Jump to content

واکسين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

واکسين د درملو د تجويز بيالوژيکي اندازه ده  چې د کومې ساري ناروغۍ لپاره فعال مدافعتي ځواک برابروي. عموماً يو واکسين يو داسې عامل لري، کوم چې د ناروغۍ پیدا کونکي مايکرواورګانيزم سره ورته والی لري او عموماً د جراثیم د کمزورو يا مړو شويو بڼو، د هغې د زهرجنو مادو، يا د هغې د سطحې د پروټين څخه له کوم يو جوړ شوی وی. دا عامل د جسم مدافعتي نظام په حرکت راولي، تر څو هغه وکولای شي هغه عامل د يو ګواښ په توګه وپېژني، له منځه يې يوسي او د دې عامل سره اړوند هر ډول مايکرواورګانيزم لا زيات وپېژني او له منځه يې يوسي چې شونې ده په راتلونکي کې ورسره مخ شي. شونې ده چې واکسين حفاظتي وي (د کوم طبيعي يا خپلسري پيتوجين په مټ په راتلونکي کې د کېدونکې ناروغۍ د اغېزو د مخنيوي يا ښه کولو لپاره)، يا درملنه وي (د کومې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره، کومه چې له مخکې څخه پېښه شوې وي، لکه سرطان). ځينې واکسينونه بشپړ جراثيم وژونکي خونديتوب وړاندې کوي، په کوم کې چې په بشپړ ډول د ناروغۍ مخنيوی کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د واکسينو تجويز ته واکسيناسيون ويل کېږی. واکسيانسيون د ساري ناروغيو څخه د خونديتوب تر ټولو اغېزناکه طريقه ده. د واکسيناسيون له امله په پراخه کچه د مدافعتي قوت په ټوله نړۍ کې د ننکيو د منځه وړلو او ګوزڼ، شري او تيتانس په څېر ناروغيو د نړۍ په ډېرو برخو کې د مخنيوي لپاره تر ډېره بریده مسئول بلل کېږي. د واکسيناسیون اغېزناکتيا په پراخه کچه مطالعه او تاييد شوط ده. د بېلګې په ډول، په هغو واکسينونو کې چې اغېزناک ثابت شوي، د انفلوينزا (زکام) واکسين، د HPV واکسين او د مارغانو ننکۍ واکسين شامل دي. د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) راپور ورکړی چې اجازه لرونکي واکسينونه اوسمهال د پنځه ويشتو بېلا بېلو هغو ناروغيو لپاره شته چې مخه يې نيول کېدای شي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ننکيو په وړاندې د ولسي ستنې کولو تمرين په ۱۷۲۱ز کال کې «ليډي ميري ورټلي مونټاګو» له ترکيې څخه برتانيې ته لېږدولی و. د واکسين او واکسيناسیون اصطلاحات له « Variolae vaccinae» (د غواګانو ننکۍ) څخه اخيستل شوي دي، دا اصطلاحا د «ايډوارډ جينز» (چا چې هم د واکسينونو تصور جوړ کړ او لومړي واکسين يې چمتو کړل) د غواګانو د ننکيو د ښودلو لپاره وضع کړی و. نوموړي دا جمله په ۱۷۹۸ز کال کې د خپل « Inquiry into the Variolae vaccinae Known as the Cow Pox» اوږد عنوان لپاره کارولې وه، په کوم کې چې نوموړي د ننکيو په وړاندې د غواګانو د ننکيو د خونديتابه اغېز تشريح کړی و. په ۱۸۸۱ز کال کې، د «جينز» د درناوي په موخه، «لويس پاسچر» وړانديز وکړ چې مخنيوي د نويو ستنو د چمتو کولو لپاره دې د هغه شرايط مخ په وړاندې يوړل شي. د واکسين چمتو کول او توليد علم د «واکسينالوژي» په نوم يادېږي.[۱۳][۱۴][۱۵]

اغېزې

[سمول]

