وروستی کنګليز پړاو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وروستی کنګليز پړاو « Last Glacial Period (LGP) » د «ايمين» له پای نه پيل او د ځوان «درياز» تر پايه  يې دوام درلود، دا پړاو « c. 115,000 – c. 11,700» کلونه موده دوام کړی و. کنګليز پړاو او د کنګليزو تر منځ پړاوونه د يوې اوږدې لړۍ برخه ده چې د څلورګونو کنګلونو په نوم پېژندل کېږي، دا پړاو شا او خوا  ۲۵۸۸۰۰۰ کاله مخکې پیل شوی او تر اوسه روان دی. د څلور ګوني پړاو پېژندنه (تعريف) د شمالي قطب د يخې چوکې (پوښ) د جوړېدو پر بنسټ ولاړ دی، کوم چې دوه اعشاريه اته پنځوس ميليونه کاله مخکې پيل شوی (Mya). نږدې ۳۴ مايا، د «سينوزوک» په منځ کې (د ايوسن-اليګوسن د انقراض د «منځه تللو» پېښه) په لومړي ځل د شمالي قطب د يخي پوښ جوړېدل پيل شول، د وروستي «سنوزويوک» کنګل پړاو د دې لپاره کارول کېږي، تر څو همدا لومړی پړاو هم په کې شامله کړای شي، (سنوزويوک پړاو د ځمکې اوسنۍ جيولوژيکي دوره ده).[۱][۲]

د دې وروستي کنګليز پړاو پر مهال، د کنګلونو د مخکې تګ او شاتګ ډېرې پېښې رامنځ ته شوې. د وروستي کنګليز پړاو پر مهال، وروستی کنګلونه تر ټولو زيات ۲۲۰۰۰ کاله پخوا وو. که څه هم په په عموي توګه د نړیوال سړښت او کنګل مخکې تګ بېلګه يو شان وه، بيا هم د کنګلونو مخکې تګ او شاتګ سيمه ييز توپيرونه، د یوې او بلې لويې وچې تر منځ د تفصيلاتو تر منځ پرتله کول ستونزمن ګرځوي. نږدې ۱۲۸۰۰ کاله مخکې، ځوان «درياز»، د کنګلونو تر ټولې نوی او وروستی پړاو پيل شو، کوم چې د له ۱۰۰۰۰۰ کلونو راهيسې، د کنګلونو د پړاو «کوډا» دی (ځون درياز يا Younger Dryasد کنګونو د پيل يو پړاو دی). له نږدې ۱۱۵۵۰ کلونو نه مخکې د دې پړاو پای ته رسېدل، د «هولوسين» د پيل نښه ده، کوم چې اوسنی جيولوژيکي عصر دی.

د انساني لرغون پېژندنې له نظره، LGP د لومړي ډبرين پړاو او منځني ډبرين پړاو په لومړيو کې پېښ شوی دی. کله چې کنګليزه پېښه پيل شوه، هوښیار انسانان تر ښکتنيو جغرافیايي عرض البلدونو پورې محدود شول، دوی په مرکزي او لويديځه ايروايشيا کې د نياندرتال او په اسيا کې د «ډينيسووانز» او «هومو ارکټوس» له خوا کارول شويو وسايلو سره د پرتلنې وړ وو. د دې پېښې د پای ته رسېدو پړاو سره نژدې وخت کې، هوښيار (ځيرک) انسان ايروايشيا او استراليا ته کډوال شو. د لرغون پېژندنې او جنيټيکي معلومات وړانديز کوی، چې د لومړي ډبرين عصر انسانان له LGP نه په خپرو شويو ځنګليزو سيمو کې خوندي پاتې شول، په هغو سيمو کې خواره واره شول، چې ډېرې حاصلخيزې وي، په داسې حال کې چې له ګڼو ځنګليزو پوښلو سيمو نه يې ځان ساته. [۳]

سرچینه او تعريف[سمول]

