Jump to content

هومیوپاتي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هومیوپاتي (Homeopathy) د بدیل طب یو علمي وزمه سیستم دی. د دغه ډول طب ډاکتران چې «هومیوپاتس» بلل کېږي، په دې باور دي چې هغه ماده چې په روغو اشخاصو کې د ناروغۍ د نښو لامل کېږي، کولای شي په ناروغو اشخاصو کې د دې ته ورته نښو درملنه وکړي. د ۱۹مې پېړۍ له منځنیو کلونو را وروسته چې په فزیک، کیمیا، بیوکیمیا او بیولوژۍ کې څومره پوهه ترلاسه شوې ده، له هومیوپاتي سره په ټکر کې ده. د هومیوپاتي درمل د بیوکیمیا له نظره بې اغېزې دي او پر هېڅ کوم ناروغ هېڅ ډول اغېزه نه لري. د ناروغۍ په اړه د دغه ډول طب تیوري چې د ښاغلي «هانمن» پر «میاسم» اصولو متمرکزه ده، د ناروغۍ د عواملو په توګه د ویروسونو او باکتریاوو له پېژندلو سره اړخ نه لګوي. په دې برخه کې کلینیکي څېړنې شوې دي او د هومیوپاتيکو ترکیبونو هېڅ کومه عیني اغېزه یې نه ده موندلې. د هومیوپاتي بنسټیز نامعتبروالی او د ثابتېدونکې اغېزې نشتون د دې لامل شوی چې دا ډول طب په طبي او علمي ټولنو کې یوه درغلي وبلل شي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د هومیوپاتي ترکیبونو ته علاجونه ویل کېږي او د هومیوپاتي د نروب (محلول) په مرسته جوړېږي. په دې پروسه کې ټاکل شوې ماده په پرله‌پسې ډول نرۍ کېږي، تر هغه چې وروستی یا نهايي محصول یې له کیمیاوي نظره له نروب سره توپیر ونه لري. تر ډېره تمه نه کېږي چې د اصلي مادې حتا یو مالیکول دې هم په محصول کې باقي پاتې شي. د دغه ډول طب ډاکتران ښايي د هر نروب یا محلول تر منځ محصول وټکوي یا یې ولړزوي او ادعا یې دا ده چې په دې سره حلوونکی کولای شي اصلي ماده تر حذفېدو وروسته بیا ترلاسه کړي. ډاکتران یې ادعا کوي چې دغه ډول ترکیب تر خوړلو وروسته د ناروغۍ درملنه کولای شي.[۱۹][۲۰]

د دغه ډول طب بنسټ په ۱۷۹۶ کال جرمني ډاکتر «ساموېل هانمن» کېښود. هومیوپاتي تر ټولو ډېر محبوبیت په نولسمه پېړۍ کې وګاټه. په ۱۸۲۵ کال کې متحدو ایالتونو ته ور وړل شو او په ۱۸۳۵ کال کې هلته لومړنی هومیوپاتیک انستېتیوت جوړ شو. د نولسمې پېړۍ په جریان کې په اروپا او متحدو ایالتونو کې لسګونه هومیوپاتي مؤسسې را څرګندې شوې. په دې دوره کې هومیوپاتي نسبتاً بریالۍ برېښېده، ځکه چې د درملنې نورې بڼې ښايي زیان لرونکې او بې اغېزې وي. دغه ډول طب د پېړۍ په پای کې مخ پر ځوړ روان شو او په متحدو ایالتونو کې د هومیوپاتي وروستی طبي ښوونځی په ۱۹۲۰ کال کې وتړل شو. د ۱۹۷۰یمې لسیزې په جریان کې هومیوپاتي یو ځل بیا په پام وړ ډول را وګرځېده او د یو شمېر هومیوپاتي محصولاتو شمېر لس برابره شو. دغه تمایل د نوي عصر د غورځنګ له را څرګندېدو سره برابر و او ښايي تر یوه حده یې دلیل له کیمیاوي توکو څخه ډار، د طبیعي محصولاتو لپاره غیر منطقي ترجېح او د هومیوپاتي ډاکترانو د مشورې څه ناڅه اوږده وختونه وي.

