هېکاته
هېکاته د لرغوني یوناني په دین او نکلونو کې یوه الهه ده، چې زیاتره وختونه دوه مشاله (لاس ډېوې)، کیلۍ، ماران په لاس یا له ځانه سره سپي لري او په وروستیو دورو کې د دری-اړخه بدن په بڼه انځور شوې ده. نوموړې زیاتره د څلور لارو، د ننوتلو لارو، شپې، څراغ، جادو، جادو، سحرګرې، سپوږمۍ، د بوټو او زهرجنو بوټو د پوهې، قبرونو، څارویو، ارواح، له مړیو سره د اړیکو او تور جادو سره په ډول ډول اړوند ښودل شوې ده. په ادبیاتو کې د هغې لومړنۍ بڼه په اتمه پېړۍ مخکې له میلاد نه د هیسیوډ په اثر کې چې د تیوګوني (د خدایانو زیږون) تر نوم لاندې و، په آسمان، ځمکه او سمندر کې د سترې الهې په توګه انځور شوې ده. د هغې د اصلیت په اړه د پوهانو تر منځ اختلاف دی، خو نوموړې د تېسالي د ښځینه سحرګرانو تر منځ زیات پروان دلودل او د کوچنۍ آسیا په د لاګینا کې د کاریایي یونانیانو ترمنځ یې سپېڅلی مقام درلود. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]
هېکاته د هغو خدایانو له ډلې وه چې په لرغوني اتن کې د زیوس، هیستیا، هرمیس او اپولو تر څنګ د اویکوس (کورنیو) له خوا د ساتونکې په توګه عبادت کېده. د کلداني الهي الهامونو په لیکنو (دوهمه – دریمه زږدیزو پېړیو کې) له عیسي وروسته لیکنو کې هغه د ځمکې، سمندر او اسمان کې د (ځینو) واکمنیو او همدارنګه عموماً د ژغورونکي (سوتیرا) په توګه، د پرېښتو د مور او دنیوي هستۍ د روح په توګه ګڼل کېده. د هغې د دیني دود د ماهیت په اړه، یادونه شوې چې، "هغه د یونان د څو معبودانو د مرکز په پرتله، زیاتره په کورني چاپېریال کې وه. نوموړې چې ذاتاً له مثبت او منفي اړخه او د څو ماهیتونو په درلودو سره، له دودیزو حدودو څخه تېرېده او د تعریف څخه لرې ګڼل کېږي."[۷][۸][۹][۱۰]
روميانو هغه د تريويا په نوم پېژندله، دا داسې یو لقب و چې نوموړې د ډيانا/آرتيميس سره یوځای درلود، چې هره يوه يې د سفر او څلور لارو (تریویا، "درې لاره") د ساتونکو دندې درلودې. [۱۱]
نوم او ریښه
[سمول]د هېکاته (Hecate) (Ἑκάτη, Hekátē) د نوم سرچینه او د هغې د عبادت اصلي هېواد دواړه ناڅارګند دي، که څه هم بېلابېلې تیورۍ وړاندیز شوې دي.
یوناني ریښه
[سمول]دا چې د هېکاتې به عبادت په یونان کې پیل شوی وي یا نه، ځینې پوهانو وړاندیز کړی چې نوم د یوناني ریښې څخه اخیستل شوی دی او زیاتره احتمالي سرچینې کلمې په دې اړه تشخیص شوې دي. د بېلګې په توګه، ἑκών، "اراده" (یعنې، "هغه څوک چې خپله اراده کار کوي" یا همدې ته ورته)، کېدای شي د هېکاتې له نوم سره تړاو ولري. خو هېڅ سرچینه اراده د هېکاتې د لویې ځانګړتیا په توګه نه وړاندیز کوي، چې د دې احتمال کموي. یوه بله یوناني کلمه چې د هېکاتې د نوم د ریښې په توګه وړاندیز شوې ده Ἑκατός Hekatos ده او د اپولو یوه ناڅرګنده بڼه او د "په لرې پرتو سیمو برلاسیتوب" یا "د ډېر چټک" په توګه تفسیر شوې دي. همدارنګه د ارتیمیس الهې د ځانګړتیاوو په درلودلو وړاندیز شوې، چې له اپولو سره کلک تړاو لري او زیاتره په کلاسیکه نړۍ کې د هېکاتې سره برابر انګېرل شوي دي. د دې ریښې ملاتړ کونکي وړاندیز کوي چې هېکاته په اصل کې د اولمپیا په معبد کې د وروسته ځای موندنې نه وړاندې د آرتیمیس یوه بڼه ګڼل کېده. په دې وخت کې، آرتیمیس د پاکوالي او زوکړې خورا ځواکمنه الهه ګڼل کېده، پداسې حال کې چې د هغې اصلي تور صفات لکه د جادو اړوند، د مړو رواحې او شپه د هغې تر هېکاته لقب لاندې په جلا توګه پرستش کېدل. که څه هم زیاتره د نوم ترټولو احتمالي سرچینه یوناني ګڼل کېږي، د Ἑκατός تیوري په کوچنۍ اسیا کې د هغې د عبادت لامل نه ګڼل کېږي، چې په دې ځای کې د آرتیمیس سره د هغې تړاو او متضادې تیورۍ ګڼل کېږي او له تورو اړخونه او جادو سره د هغې تړاو په اصل کې د هغې د دیني دود برخه نه وو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