LGP ته په عاميانه لهجه کې د «وروستي کنګل پړاو» په نامه سره اشاره کېږي، خو د «کنګل عصر» اصطلاح، په کره ډول نه ده تعريف شوې، له پراخ جيولوژيکي انده، د تېرو څو ميلیونو کلونو په اوږدو کې د دواړو قطبونو سره نژدې د کنګليزو څادرونو د شتون له امله يو واحد کنګليز پړاو بلل کېدای شي. کنګلونه په دې ډول تر يو بريده ښه تعريف شوي دي، چې دا هغه سړې مرحلې دي، په کومو کې چې کنګلونو وده کړي او په پرتليز ډول د تودو کنګلونو په مټ يو له بل نه جلا شوي دي. د وروستي کنګليز پړاو پيل، کوم چې نږدې ۱۰۰۰۰ کاله مخکې و، په عمومي توګهً همدا پړاو د کنګليز پړاو پای بلل کېږي، که څه هم په انټرکتيکا او ګرین ليڼډ کې بيا هم د ټول کال په اوږدو کې ډېر يخونه موجود وي. د تېرو څو مليونه کلونو په اوږدو کې، کنګلونو د کنګلونو-خپلمنځي جريان د «ميلانکووچ» جريانونو په مټ د ځمکې په مدار کې، وخت په وخت د بدلونونو له امله «چټکتيا» موندلې ده.

په شمالي امريکا، شمالي يوروايشيا، هماليا او د نړۍ په نورو کنګل لرونکو سيمو کې د LGP پراخه مطالعه شوې ده. هغو کنګلونو څو کلونه وخت اخستی چې په دې کنګليز پړاو کې منځ ته راغلي، په ځانګړي ډول په شمالي نيمه کره کې او تر یو بريده په سويلي نيمه کره کې. کنګلونه بيلا بېلا نومونه لري، له تاريخي اړخه خپلو جغرافيايی وېشونو ته په کتنې سره يې وده کړې او تر همدې وېشونو پورې اړه لري: فريزر (د شمالي امريکا په ارام اقيانوس کورډيليرا کې)، پينيډيل (په مرکزي راکي غرونو کې، وسکونسنن يا وسکونسن (په منځنۍ شمالي امريکا کې، (ډيونسين (په بریتانوي ټاپوګانو کې)، مډلينډين (په ايرلينډ کې، ورم (په الپس کې)، ميريډا (په وينزويلا کې)، ويچسيلين يا وسټولين (په شمالي اروپا او شمالي منځنۍ اروپا کې)، په روسیه کې والډايي او په سايبيريا کې زیريانکا، به چيلي کې للانکيو او په نيوزيلينډ کې اوټيرا. د (ويچسلاين) د کنګ وروستی پړاو او د (ايميان) کنګلونو ترمنځ له وروستۍ نه يو مخکې پړاو د ځمک پېژندنې وروستي «پليسټوسن» پړاو برخې دي.[۴]

ټولکتنه[سمول]

شمالي نيمه کره[سمول]

نژدې ټوله کاناډا په يخ پوښلې وه، د متحده ايالاتو شمالي برخه هم دې ته ورته وه، په دواړو د «لارنټايډ» يخ څادرونه پراته وو. د وچ اقليم له امله الاسکا تر ډېره بريده له یخ نه پاکه پاتې شوه. د شمالي کلیفورنيا په «سيرا نيواډا» کې، په ډبرينو غرونو کې، د «کورډيلرن» په يخي پردو کې، د يخ د ځمکو او د يخ د څوکو په څېر سيمه ييز کنګلونه موجود وو. په بریتانيا، د اروپا په مرکزي سيمو او په شمال لويدیځه اسيا کې، د سکينډينيويا د يخ څادر يو ځل بیا تر بریتانوي ټاپوګانو، المان، پولينډ او د روسيې تر شمالي برخو کې پورې ورسېد، کوم چې ختيځ لور ته په لويديځه سايبريا کې د «تيمر» تر ټاپووزمې پورې غځېدلی دی. د لويديځو سايبيريايي کنګلونو اندازه زیات نه زیات له نږدې ۱۸۰۰۰ نه تر ۱۷۰۰۰ BP  پورې رسېدلې وه، په همدې بنسټ له دې وروسته په اروپا کې (۲۲۰۰۰ -۱۸۰۰۰BP) شمال ختيځه سايبيريا د لويې وچې په کچه د يخونو په څادر نه وه پوښلې.د دې پر ځای، د يخونو د سيمو يوې ډېرې سترې، خو محدودې ټولګې، د «کامچاټکا-کورياک» د غرونو په ګډون په شمال ختيځه سايبريا کې د غرونو يوه لړۍ پوښلې وه.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د امريکا او يوروايشيا د سترو يخي څاردونو په منځ کې په ټوله نړۍ کې شمالي منجمد بحر کنګل شوی نه و، خو د نن په څېر، شونې ده چې يوازې په نسبي ډول په کمو (سرسري/کمو ډبرو) يخونو پوښل شوی و، د موسمي بدلونونو پورې تړلی و او د شا او خوا يخونو د څادرونو نه د جلا شويو يخي برخو له امله يې زیان ليدلی و. د ژورو سمندرونو له بېخونو نه د تر لاسه شويو رسوبي موادو د جوړښتونو له مخې، ان دا هم شونې ده چې د پرانيستو اوبو موسمي وختونه هم منځ ته راغلي وي. [۱۱]