په یوویشتمه پېړۍ کې یو شمېر مېټا انلایزونو وښوده چې د هومیوپاتي درملیزې ادعاوې کومه علمي توجېه نه لري. په پایله کې ملي او نړیوالو بنسټونو سپارښتنه وکړه چې په روغتیايي برخو کې باید د هومیوپاتي لپاره دولتي بودیجه لغوه شي. د استرالیا، بریتانیا، سویزرلنډ او فرانسې ملي بنسټونه، د دې تر څنګ د اروپا د اکاډمیو علمي مشورتي شورا او د روسیې د علومو اکاډمي ټول دې پایلې ته ورسېدل چې هومیوپاتي بې اغېزې ده او سپارښتنه یې وکړه چې دغه عمل باید هېڅ ډول بودیجه یا مالي مرسته ترلاسه نه کړي. په انګلستان کې د ملي روغتیا خدمتونه تر دې وروسته هومیوپاتي درملنو ته بودیجه نه ورکوي او د روغتیا له وزارت څخه یې غوښتنه کړې چې هومیوپاتي درمل باید د ممنوعو درملو نوملړ ته ور اضافه کړي. فرانسې په ۲۰۲۱ کال کې د دې برخې بودیجه لرې کړه او اسپانیا هم په روغتيايي مرکزونو کې د هومیوپاتي او نورو درمل‌وزمو د ممنوعیت لپاره د اقداماتو خبر ورکړی دی.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

تاریخچه

[سمول]

هومیوپاتي چې په اروپا کې تر ټولو پخوانی پېژندل شوی بدیل طب دی، په ۱۷۹۷ کال کې «ساموېل هانمن» رامنځته کړ. هانمن د ۱۸مې پېړۍ د وروستیو کلونو طب رد کړ او هغه یې غیر منطقي وباله، ځکه چې تر ډېره حده بې اغېزې او زیان لرونکی و. ده د هغو درملو کارول غوره بلل چې ټيټ دوزونه لري او د ژوندیو موجوداتو یا ارګانېزمونو د فعالیت د څرنګوالي غیر مادي او حیاتي لیدلوری یې دوداوه. هومیوپاتي اصطلاح د هانمن له‌خوا رامنځته شوه او د لومړي ځل لپاره په ۱۸۰۷ کال کې چاپ شوه. د دې تر څنګ يې د «الوپاتیک طب» اصطلاح هم رامنځته کړه چې د لوېديځ دودیز طب ته د توهین په توګه کارول کېده.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

مفهوم

[سمول]

هانمن هغه مهال هومیوپاتي درک کړه چې د سکاټلنډي ډاکتر او کیمیاپوه «ویلیم کالن» یوه طبي رساله یې جرمني ژبې ته ژباړله. کالن ویلي وو چې «سینچونا» [په سوېلي امریکا کې یو ډول ونه ده] د تریخوالي په دلیل د ملاریا ناروغۍ درملنه کولای شي، ده دغې تیورۍ ته د شک په سترګه وکتل او د دغې ونې پوست یې د دې لپاره وخواړه چې تجربه یې کړي. تر دې وروسته تبه، لړزه او د مفصلونو درد پرې راغی او دا هغه نښانې دي چې د ملاریا نښانو ته ورته دي. له دې امله هانمن په دې باور شو چې ټول اغېزناک درمل په روغو اشخاصو کې د هغې ناروغۍ نښانې را پیدا کوي چې پرې رغېږي. په دې توګه «همیوپاتي» نوم رامنځته شو چې له یوناني څخه اخیستل شوی دی.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

۱۹مه پېړۍ: محبوبیت او لومړني نقدونه

[سمول]