آر اس بیکېس یو یوناني ریښه رد کړه او د یونان څخه دمخه ریښه یې وړاندیز کړه. [۱۸]
مصري ریښه
[سمول]د دې نوم د بهرنۍ ریښې لپاره ډېره شونتیا ښایي د Heqet (ḥqt) کلمه وي، چې د څونګښې سر لرونکې مصري د زیږون او بلاربتوت الهه ګنل کېده چې نوموړې د د هېکاتې په څېر، حقا حاکم سره تړاو درلود. په مصري ژبه کې د "هېقا" کلمه هم د "سحر" کلمه ده او هم د جادو او طب د خدای نوم، هیکا دی. [۱۹][۲۰]
اناتولیایي ریښه
[سمول]هېکاته (Hecate) ښایي د اناتولیایي د کاریایانو تر منځ کې رامنځ ته شوې وي، چې په دې سیمه کې د خدایانو ډېری نومونو د هېکاتې ته استناد کېږي، لکه هېکاتیوس یا هېکاتومنس، چې د موسولوس پلار و. همدارنګه، په دې ځای کې هېکاته په تاریخي وختونو کې د سترې الهې په توګه پاتې شوې ده چې دا لاګینا سایټ کې د هغې ساری دیني کلتور په ګوته کوي. خو یاتره څېړونکي د دا اناتولیايي ریښه بولي، دا استدلال شوی چې "هېکاته باید د یونان الهه وي." په فریګیا او کاریا کې د هېکاتې لرغوني آثار او ودانۍ بې شمېره دي خو د لږ لرغونتوب لري. [۲۱][۲۲][۲۳]
ویلیم برګ وایي، "لکه څنګه چې ماشومانو ته د ډار شیان نه یادول کېږي، ویلای شو چې د کاریایان خدایي نومونه چې هېکاته پکې هم پکې راځي – هغو سترو خدایانو ته اشاره کوي چې له تورو او د عالم اموات له بدو ځانګړتیاوو څخه پاک دی او همدارنګه د کلاسیک اتن د هېکاتې سره د اړوند سحر سره تړاو نه لري." په ځانګړي ډول، داسې شواهد شته چې نوموړې ښایي د ورته ځانګړتیاو پر بنسټ د ځایی لمر الهې (ارینا ته مراجعه وکړئ) څخه اخیستل شوی وي. [۲۴][۲۵]
که د هېکاته دیني دو له اناتولیا څخه یونان ته خپور شوی وي، نو ښایي یو تضاد وړاندې کړي، چې د نوموړې ځای له وړاندې په یوناني خدایانو په معبد کې د نورو مشهورو خدایانو له لور، په ځانګړې توګه، د آرتیمیس او سیلین له لوري، ډک شوی وي. د استدلال دا کرښه د هغه منل شوې فرضیې تر شا ولاړه ده چې نوموړې یوه بهرنۍ الهه ګني چې د یونان د خدایانو په معبد کې یې ګډون درلود. له تیوګوني (خدای پېژندنې) پرته، نورې یوناني سرچینې د هغې د نسب یا د یونان د خدایانو په معبد کې د هغې د اړیکو ثابته کیسه نه وړاندې کوي.
پخوانی انګلیسي تلفظ
[سمول]په لومړۍ عصري انګلیسي کې، دا نوم هم په غیر هجایي ډول تلفظ شوی و (لکه ، /ˈhɛk.ɪt/ ) او ځینې وختونه د Hecat په ډول لیکل شوی دی. په انګلیسي کې په معمول ډول د نوموړې نوم په دوه هجاوو کې تلفظ کېږي، حتی کله چې ۱۹ پېړۍ کې وروستي e هم ورسره لیکل کېده.
د Hecat لیک بڼه د ارتور گولډینګ د ۱۵۶۷ کال د 1567 د Ovid's Metamorphoses د ژباړې له امله ده، او دا لیک بڼه پرته له وروستي E څخه وروسته د الیزابېت-جاکوبین دورې په نندارو کې څرګندېږي د نوم د هغه وخت د غیرهجایي تلفظ لپاره، د ۱۸۶۶ کال د وېبسټر قاموس په ځانګړي ډول د شکسپیر اغېز د اهمیت وړ ګني. [۲۶][۲۷][۲۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Edwards, Charles M. (July 1986). "The Running Maiden from Eleusis and the Early Classical Image of Hekate". American Journal of Archaeology. 90 (3). Boston, Massachusetts: Archaeological Institute of America: 307–318. doi:10.2307/505689. JSTOR 505689. S2CID 193054943.
