وقایوي طب
په وقایوي طب، یا وقایه کې هغه ګامونه تر پوښښ لاندې راځي چې د ناروغیو د مخنیوي لپاره اخیستل کېږي. ناروغۍ او معیوبیت د چاپېریالي لاملونو، ارثي تمایل، د ناروغۍ عواملو او د ژوند د بڼې له امله را منځ ته کېږی او هغه خوځنده بهیرونه دي چې مخکې له دې چې افراد یې په اخته کېدو پوه شي، پیل کېږي. د ناروغۍ وقایه د وړاندوینې په اقداماتو پورې اړه لري چې په لومړنیو، اولیه، ثانوي او ثالثیه وقایه باندې طبقه بندي کېږي. [۱][۲][۳]
د هغو مړینو له امله چې د وقایي وړ دي، هر کال په مېلیونونه خلک مړه کېږي. د ۲۰۰۴ ز کال یوې څېړنې ښودلې ده چې په ۲۰۰۰ ز کال کې په متحده ایالاتو کې د ټولو مړینو نیمایي برخه د وقایې وړ چلندنو او د ناروغیو پر وړاندې د را څرګندېدو له امله وه. په اصلي لاملونو کې یې د زړه او رګونو ناروغي، تنفسي مزمنه ناروغي، ناارادي ټپونه، شکر او ځینې ساري ناروغۍ شاملې دي. همدا څېړنه اټکل کوي چې په متحده ایالاتو کې هر کال ۴۰۰۰۰۰ خلک د نامناسبه پرهېز او د ژوند د ناخوځنده بڼې له امله مري. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د اټکلونو له مخې، په ټوله نړۍ کې نږدې ۵۵ مېلیونه خلک په ۲۰۱۱ ز کال کې مړه شوي، چې د دې ډلې دوه پر درېیمه برخه د غیر ساري ناروغیو، لکه: سرطان، شکر او د زړه-عروقي او سږو اوږدمهاله ناروغیو له امله مړه شوي دي. د شمېرې د ۲۰۰۰ ز کال په پرتله زیاتوالی ښيي، چې په ترڅ کې یې ۶۰ سلنه مړینې د ناروغیو له امله دي. [۴][۵][۶]
په ټوله نړۍ کې د اوږدمهاله ناروغیو خپرېدلو او د دې ناروغیو له امله د مړینو زیاتوالي ته په پام سره، وقایوي طب ځانګړی اهمیت لري. د ناروغۍ د مخنیوي لپاره زیاتې تګلارې شته دي. له هغو څخه یوه د معلوماتو د ورکولو او پوهاوي له لارې په ځوانانو کې د سګرټ څکولو څخه مخنیوی دی. سپارښتنه کېږي چې لویان او ماشومان حتی که روغ هم وي، د منظمې معاینې لپاره خپل ډاکتر ته ورشي، ترڅو د ناروغۍ معاینه ترسره کړي، د ناروغۍ د خطر لاملونه تشخیص کړي، د سالم او متوازن ژوند د لارښوونو په اړه بحث وکړي، د وروستيو واکسینو او تقویه کوونکو په اړه په جریان کې واوسي او د روغتیایي پاملرنې له چمتو کوونکي سره ښې اړیکې وساتي. د ماشومانو په طب کې، د اولیه وقایې ځینې عامې بېلګې والدین هڅوي چې د خپل کور جوش شوې اوبه سړې وساتي، ترڅو په اوبو له سوځېدو څخه مخنیوی وشي، ماشومان هڅوي چې د بایسکل ایمني خولۍ په سر کړي او وړاندیز کوي چې خلک مخکې له دې چې په سپورتي فعالیتونو کې ګډون وکړي، د هوا کیفیت شاخص (AQI ) وکاروي ترڅو په بهر کې د هوا د ککړتیا کچه وګوري. د ناروغیو ځینې عامې معاینې عبارت دي له د هایپرتنژن (د وینې لوړ فشار)، هایپرګلیسیمي (د وینې لوړ شکر، د شکر ناروغۍ لپاره د خطر عامل)، هایپرکلسټرولیمي (د وینې لوړ کلسټرول)، د غټو کولمو سرطان، خپګان، د ایدز ناروغي یا HIV او د جنسي لېږد د ناروغیو نور عام ډولونه لکه کلامیډیا، سیفیلیس او سوزاک، ماموګرافي (د تیو سرطان معاینه)، د غټو کولمو د سرطان معاینه، د پاپ معاینه (د رحم سرطان معاینه) او د هډوکو د وړېدلو معاینه. ارثي معاینه هم د هغو بدلونونو د معاینې لپاره ترسره کېدی شي چې د ارثي ګډوډویو یا په ځینو ناروغیو باندې لکه د تیو یا تخمدان په سرطان د اخته کېدو د استعداد لامل کېږي، خو هر څوک د دې اقداماتو مالی توان نه لري او د وقایوي طب د لګښت اغېزمنتوب لاهم د بحث موضوع ده. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د وقایې کچې [سمول]
د وقایوي طب ستراتیژي د لومړني، اولیه، ثانوي او ثالثیه وقایوي کچو د ګامونو اخستلو ته ویل کېږي. که څه هم سارا جوزفین بیکر د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د وقایوي درملو سپارښتنه وکړه، هیو آر. لیویل او اي. ګورني کلارک په ۱۹۴۰ ز کلونو کې د اولیه وقایې اصطلاح را منځ ته کړه. دوی په ترتیب سره د هاروارد او کولمبیا پوهنتون د عامې روغتیا په پوهنځیو کې کار کاوه او وروسته یې دا کچې ثانوي او ثالثیه وقایو ته وغځوې. ګولډستون (۱۹۸۷ز کال) یادونه کوي چې دا کچې ښايي د "وقایې، درملنې، او بیارغېدنې" په توګه ښې بیان شي، که څه هم د اولیه، ثانوي او ثالثیه وقایو اصطلاحاتو څخه اوس هم کار اخیستل کېږي. د لومړنۍ وقایې مفهوم په دې نږدې وروستیو کې په مالیکولي بیولوژي کې د تېرو پنځوسو کلونو د نوو پرمختګونو په تړاو رامنځته شوی، په ځانګړي توګه په ایپی جنیتیک کې چې د اوګانېزم د خپل جنیني او نوي زیږیدلي ژوند په جریان کې یا د ژوند د لومړنۍ دورې په نوم دوره کې د چاپېریالي شرایطو هم فزیکي او هم عاطفي پراخ مهم اهمیت ته اشاره کوي. [۱۴][۱۵][۱۶]
|
|
|
|
|
|
|
هغه مېتودونه دي چې د نښو د څرګندېدو څخه وړاندې موجوده ناروغي تشخیصوي او مخه یې نیسي. مثالونه یې د لوړ فشار (د زړه او رګونو ډېرو ناروغیو لپاره د خطر عامل) درملنه او سرطاني معاینې دي. [۲۱][۲۲] |
|
|
د څلورمې کچې وقایه | هغه مېتودنه دي په روغتیايي نظام کې د غیر ضروري یا زیاتو مداخلو پایلې کموي یا مخنیوی یې کوي، لکه احتمالي حقوقي سرغړونې. [۲۴] |
سرچينې[سمول]
