هينري براون بليک ويل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هينري براون بليک ويل
هينري براون بليک ويل
هينري براون بليک ويل

د شخص معلومات
پيدايښت ۴ مې ۱۸۲۵[۱]
مړینه 7 سپټمبر 1909 (84 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه لوسی سټون (۱ مې ۱۸۵۵–۱۹۰۹)[۲]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند

هينري براون بليک ويل (مۍ ۴،۱۸۲۵ – سپتمبر ۷،۱۹۰۹) د ټولنيزو او اقتصادي اصلاحاتو يو امريکايي تبعه پلوی و. هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند او امريکايي ښځو د رايې حق د ټولنې له بنسټګرو يو و. هغه له «لکي سټون» سره په ګډه د ماساچوسيټ په بوسټن کې د ښځو جريده خپروله چې په ۱۸۷۰ز کال کې پيل شوې وه.[۳][۴][۵]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

هنري بليک ويل د ۱۸۲۵ز کال د مۍ مياشتې په څلورمه نېټه د انګستان د «ګلاسټر شاير» په «بريسټل» کې زېږېدلی و، د سامويل بلیک ويل او هانا لين بليک ويل د نهو بچيانو له منځه اوم شمېره کې وه. د بليک ويل پلار، څوک چې د بورې تصفيه کوونکی و او د ژوند روزي يې د مريتوب د لغوه کوونکو اصولو سره په ټکر کې وه، هغه د لبلبو بوره د مريانو د کرل شوي ګني د بورې د بديل په توګه تجربه کړه. په ۱۸۳۲ز کال کې دا کورنۍ – د اتو کوچنيانو او د دوی د پلار د خور «ميری» په ګډون – متحده ايالاتو ته وکوچېده. دا کورنۍ په لومړي سر کې په نيويارک کې مېشته شوه، چېرته چې د بليک ويل پلار د بورې د تفصيې يو کار ځای جوړ کړ او دلته يې نهم ماشوم وزېږېد، وروسته بيا له نيويارک څخه دباندې د نیوجرسي په ښار کې ميشت شول. د بليک ويل د پلار په نوي منځ ته راغلي د مريتوب لغوه کولو خوځښت کې لېوالتيا پيدا شوه. «وليام لوايډ ګاريزون» او د خوځښت نورو مشرانو به د دې کورنۍ په کور کې سره لیده کاته کول. د بليک ويل مشرې خور «انا» د ښځو د حقوقو مخ پر وده مبارزو کې برخه واخسته او د امريکايي ښځو د مريتوب د کانوانسيون ګډونواله چې په ۱۸۳۷ز کال کې جوړ شوی و او «جان کوينسي اډمز» ته يې د خپل ليک مسوده چمتو کړه، په کوم ليک کې چې هغې له نوموړي څخه د ښځو د حقوقو د غوښتنې له ملاتړ څخه مننه کړې وه.[۶][۷]

د بورې د تصفيه ځای له سوځېدو او د ۱۸۳۷ز کال د مالي بحران له امله د پاتې سرچينو له منځه تللو وروسته، په ۱۸۳۸ز کال کې دا کورنۍ «سينسنياتي» ته وکوچېده، چېرته چې د بلیک ويل پلار غوښتل يو بل تصفيه ځای جوړ کړي. خو يادې سيمې ته د هغوی د رسېدو په څو مياشتو کې، هغه مړ شو، او کورنۍ بې وزله پاتې شوه. د بليک ويل مور، ترور او درې خويندو په خپل کور کې يو ښوونځی پرانيست، په داسې حال کې چې ديارلس کلن هينري او د هغه ورور سام د منشي په توګه دندې تر لاسه کړې. په ۱۸۴۰ز کال کې، بلیک په «سينټ لويس» کې د «کيمپر کالج» ته په دې نيت واستول شو چې هغه به وکيله شي. خو اقتصادي ستونزو هغه اړ کړ چې بېرته کور ته ستون شي او د منشي دنده بيا پيل کړي. د ۱۸۴۵ز کال په شا اوخوا کې، هغه د وړو په کاروبار کې شريک شو، په دې سوداګرۍ هغه د وړو د درې کارځايونو اداره په لاس کې دلوده. د يو کال په موده کې هغه دومره ګټه کړې وه چې د سينسنياټي په «وال نيټ هيل» برخه کې د خښتو يو کوچنی کور راونيسي، دا کور تر هغه وخته د بليک ويل د کورنۍ استوګنځای و، تر څو دوی په ۱۸۵۶ز کال کې ختيځ ته وکوچېدل.[۸]

بليک ويل چې د مالي خپلواکۍ د تر لاسه کوونکې سوداګرۍ په لټه کې و، يو ځل بیا د بورې د تفصيې کار و ازمايه. کله چې په دې کې هم ناکام شو، نو د هغه يو انګريز تربور قانع کړ چې پور قبول کړی، په کوم سره چې هغه او ورور يې «سام» د «سينسنياټي» د عمده سخت کالي (هارډ وير) په سوداګرۍ کې نيم اسهام وپيرودل. په ۸۵۰ز کال کې، د څلورويشت کلنۍ پر مهال، بلیک ويل د «کومبس، ريلينډ او بليک ويلز» ګرځنده شريک شو او د اوهايو، اینډيانا او ايلينوايز له لارې يې نيم کلن دوه مياشتینی اوږد د اس پر شا سفرونه وکړل چې په سوداګرو يې سخت کالي پلورل او له هغوی څخه يې د دې شرکت لپاره پيسې راټولولې.[۹]

