هنري فورډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هنري فورډ
هنري فورډ
(انګلیسي: Henry Ford د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هنري فورډ
هنري فورډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۰ جولای ۱۸۶۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 7 اپرېل 1947 (84 کاله)[۱۶][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۵][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱۷][۱۸][۱۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال
سياستوال
خبريال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲۰][۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
هنري فورډ
هنري فورډ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هنري فورډ (د ۱۸۶۳ کال د جولای ۳۰مه – د ۱۹۴۷ کال د اپرېل ۷مه) یو امریکایی صنعتګر، د سوداګرۍ مخکښ، د فورډ د موټرو شرکت بنسټګر او د ډله‌ییز تولید د تخنیکي بهیر جوړوونکی و. د لومړني کس په توګه یې داسې موټر جوړ کړ چې د منځنۍ کچې امریکایان یې پر پېرلو توانېدل، په دې توګه یې موټر له یوې قېمتي وسیلې څخه پر داسې وسیله بدل کړ چې د هر چا د لاسرسي وړ و. دغه کار د شلمې پېړۍ لرلید په کلکه اغېزمن کړ.

ده چې کله «فورډ موډل ټي» موټر بازار ته وړاندې کړ، ترانسپورت او امریکايي صنعت یې بدل کړل. دی د «فورډ د موټرو شرکت» د مالک په توګه د نړۍ پر یوه شتمن او پېژندل شوي کس بدل شو. د ارزان‌بیه توکو د ډېر تولید او کاریګرو ته د ډېرې حق‌الزحمې د ورکړې له امله ده ته د «فورډېزم» نسبت کېږي. فورډ نړیوال لرلید درلود چې لګښت‌پالنه (consumerism) یې د سولې کیلي ګڼله. د لګښتونو سیستماتیک کمښت ته د فورډ ژمنتیا د ډېرو تخنیکي او سوداګریزو نوښتونو لامل شوه؛ لکه د فرانشیز سیستم [فرانشیز سیستم د کاروبار یو ډول دی چې یو شرکت د نورو شرکتونو توکي پلوري او په بدل کې یې پیسې اخلي] چې په ټوله شمالي امریکا او د شپږو لویو وچو په لویو ښارونو کې یې څانګې پرانیستې. فورډ د خپلې لویې شتمنۍ ډېره برخه «فورډ بنسټ» ته وبښله او داسې یې تنظیم کړه چې د ده کورنۍ یې د تل لپاره کنټرول کړای شي.

فورډ د لومړۍ نړیوالې جګړې په لومړیو کلونو کې د سوله‌غوښتنې، همدا راز د خپلې ورځپاڼې (The Dearborn Independent) له لارې د یهودیت ضد مضامینو د ترویج لکه «د صیهوني مشرانو پروتوکول» او د خپل کتاب (The International Jew) په خاطر ډېر مشهور و.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

هنري فورډ د ۱۸۶۳ کال د جولای په ۳۰مه نېټه د میشیګان په سپرېنګوېلز ښارګوټي کې وزیږېد. پلار یې «ویلیم فورډ» (۱۸۲۶-۱۹۰۵) د ایرلنډ په یوه داسې کورنۍ کې زیږېدلی و چې په شپاړسمه پېړۍ کې د انګلستان له سامرسټ څخه را کډواله شوې وه. مور یې «مري فورډ» (۱۸۳۹-۱۸۷۶) له بلجیم څخه د را کډوالې کورنۍ غړې وه او په میشیګان کې زیږېدلې وه. هنري فورډ په ماشومتوب کې له مور او پلاره یتیم شو او ګاونډیانو یې په زوی‌ولۍ ونیو. د هنري فورډ خویندې او وروڼه مارګراټ فورډ (۱۸۶۷-۱۹۳۸)، جین فورډ (شاوخوا ۱۸۶۸-۱۹۴۵)، ویلیم فورډ (۱۸۷۱-۱۹۱۷) او رابرټ فورډ (۱۸۷۳-۱۹۳۴) وو.[۲۲][۲۳]

په لس کلنۍ کې یې پلار یو جیبي ساعت ورکړ. ده په پنځلس کلنۍ کې د خپلو ملګرو او ګاونډیانو ساعتونه په لسګونو ځله پرانیستل او بېرته یې بسته کړل، په دې توګه د ساعتونو د ترمیم‌کار په توګه مشهور شو. فورډ به په شل کلنۍ کې هره یکشنبه تر کلیسا پورې ۴ مایله پلی مزل کاوه.[۲۴][۲۵]

کله یې چې مور په ۱۸۷۶ کال کې مړه شوه، فورډ ډېر زیات غمجن شو. پلار یې تمه لرله چې دی به د کور د فارم یا کښت‌زار مسؤلیت واخلي، خو ده دغه کار ته شا کړه. ده وروسته ولیکل: "ما هېڅکله هم له فارم سره مینه نه‌لرله، یوازې له هغې مور سره مې مینه لرله چې په دې فارم کې وه."[۲۶]