له مرکزي يخي څادرونو نه بهر، د «الپايډ» کمربند په لوړو غرونو په لويه پيمانه کنګلونه منځ ته راغلل. د لومړيو کنګلي پړاونو په خلاف، «ورم» کنګل له کوچنيو يخي څوکونه جوړ شوی و او تر ډېره بريده د درو تر کنګلونو پورې محدود و او د کنګل لوبونه به يې د الپ غرونو سيمو ته استول. د سيمه ييزو کنګلونو لړيو يا د کوچنيو يخونو څادرونو د «پايرينيس»، کارپتين غرونه، بلقان غرونه، قفقاز او د ترکيې او ايران غرونو لوړې څوکې پوښلې وې.[۱۲]

په هماليه او تبتي لوړو سيمو کې داسې شواهد شته چې، کنګلونه تر ډېره بريده مخ په وړاندې تللی دي، په ځآنګړي ډول، د ۴۷۰۰۰ او ۲۷۰۰۰BP تر منځ موده کې، خو کره عمرونه او په لوړو تبتي سيمو کې د يو نښتي کنګليز څادر جوړېدلو په اړه لا هم اختلافات شته دي.

د شمالي نيمې کرې نورې سيمې په زياته اندازه د يخ څادرونه نه لري، خو په ډېرو لوړو کې سيمه ييز کنګلونه په پراخه کچه خپاره وو. د بېلګې په ډول: د تایوان ځينې سيمې او جاپاني «الپس» د ۴۴۲۵۰ او ۱۰۶۸۰BP تر منځ بيا بيا کنګل شوي وو. په دواړو سيمو کې، د ۶۰۰۰۰ او ۳۰۰۰۰ BP تر منځ  موده کې کنګلونو زیاته وده وکړه. اوس هم تر کمې اندازې پورې، په افريقا کې کنګلونه موجود وو، د بېلګې په ډول: په لوړ اطلس، مراکش په غرونو، د سويلي الجزاير د اتاکور غر لوړو څوکو او د ايتوپيا په ګڼو غرونو کې. د استوا د ليکې سملاسي سويل لور ته، د ختيځې افريقا غرونو «کليمنجارو» لوړو څوکو، کينيا غر او روينزوري غرونو باندې څو سوه کيلو متره مربع پوښ پروت و، په کوم چې اوس د کنګلونو پاتې شوني پراته دي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچینې[سمول]

