هِنري ا. وایز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هِنري ا. وایز
(انګلیسي: Henry A. Wise د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هِنري ا. وایز
هِنري ا. وایز

د شخص معلومات
پيدايښت ۳ ډيسمبر ۱۸۰۶[۱][۲]
مړینه 12 سپټمبر 1876 (70 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال
تورن جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هِنري ا. وایز
هِنري ا. وایز

هنري الکساندر وایز (په انګلیسي: Henry Alexander Wise؛ پیدایښت: ۳-ډسمبر-۱۸۰۶؛ مړینه ۱۲-سپټمبر-۱۸۷۶ز) یو ویرجینا مېشتی امریکایي حقوقپوه او سیاستوال تېر شوی. هغه د متحده ایالاتو د استازو جرګې غړی، د ویرجینیا والي او په برازیل کې د متحده ایالاتو استازی (سفیر) ؤ. وایز د والي په توګه، په ۱۸۵۹ز کال کې د جان براون (چې د تورپوستو د غلامۍ له منځه وړلو غوښتونکی ؤ) په محاکمه کې تر ډېره دخیل ؤ. هغه د امریکا دننیو جګړو پر مهال، د همتړونو ایالتونو په پوځ کې جنرال ؤ. هغه د ریچارد السوپ وایز او جان سرګینت وایز پلار ؤ، چې دواړه زامن یې د متحده ایالاتو د استازو د جرګې غړي وو.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

وایز د ویرجینیا د اکوماک ښار په دروموندټاون کې زېږېدلی دی، پلار یې جګړن جان وایز او مور یې سارا کاربین کراپر وه؛ د هغو کورنۍ له کلونو، کلونو راهیسې هلته مېشته وه. وایز په خټه انګلیسی او سکاتلنډی ؤ. وایز تر دوولس کلنۍ پورې په خصوصي توګه وروزل شو او وروسته له هغې د اکوماک ښار پونګوټیګ ته نږدې، مارګرېټ اکاډمۍ کې شامل شو.[۳][۴][۵]

د هنري سېنت جورج ترکر د وېنچستر له حقوقو پوهنځي څخه له فارغېدو وروسته، وایز په ۱۸۲۸ز کال کې په محکمه کې دنده واخېسته. هغه په همهغه کال د یوه کسب او کار لپاره د تنسي په نشویل کې استوګن شو، خو په ۱۸۳۰ز کې بېرته اکوماک ته ستون شو. [۶]

واده او کورنۍ[سمول]

وایز درې ځلي واده کړی ؤ. لومړی ځل یې د د پنسلوانیا په واشنګټن کې مېشت کاهن عوبدیا جنېنګز او ان وېلسن له لور «انې جنېنګز» سره په ۱۸۲۸ز کال کې واده وکړ. په ۱۸۳۷ز کې، انې او یو ماشوم یې په یوې اورلګېدنه کې مړه شول او هنري یې له څلورو ماشومانو سره یوازې پرېښود: دوه زامن او دوه لوڼې.[۷]

د ۱۸۴۰ز کال په نومبر کې، وایز د دوه‌یم ځل لپاره، د متحده ایالاتو استازو جرګې غړي جان سرګینت (ویګ-پنسلوانیا) او فیلادلفیایي مارګاریتا واتمو له لور «سارا سرګینت» سره واده وکړ. سارا پنځه ماشومان وزېږول. د ۱۸۵۰ز کال د اکټوبر پر ۱۴ یې وروستی ماشوم وزېږېده خو لږ څه وروسته له ماشوم سره یوځای د اختلالاتو له‌امله مړه شوه. د سارا خور «مارګارېتا» له جورج ګ. مید سره، چې د امریکا دننۍ جګړې پر مهال په اتحادیه کې تورن جنرال ؤ، واده وکړ. [۸]

له دوو لومړیو مېرمنو سره د واده په نولس کلونو کې، وایز څوارلس زامن او لوڼې درلودل، چې اووه یې ژوندي پاتې او لوی شول. [۹]

هنري د درېیم او وروستي ځل لپاره له ماري الیزابېت لیونز سره په ۱۸۵۳ز کې واده وکړ. د والي په توګه د خدمت له دورې وروسته، وایز له ماري او ماشومانو سره په ۱۸۶۰ز کې، رولېستون کې استوګن شول. رولېستون د 884 هکتارو (3.58km2) په مساحت سره یوه کرونده وه چې هغه له خپل ورور «جان کراپر وایز» څخه راونیوله او ورور یې هم هلته ژوند کاوه. نوموړې کرونده د ویرجینیا نورفولک ته نږدې د الیزابېت سیند ختیځې برخې په غاړه پرته وه. د دغې ټوټه ځمکې لومړي څښتن انګلیسي کډوال ویلیام او سوزانا موزلي وو چې په ۱۶۴۹ز کې هلته استوګن شول. د هغو اولادو تر نولسمې پېړۍ پورې دغه ځمکه وساتله.[۱۰][۱۱][۱۲]

وروسته له هغو چې وایز د همتړونو ایالتونو ماموریت ته مخه کړه، له کورنۍ سره یوځای له رولېستون څخه په ۱۸۶۲ز کې ووتل ځکه چې د اتحادیې ځواکونو د نورفولک د نیولو په حال کې وو. وایز د ویرجینیا د فرانکلین ښار په راکي مونت کې د خپلې د کورنۍ استوګن کولو بندوبست وکړ. وروسته له دننۍ جګړې، هنري او ماري وایز په ریچموند کې استوګن شو، چېرې چې خپل حقوقي کاري ژوند یې له سره پیل کړ.

