Jump to content

هوکایډو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هوکایډو (په جاپاني کې 北海道، یعنې د شمالي سمندر مدار) د جاپان دویم تر ټولو ستر ټاپو او تر ټولو ستر او شمالي ولایت جوړوي. د سوګارو تنګی هوکایډو له هانشو څخه بېلوي. دا دوه ټاپوګان تر اوبو لاندې د ریل لارې په مټ د سیکان تونل په واسطه سره نښلول شوي دي.[۱]

د هوکایډو تر ټولو ستر ښار د دې ولایت مرکز، سپارو ده، چې د دې ولایت یوازینی ټاکل شوی ښار دی. ساخالین د هوکایډو شمال ته په ۴۳ کیلومتري (۲۷ مایله) کې پروت دی او په ختیځ او شمال ختیځ کې یې د کوریل ټاپوګان دي، چې د روسیې اړوند ټاپوګان دي که څه هم په سویل خوا کې پراته څلور نور یې بیا د جاپان دي. د دغه ټاپو موقعیت په شمالي برخه کې هغه مجمع الجزایر دي چې سړه هوا لري او دلته هر ژمی د پام وړ واوره اوري. که څه هم سخت ژمی او سړه هوا لري، خو د زیاترو محصولاتو لپاره د کرهڼیز کنده حیثیت لري.

هوکایډو پخوا د Ezo، Yezo، Yeso یا Yesso په نوم یادیده. که څه هم جاپاني کډوال له شپاړلسمې پېړۍ راهیسې د دې ټاپو پر سویلي برخه باندې حکومت کوي، خو هوکایډو کې زیاتره د ائنیو خلک مېشت دي. په ۱۸۶۹ کال کې، وروسته له هغه چې میجي بیاورغول شو، نو دا ټول ټاپو په جاپان پورې وتړل شو او نوم یې په هوکایډو بدل شو. په پایله کې، جاپاني کډوالو له خپلې خاورې څخه د ائینو خلکو لاس لنډ او له خپل ځان سره یې جذب کړل. په یوویشتمه پېړۍ کې، ائینو خلکو تقریباً له یوه سره په جاپاني ټولنه کې جذب شول او پایله یې دا شوه چې زیاتره د ائینو خلک له خپل میراث او کلتور څخه هېڅ خبر نه دي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

نومونه

[سمول]

د پراختیايي کمېسیون د جوړولو پر مهال، د میجي حکومت تصمیم ونیو تر څو د ایزوچي نوم بدل کړي. ماتسوا تاکشیرو حکومت ته شپږ وړاندیزونه ورکړل، چې په هغو کې د کیهوکوډو (海北道) او هوکایډو (北加伊道) نومونه هم شامل و. بالاخره حکومت پر دې تصمیم ونیو تر څو د هوکایډو نوم وکاروي، خو باید په دې ډول 北海道 سره ولیکل شي او هغه هم د 海北道 او 北加伊道 تر منځ د مصالحې په توګه ځکه چې هغه د Tōkaidō (東海道) په څېر نوم سره ورته والی لري. د ماتسورا په وینا، دا نوم په دې خاطر و چې ائینو خلکو به دا سیمه د کای په نوم بلله. د کای عنصر همداشان د له اونیومي یا د 蝦夷 له تورو سره د چین-جاپاني له ویلو سره زیات ورته والی درلود، چې څه باندې زر کلونه دا نوم په چین او جاپان کې د ائینو او د هغه د خلکو لپاره د میعاري املايي بڼې په توګه کاریده. [۱۳]

په ۱۹۴۷ کال کې، هوکایډو په یوه بشپړ ولایت باندې بدل شو. د 道 (-dō) تاریخي وروستاړی په انګریزې ژبه کې "prefecture" ته ژباړل کیږي، په مبهم ډول د اوساکا او کیوټو لپاره 府 (-fu) او د پاتې "ولایتونو" لپاره 県 (-ken) په څیر. Dō، د لنډیز په توګه، د هوکایډو په ځانګړي توګه پیژندلو لپاره کارول کیدای شي، د بیلګې په توګه 道道 (dōdō، "Hokkaido road") یا 道議会 (Dōgikai، "Hokkaido Assembly")، په ورته ډول 都 (- to) د ټوکیو لپاره کارول کیږي. حکومت دغه ولایت ته د "هوکایډو حکومتي ولایت" پرځای د "هوکایډو حکومت" وايي.[۱۴][۱۵]

