Jump to content

وطن زما دی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وطن زما دی د افغان شاعر عبدالباري جهاني شاعري ده.

وطن زما دی


کندهار مي د بابا په قباله دی
که پنجشېر دی که واخان دی وطن زما دی


هره لوېشت مي د نيکه او بابا ګور دی
پر هر ګام باندي لحد او کفن زما دی


هر غاټول يې زما له وينو رنګ اخيستی
دا په وينو روزل سوی چمن زمادی


له نيکه را پاته سوی په ميراث دی
دا د مشکو رباتونو ختن زما دی


سرداري يې زما په پچه ده ختلې
له آمو تر مست هلمند مأمن زما دی


که تاجک دی که اوزبک دی يو افغان دی
ددې خاوري هزاره ترکمن زما دی


چي فکرونه د نفاق پالی په سر کښي
امتياز يې د وهلو کشتن زما دی


ښه ‎‎يې زما دي، بد يې زما دي هر څه زما دي
ددې خاوري ارغوان او زغن زما دی


دلته هره تيږه کاڼی بدخشان دی
دا لالونه، غرونه غرونه دمن زما دی


د ازل تقسيم باغوان يم پيدا کړی
دا بهار دا لاله زار او ګلشن زما دی


دا مورچل مورچل پکتيا او دا شېر برېتي
چي فلک به کوږ ورګوري دښمن زما دی


که «ميرويس» دی که اکبر که مسجدي دی
هره توره، هر میدان او تورزن زما دی


فتحه زما ده، فخر زما دی، جشن زما دی
شهيد زما دی د وير ژلو شيون زما دی


چي په زړه کي څه در تېر نه سي آسمانه
چي پرون مي د نيکونو و نن زما دی

— عبدالباري جهاني