په دې اړوند زيات علمي توافق شته چې واکسين د ساري ناروغيو سره د مقابلې او د هغې د منځه وړلو لپاره يو تر ټولو خوندي او اغېزناکه طريقه ده. مدافعتي نظام د واکسين عوامل د بهرنيو عواملو په توګه پېژني، له منځه يې وړي او دا په ياد ساتي. کله چې د يو عامل د زهرجن ډول سره مخ کېږي، نو بدن په وايرس شته د پروټينو پوښ پېژني او په همدې بنسټ د ځواب ويلو لپاره چمتو وي، لومړی په نښه شوی عامل مخکې تر دې له منځه وړي چې په حجرو کې داخل شي او په دويم پړاو کې له دې عامل څخه له مخکې څخه اغېزمنې شوې حجرې په نښه کوي او له منځه يې وړي، مخکې تر دې چې دا عامل وکولای شي په زیات شمېر کې يې ضرب او زياتې کړي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

له دې سره سره د دوی پر اغېزو محدوديتونه هم شته. کله کله، د واکسين اړوندو لاملونو پر بنسټ خونديتوب له ناکامۍ سره مخ کېږي، لکه د واکسين په کمزوري کولو، واکسيانسيون په تګلاره يا تجويز کې ناکامي.[۲۲][۲۳]

که  د کوربه مدافعتي نظام په مناسبت ډول ځواب ونه وايي، يا له لويه سره ځواب ونه وايي، نو د کوربه اړوند لاملونو پر بنسټ هم ناکامي منځ ته راتلای شي. د کوربه اړوند غبرګون کمښت د يو اټکل تر مخې په ۲-۱۰٪ خلکو کې منځ ته راځي، لاملونه يې جنياتي، مدافعتي حالت، عمر، روغتيا او د تغذيې حالتونه دي. د جناياتي ناکامۍ په پايله کې منځ ته راغلی ابتدايي مدافعتي نظام د اختلالاتو نقص چې د جنتيکي ناکاميو لامل ګرځي، له X- سره اړوند «اګاماګلوبولينميا» ده، په کومه کې چې د B- حجرې د ودې لپاره اړين اينزايم نه شتون د کوربه مدافعتي نظام د يو پيتوجين لپاره د انټي باډي پیدا کولو مخه نيسي.[۲۴][۲۵]

د کوبه-پیتوجين تعامل او د ناروغۍ غبرګون فعالې پروسې دي، په کومو کې چې مدافعتي نظام کې ګڼې لارې شاملې دي. یو کوربه په سملاسي ډول انټي باډي نه جوړوي: په داسې حال کې چې د بدن طبيعي مدافعتي قوت لږ تر لږه په دولسو ساعتونو کې فعالېدای شي، تطبيقي قوت مدافعت ۱-۲ اونۍ  وخت ته اړتيا لري چې په بشپړ ډول چمتو شي. په دې موده کې، بيا هم ممکنه ده چې کوربه په ناروغۍ اخته شي.[۲۶][۲۷][۲۸]

کله چې انټي باډي توليد شي، دوی کولای شي د ګڼو لارو له جملې په کومه لاره د مدافعت قوت پياوړی کړي چې دا چاره د انټي باډي تر بڼې پورې اړه لري. د يو پيټوجين په تصفیه کولو يا غېر فعالولو کې د دوی بريا د انټي باډي د توليد کونکې اندازې او تر هغې حد پورې اړه لري، څومره چې دا انټي باډي په دې کې د شته پيتوجين د سختوالي په مقابله کولو کې تر کومه بريده اغېزناک دي، ځکه چې بېلا بېلې کچې د کوم ځانګړي مدافعتي غبرګون لپاره مختلف ډول حساسې کېدای شي. په ځينو حالتونو کې شونې ده چې د واکسين په پايله کې يو څه مدافعتي خونديتوب وړاندې کړي (په کوم کې چې د مدافعت قوت له ۱۰۰٪ څخه کم اغېزناک وي، خو بيا هم د ناروغۍ ګواښ کموي) يا د دايمي خونديتوب پر ځای، لنډمهالی مدافعتي خونديتوب وړاندې کړي (په کوم کې چې د وخت په تېرېدو سره قوت مدافعت کمېږي). دوی بيا هم کولای شي په ټوليز ډول د ټولو وګړو لپاره دويم ځلې په ناروغۍ د اخته کېدو اندازه لوړه کړي او د پام وړ اغېز غورځولای شي. دوی همدا راز کولای شي په ناروغۍ د اخته کېدو شدت کم کړي، د کوم په پايله کې چې د مړينې کچه کمېږي، ناروغۍ کمېږي، له ناروغۍ ژر رغېدل منځ ته راځي او د اغېزو يوه نوره پراخه لړۍ لري.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

