Jump to content

ورښتي ځنګل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ورښتي ځنګلونه هغو ځنګلونو ته ویل کېږي چې هسکې او تاج‌پوښه ونې، مرطوب نباتات، لیانا او اېپي‌فایت ولري او اورلګېدنه په‌کې رامنځ‌ته نه‌شي. ورښتي ځنګلونه په دوو ډولونو «استوایي ورښتي ځنګلونه او معتدل ورښتي ځنګلونه» باندې وېشلای شو، خو نور ډولونه هم لري.

داسې اټکل کېږي چې ګواکې د ټولو ژوندیو نوعو له 40 تر 75 سلنه د ورښتي ځنګلونو اصلي موجودات دي. کېدای شي د استوایي ورښتي ځنګلونو د نباتاتو میلیون ډولونه، حشرې او مایکرواورګانیزمونه لا هم کشف شوي نه‌وي. استوایي ورښتي ځنګلونه «د ځمکې غمي» او «د نړۍ تر ټولو ستر درملتون» په نامه یادېږي، دا ځکه چې د طبیعي درملو یو پر څلورمه برخه په دغو ځنګلونو کې کشف شوې ده.[۱][۲]

ورښتي ځنګلونه او همدا راز د ورښتي ځنګلونو اصلي ډولونه، د ځنګل‌وهنې او په پایله کې یې د نباتاتو د اصلي ځای له منځه تللو او د اټموسفیر د ککړتیا له‌امله، په چټکۍ سره د نابودېدلو په حال کې دي.[۳]

تعریف

[سمول]

ورښتي ځنګلونه هغو ځنګلونو ته ویل کېږي چې هسکې او تاج‌پوښه ونې، د رطوب لوړه کچه، نمجن نباتات، د تویې شویو پاڼو یو نمجن قشر، لیانا او اېپي‌فایت ولري او اورلګېدنه په‌کې رامنځ‌ته نه‌شي. د ورښتي ځنګلونه لویه برخه استوایي یا معتدل ورښتي ځنګلونه دي، خو د نیمه‌استوایي ورښتي ځنګلونو، ساحلي ورښتي ځنګلونو، په ورېځو پوښل شوي ځنګلونو، د انګورو ګڼ تاکونو او ان وچ ورښتي ځنګلونو په څېر نور ډولونه هم لري.[۴][۵][۶][۷][۸]

استوایي ورښتي ځنګلونه

[سمول]

استوایي ورښتي ځنګلونه هغو ځنګلونو ته ویل کېږي چې اقلیم یې تود او مرطوب وي او د پام‌وړ وچ فصل ونه‌لري او په ټولیز ډول، د استوا کرښې په شمالي او سویلي 10 درجو عرض‌البلد ترمنځ پراته دي. د کال په ټولو میاشتو کې د تودوخې میاشتنۍ منځنۍ درجه شاوخوا 18°C (64°F) ده. د کلني ورښت منځنۍ کچه له 168cm (66in) څخه کمه نه‌ده او کېدای شي له 1,000cm (390in) څخه هم زیاته شي، په داسې حال کې چې، په ټولیز ډول، د 175cm (69in) او 200cm (79in) ترمنځ پاتې کېږي.[۹][۱۰]

د نړۍ ډېري استوایي ځنګلونه د موسمي ټاپو له موقعیت سره تړلي دي، چې د بین‌الاستوایي متقاربې سیمې په نامه هم یادېږي. د استوایي مرطوبو ځنګلونو لویه برخه په استوایي سیمو کې د رأس‌السرطان او رأس‌الجدي مدارونو ترمنځ پرته ده. استوایي ورښتي ځنګلونه د اسیا په سویل‌ختیځ کې (له میانمار (برما)) څخه نیولې تر فلیپین، مالیزیا، اندونیزیا، نوې پاپوا ګینه او سریلانکا پورې او همدا راز د افریقا د صحرا په سویلي هېوادونو کې له کامرون څخه نیولې تر کانګو (د کانګو ورښتي ځنګل) پورې، په سویلي امریکا (لکه: د آمازون ورښتي ځنګل)، مرکزي امریکا (لکه: بوسَواس، سویلي یوکاتان ټاپووزمه-اېل پتن-بلیز-کالاکمول)، اسټرالیا او د ارام سمندر په ټاپوګانو (لکه: هاوایي) کې پراته دي. استوایي ځنګلونه «د ځمکې سږي» په نامه یادېږي، که څه هم اوس‌مهال څرګنده شوې ده چې ورښتي ځنګلونه د ضیایي ترکیب له‌لارې د ځمکې د اټموسفیر د خالص اکسېجن لږه برخه رامنځ‌ته کوي.[۱۱][۱۲][۱۳]

