هلنیزشن/ یوناني کېدل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هلنیزشن (هلنیسشن هم لیکل کېږي) او یا هلنیزم د یو غیر یوناني له‌خوا د یونان مذهب، فرهنګ، ژبه او یوناني هویت منل دي. په لرغونې دوره کې استعمار غالباً د لرغونو اوسېدونکو د یوناني کېدلو لامل شو؛ په هلنیستي دوره کې ډېری هغه خاورې چې د مقدوني سکندر په‌واسطه فتحه شوې وې، هلني شوې؛ د ختيځ روم (بیزانس) سترواکۍ د واکمنۍ پر مهال د هغوی ډېرې خاورې یوناني شوې.   [۱]

ایتمولوژي/آرپوهنه  [سمول]

دغه فعل چې معنا یې «هلني کول» او په یوناني (ἑλληνίζειν) دی د لومړي ځل لپاره د توسیدید له‌خوا وکارول شو (له میلاد څخه مخکې ۵مه پېړۍ کې)، هغه ولیکل چې امفیلوخي آرګیویان د خپلې ژبې له پلوه د امبراکیوت په‌واسطه یوناني شوي و او دا ښيي چې دا کلیمه ښايي مخکې له ژبې څخه ډېر څه ته اشاره وي. هلنیزم ته ورته کلیمه چې غالباً د هغې د مترادفې کلیمې په توګه کارول کېږي په دویم مکابین (له میلاد څخه شاوخوا ۱۲۴ کاله مخکې) او د اعمالو په کتاب (له میلاد څخه شاوخوا ۸۰-۹۰ کاله وروسته) کې په څرګند ډول له ژبې څخه ډېرو شیانو ته اشاره ده، که څه هم په دې موضوع بحث دی چې اصلي معنا ممکن د دې متضمنه وي. [۲][۳]

مخینه[سمول]

تاریخي[سمول]

له میلاد څخه مخکې په څلورمه پېړۍ کې د یوناني کېدلو بهیر په لیکیا، کاریا او د اناتولي په سویل لویدیځ کې په پیسیدیا کې پیل شو. (د ګالتیا په پیلم، د لیکعنیا په بس داغ او ایسورا کې د لومړۍ پېړۍ استحکامات په ختيځه او مرکزي اناتولي کې یواځیني پېژندل شوي هیلینیسټیک ډوله ساختمانونه دي. کله چې د دغې کارونو تر سره کول ارزښتمن و، د سیده او اسپندوس په څېر ځایونو یوناني موضوع لرونکې افسانې اختراع کړې.؛ هغه کتبي لیکنه چې په SEG (بشپړه یوناني کتیبه) کې خپره شوې ښيي چې له میلاد څخه مخکې په څلورمه پېړۍ کې اسپندوس له آرګوس سره د اړیکو ادعا لرله، چې دا د آرګېف له نسب سره د قبرس د نیکوکرهون له ادعا سره ورته وه. (ارګوس د مقدنیې د پاچاهانو کور و.) انتیګونیدیانو د ارګادیانو په څېر ادعا کوله چې د اپولو له هراکلس، سلوکیان او د دیونوس ټبر له بطلیموسانو څخه دي. [۴][۵][۶][۷]

د سوتاپولېسون کتیبې د تراکیې/تراس په معاصرو مطالعاتو کې ډېرې اغېزمنې وې. په دغه کتیبه کې د دیونیسوس، اپولون او ځینې نورو ساموتراسي خدایانو نومونه یاد شوي. څېړونکي دا کتیبه په لومړنۍ هلنیستي دوره کې په داخلي تراکیه کې د هلني کېدلو د شواهدو په توګه تفسیر کړې ده، خو دا موضوع وروستیو څېړنو ننګولې ده. [۸][۹]

که څه هم هلني کېدلو خپل محدودیتونه لرل. د مثال په ډول د سوریې سویلي سیمې چې له یوناني فرهنګ څخه اغېزمنې وې تر ډېره سلوکي ښاري مرکزونو ته متضمنې وې، چې هلته معمولاً په یوناني ژبه خبرې کېدلې. له بله پلوه کلي په عمده ډول اغېزمن نه شول او ډېری وګړو یې په سریاني ژبه خبرې کولې او په‌خپلو اصلي دودونو پورې تړلي وو.  [۱۰]

د لرغونپوهنې شواهد په‌خپله څېړونکو ته د یوناني کېدلو یا هلني کېدلو یو نیمګړی انځور وړاندې کوي؛ غالباً په غوڅ ډول دا نه شو ویلی چې ایا د لرغونپوهنې موندنې خاص له یونانیانو، لرغونو یوناني شویو خلکو یا هغو لرغونو خلکو سره تړاو لري چې یواځې یې د یوناني سبک توکي لرل یا هم د دغو ډلو له ترکیب سره تړاو لري. په دې توګه له څېړونکو سره د لرغونپوهنې د موندنو په تفسیرولو کې د مرستې لپاره ادبي سرچینې هم  کارول کېږي. [۱۱]