- ↑ Merriam-Webster 1995، م. 527.
- ↑ Seyffert, s.v. Hecate
- ↑ d'Este, Sorita & Rankine, David, Hekate Liminal Rites, Avalonia, 2009.
- ↑ trans. M.L. West (1988). Hesiod Theogony and Works and Days. New York: Oxforx World's Classics. pp. vii. ISBN 978-0-19-953831-7.
- ↑ Burkert, Walter (1987). Greek Religion: Archaic and classical. Oxford, UK: Blackwell. p. 171. ISBN 0-631-15624-0.
- ↑ Panopoulos, Christos Pandion. "Hellenic Household Worship". LABRYS.
- ↑ "Bryn Mawr Classical Review 02.06.11". Bmcr.brynmawr.edu. بياځلي په 24 September 2012.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Sarah Iles Johnston, Hekate Soteira, Scholars Press, 1990.
- ↑ Hornblower, Simon; Spawforth, Antony, eds. (1996). The Oxford Classical Dictionary (Third ed.). New York City: Oxford University Press. p. 671. ISBN 0-19-866172-X.
- ↑ Green, p. 133
- ↑ At least in the case of Hesiod's use, see Clay, Jenny Strauss (2003). Hesiod's Cosmos. Cambridge: Cambridge University Press. p. 135. ISBN 0-521-82392-7. Clay lists a number of researchers who have advanced some variant of the association between Hecate's name and will (e.g. Walcot (1958), Neitzel (1975), Derossi (1975)). The researcher is led to identify "the name and function of Hecate as the one 'by whose will' prayers are accomplished and fulfilled." This interpretation also appears in Liddell-Scott, A Greek English Lexicon, in the entry for Hecate, which is glossed as "lit. 'she who works her will'"
- ↑ Mooney, Carol M., "Hekate: Her Role and Character in Greek Literature from before the Fifth Century B.C." (1971). Open Access Dissertations and heses. Paper 4651.
- ↑ Wheelwright, P. E. (1975). Metaphor and Reality. Bloomington. p. 144. ISBN 0-253-20122-5.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ Hornblower, Simon; Spawforth, Antony, eds. (1996). The Oxford Classical Dictionary (Third ed.). New York City: Oxford University Press. p. 671. ISBN 0-19-866172-X.
- ↑ Fairbanks, Arthur. A Handbook of Greek Religion. American Book Company, 1910.
- ↑ Mooney, Carol M., "Hekate: Her Role and Character in Greek Literature from before the Fifth Century B.C." (1971). Open Access Dissertations and heses. Paper 4651.
- ↑ R. S. P. Beekes, Etymological Dictionary of Greek (2009), Brill, p. 396.
- ↑ McKechnie, Paul R.; Guillaume, Philippe (2008). Ptolemy the second Philadelphus and his world. BRILL. p. 133. ISBN 978-90-04-17089-6.
- ↑ Heka
- ↑ Burkert, Walter (1987). Greek Religion: Archaic and classical. Oxford, UK: Blackwell. p. 171. ISBN 0-631-15624-0.
- ↑ Kraus, Theodor (1960). Hekate: Studien zu Wesen u. Bilde der Göttin in Kleinasien u. Griechenland (in الماني). Heidelberg, DE.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ Kraus 1960, p. 52; list pp. 166 ff.
- ↑ Berg 1974, p. 129.
- ↑ Bachvarova, Mary (May 2010). "Hecate: An Anatolian sun-goddess of the underworld". SSRN Electronic Journal. doi:10.2139/ssrn.1608145.
- ↑ Golding, Arthur (1567). "Book Seven". Ovid's Metamorphoses. ISBN 9781406792416.
- ↑ Marlowe, Christopher (c. 1603) [first published 1604; performed earlier]. Doctor Faustus. act III, scene 2, line 21 – via Google Books.
Pluto's blue fire and Hecat's tree
Shakespeare, William (c. 1595) [شاوخوا 1594–1596]. A Midsummer Night's Dream. act V, scene 1, line 384.By the triple Hecat's team
Shakespeare, William (c. 1605) [شاوخوا 1603–1607]. Macbeth. act III, scene 5, line 1.Why, how now, Hecat!
Jonson, Ben (1641) [c. 1637]. "act II, scene 3, line 668". The Sad Shepherd.our dame Hecat
- ↑ Webster, Noah (1866). A Dictionary of the English Language (10th ed.).
Rules for pronouncing the vowels of Greek and Latin proper names", p. 9: "Hecate ..., pronounced in three syllables when in Latin, and in the same number in the Greek word Ἑκάτη; in English is universally contracted into two, by sinking the final e. Shakespeare seems to have begun, as he has now confirmed, this pronunciation, by so adapting the word in Macbeth ... . And the play-going world, who form no small portion of what is called the better sort of people, have followed the actors in this world, and the rest of the world have followed them.
"Hec'ate". Brewer's Dictionary of Phrase and Fable. 1894.3 syl. in Greek, 2 in Eng.