معتدل ورښتي ځنګلونه

[سمول]

استوایي ځنګلونه د ځمکې یوه ستره برخه پوښوي، خو معتدل ورښتي ځنګلونه د نړۍ یوازې په یوشمېر سیمو کې شتون لري. معتدل ورښتي ځنګلونه په معتدلو سیمو کې رامنځ‌ته شوي دي. دغه ځنګلونه په شمالي امریکا (د ارام سمندر شمال‌لوېدیځ، آلاسکا، بریتېش کولمبیا، واشنګټن، اورېګُن او کالېفورنیا)، اروپا (د بریتانیا ټاپوګانې لکه د اېرلنډ او سکاتلنډ ساحلي سیمې، د ناروې سویلي سیمې، د آدریاتیک د ساحل په اوږدو کې د بالکانونو ځینې لویدېځې سیمې او همدا راز ګالیسیا او د ګرجستان او ترکیې ساحلي برخو په څېر د تور سمندرګي ختیځې سیمې)، ختیځې اسیا (د چین سویلې سیمې، د تایوان غرنۍ سیمې، د جاپان او کوریا ډېري برخې، د ساخالین ټاپو او د روسیې د لېرې ختیځ ساحل شاوخوا سیمې)، سویلي امریکا (د چیلي سویلي سیمې) او همدا راز په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې پراته دي.[۱۴][۱۵][۱۶]

وچ ورښتي ځنګلونه

[سمول]

د وچو ورښتي ځنګلونو د ونو تاج‌پوښه او هسک پوړ د نورو ورښتي ځنګلونو په پرتله لږ څه پرانېستی ده او د ورښت کچه یې ټیټه ده (630 تر 1,100mm (25 تر 43in)). دغه ځنګلونه، په ټولیزه توګه، د ونو دوه پوړونه لري.[۱۷][۱۸]

د نړۍ پر اقلیم باندې اغېزه

[سمول]

یو طبیعي ورښتي ځنګل د کاربن‌دای‌اکساید لوړ مقدار خپروي او جذبوي. د نړۍ په کچه، اوږدمهال سیلانونه، په تقریبي توګه، په انډول حالت کې دي، داسې چې یو ناښورول شوی ورښتي ځنګل به د اټموسفیر د کاربن‌دای‌اکساید پر کچو باندې کوچنۍ خالصه اغېزه پرېږدي، که څه هم کېدای شي نورې اقلیمې اغېزې هم ولري (د بېلګې په توګه: د اوبو د بخاراتو په جریان اچولو سره د ورېځو پر رامنځ کولو باندې اغېزه). اوس‌مهال هېڅ کوم ورښتي ځنګل موندلای نه‌شو چې ښورول شوی نه‌وي. د انسان له‌خوا ځنګل‌وهنه، او همدا راز د اورلګېدنې او وچکالۍ په څېر نور لاملونه (طبیعي یا د انسان له‌لوري)، چې په پایله کې یې «ونه» مري، په اغېزمنه توګه، د ورښتي ځنګلونو له‌خوا د کاربن‌دای‌اکساید د خپرېدو لامل ګرځي. د ځیني اقلیمي موډلونو (چې کارکړنه یې د تعاملي نباتاتو له‌لارې ده) د وړاندوینې له‌مخې، په شاوخوا ۲۰۵۰ز کال کې به د آمازون ورښتي ځنګل د وچکالۍ له‌امله له‌منځه ځي، ځنګلونه به تر ریښو پورې وچ او په لوړه کچه کاربن‌دای‌اکساید به په اټموسفیر کې خپور شي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

پوړونه

[سمول]

په ټولیزه توګه، هر استوایي ورښتي ځنګل یوشمېر پوړونه لري، چې هر یوه کې یې بېلابېل نباتات او ژوي ژوند کوي. د بېلګې په توګه کولای شو د څرګند، تاج‌پوښه، لاندېني پوړ او د ځنګل غولي له پوړونو څخه نوم واخلو.[۲۶][۲۷]

څرګند پوړ

[سمول]

څرګند پوړ لږشمېر ډېرې لویې ونې لري چې ورته «څرګندې ونې» ویل کېږي، له ټولیز تاج‌پوښه پوړ څخه اوچته وده کوي او جګوالی یې له 45 څخه تر 55m پورې رسېږي، که څه هم خورا لږشمېر ډولونه یې تر 70 او 80m پورې هم وده کوي. د څرګند پوړ ونې د تودوخې هغو لوړو درجو او غښتلو بادونو پر وړاندې چې په ځینو سیمو کې د تاج‌پوښه پوړ دپاسه رامنځ‌ته کېږي، مقاومت لري. ګوربت، بورا، ښاپېرک او د بېزوګانو ځینې ډولونه په دغه پوړ کې ژوند کوي.[۲۸][۲۹]

