيا نه د ملي سرود مقام ترلاسه كولاى شي او نه د درناوي او احترام.