د محلي حقونو د خوځښتونو په رامنځته کیدو سره، داسې ایډیه رامنځته شوه چې هوکایډو باید د ائینو د خلکو د ژبې نوم ولري. که چیرې د نوم بدلولو پریکړه وشي، خو بیا هم د ائینو جمله چې هر څه غوره شوی وي، اصلي حواله یې د لوی جغرافیایي وجود څخه توپیر لري. د ائنوموسیر کلمه (アイヌモシㇼ) د جاپاني فعالانو تر منځ غوره انتخاب دی. د دې اصلي معنی د "انسانانو ځمکه" ده، لکه څنګه چې د "خدایانو ځمکه" (کاموموسیر) سره مخالفه ده. کله چې د سیسمموسیر سره توپیر ولري (د ګاونډیانو ځمکه چې ډیری وختونه د هونشو یا جاپاني میشت ځایونو ته اشاره کوي د هوکایډو سویلي څنډه)، دا پدې معنی ده چې د ائینو خلکو ځمکه، کوم چې په شرایطو پورې اړه لري، که څه هم هوکایډو ته راجع کیدی شي. د عصري ژبپوهنې له نظره، د ائینو خلکو خپله سیمه د سخالین یوې لویې برخې او ټول کوریل ټاپوګانو ته غځولې ده. بله جمله، یونموسیر (ヤウンモシㇼ) شهرت ترلاسه کړ. دا په لفظي معنی د "ساحل ځمکې" معنی لري، لکه څنګه چې د "ساحل ځمکې" (ریپنموسیر) سره مخالف ده، ځکه کېدای شي د کریل ټاپوګانو، هونشو یا کوم بهرني هیواد ته راجع شي. که وینا کوونکی د هوکایډو اوسیدونکی وي، یونموسیر کولای شي هوکایډو ته مراجعه وکړي. یوه بله جمله، اکور موسر (アコㇿモシㇼ) معنی لري "زموږ ځمکه". که د هوکایډو د ائینو خلکو په منځ کې ویل کیږي، دا کولای شي په ټوله توګه هوکایډو یا جاپان ته اشاره وکړي.[۱۶][۱۷][۱۸]

تاریخ

[سمول]

لومړی تاریخ

[سمول]

د جومون دورې په جریان کې ځايي کلتور او د ښکار راټولونکي اړوند ژوند په هوکایډو کې وده وکړه، چې له 15,000 څخه ډیر کلونه دمخه پیل شوی و. د هانشو ټاپو په مقابل کې، هوکایډو د دې مودې په جریان کې شخړې نه درلودې. جومون پر طبیعي روحونو باندې عقیده لري چې ګواکې هغه د ائینو د روحانیت اصل دی. شاوخوا 2000 کاله دمخه، دا ټاپو د یایوی خلکو لخوا مستعمره وه، او د ټاپو ډیری نفوس د کرنې په لور د ښکار او راټولولو څخه لرې پاتې شو.[۱۹]

نیهون شوکي چې له میلاد څخه 720 کاله وروسته پای ته ورسيد، ویل کېږي چې تاریخ کې د هوکایډو یادونه د لومړي ځل لپاره راغلې ده. د متن له مخې، ابه نو هیرافو له ۶۵۸ څخه تر ۶۶۰ کال پورې سمندري ځواک او ستر پوځ شمالي سیمو ته مارش کړ او له میشي هاسه او امیشي سره په اړیکه کې و. یو له هغو ځایونو څخه چې هیرافو هلته ورغی هغه واتاریشیما نوم لري چې په زیات ګومان سره نننی هوکایډو دی. خو بیا هم د همدې پېښې په اړه زیات نظرونه شته، له هغې ډلې د واتاریشیما ځای او دا رایج باور چې ایمیشي په واتاریشیما کې د نننۍ ائینو خلکو نیکونه کېږي.[۲۰]

د نارا او هیان دورو په درشل کې (۷۱۰-۱۱۸۵)، د هوکایډو خلکو د ډیوا ولایت له خلکو سره سوداګري کوله. له فیوډالي دورې څخه، په هوکایډو کې خلکو خپل ځانونه ایزو بلل. وروسته هوکایډو د ایزوچي (د ایزو خاوره) یا ایزوګاشیما (د ایزو ټاپو) په نوم پېژندل کېده. ایزو خلکو په اصل کې ښکار کاوه او کبان به یې نیول او وریجې او اوسپنه به یې له جاپاني خلکو څخه په سوداګرۍ کې ترلاسه کول.[۲۱]