ټول بليک ويل خوېندې وروڼه د شخصي پرمختګ او د بشريت د ښېګڼې په فلسفه رنګ شوي وو، تر څنګ يې په ادبياتو، ژبو، موسيقۍ او هنر کې هم لېوالتيا درلوده. هنري بلیک ويل چې د ادبياتو سره يې ځانګړې مينه وه په خپل وزګار وخت کې شاعري  وکړه، هر وخت به يې له ځانه سره کتابونه لېږدول، څو هره وزګاره شيبه «ګټوره» او د«ځان په ګټه» راوڅرخوي. هغه د سينسنياټي د ادبي ټولنې بنسټګر غړی و، د کومې ټولنې غړيو به چې د ادبياتو په اړه بحثونه کول او د ورځې موضوحات به يې تر څېړنې لاندې نيول. هغه او د همدې ټولنې يو غړي ملګري «اينسورډ ار. سپوفورډ» يو ځای کاري سفرونه تر سره کړل، په کومو سفرونو کې چې هغوی يو بل ته د «بيکن، شکسپير، ارستو او اپلاتون» اثار په لوړ اواز ويل او د سست سفر ستړتيا به يې لرې کوله. د همدې ټولنې له لارې، د کوم په لومړيو غړیو کې چې یواځې «سپوفورډ» نه و شامل، څوک چې وروسته د کانګريس د کتابتون مشر شو، بلکې «روتر فورډ بي. هايس او سالمون پي. چاز» هم پکې وو، بلیک ويل له هغو خلکو سره تلپاتې ملګرتیا جوړه کړه، چا چې د اوهايو او هېواد په تاریخ کې  پیاوړې دندې تر سره کړې.[۱۰][۱۱]

بلیک ويل وروڼه خوېندې[سمول]

د هينري بليک ويل مشره خور انا بلیک ويل (۱۸۱۶ – ۱۹۰۰) يوه شاعره، ژباړنه او ژورنالسته شوه. هغه په ۱۸۴۵ز کال کې د «بروک فارم» ټولنې غړې شوه، خو وروسته په فرانسه کې مېشته شوه، چېرته چې هغې د فرانسوي ټولنپوه «فورير» اثار او د جورج سينډز ناولونه وژباړل. هغه په متحده ايالاتو، هندوستان، استرالیا، سويلي افريقا او کاناډا کې د ګڼو ورځپانو همکاره ليکواله هم وه. [۱۲]

مارين بلیک ويل (۱۸۱۸-۱۸۹۷) په ځوانۍ کې په ښوونځي کې د ښوونکې په توګه کار وکړ؛ خو هغه نیمه ناتوانه شوه او د کورنۍ د نورو غړيو پالنه به يې کوله.[۱۲]

د بليک ويل خوېندو وروڼو تر ټورو مشهور يې اليزابت بلیک ويل (۱۸۲۱ - ۱۹۱۰) وه، لومړۍ هغه ښځه چې په متحده ايالاتو کې يې د طب په برخه کې سند تر لاسه کړي. په ۱۸۵۳ز کال کې، هغې د ښځو او ماشومانو لپاره د نيويارک درملتون جوړ کړ، په ۱۸۵۷ز کال کې يې له خپلې خور اميلي او «ماريا زکارزويسکا» سره په ګډه د بې وزله ښځو او ماشومانو لپاره  نيويارک روغتون جوړ کړ.[۱۲]

سمويل چارلس بلیک ويل (۱۸۲۳ - ۱۹۰۱)، څوک چې له هنري څخه يواځې يو نيم کال مشر و، يو محاسب او سوداګر و، له دې امله مشهور و چې مېرمن يې «انټونيټي (Brown) بليک» ويل وه، نوموړې په متحده ايالاتو کې لومړۍ ټاکلې مذهبي مبلغه، پياوړې ويناواله او د ښځو د رايې د حق پلوۍ وه.[۱۲]

هنري څلور کشران خوېندې وروڼه لرل. ايميلي بليک ويل (۱۸۲۶ - ۱۹۱۰)، څوک چې په متحده ايالاتو کې د طبابت د سند تر لاسه کوونکې درېیمه مېرمنن وه. سربېره پر دې چې د نيويارک د روغتون شریکه بنسټګره وه، هغې د ښځو د ښېګڼې د مرکزي ټولنې په جوړولو کې هم مرسته وکړه، کوم چې په کورنۍ جګړه کې د خدمت لپاره رنځورپالانې ټاکلې او روزلې.[۱۲]