هغه خلک چې عمر يې زيات وي عموماً د هغو په پرتله چې عمر يې لږ وي کم غبرګون ښيي، دا هغه څه دي چې د «Immunosenescence» (د عمر د زياتېدو له امله مدافعتي قومت کمېدل) بلل کېږي. عموماً د مدافعتي غبرګون د زياتولو لپاره د مرستندويه موادو څخه کار اخيستل کېږي، په ځانګړي ډول د عمر خوړلو خلکو لپاره، د چا مدافعتي ځواب چې د ساده واکسينو لپاره کموزوری شوی وي.[۳۳][۳۴][۳۵]

د واکسين اغېزمنتيا او فعالیت په ګڼو عواملو پورې اړه لري:

  • خپله ناروغي (د ځينو ناروغيو لپاره واکسيناسيون د نورو په پرتله د ښه فعالیت ښودنه کوي)
  • د واکسين اندازه (ځينې واکسين د ناروغۍ د ځانګړې اندازې لپاره ځانګړي دي، یا لږ تر لږه تر ټولو ډېر اغېزناک دي).[۳۶]
  • دې ته په کتنې سره چې ايا د واکسين مهالوېش په سم ډول تر نظر لاندې نيول شوی دی.
  • د واکسين په وړاندې غېر معمولي غبرګون؛ ځينې خلک د يو شمېر واکسينو لپاره ځواب نه ويونکي وي، دا مطلب چې په سم ډول د واکسين اخيستلو څخه وروسته هم انټي باډي نه تولیدوي.
  • بېلا بېل لاملونه، لکه توکم، عمر يا جنياتي وړتيا.

که چېرې يو واکسين شوی شخص د (ناڅاپي ناروغي) په وړاندې واکسين شوې ناروغي بیا هم پیدا کوي، نو امکان شته چې دا ناروغي د هغو پېښو په پرتله کمه سخته وي، د کومې ناروغۍ لپاره چې واکسين نه وي شوي.[۳۷]

د یو اغېزناک واکسيناسيون په پروګرام کې مهمې پاملرنې:[۳۸]

  1. د خونديتابه واکسينونو په کمپين کې د منځنۍ کچې څخه نيولې تر اوږدمهالې ناروغۍ د وبايي ناروغيو اغېزو د اټکل کولو لپاره احتياطي نمونه سازي.
  2. د یو نوي واکسين د دود کولو څخه وروسته د اړوندې ناروغې لپاره پرله پسې څارنه.
  3. د خونديتابه واکسينو د لوړو کچو پر ځای ساتل، ان هغه مهال هم که چېرې یوه ناروغي ډېره کمه هم پېښېږي.