سیاسي کاري ژوند[سمول]

هنري ا. وایز له ۱۸۳۳ څخه تر ۱۸۴۴ز کال پورې د امریکا د استازو جرګې غړي په توګه خدمت وکړ. هغه په ۱۸۳۲ز کال کې د جاکسن یو دېموکرات په توګه ټاکل شوی استازی ؤ. د دغو ټاکنو پای ته رسولو لپاره، وایز په بریالیتوب له خپل سیال سره تن په تن مبارزه وکړه. وایز په ۱۸۳۴ز کې د دوه‌یم ځل لپاره وټاکل شو، خو د متحده ایالاتو له بانک سره د بیا تړون لاسلیکولو پر سر د جکسون له ادارې څخه جلا شو. هغه د ویګ ګوند غړی او د خپلو موکلینو له‌لورې یې ملاتړ وشو. وایز د ویګ په توګه په ۱۸۳۶، ۱۸۳۸ او ۱۸۴۰ز کلونو کې وټاکل شو. [۱۳]

هغه مهال چې وایز په کنګره کې ؤ، دوه ځلي هڅه وکړه ترڅو د تحدید قانون ملغا کړل شي او پر کانګرس فشار راوړي ترڅو هغو ګڼ‌شمېر غوښتنو ته ځواب ووایي چې په کولمبیا مېنه کې غلام ساتنه پای ته ورسوي؛ او په دغه هڅه کې وایز د جان کوېنسي آدامز یو «صادق» سیال ؤ. آدامز د خپلو خاطراتو په دفتر کې وایز داسې یادوي: «لوړ غږ، چغند، دروند غږ او تریو تندی، هغه د [تور پوستو د غلامۍ قانون] ملغا کولو دوزخي سپي لپاره چټیات ویل».[۱۴]

وایز په ۱۸۴۴ز کې د تایلر له‌لورې، په برازیل کې د متحده ایالاتو استازي (سفیر) په توګه وګومارل شو. وایز د دغه منصب اخېستلو لپاره، د استازو له جرګې استعفا وکړه. هغه له ۱۸۴۴ څخه تر ۱۸۴۷ز کال پورې خدمت وکړ. دوه ماشومان یې په ریو دې ژانیرو کې وزېږېدل. وایز په برازیل کې، د سوداګرۍ او تعرفو، متحده ایالاتو ته د تګزاس د ضمیمه کېدلو په هکله د برازیل اندېښنو او له پاراګوای سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر اړوندو مسایلو کار وکړ (وایز، د متحده ایالاتو له‌خوا د تګزاس له ضمیمې کولو ملاتړ وکړ. په ویاړ یې، د تګزاس وایز ښار، د هغه په نوم ونومول شو).[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

مړینه او میراث[سمول]

وایز په ۱۸۷۶ز کې مړ او د ریچموند په هالیووډ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د هغه زوی تورن عوبدیا جنېنګز وایز په روانوک ټاپو کې د خپل پلار تر قوماندې لاندې ؤ چې په ۱۸۶۲ز کې مړ شو. بل زوی یې، ریچارد، د همتړونو ایالتونو په پوځ کې له خدمت وروسته، طب ولوست او کېمیا یې تدریس کړه. هغه هم د متحده ایالاتو د استازو جرګې په مقننه برخه کې له ویرجینیا څخه وټاکل شو. درېیم زوی یې «جان» نومېده او د همتړونو ایالتونو په پوځ کې یې د ویرجینیا نظامي انسټیټوت محصل په توګه خدمت وکړ؛ وروسته هغه هم وکالت ته مخه کړه او د متحده ایالاتو د استازو جرګې غړی شو. ریچارد وایز او جان وایز، دواړه، د پلار په څېر جمهوریت‌پال وو. بل زوی یې، هنري ا. وایز ژونیور (۱۸۳۴-۱۸۶۹ز) د کاهنانو ډلې ته لاره وموندله او تر ۱۸۵۹ز پورې یې (له مړینې څخه یوه لسیزه دمخه) د سېنت جېمز په اسقفي کلیسا کې د کورني ملګري، کاهن جوشوا پېترکین، د مرستیال په توګه خدمت وکړ.[۲۱][۲۲][۲۳]