په ۱۸۷۹ کال کې فورډ د دې لپاره له کوره لاړ چې په ډيرویټ کې د زده‌‌کوونکي ماشینکار په توګه کار وکړي. لومړی یې له «جېمز اف فلاور او وروڼو» سره او بیا یې له «ډيټرویټ ډرای ډاک» شرکت سره کار وکړ. په ۱۸۸۲ کال کې «ډيربورن» ته لاړ تر څو په یوه کورني فارم کې کار وکړي. هلته د ویسټینګهاوس د بخار ماشینونو په کار کې ماهر شو او وروسته هم د ویسټینګهاوس له‌خوا د بخار ماشینونو د سروېس لپاره په کار وګومارل شو. همدا راز فورډ د ډيټرویټ په (Goldsmith, Bryant & Stratton Business College) کالج کې د حسابدارۍ په برخه کې زده‌کړې وکړې.[۲۷][۲۸]

واده او کورنۍ[سمول]

فورډ د ۱۸۸۸ کال د اپرېل په ۱۱مه نېټه له کلارا جین برایانټ (۱۸۶۶-۱۹۵۰) سره واده وکړ. ده د خپل ژوند لګښتونه له کښت او د ارې له ماشین څخه پوره کول. دوی د اډسل فورډ (۱۸۹۳-۱۹۴۳) په نامه یو زوی درلود.[۲۹][۳۰]

مسلکي مخینه[سمول]

په ۱۸۹۱ کال کې فورډ د توماس اډیسون د برېښنا په شرکت کې انجنیر شو. کله یې چې په ۱۸۹۳ کال کې د لوی انجنیر کچې ته ارتقا وکړه، کافي وخت او پیسې یې لرلې تر څو پر پېټرولي موټرونو ازمېښتونه وکړي. دا ازمېښتونه هله اوج ته ورسېدل چې په ۱۸۹۶ کال کې یې د لېږد یوه په‌خپله تلونکې وسیله جوړه کړه او ده «فورډ کواډریسایکل» ونوموله. د جون په څلورمه نېټه یې پر دې وسیله د چلولو ازمېښت وکړ. تر بېلابېلو ازمېښتونو وروسته یې د دغه کواډریسایکل د لا ښه کولو لپاره پر لارو چارو فکر وکړ.[۳۱]

همدا راز په ۱۸۹۶ کال کې یې د اډیسون شرکت د مدیرانو په جلسه کې ګډون وکړ او هلته یې له توماس اډیسون سره وپېژندل. اډیسون د فورډ د موټر ازمېښت تایید کړ. فورډ د اډیسون په هڅونې سره د لېږد دویمه وسیله هم طرحه او جوړه کړه او په ۱۸۹۸ کال کې یې بشپړه کړه. فورډ د ډیټرویټ سیمې د یوه مخکښ سوداګر «ویلیم اچ مورفي» په مالي تکیه د اډیسون له شرکت څخه استعفا وکړه او د ۱۸۹۹ کال د اګسټ په ۵مه نېټه یې د «ډيرویټ د موټرو شرکت» پرانیست. په دغه شرکت کې د تولید کېدونکو موټرونو کیفیت ټيټ و او بیه یې تر هغه لوړه وه چې فورډ غوښته. بالاخره دا شرکت بریالی نه و او د ۱۹۰۱ کال په جنورۍ میاشت کې منحل شو.[۳۲]

فورډ د ۱۹۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې د «سي هارولډ وېلز» په مرسته یو ۲۶ هارس‌پاوره موټر طرحه او جوړ کړ او په بریاليتوب سره یې وځغلاوه. په دې بریالیتوب سره مورفي او د «ډیرویټ د موټرو شرکت» نورو شریکانو د ۱۹۰۱ کال د نومبر میاشتې په ۳۰مه نېټه «هنري فورډ شرکت» جوړ کړ چې هنري فورډ یې مشر انجنیر و. په ۱۹۰۲ کال کې مورفي د «هنري ام. لېلنډ» په نامه یو کس د مشاور په توګه راوست، فورډ د دغه کار په غبرګون کې له دغه شرکت څخه چې په خپل نامه یې هم و، لاړ. د فورډ په تلو سره لېلنډ د شرکت نوم «د کاډیلاک د موټرو شرکت» ته بدل کړ.[۳۲]