سیمې[سمول]

اناتولي[سمول]

د یونان فرهنګي نفوذ له ۶مې پېړۍ څخه تر ۴مې پېړۍ په لږ چټکۍ اناتولي ته پراختیا ومونده. لیدیايان هم لکه د څلورمې پېړۍ د کاریا او لیکیا کورنۍ او همدارنګه د سیسیلي دښتو او پافلانګو سیمو د اوسېدونکو په څېر په ځانګړي ډول د یوناني کلتور منونکي وو. سیمه‌یزو خلکو د پرمختګ لپاره خپلې هیلې د یوناني ژبې په زده‌کړه کې وموندلې. [۱۲]

په اناتولي کې لرغوني ښاري مېشت ځایونه په‌خپل نوښت له یو بل سره متحد شول تر څو په یوناني سبک ښارونه جوړ کړي. د کوچنۍ اسیا سیمه‌ییزو پاچاهانو یوناني د خپلې رسمي ژبې په توګه ومنله او د یوناني فرهنګ د ګڼو نورو ډولونو د پېښو/تقلید په لټه کې وو.

د یوناني پانتئون خدایانو عبادت په لیدیا کې کېده. د لیدیا پاچا کرزوس به زیاتره تر ټولو هوښیار یوناني فلیسوفان، ویناوال او سیاستوال خپل دربار ته د حضور لپاره رابلل. کرزوس په‌خپله په دلفي کې له سپېڅلي سړي کس سره سلا کوله چې دې او نورو مذهبي ځایونو ته یې ډېرې ډالۍ وړاندې کولې. د مثال په ډول هغه د ارتمیس معبد په بیا رغونه کې خپل ملاتړ اعلان کړ چې ګڼ شمېر مرمري ډبرې یې الهې ته ډالۍ په توګه وړاندې کړې. [۱۳][۱۴]

هلني/یوناني کېدلو له دغې پروسې سره چې زیاتره د ښاري کېدلو د مترادفې په نوم یادیږي په ښارونو کې ستر پرمختګ وکړ. یوناني کیدل یو وخت په څلورمه پېړۍ کې پیسیدیا او لیکیا ته ورسېدل خو په داخلي فضا کې د شاوخوا څو پېړیو لپاره بې اغېزې پاتې شول تر هغه چې له میلاد څخه مخکې په لومړۍ پېړۍ کې د رومیانو په ولکه کې شوې. داسې ښکاري چې د اناتولي د لویدیځو سمندرغاړو په اوږدو کې ایونیایان، ایولیون‌یان او دوری‌یان له فرهنګي پلوه یونانیان پاتې شوي او د هغوی د ځینو ښاري ولایتونو لرغونتوب لرغونې یونان ته ورګرځي. له بله پلوه داسې ښکاري چې د پیسیدیا او پامفیلیا په سویل لویدیځه سیمه کې مېشت یونانیان د سیمه‌ییز فرهنګ په‌واسطه جذب شوي دي. [۱۵][۱۶][۱۷]

کریمیا[سمول]

پینټیکپایون (نننی کرچ) په کریمیه کې د یونان له لومړنیو مستعمراتو څخه وه. چې له میلاد څخه ۶۰۰ کاله مخکې دفاعي اکروپلیس ته د مناسبې ځمکې لرونکي ځای په توګه د میلتوس په واسطه تاسیس شو. کله چې د بوسپورپاچاهۍ په شاوخوا کې سیمري مستعمرات سازمان شوي و، ډېری لرغونی نفوس یوناني شوی و. ډېری څېړونکي د پاچاهۍ د تاسیس کال له ميلاد څخه مخکې ۴۸۰ کال بولي، کله چې د ارکئاناکتیدیانو کورنۍ د پانتیکاپائوم واک ترلاسه کړ، خو کلاسیک لرغونپوه ګوچاو آر.سیسکلادزې (Gocha R. Tsetskhladze) د پاچاهۍ د تاسیس کال له ميلاد څخه مخکې په ۴۳۶ کال کې بولي کله چې د اسپارټوسیدیانو کورنۍ د ارکئاناکتیدیانو پر ځای واکمنه شوه. [۱۸][۱۹]

يهودیه[سمول]