- ↑ Hugh R. Leavell and E. Gurney Clark as "the science and art of preventing disease, prolonging life, and promoting physical and mental health and efficiency. Leavell, H. R., & Clark, E. G. (1979). Preventive Medicine for the Doctor in his Community (3rd ed.). Huntington, NY: Robert E. Krieger Publishing Company.
- ↑ ""New parents" secure a lifelong well-being for their offspring by refusing to be victims of societal stress during its primal period". Primal Prevention. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Primal Health Research Databank - Glossary". primalhealthresearch.com. د لاسرسينېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Actual causes of death in the United States, 2000"]. JAMA 291 (10): 1238–45. March 2004. doi:10.1001/jama.291.10.1238. PMID 15010446.
- ↑ "The top 10 causes of death". World Health Organization. 9 December 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The top 10 causes of death". World Health Organization. 9 December 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ LeChelle Saunders, BSc: Smoking is Critical to Our Health. Be Smart, Don’t Start
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "[School-based tobacco prevention: the "Be Smart - Don't Start" program]"]. Bundesgesundheitsblatt, Gesundheitsforschung, Gesundheitsschutz 61 (11): 1446–1452. November 2018. doi:10.1007/s00103-018-2825-9. PMID 30276431.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prevention of teenage smoking through negative information giving, a cluster randomized controlled trial"]. Drugs: Education, Prevention and Policy 21: 35–42. 2014. doi:10.3109/09687637.2013.798264.
- ↑ "'Be Smart, Don't Start' campaign launched to deter youths from smoking - The Malta Independent". www.independent.com.mt. د لاسرسينېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Medical Encyclopedia: MedlinePlus". medlineplus.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Greater use of preventive services in U.S. health care could save lives at little or no cost"]. Health Affairs 29 (9): 1656–60. September 2010. doi:10.1377/hlthaff.2008.0701. PMID 20820022.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Does preventive care save money? Health economics and the presidential candidates"]. The New England Journal of Medicine 358 (7): 661–3. February 2008. doi:10.1056/nejmp0708558. PMID 18272889.
- ↑ Goldston, S. E. (Ed.). (1987). Concepts of primary prevention: A framework for program development. Sacramento, California Department of Mental Health
- ↑ Baker, Sara Josephine. Fighting for Life.1939.
- ↑ Darnell, James, RNA, Life's Indispensable Molecule, Cold Spring Harbor Laboratory Press, 2011
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Primordial prevention of cardiovascular disease"]. Circulation 131 (7): 599–601. February 2015. doi:10.1161/circulationaha.115.014849. PMID 25605661.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The pseudo-high-risk prevention strategy"]. International Journal of Epidemiology 44 (5): 1469–73. October 2015. doi:10.1093/ije/dyv102. PMID 26071137.
- ↑ Katz, D., & Ather, A. (2009). Preventive Medicine, Integrative Medicine & The Health of The Public. Commissioned for the IOM Summit on Integrative Medicine and the Health of the Public. Retrieved from "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسينېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Preventive health care"]. Lancet 345 (8965): 1611–5. June 1995. doi:10.1016/s0140-6736(95)90119-1. PMID 7783540.
- ↑ Katz, D., & Ather, A. (2009). Preventive Medicine, Integrative Medicine & The Health of The Public. Commissioned for the IOM Summit on Integrative Medicine and the Health of the Public. Retrieved from "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسينېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Preventive health care"]. Lancet 345 (8965): 1611–5. June 1995. doi:10.1016/s0140-6736(95)90119-1. PMID 7783540.
- ↑ Katz, D., & Ather, A. (2009). Preventive Medicine, Integrative Medicine & The Health of The Public. Commissioned for the IOM Summit on Integrative Medicine and the Health of the Public. Retrieved from "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسينېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link) - ↑ Gofrit ON, Shemer J, Leibovici D, Modan B, Shapira SC. Quaternary prevention: a new look at an old challenge. Isr Med Assoc J. 2000;2(7):498-500.