فورډ له پخواني بایسکل ځغلوونکي ټام کوپر سره لاس یو کړ او څه باندې ۸۰ هارس‌پاوره وسیله یې تولید کړه، ټاکل شوې وه چې دغه وسیله د ۱۹۰۲ کال په اکتوبر میاشت کې «بارني اولډفېلډ» په یوه سیالۍ کې د بریا لپاره ځغلولې وای. فورډ د خپل یوه پخواني ملګري «الکساندر وای. مالکومسن» چې په ډيټرویټ کې یې د ډبرو سکاره پلورل، ملاتړ ترلاسه کړ. دوی په ګډه د (Ford & Malcomson, Ltd) په نامه د موټرو د تولید شرکت جوړ کړ. فورډ د یوه ارزان‌بیه موټر پر طراحۍ پیل وکړ، ورپسې دواړو یوه کارخونه په کرایه ونیوله او د «جان ډوج او هوراس ډوج» له اړوند موټر پلورنځي سره یې تړون وکړ چې څه باندې ۱۶۰،۰۰۰ ډالره سهم پر غاړه واخلي. د دوی خرڅلاو ټکنی و او کله چې جان او هوراس د خپلو لومړیو پیسو غوښتنه وکړه، کیسه پر کړکېچ بدله شوه.[۳۲]

فورډ د موټرو شرکت[سمول]

مالکومسن یوه بله ډله پانګوال راوستل او «جان او ډوج» ته یې قناعت ورکړ چې د نوي شرکت سهم ومني. « Ford & Malcomson» شرکت د ۱۹۰۳ کال د جون په ۱۶مه نېټه له ۲۸۰۰۰ ډالره پانګې سره د «فورډ د موټرو شرکت» په نامه یو ځل بیا ثبت شو. په اصلي پانګوالو کې شامل کسان فورډ او مالکومسن، جان او هوراس ډوج، د مالکومسن کاکا جان اس. ګري، د مالکومسن سکرتر جېمز کوزنز او د مالکومسن دوه وکیلان جان اندرسن او هوراس راکهام وو. ورپسې هنري فورډ یو نوی موټر طرحه کړ چې د «سنټ کلیر» سیند پر کنګل یا یخک یې نندارې ته وړاندې کړ. دغه موټر یو مایل (۱.۶ کیلومتره) لاره په ۳۹.۴ ثانیو کې ووهله او د ځمکې پر مخ یې د چټکتیا نوی ریکارډ ثبت کړ چې په ساعت کې ۹۱.۳ مایله یا ۱۴۶.۹ کیلومتره و. په سیالۍ کې د دغه موټر چلوونکي «بارني اولډفېلډ» دغه نوی موټر «۹۹۹» ونوماوه، همدا راز ده دغه موټر په ټول هېواد کې وګرځاوه او د فورډ دغه برنډ د متحدو ایالتونو په ګوټ ګوټ کې وپېژندل شو. همدا راز فورډ د «انډیاناپولیس ۵۰۰» سیالۍ له لومړنیو ملاتړو څخه هم و.[۳۲]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/henry-ford — subject named as: Henry Ford — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/352 — subject named as: Henry Ford — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p33409.htm#i334089 — subject named as: Henry Ford — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xk8d59 — subject named as: Henry Ford — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Henry-Ford — subject named as: Henry Ford — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/ford-henry — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Henry_Ford — subject named as: Henry Ford — سرليک: Store norske leksikon
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0027664.xml — subject named as: Henry Ford — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=ford — subject named as: Henry Ford
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=henry;n=ford — subject named as: Henry Ford
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/21797 — subject named as: Henry Ford — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=20114 — subject named as: Henry Ford — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ subject named as: Henry Ford — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000890 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118534300 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb122359096 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  16. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Форд Генри — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  17. http://www.nytimes.com/2005/05/26/garden/26walt.html
  18. http://www.nytimes.com/2012/09/03/opinion/henry-ford-when-capitalists-cared.html
  19. Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/pm14bgd747jwn36 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۲
  20. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122359096 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  21. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12920163
  22. www.hfmgv.org The Henry Ford Museum: The Life of Henry Ford Archived October 24, 2008, at the Wayback Machine.
  23. "The history of Ford in Ireland". د اصلي آرشيف څخه پر November 19, 2017 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Ford, My Life and Work, 22–24; Nevins and Hill, Ford TMC, 58.
  25. Evans, Harold "They Made America" Little, Brown and Company. New York
  26. Ford, My Life and Work, 24; Edward A. Guest "Henry Ford Talks About His Mother," American Magazine, July 1923, 11–15, 116–20.
  27. Watts, Steven (2006). The People's Tycoon: Henry Ford and the American Century. Random House, Inc. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-307-55897-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Ford, Henry (2019). My Life and Work. Columbia. د کتاب پاڼي 12–17. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781545549117. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په September 29, 1950 باندې). [{{{url}}} Widow of Automobile Pioneer, Victim of Coronary Occlusion, Survived Him Three Years].
  30. (په May 26, 1943 باندې). [{{{url}}} Edsel Ford Dies in Detroit at 49. Motor Company President, the Only Son of Its Founder, Had Long Been Ill.].
  31. The Showroom of Automotive History: 1896 Quadricycle Archived June 15, 2010, at the Wayback Machine.
  32. ۳۲٫۰ ۳۲٫۱ ۳۲٫۲ ۳۲٫۳ Ford R. Bryan, "The Birth of Ford Motor Company" Archived August 29, 2012, at the Wayback Machine., Henry Ford Heritage Association, retrieved August 20, 2012.