هومیوپاتي په نولسمه پېړۍ کې ډېر محبوبیت وګاټه. په ۱۸۲۵ کال کې د هانمن شاګرد «هانس برچ ګرام» دغه ډول طب متحدو ایالتونو ته هم یووړ. په متحدو ایالتونو کې د هومیوپاتي لومړنی ښوونځی په ۱۸۳۵ کال کې پرانیستل شو او د هومیوپاتي امریکايی انستېتیوت په ۱۸۴۴ کال کې جوړ شو. د نولسمې پېړۍ په جریان کې په اروپا او متحدو ایالتونو کې د هومیوپاتي لسګونه مؤسسې را څرګندې شوې او تر ۱۹۰۰ کال پورې په متحدو ایالتونو کې د هومیوپاتي ۲۲ کالجونه او ۱۵۰۰۰ کارکوونکي موجود وو.[۴۱][۴۲]

دا چې د هغه مهال طبي کړنې پر داسې درملنو تکیه وې چې تر ډېره بې اغېزې او زیان لرونکې وې، د هومیوپاتانو ناروغانو د هغو کسانو په نسبت ښې پایلې لرلې چې ډاکترانو یې درملنه کوله. که څه هم هومیوپاتي درمل بې اغېزې دي، خو زیان یې کم دی. له دې امله دا احتمال کم دی چې د دغو درملو کاروونکو ته د ګټې پر ځای زیان ورسېږي. په ۱۹مه پېړۍ کې ښايي د هومیوپاتي نسبي بریالیتوب د خونرېزۍ د بې اغېزو او زیان لرونکو درملو د څنګ ته کېدو او د علم پر بنسټ د ولاړ او اغېزناک طب لوري ته د حرکت لامل شو. د هومیوپاتي د محبوبیت یو لامل د هغو اشخاصو په درملنه کې څرګند بریالیتوب و چې د ساري ناروغیو له وباګانو څخه کړېدل. د نولسمې پېړۍ په جریان کې د کولرا په څېر ناروغیو د وباګانو له امله د مړینو کچه د هومیوپاتي په روغتونونو کې تر هغو روغتونونو ډېره کمه وه چې په کې کېدونکې درملنې تر ډېره زیان لرونکې وې او له دغو ناروغیو سره په مبارزه کې یا ډېرې کمې اغېزناکې وې یا هم بېخي اغېزناکې نه وې.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Tuomela, R (1987). "Chapter 4: Science, Protoscience, and Pseudoscience". In Pitt JC, Marcello P (eds.). Rational Changes in Science: Essays on Scientific Reasoning. Boston Studies in the Philosophy of Science. Vol. 98. Springer. pp. 83–101. doi:10.1007/978-94-009-3779-6_4. ISBN 978-94-010-8181-8.
  2. Smith K (2012). "Homeopathy is Unscientific and Unethical". Bioethics. 26 (9): 508–12. doi:10.1111/j.1467-8519.2011.01956.x. S2CID 143067523.
  3. Baran GR, Kiana MF, Samuel SP (2014). "Science, Pseudoscience, and Not Science: How Do They Differ?". Chapter 2: Science, Pseudoscience, and Not Science: How Do They Differ?. Springer. pp. 19–57. doi:10.1007/978-1-4614-8541-4_2. ISBN 978-1-4614-8540-7. within the traditional medical community it is considered to be quackery {{cite book}}: |journal= ignored (help)
  4. Ernst, E. (December 2012). "Homeopathy: a critique of current clinical research". Skeptical Inquirer. 36 (6).
  5. "Homeopathy". American Cancer Society. بياځلي په October 12, 2014.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  6. UK Parliamentary Committee Science and Technology Committee. "Evidence Check 2: Homeopathy"
  7. Grimes, D.R. (2012). "Proposed mechanisms for homeopathy are physically impossible". Focus on Alternative and Complementary Therapies. 17 (3): 149–55. doi:10.1111/j.2042-7166.2012.01162.x.
  8. "Homeopathic products and practices: assessing the evidence and ensuring consistency in regulating medical claims in the EU" (PDF). European Academies' Science Advisory Council. September 2017. p. 1. بياځلي په 1 October 2017. ... we agree with previous extensive evaluations concluding that there are no known diseases for which there is robust, reproducible evidence that homeopathy is effective beyond the placebo effect.
  9. Ernst, E. (2002). "A systematic review of systematic reviews of homeopathy". British Journal of Clinical Pharmacology. 54 (6): 577–82. doi:10.1046/j.1365-2125.2002.01699.x. PMC 1874503. PMID 12492603.
  10. "Evidence Check 2: Homeopathy – Science and Technology Committee". British House of Commons Science and Technology Committee. February 22, 2010. بياځلي په April 5, 2014.