تاج‌پوښه پوړ

[سمول]

په تاج‌پوښه پوړ کې د لویو ونو ستره برخه شامله ده چې په ټولیزه توګه یې جګوالی له 30m (98ft) څخه تر 45m (148ft) پورې رسېږي. د بیولوجیکي تنوع تر ټولو متراکمه سیمې د یوه ځنګله په تاج‌پوښه پوړ کې د موندلو وړ دي او هغه داسې یو پوښښ دی چې د ونو څانګې او پاڼې په پورتنیو برخو کې سره نږدې شوې دي. د ځینو اټکلونو له‌مخې، په تاج‌پوښه پوړ کې کابو د نباتاتو د ټولو ډولونو کابو 50 سلنه پرته ده. اېپي‌فایتي نباتات د ونو ساقو او څانګو پورې نښلي او اوبه او منرالونه د باران له هغو څاڅکو او پاتېشونو څخه ترلاسه کوي چې پر ملاتړو نباتاتو باندې راټولېږي. موسمي ژوي هم، هغو ته ورته، په تاج‌پوښه پوړ کې موندل کېږي، خو لا زیات متنوع دي. باور پر دې دی چې د حشراتو د ټولو ډولونو له جملې څخه یو پر څلورمه برخه د ورښتي ځنګلونو په تاج‌پوښه پوړ کې شتون لري. له ډېرې اوږدې مودې راهیسې پوهانو اټکل کاوه چې تاج‌پوښه پوړ یو ستر استوګنځی دی، خو د سپړاوي لپاره یې په وروستیو کلونو کې علمي مېتودونه پنځولي دی. ۱۹۱۷ز کال ؤ چې طبیعت‌پوه ویلیام بیبې څرګنده کړه چې، «د ژوندانه یوه بله لویه وچه شته چې باید کشف شي، د ځمکې پر مخ نه، بلکې د ځمکې له سطحې څخه 1 تر 200 فوټه پورې پورته واقع شوې ده او پراخوالی یې تر زرګونو مایل مربع پورې رسېږي». د دغه استوګنځي په هکله رښتینې څېړنه په ۱۹۸۰ز لسیزه کې پیل شوه، کله چې ساینس‌پوهانو تاج‌پوښه پوړ ته د رسېدو لپاره مېتودونه رامنځ‌ته کړل (د بېلګې په توګه: د لیندۍ په مرسته د ونو څوکو ته د پړو ویشتل). د تاج‌پوښه پوړ په هکله څېړنې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي، خو د ونو تر ټولو هسکو څانګو ته د رسېدو په موخه د بالونونو او هوایي بېړیو کارونه او د ځنګل د غولي په پوړ کې د واټونو او دروندکښو وسایطو جوړولو په څېر نور مېتودونه هم شتون لري. له هوایي بېړیو یا ورته هوایي کړنلارو څخه په ګټې‌اخېستنې سره د استوایي ځنګلونو تاج‌پوښه پوړ ته د لاسرسي موندلو ساینس ته «دندرونوتیک» ویل کېږي.[۳۰]

