وفي الله سميعي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهاند وفي الله سميعي د گران هيواد افغانستان واقعي بچي وو او ددي ټا ټوبي د بچو په تر بيه او روزنه کي لويه برخه اخيستي ده. پوهاند شهيد وفي الله سميعي د سميع الله خان اخندزاده زوي او دمولوي ميرگل خان اخندزاده لمسې ، د ننگرهار د شاهيکوټ د اخندزاده گانو په کلي زيږيدلي دي. ده په ١٥ کلنئ کي خپل پلار له لاسه ورکړي و. پوهاند شهيد سميعي د خپل ذکاوت او د خپلي مور په زيار او هڅوسره وکولاي شول چه د شرعياتو د پوهنځي څخه په اعلي درجه فارغ او د پوهنځي په کدر کي د استاد په حيث پا ته شي. ده د کابل پوهنتون د استاد په حيث دکابل پوهنتون څخه،د مصر الازهر پوهنتون ته سکالرشپ واخيست او د شپږ کالو په ترڅ کي يي دهغه پوهنتون څخه د دوه ماستري ديپلومويوه په فقه اوبله په، تقنين کي په اخيستلو موفق، اوبر يالي بيرته وطن ته راستون شو. او د کابل پوهنتون په کدر کي د استاد په حيث په کار پيل وکړ. پوهاند شهيد سميعي،عالم،فاضل، او مهربان شخصيت وو. د ده شاگردان هميشه دده څخه خوښ او راضي وو. پوهاند شهيد سميعي د خپل تدريس په وخت کي په خپل ځان او درس حاکم و. د تدريس تر څنگه ، د افغانستان د اساسي قانون دجوړولود کميټي يو مهم غړې هم و، د خپل لياقت په اثر د شرعياتو د پوهنځي د استادانو په وسيله د پوهنځي د رييس په حيث انتخاب او ديوه ځوان رييس په حيث يي د پوهنځي کارونه پر مخ وړل. تر څو چه دډاکټر جاويد د رياست په وخت کي پوهاند شهيد سميعي د کابل پوهنتون دمحصلانو د مرستيال په حيث په کار وگمارل شوو. پوهاند سميعي يو بي تبعيضه او بي تعصبه استاد و. په پښتو، دري او عربي ژبو يي فصيح صحبت کاوه. د داود خان دجمهوريت په وخت کي د داود خان او سردار نعيم خان په سفرونو کي ددوي سره عربي هيوادونو ته ددوي د تر جمان په حيث ددوي سره ملگري و.کله چه دنعيم خان سره يو ځاي بيرته وطن ته راستون شو د پوهني د وزارت ددويم مرستيال په حيث مقرر او دري کاله يي دا وظيفه په ايماندارې سره سرته ورسوله.شهيد سميعي د ډيرو مصروفيتونو سره سره يي بيا هم د خپلو ملگرو پوښتنه کوله، دده ډير نژدي ملگري شهيد موسي شفيق، لوي څارنوال شهيد هدايت صاحب، استاد سلام عظيمي اوسنې قاضي القضات او د کابل پوهنتون ځيني استادان وو چه ټوکي او ټکالي به يي سره کولي. دا خا طري لا تر اوسه زما سره پا ته دي. زه به هم کله کله د شهيد سميعي کورته دده ليدلو ته ورتلم . او ټوکي ټکالي به مو سره کولي. د شهيد سميعي مور به هميشه ده ته د قاضي خطاب کا وه. نو يوه ورځ پوهاند شهيد سميعي خپلي مور ته په ټوکو کي وويل چه، تر څو به ما ته د قاضي خطاب کوي؟ ما خو اوس ډيري ترفيع گاني کړي دي. استاد وم، رييس شوم ، د پوهنتون مرستيال شوم، او اوس د پوهني د وزارت مرستيال يم، نو مور يي ورته وويل چه زويه خداي دي وزير کړه. نو شهيد سميعي په ځواب کي ورته وويل چه موري عمر دې زما لنډ کړ. دا دعا به دي نه کوله! مور يي ورته وويل چه خداي دي اوږد عمر درکړي. پوهاند شهيد سميعي يو صادق، پاک نفسه او وطن دوسته افغان وو. د خپل صداقت او لياقت په اثر د ولسمشر داود خان په وروستۍ کابينه کي د عدلي دوزير په حيث وټا کل شو. دې پرکار، صادق او وفادار وزير وو. د همدي صداقت او ايماندارۍ په وسيله ولسمشر داود خان ته هم ډير نژدي وو. پوهاند شهيد سميعي د عدلي دوزارت تر وخته پوري په ميرويس ميدان (کوټه سنگي) کي په کرايي کور کي اوسيده . کله چه وزير شو نو دده د حفاظت لپاره يي په مکرويانو کي کور ورکړ. پوهاند شهيد سميعي به هميشه د سردار داود خان د وطن دوستۍ په هکله خبري اتري کولي. زه به کله کله دشپي له خوا دده د ليدلو لپاره کور ته ورتللم او خبري اتري به مو کولي. ما به کله کله څه نه ويل، يا به مي ارام دده خبرو ته غوږ نيوه، نو دده به زړه تنگ شو ويل به چه زه د کور دننه وزير نه يم، دلته سميعي يم. دده ټوکي او ټکالي ډيري خوښييدي. د پوهاند شهيد سميعي د وزارت نه دري څلور مياشتي وروسته زه د لوړو تحصيلاتو لپاره د بيروت امريکا پوهنتون چه په لبنان کي دي ولاړم. او پوهاند شهيد سميعي د سردار داود خان سره يو ځاي دکمونستانو په کودتا کي په شهادت ورسيد. ما بيا ونه ليده او دا ارمان مي په زړه پا ته شو. نو دده د خدمتونو يادول ډير ضروري و ، دده روح دې خو شاله وي.