  11. Caulfield, Timothy; Debow, Suzanne (2005). "A systematic review of how homeopathy is represented in conventional and CAM peer reviewed journals". BMC Complementary and Alternative Medicine. 5: 12. doi:10.1186/1472-6882-5-12. PMC 1177924. PMID 15955254.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  12. Gorski, David (October 13, 2008). "Fun with homeopaths and meta-analyses of homeopathy trials". Science-Based Medicine (in American English). بياځلي په 2019-11-09.
  13. Shelton, JW (2004). Homeopathy: How it really works. Amherst, New York: Prometheus Books. ISBN 978-1-59102-109-4.
  14. Ernst, E. (2010). "Homeopathy: What does the "best" evidence tell us?". Medical Journal of Australia. 192 (8): 458–60. doi:10.5694/j.1326-5377.2010.tb03585.x. PMID 20402610. S2CID 42180344.
  15. Baran GR, Kiana MF, Samuel SP (2014). "Science, Pseudoscience, and Not Science: How Do They Differ?". Chapter 2: Science, Pseudoscience, and Not Science: How Do They Differ?. Springer. pp. 19–57. doi:10.1007/978-1-4614-8541-4_2. ISBN 978-1-4614-8540-7. within the traditional medical community it is considered to be quackery {{cite book}}: |journal= ignored (help)
  16. Collins, Nick (April 18, 2013). "Homeopathy is nonsense, says new chief scientist". The Daily Telegraph. خوندي شوی له the original on April 20, 2013. بياځلي په September 9, 2013.
  17. Paul S. Boyer (2001). The Oxford companion to United States history. p. 630. ISBN 9780195082098. بياځلي په January 15, 2013. After 1847, when regular doctors organized the American Medical Association (AMA), that body led the war on "quackery", especially targeting dissenting medical groups such as homeopaths, who prescribed infinitesimally small doses of medicine. Ironically, even as the AMA attacked all homeopathy as quackery, educated homeopathic physicians were expelling untrained quacks from their ranks.
  18. Ladyman J (2013). "Chapter 3: Towards a Demarcation of Science from Pseudoscience". In Pigliucci M, Boudry M (eds.). Philosophy of Pseudoscience: Reconsidering the Demarcation Problem. University of Chicago Press. pp. 48–49. ISBN 978-0-226-05196-3. Yet homeopathy is a paradigmatic example of pseudoscience. It is neither simply bad science nor science fraud, but rather profoundly departs from scientific method and theories while being described as scientific by some of its adherents (often sincerely).
  19. "Homeopathy". Royal Pharmaceutical Society. بياځلي په 2019-11-17.
  20. "Homeopathy". nhs.uk (in انګليسي). 2017-10-18. بياځلي په 2019-11-10.
  21. Musgrave, I (April 8, 2014). "No evidence homeopathy is effective: NHMRC review". The Conversation. بياځلي په January 10, 2015.
  22. "Swiss make New Year's regulations". Swiss Info. بياځلي په December 16, 2015.
  23. "Homeopathic remedies are 'nonsense and risk significant harm' say 29 European scientific bodies". The Independent. September 23, 2017. بياځلي په October 10, 2017.
  24. "Memorandum #2. Homeopathy as pseudoscience". Commission on Pseudoscience. 2017-02-07. بياځلي په June 25, 2019.
  25. "NHS to ban homeopathy and herbal medicine, as 'misuse of resources'". Daily Telegraph. July 21, 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په January 11, 2022. بياځلي په July 21, 2017.
  26. Donnelly, Laura (5 June 2018). "High Court backs NHS decision to stop funding homeopathy". Daily Telegraph. خوندي شوی له اصلي څخه په January 11, 2022. بياځلي په 26 August 2018.
  27. Gallagher, James (2015-11-13). "Homeopathy 'could be blacklisted'". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2017-12-05.
