هيواد شيرزاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هېواد شېرزاد

هېواد شېرزاد (په انگرېزي: Hewad Shirzad) (غبرگولی، ١٣٥٨ ل. کال - ) يو پښتون شاعر، د نوې هيلې مهالنۍ او د هېواد افغانستان د وېبپاڼې پازوال دی.

مخينه

هېواد شېرزاد د ننگرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې زېږېدلى دی، خو اصلي ټاټوبى يې د ننگرهار ولايت د شېرزادو ولسوالي د ملي خېلو کلی يا د شورلاخېلو کلى دى.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د جلال آباد د ښار په محبوب سنگر نومي ښوونځي کې کړي دي، وروسته يې خپلې زده کړې تر دولسم ټولگي پورې د ننگرهار ولاىت په عالي لىېسه کې پاى ته رسوولي. د يو لړ هېوادنۍ ستونزو له کبله دې ته اړ شوچې خپل ټاټوبى افغانستان پرېږدي، د ډېرو کلونو راهيسې د سويډن د مالمو په ښار کې دخپلې کورنۍ سره د بې وطنۍ شپې ورځې تېروي.

له کوچنيوالي څخه يې د شعر سره مينه درلوده. خو لومړى ځل چې يې ژبه په شعر گويا شوه هغه ١٣٧٦ لمريز کال د زمري مياشت وه. اکثره وخت د وطن په ياد شعر ليکي. يو څو لنډې کيسې هم تر لىکنې لاندې لري خو تر اوسه کومه چاپ شوې ټولگه نه لري .

باندنۍ تړنې

  1. د ښاغلي هېواد شېرزاد انټرنټي وېبپاڼه