سارا الين بلیک ويل (۱۸۲۸ - ۱۹۰۱) يوه هنرمنده او ليکواله وه، د «انا ايلا کارول» د لومړي بشپړ ژوندليک د ليکلو له امله يې شهرت درلود.[۱۲]

(جان) هاورډ بليک ويل (۱۸۳۱ - ۱۸۶۶) انګلستان ته ولاړ او د وسپنې په کارخانه کې يې له خپلو تربورانو سره کار وکړ، بيا د ختيځ هندوستان له کمپنۍ سره يو ځای شو. په شپږ دېرش کلنۍ کې د هغه مړينه د ټولې کورنۍ لپاره يوه ضربه وه.[۱۲]

جورج واشنګټن بلیک ويل (۱۸۳۲ - ۱۹۱۲)، د بليک ويل وروڼو خويندو يواځینی چې په متحده ايالاتو کې زېږېدلی و، هغه په ۱۸۵۰ز لسيزه کې د هينري تر مشرۍ لاندې د ځمکو د پير او پلور استازی شو، د نيويارک په ښار کې يې د حقوقو په څانګه کې زده کړې وکړې، او د ۱۸۶۰ز لسيزې په وروستيو کې يې د هنري بليک ويل د ځمکې د شتمنيو سوداګري په لاس کې واخسته.[۱۲]

له نجلۍ سره اړيکې او واده[سمول]

بلیک ويل هغه مهال په «لوسي سټون« زړه بايلود، کله چې هغه د ۱۸۵۳ز کال د مۍ په مياشت کې د مريتوب ضد يوه ناسته کې د نوموړې وينا واوريده، هغې په خپلې وينا سره اوريدونکي وژړول او د هغې دا وينا د «ورکې مور» په نوم مشهوره شوه. هغه نوموړې تر ماساچوسيټس پورې تعقيب کړه او د «ويلیام ليوډ ګاريزن» څخه يې ورسره د پېژندګلو يو رسمي ليک تر لاسه کړ. که څه هم «سټون» دا ليک د يو ملګري په توګه په خوښۍ سره ومانه، خو د یو مرکه کوونکي (د واده لپاره جرګه کوونکي) په توګه يې رد کړ، ځکه هغې باور درلود چې واده به هغه اړ کړي چې د خپل ځان واک بل ته وسپاري او د هغې د ټاکلي کار په مخ کې به خنډ شي. خو بليک ويل چې په شخصي ډول نه و رد شو، پرېکړه کړې وه چې سټون قانع کړي چې له هغه سره واده به ورڅخه نه د انفرادي او نه د هغې د مسلک قرباني وغواړ. هغه باور درلود چې د برابرۍ پر بنسټ واده به دوی دواړو ته توانايي ورکړي چې هغه څه تر سره کړي، کوم چې دوی په يواځې ځان نه شي تر لاسه کولای. هغه هم غوښتل چې د بشريت د ښېګڼې لپاره يو څه وکړ، خو باور يې درلود تر هغه وخته بايد انتظار وباسي، تر څو وکولای شي د خپل وخت او کارونو د تر لاسه کولو خپلواکي تر لاسه کړي – «مالي ازادي» د کوم په اړه چې هغه فکر کاوه په درې کلونو کې يې لاس ته راوړلای شي.[۱۳][۱۴]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6571dkr — subject named as: Henry Browne Blackwell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. دوتنه: Virginia Blain ، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 1033
  3. (په September 8, 1909 باندې). [{{{url}}} Dr. Henry B. Blackwell.]. New York Times.
  4. (په March 7, 1909 باندې). Jersey Women Voted in 1776. Used Ballot Till 1807, When Democrats Abolished It, H. B. Blackwell Says.. New York Times.
  5. Blackwell, Henry Brown (October 20, 1877). "The Lesson of Colorado". Woman's Journal. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Wheeler, Leslie, Loving Warriors: Selected Letters of Lucy Stone and Henry B. Blackwell, 1853-1893, Dial Press, 1981. کينډۍ:ISBN, pp. 21, 23.
  7. Million, Joelle. Woman's Voice, Woman's Place: Lucy Stone and the Birth of the Women's Rights Movement. Praeger, 2003. کينډۍ:ISBN. pp. 158-59.
  8. Wheeler, 1981, pp. 24-26
  9. Wheeler, 1981, pp. 27-28; Million, 2003, p.177
  10. Million, 2003, p. 178
  11. "The Literary Club of Cincinnati, 1849-1903: Constitution, Catalogue of Members, etc." The Literary Club of Cincinnati, 1903, pp. 8, 34, 29; Jones, Robert Ralston, "Papers Read before the Literary Club Historians Evening, 1921 and 1922," Literary Club of Cincinnati, 1922, pp. 8, 12.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ ۱۲٫۴ ۱۲٫۵ ۱۲٫۶ ۱۲٫۷ Biography in Finding Aid to Blackwell Family Papers,1832-1981, Arthur and Elizabeth Schlesinger Library, 1992; Hays, Elinore Rice. Those Extraordinary Blackwells: The Story of a Journey to a Better World, Harcourt, 1967.
  13. Million,2003, pp. 153-54.
  14. Wheeler, 1981. p. 43-44.