والټر فرانسیس وایټ
| والټر فرانسیس وایټ | |
|---|---|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱ جولای ۱۸۹۳[۱][۲][۳] |
| مړینه | 21 مارچ 1955 (62 کاله)[۱][۲][۳] نيويارک |
| تابعیت | |
| نسل | افريقايي امريکنی [۴][۵] |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | خبريال [۶]، د بشري حقونو فعال |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱] |
| سمول |
|
والټر فرانسیس وایټ (د ۱۸۹۳ کال د جولای لومړۍ – د ۱۹۵۵ ز کال د مارچ ۲۱مه) د مدني حقونو یو افریقایيالاصله امریکايی فعال و چې په ۱۹۱۸ز کال کې یې د رنګین پوستانو د پرمختګ له ملي ټولنې (NAACP) سره د څېړونکي په توګه تر یوځای کېدو وروسته، له ۱۹۲۹ز نه تر ۱۹۵۵ ز پورې نږدې ۲۶ کاله د دغې ټولنې مشري وکړه. وایټ د توکمیز توپیر او محرومیت لپاره د قانوني ګواښونو پراخ پروګرام مدیریت کړ. د دې تر څنګ خبریال، ناول لیکوال او مقاله لیکوال هم و. دی په ۱۹۱۶ ز کال کې له اتلانتا پوهنتون نه (چې دا مهال کلارک اتلانتا پوهنتون نومېږي) فارغ شو.
وایټ په ۱۹۱۸ ز کال کې د «جېمز وېلډن جانسون» په بلنه په نیویارک کې د (NAACP) له کوچني سټف سره یوځای شو. ده د جانسون د مرستیال سکرتر په توګه کار کاوه او د لېنچ او توکمیز بغاوت په اړه یې د څېړنو لپاره سویل ته سفر وکړ. وایټ به کله ناکله ځان ګڼ توکمیز او د سپین پوستو اجدادو له ډلې باله، تر څو په اسانۍ سره څېړنې وکړي او په کړکېچنو حالاتو کې ځان خوندي وساتي. وایټ د جانسون پر ځای د (NAACP) مشر وټاکل شو او له ۱۹۲۹ ز نه تر ۱۹۵۵ ز پورې د دغې ادارې مشر و. دی په ۱۹۳۴ کال کې د ویرجین ټاپو وزمې د حکومت له مشورتي شورا سره یوځای شو او په ۱۹۳۵ کال کې یې له «لېچېنګ ضد قوانینو» نه د سوېلي ډیموکراټانو د سرغړونې په اړه د ولسمشر روزوېلټ د چوپتیا په غبرګون کې استعفا وکړه.
وایټ له عمومي تبعیض سره د مبارزې پر پلانونو او اداري جوړښت څار کاوه. ده تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په وسلهوالو ځواکونو کې د تبعیض ختمولو په برخه کې له ولسمشر ټرومن سره کار وکړ او هغه ته یې د دغه کار د عملي کولو لپاره د یوه اجرايي فرمان مسوده ورکړه. د وایټ په مشرۍ (NAACP) د قانوني دفاع مالي صندوق جوړ کړ چې د توکمیز تبعیض له منځه وړلو لپاره یې بېلابېلې قانوني ګواښونه لرې کړل او ډېر بریالیتوبونه یې ترلاسه کړل. په دې کې یو د پوهنې د پلاوي او براون تر منځ د سترې محکمې حکم و، په حکم کې راغلي وو چې، تبعیضي زدهکړه ذاتاً بې عدالتي ده. وایټ د (NAACP) غړي پنځه برابره کړل او نږدې ۵۰۰۰۰۰ کسانو ته یې ورسول. [۷]
د ژوند لومړي وختونه
[سمول]والټر د «جورج» او «ماډلین وایټ» زوی و. کله چې وایټ وزېږېد، پلار یې په اتلانتا پوهنتون کې (چې دا مهال کلارک اتلانتا پوهنتون بلل کېږي او لا هم د سویل د تور پوستانو د تاریخي پوهنتون په توګه پېژندل کېږي) زده کړې کولې او بیا د پوست کارکوونکی شو چې دا په فدرال حکومت کې ډېره ښه دنده وه. مور یې هم له همدغه پوهنتون نه فارغه شوې وه او ښوونکې وه. وایټ د خپلې ودې پر مهال ښې زدهکړې وکړې. ده د اتلانتا په دولتي ښوونځي کې زدهکړې وکړې، د لېسې دوره یې په ۱۹۱۲ کې پای ته ورسوله او کالج یې هم په ۱۹۱۶ کال کې همالته بشپړ کړ. وایټ د زدهکړو په دې دوره کې وتوانېد چې اته کاله د اتلانتا په غیر عادي فضا کې تېر کړي. وایټ چې د خپل ژوند په لړ کې کوم کارونه کړي، لا هم «د پخواني اتلانتا پوهنتون د مخکښانو او د سویل د رنګین پوستانو د لوړو زده کړو ادارو ته په شویو بې سارو کارونو کې محسوس دي». د وایټ کورنۍ له لومړۍ جماعت پالې کلیسا سره تړاو درلود، چې په شمال کې یې د امریکا د تبلیغ ټولنې له کورنۍ جګړې وروسته بنسټ اېښی و. په جورجیا یا ګورجستان کې د ټولو تور پوستو فرقو له ډلې جماعت پالي له ځواکمنو ټولنیزو، سیاسي او مالي فرقو نه وو. د دغې فرقې غړیتوب په اتلانتا کې د ډېر لوړ حالت نښه وه. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مسلکي مخینه
[سمول]وایټ د تور پوستانو په تاریخي پوهنتون «اتلانتا» کې زده کړې وکړې. ډبلیو.اي.بي ډو بویس د وایټ تر شاملېدو مخکې شمال ته تللی و، خو ډو بویس د وایټ مور او پلار ښه پېژندل. ډو بویس په اتلانتا پوهنتون کې د وایټ یوې مشرې خور او یوه مشر ورور ته تدریس کړی و. ډوبویس او والټر وایټ وروسته د تور پوستانو د مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره د ښې لارې په اړه د نظر اختلاف درلود، خو د هېواد لپاره یې نظر یو و. [۱۵]
وایټ په ۱۹۱۶ ز کال کې تر فراغت وروسته، په «سټنډرډ لایف اېنشورېنس شرکت» کې دنده واخیسته ،چې په اتلانتا کې د تور پوستو لهخوا د یوه نوي او بریالي تجارت په توګه پیل شوی و.
ده په ۱۹۰۹ کال کې د رنګین پوستانو د پرمختګ لپاره د جوړې شوې ملي ټولنې (NAACP) د یوې برخې د اداره کولو لپاره کار وکړ. دی او نورمشران په دې وتوانېدل چې د اتلانتا ښوونځي بورډ ته لاره پیدا کړي او د تور پوستو ماشومانو لپاره د زدهکړو زمینه ښه کړي، دا هغه ماشومان وو چې په جلا ښوونځیو کې ورته تدریس کېده او دا ښوونځي په دودیز ډول د سپین پوستانو د مقننه ډلې تر واک لاندې جوړ شوي وو. (تور پوستي د پېړۍ په پیل کې د ګورجستان له خوا د اساسي قانون د تصویب له امله چې د رایې ورکوونکو نوم لیکنه یې لا ستونزمنوله، د پخواني کنفدراسیون ایالتونو په څېرعملاً د رایې ورکولو له حقه محروم شول.)
۲۵ کلن وایټ د مدني حقونو د فعال او لیکوال «جېمز وېلډن جانسون» په بلنه نیویارک ښار ته ولاړ. په ۱۹۱۸ ز کال کې یې د NAACP په ملي مرکزي دفتر کې کار پیل کړ. وایټ د NAACP د مرستیال سکرتر په توګه کار پیل کړ. وایټ په سویل کې د لېنچ په اړه په څېړنه کې پر یوه پټ جاسوس بدل شو، چې د خپل کار په اوج کې و. وایټ د څېړنې د مهارتونو په لرلو سره د یرغلګرو سپین پوستانو د تاوتریخوالي پر وړاندې د NAACP د پټې وسلې په توګه ثابت شو. [۱۶][۱۷][۱۸]
واده او کورنۍ
[سمول]وایټ په ۱۹۲۲ ز کال کې له «ګلاډیس پاول» سره واده وکړ. دوی دوه بچیان لرل، «جین وایټ» چې په عامه ځایونو او تلویزیون کې ممثله شوه او زوی یې «والټر کارل وایټ» چې ډېر عمر یې په جرمني کې تېر کړ. دوی دواړه تر ۲۷ کلن ګډ ژوند وروسته په ۱۹۴۹ ز کال کې جلا شول. [۱۹]
دا چې وایټ د افریقاييالاصله امریکايانو د بشري حقونو ادارې د یوې عمومې څېرې په توګه مشهور و، تر طلاق کمه موده وروسته یې د سویلي افریقا له یوې مطلقې سپین پوستې ښځې «پاپي کانن» سره واده وکړ، چې دا کار یې د عمومي جنجال جوړېدو لامل شو. ډېری تور پوستي همکاران او ملګري يې ترې خپه شول. ځینو ادعا وکړه چې ، ده تل غوښتل سپین وي. نورو ویل چې دی تل سپین پوستی و. [۲۰]
ګلاډیس او بچیان یې له وایټ او دویمې مېرمنې ولاړل. د وایټ خور وویل چې ده په ټوله دې دوره کې غوښتل، د سپین پوستي کس په توګه ژوند وکړي. زوی یې خپل نوم کارل ډاروو ته بدل کړ، تر څو وښيي چې له پلار نه کرکې او جلا کېدو ته لېوالتیا لري.[۲۰]