په ۱۹۵۸ز کال کې، په متحده ايالاتو کې د شري ۷۶۳۰۹۴ پېښې موجودې وې چې په پايله کې يې ۵۵۲ مړينې منځ ته راغلې. د نوي واکسين له وړاندې کولو وروسته، د پېښو شمېر په يو کال کې له ۱۵۰ څخه هم کمو پېښو ته راغورځېد (منځنۍ کچه يې ۵۶) وه. د ۲۰۰۸ز کال په لومړيو کې، د شري ۶۴ شکمنې پېښې وې. د ناروغيو څلور پنځوس پېښې له بل هېواد څخه تر انتقال پورې تړلې وې، که څه هم يواځې ديارلس سلنه يې په اصل کې له متحده ايالاتو څخه دباندې تر لاسه شوې وې؛ د ۶۴ څخه ۶۳  افراد يې د شري په وړاندې يا بيخي واکسين شوي نه وو، يا کره نه وه معلومه چې دوی ته واکسين شوي که نه.[۳۹][۴۰]

سرچينې

[سمول]
  1. "Expanded Practice Standards" (PDF). Iowa Administrative Code. 2019.
  2. Melief CJ, van Hall T, Arens R, Ossendorp F, van der Burg SH (September 2015). "Therapeutic cancer vaccines". The Journal of Clinical Investigation. 125 (9): 3401–3412. doi:10.1172/JCI80009. PMC 4588240. PMID 26214521.
  3. Bol KF, Aarntzen EH, Pots JM, Olde Nordkamp MA, van de Rakt MW, Scharenborg NM, de Boer AJ, van Oorschot TG, Croockewit SA, Blokx WA, Oyen WJ, Boerman OC, Mus RD, van Rossum MM, van der Graaf CA, Punt CJ, Adema GJ, Figdor CG, de Vries IJ, Schreibelt G (March 2016). "Prophylactic vaccines are potent activators of monocyte-derived dendritic cells and drive effective anti-tumor responses in melanoma patients at the cost of toxicity". Cancer Immunology, Immunotherapy. 65 (3): 327–339. doi:10.1007/s00262-016-1796-7. PMC 4779136. PMID 26861670.
  4. Brotherton J (2015). "HPV prophylactic vaccines: lessons learned from 10 years experience". Future Virology. 10 (8): 999–1009. doi:10.2217/fvl.15.60.
  5. Frazer IH (May 2014). "Development and implementation of papillomavirus prophylactic vaccines". Journal of Immunology. 192 (9): 4007–4011. doi:10.4049/jimmunol.1490012. PMID 24748633.
  6. Ledford, Heidi (2020-08-17). "What the immune response to the coronavirus says about the prospects for a vaccine". Nature (in انګليسي). 585 (7823): 20–21. Bibcode:2020Natur.585...20L. doi:10.1038/d41586-020-02400-7. PMID 32811981. S2CID 221180503.
  7. * United States Centers for Disease Control and Prevention (2011). A CDC framework for preventing infectious diseases. Archived 2017-08-29 at the Wayback Machine. Accessed 11 September 2012. "Vaccines are our most effective and cost-saving tools for disease prevention, preventing untold suffering and saving tens of thousands of lives and billions of dollars in healthcare costs each year."
  8. Zimmer, Carl (20 November 2020). "2 Companies Say Their Vaccines Are 95% Effective. What Does That Mean? You might assume that 95 out of every 100 people vaccinated will be protected from Covid-19. But that's not how the math works". The New York Times. بياځلي په 21 November 2020.
  9. Fiore AE, Bridges CB, Cox NJ (2009). "Seasonal influenza vaccines". Vaccines for Pandemic Influenza. Current Topics in Microbiology and Immunology. Vol. 333. pp. 43–82. doi:10.1007/978-3-540-92165-3_3. ISBN 978-3-540-92164-6. PMID 19768400. {{cite book}}: |journal= ignored (help)
  10. Chang Y, Brewer NT, Rinas AC, Schmitt K, Smith JS (July 2009). "Evaluating the impact of human papillomavirus vaccines". Vaccine. 27 (32): 4355–4362. doi:10.1016/j.vaccine.2009.03.008. PMID 19515467.