د هنري ا. وایز لمسی، بارتون هګزال وایز، د خپل نیکه په هکله «د ویرجینیا هنري ا. وایز ژوند» (نیویارک، ۱۸۹۹ز) تر سرلیک لاندې یو ژوندلیک ولیکه. بل لمسي یې، حقوقپوه او سرتېری جنېنګز کراپر وایز (۱۸۸۱-۱۹۶۸ز، د جان سرګینت وایز زوی)، د خپل نیکه په هکله «د ویرجینیا ختیځ ساحل لومړنی تاریخ» تر سرلیک لاندې کتاب ولیکه او هغه یې خپل نیکه ته ډالۍ کړ. هغه د والي وایز وینا نقل کړې: «ما تور شهسوار سره په داسې حال کې ولېدل چې سترګې یې ښکته وې، او سپر او نیزه یې مات وو».[۲۴][۲۵]

د هغه په ویاړ، د وایز په نامه په ویرجینا (د ویرجینا وایز ښار) او تګزاس کې (د تګزاس وایز ښار) ښارونه نومول شوي دي.

آرشیفي مطالب[سمول]

له ۱۸۳۶ څخه تر ۱۹۲۸ز پورې د وایز کورنۍ لیکنې (۳۵۰ ټوټې، چې په یوه مایکروفلم کې خوندي دي) او له ۱۸۵۰ز څخه تر ۱۸۶۹ز پورې د هنري ا. وایز لیکنې (۹۰ ټوټې) د کانګرس کتابتون له‌خوا ساتل کېږي. د والي په توګه د هغه د خدمت دورې ګڼ‌شمېر اسناد د ویرجینیا په کتابتون کې د موندلو وړ دي.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62f7qt1 — subject named as: Henry A. Wise — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10064 — subject named as: Henry Alexander Wise — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Hambleton, James Pinkney (1 February 2018). "A Biographical Sketch of Henry A. Wise : with a History of the Political Campaign in Virginia in 1855: to which is added a review of the position of parties in the Union, and a statement of the political issues: distinguishing them on the eve of the presidential campaign of 1856". Richmond, Va., J. W. Randolph. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۸ – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Washington College 1806–1865". U. Grant Miller Library Digital Archives. Washington & Jefferson College. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. McClelland, W.C. (1903). "A History of Literary Societies at Washington & Jefferson College". The Centennial Celebration of the Chartering of Jefferson College in 1802. Philadelphia: George H. Buchanan and Company. د کتاب پاڼي 111–132. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Renee M. Savits, "Blame It On Rio", UncommonWealth: Voices from the Library of Virginia, Library of Virginia, accessed 2 December 2020
  7. Jennings Cropper Wise, Col. John Wise of England and Virginia (1617–1695): His Ancestors and Descendants, Richmond: Virginia Historical Society, 1918; Digitized 2007 by University of California, p. 196 Archived 2014-01-11 at the Wayback Machine., accessed 20 Mar 2008
  8. 1850 US Census, St. George's Parish, Accomack Co, VA Archived 1996-10-28 at the Wayback Machine., accessed 5 Mar 2008; John S. Wise, The End of an Era, New York: Houghton Mifflin & Co., 1899, p. 39; Documents of the South Collection, University of North Carolina Website Archived 2007-08-08 at the Wayback Machine., accessed 11 Feb 2008
  9. Simpson, p. 23
  10. Simpson, p. 95.
  11. Simpson, p. 222.
  12. Idris Bowen, "Rolleston Hall, Virginia" Archived 2008-03-16 at the Wayback Machine., The Rollestonian, Spring 2002, accessed 2 Feb 2008
  13. کينډۍ:Cite NIE
  14. Tunnell, Ted; Furgurson, Ernest B. (1998). "Ashes of Glory: Richmond at War". The Journal of Southern History. 64 (1): 17. doi:10.2307/2588092. ISSN 0022-4642. JSTOR 2588092. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "A Fatal Duel Between Members in 1838 – US House of Representatives: History, Art & Archives". history.house.gov. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "A pair of dueling rifles reveal their story". National Museum of American History. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Cilley – Exhibit". cilley.net. مؤرشف من الأصل في ۰۷ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په August 12, 2018 باندې). He didn't spare John Brown's body: the tumultuous times of Virginia Gov. Henry Wise.
  19. "Senate Executive Journal". مؤرشف من الأصل في February 8, 2017. د لاسرسي‌نېټه February 7, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Renee M. Savits, "Blame It On Rio", UncommonWealth: Voices from the Library of Virginia, Library of Virginia, accessed 2 December 2020
  21. "Death of O. Jennings Wise: Battle of Roanoke Island: Online Exhibit: New York State Library". www.nysl.nysed.gov. مؤرشف من الأصل في ۱۷ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Jennings, Wise, Obadiah (1 January 1944). "O. Jennings Wise Letters". مؤرشف من الأصل في ۲۱ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  23. Minor T. Weisiger, Donald R. Traser, E. Randolph Trice and Margaret T. Peters, Not Hearers Only (Richmond, 1986), preface
  24. Wise, Barton Haxall (1899). The Life of Henry A. Wise of Virginia, 1806–1876. New York: Macmillan Inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Jennings Cropper Wise, Ye Kingdome of Accawmacke: or the Eastern Shore of Virginia in the Seventeenth Century (Richmond: The Bell, Book and Stationary Co. 1911)