واخان لاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د واخان له لارې چين سره د سړک د لارې د افغانستان نښلول د هغې ستراتيجۍ برخه ده چې په ۲۰۰۲ ز کال کې په جاپان کې نړيوالو مرستندویه هېوادونو غوره وبلله. د دې ستراتيجۍ له مخې هيله ده چې افغانستان په سيمه کې په یو ترانزيتي هېواد بدل شي. په همدې موخه په افغانستان کې د هغه حلقوي سړک د جوړونې پروژه بېرته ژوندۍ کړای شوه چې خداي بښلي سردار داود خان په ۱۹۶۰ ز کال کې پيل کړې وه.[۱]

که د واخان لويه لاره جوړه شي نو گټه به يې نه يواځې افغانان بلکې نورو گاونډيو هيوادونو ته هم ورسېږي. د وريښمو پخوانۍ سوداگريزه لاره به بېرته راوژندۍ شي. افغانستان به وکړای شي د چین سره نېغ په نېغه سوداگري وکړي. افغانستان به نور اړ نه وي چې له چین څخه د پاکستان له لارې واردات وکړي او پاکستان ته ډېر گران ترانزیتي محصولات ورکړي. افغان سوداگر به په اسانه توگه چینائي توکي د واخان له لارې هیواد ته وارد کړي. همدا راز به خپل توکې چین ته د همدې لارې صادر کړي. افغانستان ته یې بله گټه دا ده چې په زرگونه خلکو ته به د سړک د جوړونې په پروسه کې او د سوداگرۍ په مهال د کار زمينه برابره شي.

د واخان دسوداگرۍ د لارې په جوړیدو به د سیمې نور هیوادونه لکه ايران، ازبکستان او ترکمنستان هم گټې لاسته راوړي. دې هيوادونو ته به اسانه شي چې د اوږدو ځمکنيو او سمندري لارو پر ځای نېغ په نېغه د افغانستان لنډه لار د چين سره د سوداگرۍ دپاره وکاروي.

سرچینې[سمول]

  1. د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مجله