جایزې او ویاړونه
[سمول]- وایټ په ۱۹۲۷ ز کال کې د هارمون جایزه واخیسته (د تور پوستانو په منځ کې د مهمو لاسته راوړنو لپاره د ویلیام اي هارمون بنسټ جایزه) چې د «رسۍ او کودې» (Rope and Faggot) په نامه د کتاب لیکلو لپاره وه، وایټ په دې کتاب کې د لېنچېنګ د څېړنې په اړه له قاضي لېنچ سره مرکه کړې وه.
- په ۱۹۳۷ ز کال کې د یوه افریقاييالاصله امریکايي په توګه د مهمو لاسته راوړنو لپاره د NAACP لهخوا «سپېنګارن مډال» ورکړل شو. [۲۱]
- په ۲۰۰۲ ز کال کې «مولفي کیټ اسانته» والټر فرانسیس وایټ د ۱۰۰ لویو افریقاييالاصله امریکایانو په نوملړ کې راوست. [۲۲]
مړینه
[سمول]وایټ د ۱۹۵۵ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۹مه نېټه د زړه د حملې له امله په نیویارک ښار کې د ۶۱ کلونو په عمر مړ شو.[۲۳]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12746897b — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m61pnn — سکالو پېژند: Walter Francis White — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Walter-White-American-civil-rights-activist — سکالو پېژند: Walter White — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ سرليک: African American Authors, 1745-1945
- ↑ سرليک: Afro-American fiction, 1853-1976
- ↑ http://hdl.handle.net/10079/fa/beinecke.wfwhite — خپرېدونېټه: ۶ جنوري ۲۰۱۷
- ↑ William Jelani Cobb, "Past Imperfect: Post Mfume" Archived 2018-08-28 at the Wayback Machine., Afro-Netizen.com.
- ↑ Dyja, Tom, Walter White: The Dilemma of Black Identity in America, Chicago: Ivan R. Dee, 2008, p. 12.
- ↑ Kenneth Robert Janken, Walter White: Mr. NAACP, Chapel Hill: University of North Carolina Press, 2006, pp. 2–4.
- ↑ "Walter Francis White". The Journal of Negro History. 40 (3): 296–298. 1955-01-01. doi:10.1086/JNHv40n3p296. JSTOR 2715961. S2CID 224831169.
- ↑ Dyja, Tom, Walter White: The Dilemma of Black Identity in America, Chicago: Ivan R. Dee, 2008, p. 12.
- ↑ The Decatur Herald (Decatur, Illinois) 25 Mar 1955, Fri Page 6
- ↑ Dyja (2008), Walter White, p. 121.
- ↑ Dyja (2008), Walter White, p. 18.
- ↑ Dyja, Walter White (2008), p. 15.
- ↑ Dyja (2008), Walter White, p. 61.
- ↑ Janken (2006), Mr. NAACP, p. XIV.
- ↑ Janken, Walter White: Mr. NAACP (2006), p. 57.
- ↑ George Hutchinson, In Search of Nella Larsen: a Biography of the Color Line, Cambridge, MA: Harvard University Press, 2006, p. 253.
- ↑ ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Dyja (2008), Walter White, p. 181.
- ↑ Asante, Molefi Kete (2002). 100 Greatest African Americans: A Biographical Encyclopedia. Amherst, New York. Prometheus Books. ISBN 1-57392-963-8.
- ↑ "Writers hall picks four inductees". Athens Banner Herald. Online Athens. September 19, 2009. خوندي شوی له the original on November 29, 2014. ترلاسهکېدو نېټه September 20, 2009.
- ↑ "Walter White".
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1955ز مړينې
- 21 مارچ مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P172
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