  11. Liesegang TJ (August 2009). "Varicella zoster virus vaccines: effective, but concerns linger". Canadian Journal of Ophthalmology. 44 (4): 379–384. doi:10.3129/i09-126. PMID 19606157. S2CID 662998.
  12. World Health Organization, Global Vaccine Action Plan 2011-2020. Archived 2014-04-14 at the Wayback Machine. Geneva, 2012.
  13. Ferguson, Donna (28 March 2021). "How Mary Wortley Montagu's bold experiment led to smallpox vaccine – 75 years before Jenner". the Guardian. بياځلي په 11 July 2022.
  14. Baxby D (January 1999). "Edward Jenner's Inquiry; a bicentenary analysis". Vaccine. 17 (4): 301–307. doi:10.1016/s0264-410x(98)00207-2. PMID 9987167.
  15. Pasteur L (1881). "Address on the Germ Theory". Lancet. 118 (3024): 271–272. doi:10.1016/s0140-6736(02)35739-8.
  16. Orenstein WA, Bernier RH, Dondero TJ, Hinman AR, Marks JS, Bart KJ, Sirotkin B (1985). "Field evaluation of vaccine efficacy". Bulletin of the World Health Organization. 63 (6): 1055–1068. PMC 2536484. PMID 3879673.
  17. Jan 11, Hub staff report / Published; 2017 (2017-01-11). "The science is clear: Vaccines are safe, effective, and do not cause autism". The Hub. بياځلي په 2019-04-16. {{cite web}}: |last2= has numeric name (help)CS1 maint: numeric names: authors list (link)
  18. Ellenberg SS, Chen RT (1997). "The complicated task of monitoring vaccine safety". Public Health Reports. 112 (1): 10–20, discussion 21. PMC 1381831. PMID 9018282.
  19. "Vaccine Safety: The Facts". HealthyChildren.org. بياځلي په 2019-04-16.
  20. Mak, Tak W.; Saunders, Mary E.; Jett, Bradley D. (2014). "Chapter 1 - Introduction to the Immune Response". Primer to The immune response (in انګليسي) (2nd ed.). Burlington, MA: Academic Cell. pp. 3–20. ISBN 978-0-12-385245-8. بياځلي په 18 April 2022.
  21. Clem, Angela S (2011). "Fundamentals of Vaccine Immunology". Journal of Global Infectious Diseases. 3 (1): 73–78. doi:10.4103/0974-777X.77299. ISSN 0974-777X. PMC 3068582. PMID 21572612.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  22. Grammatikos AP, Mantadakis E, Falagas ME (June 2009). "Meta-analyses on pediatric infections and vaccines". Infectious Disease Clinics of North America. 23 (2): 431–457. doi:10.1016/j.idc.2009.01.008. PMID 19393917.
  23. Grammatikos AP, Mantadakis E, Falagas ME (June 2009). "Meta-analyses on pediatric infections and vaccines". Infectious Disease Clinics of North America. 23 (2): 431–457. doi:10.1016/j.idc.2009.01.008. PMID 19393917.
  24. Wiedermann U, Garner-Spitzer E, Wagner A (2016). "Primary vaccine failure to routine vaccines: Why and what to do?". Human Vaccines and Immunotherapeutics. 12 (1): 239–243. doi:10.1080/21645515.2015.1093263. ISSN 2164-554X. PMC 4962729. PMID 26836329.
  25. Wiedermann U, Garner-Spitzer E, Wagner A (2016). "Primary vaccine failure to routine vaccines: Why and what to do?". Human Vaccines and Immunotherapeutics. 12 (1): 239–243. doi:10.1080/21645515.2015.1093263. ISSN 2164-554X. PMC 4962729. PMID 26836329.
  26. Jo, Eun-Kyeong (December 2019). "Interplay between host and pathogen: immune defense and beyond". Experimental & Molecular Medicine (in انګليسي). 51 (12): 1–3. doi:10.1038/s12276-019-0281-8. ISSN 2092-6413. PMC 6906370. PMID 31827066.