سرچينې

[سمول]
  1. "Rainforests.net – Variables and Math". خوندي شوی له the original on 2008-12-05. بياځلي په 2009-01-04.
  2. "Rainforests at Animal Center". Animalcorner.co.uk. 2004-01-01. خوندي شوی له the original on 2012-07-08. بياځلي په 2012-08-26.
  3. "Impact of Deforestation – Extinction". Rainforests.mongabay.com. بياځلي په 2012-08-26.
  4. "Rainforests". Wet Tropics Management Authority. بياځلي په 9 July 2021.
  5. "Rainforests". The State of Queensland. بياځلي په 9 July 2021.
  6. "Rainforests". New South Wales Government Office of Environment and heritage. بياځلي په 9 July 2021.
  7. "Dry Rainforest". Tasmanian Government Department of Primary Industries, Parks, Water and Environment. بياځلي په 9 July 2021.
  8. "Western Sydney Dry Rainforest" (PDF). New South Wales Governemt Department of Planning, Industry and Environment. بياځلي په 9 July 2021.
  9. Susan Woodward. Tropical broadleaf Evergreen Forest: The rainforest. Archived 2008-02-25 at the Wayback Machine. Retrieved on 2008-03-14.
  10. Newman, Arnold. The Tropical Rainforest : A World Survey of Our Most Valuable Endangered Habitat : With a Blueprint for Its Survival. New York: Checkmark, 2002. Print.
  11. Hobgood (2008). Global Pattern of Surface Pressure and Wind. Archived 2009-03-18 at the Wayback Machine. Ohio State University. Retrieved on 2009-03-08.
  12. Broeker, Wallace S. (2006). "Breathing easy: Et tu, O2." Columbia University Columbia.edu
  13. Moran, Emilio F. (1993). "Deforestation and land use in the Brazilian Amazon". Human Ecology. 21: 1–21. doi:10.1007/BF00890069. S2CID 153481315.
  14. "The Temperate Rainforest".
  15. Link, Timothy E.; Unsworth, Mike; Marks, Danny (August 2004). "The dynamics of rainfall interception by a seasonal temperate rainforest". Agricultural and Forest Meteorology. 124 (3–4): 171–191. Bibcode:2004AgFM..124..171L. doi:10.1016/j.agrformet.2004.01.010.
  16. Cunningham, S. C.; Read, J. (January 2003). "Do temperate rainforest trees have a greater ability to acclimate to changing temperatures than tropical rainforest trees?". New Phytologist. 157 (1): 55–64. doi:10.1046/j.1469-8137.2003.00652.x. PMID 33873691.
  17. Coleby-Williams, Jerry (2020). "Kumbartcho Dry Rainforest". Gardening Australia. ABC. بياځلي په 6 May 2022.
  18. "Identification of Rainforest: Field Guide" (PDF). Department of Environment and Conservation. NSW Government. 2004. بياځلي په 6 May 2022.
  19. "Grida.no" (PDF) (PDF). بياځلي په 2012-08-26.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  20. "Drought may turn forests into carbon producers". The Age. Melbourne. 2004-03-06.
  21. Malhi, Yadvinder; Grace, John (August 2000). "Tropical forests and atmospheric carbon dioxide". Trends in Ecology & Evolution. 15 (8): 332–337. doi:10.1016/s0169-5347(00)01906-6. PMID 10884705.
  22. Cramer, Wolfgang; Bondeau, Alberte; Schaphoff, Sibyll; Lucht, Wolfgang; Smith, Ben; Sitch, Stephen (2005). "Twenty-first century atmospheric change and deforestation: Potential impacts on tropical forests". Tropical Forests and Global Atmospheric Change. Oxford University Press. pp. 17–30. doi:10.1093/acprof:oso/9780198567066.003.0002. ISBN 978-0-19-856706-6.
  23. Baccini, A.; Walker, W.; Carvalho, L.; Farina, M.; Sulla-Menashe, D.; Houghton, R. A. (13 October 2017). "Tropical forests are a net carbon source based on aboveground measurements of gain and loss". Science. 358 (6360): 230–234. Bibcode:2017Sci...358..230B. doi:10.1126/science.aam5962. PMID 28971966.
  24. Lewis, S. L.; Phillips, O. L.; Baker, T. R.; Lloyd, J.; Malhi, Y.; Almeida, S.; Higuchi, N.; Laurance, W. F.; Neill, D. A.; Silva, J. N. M.; Terborgh, J.; Torres Lezama, A.; Vásquez Martinez, R.; Brown, S.; Chave, J.; Kuebler, C.; Núñez Vargas, P.; Vinceti, B. (29 March 2004). "Concerted changes in tropical forest structure and dynamics: evidence from 50 South American long-term plots". Philosophical Transactions of the Royal Society of London. Series B: Biological Sciences. 359 (1443): 421–436. doi:10.1098/rstb.2003.1431. PMC 1693337. PMID 15212094.
  25. Cox, P. M.; Betts, R. A.; Collins, M.; Harris, P. P.; Huntingford, C.; Jones, C. D. (June 2004). "Amazonian forest dieback under climate-carbon cycle projections for the 21st century". Theoretical and Applied Climatology. 78 (1–3): 137. Bibcode:2004ThApC..78..137C. doi:10.1007/s00704-004-0049-4. S2CID 5122043.
  26. Denslow, J S (November 1987). "Tropical Rainforest Gaps and Tree Species Diversity". Annual Review of Ecology and Systematics. 18 (1): 431–451. doi:10.1146/annurev.es.18.110187.002243.
  27. Webb, Len (1 Oct 1959). "A Physiognomic Classification of Australian Rain Forests". Journal of Ecology. 47 (3). British Ecological Society : Journal of Ecology Vol. 47, No. 3, pp. 551-570: 551–570. doi:10.2307/2257290. JSTOR 2257290.
  28. Bourgeron, Patrick S. (1983). "Spatial Aspects of Vegetation Structure". In Frank B. Golley (ed.). Tropical Rain Forest Ecosystems. Structure and Function. Ecosystems of the World (14A ed.). Elsevier Scientific. pp. 29–47. ISBN 0-444-41986-1.
  29. "Sabah". Eastern Native Tree Society. بياځلي په 2007-11-14.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  30. "dendronautics". خوندي شوی له the original on June 14, 2006.