  28. France-Presse, Agence (2019-07-10). "France to stop reimbursing patients for homeopathy". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2019-07-30.
  29. "Homéopathie : 2021 signe la fin du remboursement".
  30. Güell, Oriol (2018-11-14). "Spain moves to ban pseudo-therapies from universities and health centers". El País (in انګليسي). ISSN 1134-6582. بياځلي په 2019-07-30.
  31. Loudon, Irvine (December 2006). "A brief history of homeopathy". Journal of the Royal Society of Medicine. 99 (12): 607–610. doi:10.1177/014107680609901206. ISSN 0141-0768. PMC 1676328. PMID 17139061.
  32. Lasagna L (1970) [1962]. The doctors' dilemmas. New York: Collier Books. p. 33. ISBN 978-0-8369-1669-0.
  33. Edzard Ernst; Singh, Simon (2008). Trick or Treatment: The Undeniable Facts about Alternative Medicine. New York: W. W. Norton. ISBN 978-0-393-06661-6.
  34. W. Steven Pray (August 1, 2003). a History of Nonprescription Product Regulation. Psychology Press. p. 192. ISBN 978-0-7890-1538-9. بياځلي په January 21, 2013.
  35. Dean ME (2001). "Homeopathy and "the progress of science"" (PDF). Hist Sci. 39 (125 Pt 3): 255–83. Bibcode:2001HisSc..39..255E. doi:10.1177/007327530103900301. PMID 11712570. S2CID 23943688. خوندي شوی له the original (PDF) on January 1, 2006. بياځلي په March 31, 2009. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  36. Whorton JC (2004). Nature Cures: The History of Alternative Medicine in America. New York: Oxford University Press US. pp. 18, 52. ISBN 978-0-19-517162-4.
  37. Robert W. Ullman; Judyth Reichenberg-Ullman (October 1, 1994). The patient's guide to homeopathic medicine. Picnic Point Press. pp. 1–2. ISBN 978-0-9640654-2-0. بياځلي په January 24, 2013.
  38. Merrell, Woodson C.; Shalts, Edward (2002). "Homeopathy". The Medical Clinics of North America. 86 (1): 47–62. doi:10.1016/s0025-7125(03)00071-3. ISSN 0025-7125. PMID 11795090.
  39. J. D. White; John Hugh McQuillen; George Jacob Ziegler; James William White; Edward Cameron Kirk; Lovick Pierce Anthony, eds. (December 1894). "A wail from the waste-basket". The Dental Cosmos (editorial). 36 (12): 1030–32.
  40. Atwood, Kimball (January 4, 2008). "Homeopathy and evidence-based medicine: back to the future". Science Based Medicine. بياځلي په September 9, 2013.
  41. Miller, Timothy (1995). America's alternative religions. State University of New York Press, Albany. pp. 80. ISBN 978-0-7914-2397-4.
  42. Winston J (2006). Homeopathy Timeline. Whole Health Now. ISBN 978-0-473-05607-0. بياځلي په July 23, 2007. {{cite book}}: |work= ignored (help)CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  43. Ernst, E.; Kaptchuk, TJ (1996). "Homeopathy revisited". Archives of Internal Medicine. 156 (19): 2162–4. doi:10.1001/archinte.156.19.2162. PMID 8885813.
  44. "History of Homeopathy". Creighton University Department of Pharmacology. July 2007. خوندي شوی له the original on July 5, 2007. بياځلي په July 23, 2007.
  45. Kaufman M (1971). Homeopathy in America: The rise and fall of a medical heresy. The Johns Hopkins University Press. ISBN 978-0-8018-1238-5.کينډۍ:Page needed
  46. Coulter HL (1973). Divided Legacy. Berkeley: North Atlantic. pp. II:544–46, III:267–70, 298–305. OCLC 9538442.
  47. Death rates in conventional hospitals were typically two- to eight-fold higher than in homeopathic hospitals for patients with these infectious diseases; see Bradford TL (2007) [1900]. The logic of figures or comparative results of homeopathic and other treatments. Kessinger. ISBN 978-1-4304-8892-7.کينډۍ:Page needed