هڅوبيز اوښتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هڅوبيز اوښتون يا کلتوري انقلاب د يوې ټولنې د ملي تشخص او هويت ساتنې د اصل په نظر كې نيولو سره د وخت د ايجاباتو سره سم، د هغو كلتوري اجزاو سمون، بدلون او اوښتون ته چې د ټولنې د علاقې او ضرورت مطابق وی، كلتوري انقلاب وايي. د بشري تمدن نوې غوښتنې بايد په ټولنې باندې په داسې شكل تحميل نه كړاى شي چې ټولنې ته په كې انساني او مالي ضايعات واړول شي، بلكې د خپل ملي كلتور سره د خپلولو، اشنا كولو او د ملي كلتور په غيږ كې د ځاى وركولو له لارې په ټولنه كې رواج ومومي.

د كلتوري انقلاب مفهوم دا نه دى چې د يوې ټولنې د بدن پوستكى واړول شي او پر ځاى يې پردى ماسک ورواغوستل شي، بلكې ددې ډول انقلاب غوښتنه داده چې د ټولنې ميراث او ارزښتناک كلتور د علمي، ساينسي او تخنيكي ميتودونو په پرمختگ سره ځوان كړاى شي. د كلتوري انقلاب په ترڅ كې كلتوري فوسيلونه لكه فولكلور له منځه نه وړل كېږي، بلكې د موزيمي شتمنيو په توگه خوندي كېږي، څېړنې پرې كېږي او د كلتور ژوندۍ خواوې ساتل كېږي. د نوي تمدن په وسيله ځوانيږي او رنگ وركول كېږي.