سلوکي او بطلیموسي هلنیستي پاچاهي چې د سکندر تر مړینې وروسته جوړه شوه په ځانګړي ډول د یهودیت له تاریخ سره اړیکه لري. یهودیه د دوو پاچاهيو تر منځ پرته وه، د جګړې او بې‌ثباتۍ اوږدمهالې دورې يې تجربه کړې. یهودیه له ميلاد څخه مخکې په ۱۹۸ کال کې د سلوکیانو په واک کې شوه. کله چې څلورم انتیوخوس اپیفانس له ميلاد څخه مخکې په ۱۷۵ کال کې د یهودیې پاچاهۍ ته ورسېد، اورشلیم/بیت المقدس تر یوې کچې یوناني شوی و. له میلاد څخه مخکې په ۱۷۰ کال کې دواړو د جېسون او منلائوس د سترکاهنتوب ادعا لرله. جېسون د یوناني زده‌کړو موسسات تاسیس کړي وو او په ورپسې کلونو کې یې د سنت کولو یهودي فرهنګ په ګډون د سبت د مذهبي رخصتۍ نمانځل له‌منځه یوړل. [۲۰][۲۱]

د مخکښو يهودي غړو په یوناني کولو کې نومونه او جامې شاملې وې، خو نور دودونه د رببیانو او نورو عناصرو په‌واسطه چې هلاخا (د یهودي شریعت قوانین) او میدارش (د یهودو د سپيڅلي کتاب تفسیر) یې منع کول پلي شول. د هلینیستي بزمونو د ځینې جنبو د لرې کولو یوه بېلګه خدایانو ته په داسې حال کې د نذر یا خوراک ورکول دي چې ځانګړي عناصر په‌کې ځای پر ځای وي او خوړو ته لا ډېر یهودي هویت ورکوي. د سپېڅلو کتابونو په اړه بحث د سپېڅلو سرودونو ویل او د تورات د زده‌کړې زده‌کوونکي هڅول. د هلنیستي بزمونو په اړه په یهودي سبک د بن سیره یو مفصل راپور راغلی. د یهودیانو د بزمونو د زیات‌والي په اړه د فیلو ادبي شواهد موجود دي او له غیر یهودیانو سره د یهودیانو د ډودۍ خوړولو په اړه د آریستیاس لیک د یهودیانو د ځیرکتیا شریکولو لپاره د یو فرصت په توګه بحث کوي. [۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Hornblower 2014, p. 359
  2. کينډۍ:Bibleverse
  3. Hornblower 2014, p. 359
  4. Mitchell 1993, p. 85
  5. Hornblower 1991, p. 71
  6. Hornblower 2014, p. 360
  7. Patterson 2010, p. 65
  8. Graninger, Charles Denver (2018-07-18). "New Contexts for the Seuthopolis Inscription (IGBulg 3.2 1731)". Klio. 100 (1): 178–194. doi:10.1515/klio-2018-0006. S2CID 194889877. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Nankov, Emil (2012). "Beyond Hellenization: Reconsidering Greek Literacy in the Thracian City of Seuthopolis". Vasilka Gerasimova-Tomova in memoriam. Sofija: Nacionalen Archeologičeski Inst. s Muzej. د کتاب پاڼي 109–126. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Boyce & Grenet 1975, p. 353: "South Syria was thus a comparatively late addition to the Seleucid empire, whose heartland was North Syria. Here Seleucus himself created four cities—his capital of Antiochia-on-the-Orontes, and Apamea, Seleucia and Laodicia—all new foundations with a European citizen body. Twelve other Hellenistic cities are known there, and the Seleucid army was largely based in this region, either garrisoning its towns or settled as reservists in military colonies. Hellenisation, although intensive, seems in the main to have been confined to these urban centers, where Greek was commonly spoken. The country people appear to have been little affected by the cultural change, and continued to speak Syriac and to follow their traditional ways. Despite its political importance, little is known of Syria under Macedonian rule, and even the process of Hellenisation is mainly to be traced in the one community which has preserved some records from this time, namely the Jews of South Syria."
  11. Boardman & Hammond 1982, pp. 91–92
  12. The Decline of Medieval Hellenism in Asia Minor and the Process of Islamization from the Eleventh Through the Fifteenth Century. American Council of Learned Societies. 2008. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59740-476-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "La Lydie d'Alyatte et Crésus" (PDF). orbi.uliege.be (په فرانسیسی ژبه کي). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Beyond the Gates of Fire: New Perspectives on the Battle of Thermopylae. Casemate Publishers. 2013. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78346-910-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. The Decline of Medieval Hellenism in Asia Minor and the Process of Islamization from the Eleventh Through the Fifteenth Century. American Council of Learned Societies. 2008. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59740-476-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Hornblower 2014, p. 94
  17. Mitchell 1991, pp. 119–145
  18. Boardman & Hammond 1982, pp. 129–130
  19. Tsetskhladze 2010
  20. Martin 2012, p. Palestine lay on the border separating these two kingdoms and therefore was a constant bone of contention, passing sometimes into Seleucid and at other times into Ptolemaic control.
  21. Martin 2012, pp. 55–66
  22. Shimoff 1996, pp. 440–452