فیوډال جاپان

[سمول]

د موروماچي دورې په درشل کې (۱۳۳۶-۱۵۷۳)، جاپانیانو د اوشیما نیمه ټاپو په سویل کې یوه هستوګنه اباده کړه، چې د شینوریډیټ په څېر کلکې ودانۍ یې په کې ابادې کړي. دا چې د جګړو د مخینوي په خاطر زیات شمېر خلک هلته ورغلل، نو د جاپانیانو او د ائینو خلکو تر منځ شخړې را ولاړې شوي. دا شخړې په پای کې په جګړو واوښتې.[۲۲][۲۳]

سرچينې

[سمول]
  1. "離島とは(島の基礎知識) (what is a remote island?)". MLIT (Ministry of Land, Infrastructure, Transport and Tourism) (په جاپاني ). Ministry of Land, Infrastructure, Transport and Tourism. 22 August 2015. د اصلي (website) آرشيف څخه پر ۱۳ نومبر ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۹. MILT classification 6,852 islands (main islands: 5 islands, remote islands: 6,847 islands) منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Nussbaum, Louis-Frédéric. (2005). "Hokkaidō" in کينډۍ:Google books
  3. Seaton, Philip (2017). "Japanese Empire in Hokkaido". Oxford Research Encyclopedia of Asian History. doi:10.1093/acrefore/9780190277727.013.76. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-027772-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Mason, Michele (2012). Dominant Narratives of Colonial Hokkaido and Imperial Japan: Envisioning the Periphery and the Modern Nation-State. Palgrave Macmillan. مخونه 7–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-45025-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "University of Hawai'i Press - Manifold". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Hennessey, John (2018). "Engineering Japanese Settler Colonialism in Hokkaido: A Postcolonial Reevaluation of William Wheeler's Work for the Kaitakushi" (PDF). Asia in Focus. 6 (6): 3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Jolliffe, Pia M. (15 October 2020). "Forced Labour in Imperial Japan's First Colony: Hokkaidō". The Asia–Pacific Journal. 18 (20). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "How the Sharing of Ainu Culture Became One Man's Lifework|Features|HOKKAIDO LOVE! -Hokkaido Official Tourism Site". 15 July 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. https://www.hm.pref.hokkaido.lg.jp/wp-content/themes/hokkaidomuseum/images/forign_pdf/ENG-2-4.pdf
  10. Cobb, Ellie (20 May 2020). "Japan's forgotten indigenous people". BBC Travel. لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Honna, Nobuyuki; Tajima, Hiroko Tina; Minamoto, Kunihiko (2000). "Japan". In Kam, Ho Wah; Wong, Ruth Y. L. (سمونګران). Language Policies and Language Education: The Impact in East Asian Countries in the Next Decade. Singapore: Times Academic Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9-81210-149-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Hohmann, S. (2008). "The Ainu's modern struggle". World Watch. 21 (6): 20–24. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Chapter 3: Nivkh as an Aspiration Language," p. 53 RUG.nl Archived 2011-09-28 at the Wayback Machine.
  14. "道道". kotobank.com. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ اگسټ ۲۰۲۱. لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "道議会". kotobank.com. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ اگسټ ۲۰۲۱. لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Kojima Kyōko 児島恭子 (2009). Emishi Eo kara Ainu e エミシ・エゾからアイヌへ (په جاپاني ). Yoshikawa Kobunkan. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Kayano Shigeru 萱野茂 (1996). Kayano Shigeru no Ainu-go jiten 萱野茂のアイヌ語辞典. (په جاپاني ). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Tamura Suzuko 田村すず子 (1996). Ainu-go Saru-hōgen jiten アイヌ語沙流方言辞典 (په جاپاني ). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "A Journey into the culture and history of Hokkaidō" (PDF). hkd.mlit.go.jp. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Japan Handbook, p. 760
  21. McClain, James L. (2002). Japan, A Modern History (چاپ First). New York, N.Y.: W.W. Norton & Company. مخونه 285. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-04156-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Japan Handbook, p. 760
  23. Lie, John (2009). Multiethnic Japan (چاپ revised). Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. مخونه 89–90. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674040175. لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۴. By the fifteenth century Ainu people were principally hunter-fisher-gatherers and engaged in far-flung trade with others, ranging from Aleutian islanders to the east, Russians and Chinese to the west, and Shamo (as the Ainu call Wajin, or Japanese people) to the south [....]. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)