  27. Janeway, Charles A Jr.; Travers, Paul; Walport, Mark; Shlomchik, Mark J. (2001). "The Humoral Immune Response". Immunobiology: The Immune System in Health and Disease. 5th Edition (in انګليسي). بياځلي په 18 April 2022.
  28. Grubbs, Hailey; Kahwaji, Chadi I. (January 2022). Physiology, Active Immunity. Treasure Island, FL: StatPearls Publishing. PMID 29939682. بياځلي په 18 April 2022.
  29. Janeway, Charles A Jr.; Travers, Paul; Walport, Mark; Shlomchik, Mark J. (2001). "The Humoral Immune Response". Immunobiology: The Immune System in Health and Disease. 5th Edition (in انګليسي). بياځلي په 18 April 2022.
  30. Gomes, M. Gabriela M.; White, Lisa J.; Medley, Graham F. (21 June 2004). "Infection, reinfection, and vaccination under suboptimal immune protection: epidemiological perspectives". Journal of Theoretical Biology. 228 (4): 539–549. doi:10.1016/j.jtbi.2004.02.015. hdl:10400.7/53. ISSN 0022-5193. PMID 15178201. بياځلي په 19 April 2022.
  31. Stanciu, Stefan G. (24 August 2016). Micro and Nanotechnologies for Biotechnology (in انګليسي). BoD – Books on Demand. ISBN 978-953-51-2530-3. بياځلي په 19 April 2022.
  32. Bonanni, Paolo; Picazo, Juan José; Rémy, Vanessa (12 August 2015). "The intangible benefits of vaccination – what is the true economic value of vaccination?". Journal of Market Access & Health Policy. 3: 10.3402/jmahp.v3.26964. doi:10.3402/jmahp.v3.26964. ISSN 2001-6689. PMC 4802696. PMID 27123182.
  33. Frasca, Daniela; Diaz, Alain; Romero, Maria; Garcia, Denisse; Blomberg, Bonnie B. (6 October 2020). "B Cell Immunosenescence". Annual Review of Cell and Developmental Biology. 36 (1): 551–574. doi:10.1146/annurev-cellbio-011620-034148. ISSN 1081-0706. PMC 8060858. PMID 33021823. بياځلي په 18 April 2022.
  34. Neighmond P (2010-02-07). "Adapting Vaccines For Our Aging Immune Systems". Morning Edition. NPR. خوندي شوی له اصلي څخه په 2013-12-16. بياځلي په 2014-01-09.کينډۍ:Open access
  35. Schlegel M, Osterwalder JJ, Galeazzi RL, Vernazza PL (August 1999). "Comparative efficacy of three mumps vaccines during disease outbreak in Eastern Switzerland: cohort study". BMJ. 319 (7206): 352. doi:10.1136/bmj.319.7206.352. PMC 32261. PMID 10435956.
  36. Schlegel M, Osterwalder JJ, Galeazzi RL, Vernazza PL (August 1999). "Comparative efficacy of three mumps vaccines during disease outbreak in Eastern Switzerland: cohort study". BMJ. 319 (7206): 352. doi:10.1136/bmj.319.7206.352. PMC 32261. PMID 10435956.
  37. Préziosi MP, Halloran ME (September 2003). "Effects of pertussis vaccination on disease: vaccine efficacy in reducing clinical severity". Clinical Infectious Diseases. 37 (6): 772–779. doi:10.1086/377270. PMID 12955637.
  38. Miller, E.; Beverley, P. C. L.; Salisbury, D. M. (2002-07-01). "Vaccine programmes and policies". British Medical Bulletin. 62 (1): 201–211. doi:10.1093/bmb/62.1.201. ISSN 0007-1420. PMID 12176861.
  39. Orenstein WA, Papania MJ, Wharton ME (May 2004). "Measles elimination in the United States". The Journal of Infectious Diseases. 189 Suppl 1 (Suppl 1): S1-3. doi:10.1086/377693. PMID 15106120.
  40. "Measles – United States, January 1 – April 25, 2008". MMWR. Morbidity and Mortality Weekly Report. 57 (18): 494–498. May 2008. PMID 18463608. خوندي شوی له اصلي څخه په October 11, 2017.کينډۍ:Open access