  1. Clayton, Lee; Attig, John W.; Mickelson, David M.; Johnson, Mark D.; Syverson, Kent M. "Glaciation of Wisconsin" (PDF). Dept. Geology, University of Wisconsin. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. University of Houston–Clear Lake – Disasters Class Notes – Chapter 12: Climate Change sce.uhcl.edu/Pitts/disastersclassnotes/chapter_12_Climate_Change.doc
  3. Gavashelishvili, A.; Tarkhnishvili, D. (2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Biomes and human distribution during the last ice age"]. Global Ecology and Biogeography 25 (5): 563–574. doi:10.1111/geb.12437. 
  4. Catt, J. A.; et al. (2006). "Quaternary: Ice Sheets and their Legacy". In Brenchley, P. J.; Rawson, P. F. (المحررون). The Geology of England and Wales (الطبعة 2nd). London: The Geological Society. د کتاب پاڼي 451–52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86239-199-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Cite thesis
  6. Möller, P. (2006). "Severnaya Zemlya, Arctic Russia: a nucleation area for Kara Sea ice sheets during the Middle to Late Quaternary" (PDF 11.5 Mb). Quaternary Science Reviews 25 (21–22): 2894–2936. doi:10.1016/j.quascirev.2006.02.016. Bibcode2006QSRv...25.2894M. Archived from the original on 2018-10-03. https://web.archive.org/web/20181003084020/http://www.geol.lu.se/personal/prm/PDF_papers%20full%20text/QSR-2007_SZ_Severnaya_Z.pdf. Retrieved 2022-02-17. 
  7. Gualtieri, Lyn (May 2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Pleistocene raised marine deposits on Wrangel Island, northeast Siberia and implications for the presence of an East Siberian ice sheet"]. Quaternary Research 59 (3): 399–410. doi:10.1016/S0033-5894(03)00057-7. Bibcode2003QuRes..59..399G. 
  8. Matti Saarnisto: Climate variability during the last interglacial-glacial cycle in NW Eurasia. Abstracts of PAGES – PEPIII: Past Climate Variability Through Europe and Africa, 2001 Archived April 6, 2008, at the Wayback Machine.
  9. Ehlers & Gibbard 2004 III, pp. 321–323
  10. Barr, I.D; Clark, C.D. (2011). "Glaciers and Climate in Pacific Far NE Russia during the Last Glacial Maximum". Journal of Quaternary Science 26 (2): 227. doi:10.1002/jqs.1450. Bibcode2011JQS....26..227B. https://e-space.mmu.ac.uk/619060/1/Barr%20and%20Clark%20%25282011%2529.pdf. 
  11. Spielhagen, Robert F. (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Arctic Ocean deep-sea record of northern Eurasian ice sheet history"]. Quaternary Science Reviews 23 (11–13): 1455–83. doi:10.1016/j.quascirev.2003.12.015. Bibcode2004QSRv...23.1455S. 
  12. Williams, Jr., Richard S.; Ferrigno, Jane G. (1991). "Glaciers of the Middle East and Africa – Glaciers of Turkey" (PDF 2.5 Mb). U.S.Geological Survey Professional Paper 1386-G-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)Ferrigno, Jane G. (1991). "Glaciers of the Middle East and Africa – Glaciers of Iran" (PDF 1.25 Mb). U.S.Geological Survey Professional Paper 1386-G-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Owen, Lewis A. (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A note on the extent of glaciation throughout the Himalaya during the global Last Glacial Maximum"]. Quaternary Science Reviews 21 (1): 147–157. doi:10.1016/S0277-3791(01)00104-4. Bibcode2002QSRv...21..147O. 
  14. Kuhle, M., Kuhle, S. (2010): Review on Dating methods: Numerical Dating in the Quaternary of High Asia. In: Journal of Mountain Science (2010) 7: 105–122.
  15. Chevalier, Marie-Luce (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Constraints on the late Quaternary glaciations in Tibet from cosmogenic exposure ages of moraine surfaces"]. Quaternary Science Reviews 30 (5–6): 528–554. doi:10.1016/j.quascirev.2010.11.005. Bibcode2011QSRv...30..528C. 
  16. Kuhle, Matthias (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A relief-specific model of the ice age on the basis of uplift-controlled glacier areas in Tibet and the corresponding albedo increase as well as their positive climatological feedback by means of the global radiation geometry"]. Climate Research 20: 1–7. doi:10.3354/cr020001. Bibcode2002ClRes..20....1K. 
  17. Ehlers & Gibbard 2004 III, Kuhle, M (2011-08-31). "The High Glacial (Last Ice Age and LGM) ice cover in High and Central Asia". Quaternary Glaciations - Extent and Chronology. د کتاب پاڼي 175–199. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780444534477. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lehmkuhl, F. (2003). "Die eiszeitliche Vergletscherung Hochasiens – lokale Vergletscherungen oder übergeordneter Eisschild?". Geographische Rundschau 55 (2): 28–33. Archived from the original on July 7, 2007. https://web.archive.org/web/20070707054638/http://www.pgg.rwth-aachen.de/index.php?id=lef-abstracts. Retrieved February 9, 2008.