هرېټ جاکوب
| هرېټ جاکوب | |
|---|---|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۱۱ فېبروري ۱۸۱۵[۱][۲] |
| مړینه | 7 مارچ 1897 (82 کاله)[۳][۴][۵][۶][۷] واشنګټن ډي سي |
| تابعیت | |
| نسل | افريقايي امريکنۍ [۸][۹][۱۰] |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ليکوال [۱۱] |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱۲] |
| سمول |
|
هرېټ جاکوب (Harriet Jacobs) یوه افريقایی الاصله امریکايي لیکواله وه، چې د زېږېدلو کره نېټه یې معلومه نه ده خو ښايي له ۱۸۱۳ څخه تر ۱۸۱۵ کالونو تر منځ زېږېدلې وي،د ۱۸۹۷ کال د مارچ په اوومه نېټه یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. هغې خپل ژوندليک په ۱۸۶۱ کال کې «دیوې کنیزې نجلۍ د ژوند پېښې» له سرلیک سره د لېنډا برېنټ په مستعار نوم چې اوسمهال د امریکایي کلاسیک په نوم یاديږي خپور کړ. چې د شمالي کارولینا د اېډنټون په یوه کنيزخونه کې زېږدلې، هلته دا د خپل څښتن يا هغه کس چې دا يې په غلامۍ نېولې له خوا له جنسي ځورونې سره مخ وه او هغې ته داسې ګواښ کوي که چېرې د هغه غوښتنو ته غاړه کېنږدي، نو دی به یې ماشومان ورته وپلوري. هغې د خپلې انا د کور تر چت لاندې په یوه ډېره نرۍ فضا کې ځان داسې پټ کړ چې درېدلی نه شوی. هلته تر اووه کاله ژوند کولو وروسته په دې بریالۍ کېږي چې د ازاد شمال لور ته وتښتي. هلته له خپلو بچیانو جوزېف(Joseph) او لویسا مټلېډا(Louisa Matilda) او خپل ورورجان اېس جکوب (John S. Jacobs) سره یوځای شوه او د ماشومانو د روزونکې په توګه یې دنده پیدا کړه او پر غلامۍ د بنديز پلویانو او فېمېنستانو سره يې اړیکه جوړه کړه. د کورنۍ جګړې په بهیر او تر هغې وروسته له خپلې لور سره دسويل په لورد اتحاد (شوروي/انګلیس) تریرغل لاندې سیمو ته لاړه چې هلته یې مرستې پیل کړې او د تښتېدلو او خوشي کړل شویو غلامانو لپاره یې دوه ښوونځي پرانیستل. [۱۳]
ژوندلیک
[سمول]نوم او کورنۍ
[سمول]هرېټ جاکوب (arriet Jacob) په ۱۸۱۳ کال کې د شمالي کارولينا (North Carolina) په اېډنټون (Edenton) سیمه کې د ډېلېلا هورنيبلا (Delilah Horniblow) په کورنۍ کې زېږېدلې او د هورنيبلا (Horniblow)کورنۍ له خوا چې يوه سيمهاييزه میخانه لري په غلامۍ نيول شوې. هرېټ او د هغې ورور جان د پاراټوس سکوېچر وېنټرم / partus sequitur ventrem (د غلامۍ قانون چې له مخې یې د غلامو میندو ماشومان د څښتن ملکيت حسابېدل) اصل پر بنسټ له ماشومتوبه میخانې لرونکې کورنۍ په غلامۍ نیولي وو، چې مورنۍ مقام ترلاسه کړي یعنې غلامي د هغوي مورنۍ مقام و او دا به دوی ته په میراث رسېده. [۱۴][۱۵][۱۶]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/16338196
- ↑ Dating Harriet Jacobs: Why Birthdates Matter to Historians — خپرولونېټه: ۱۷ جون ۲۰۱۳
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Harriet-A-Jacobs — سکالو پېژند: Harriet Jacobs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sq9mfw — سکالو پېژند: Harriet Ann Jacobs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ NCpedia ID: https://www.ncpedia.org/biography/jacobs-harriet — سکالو پېژند: Harriet Jacobs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: NCpedia
- ↑ سکالو پېژند: Harriet Jacobs — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=14450 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/173979 — سکالو پېژند: Harriet Ann Jacobs
- ↑ ISBN 0-465-09288-8
- ↑ ليکوال: Yolanda W. Page — سرليک: Encyclopedia of African American Women Writers — خپروونکی: Greenwood Publishing Group
- ↑ ليکوال: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
- ↑ سرليک: American Women Writers
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/175469667
- ↑ Yellin, Life 126
- ↑ The difficulties Blacks in similar circumstances had to overcome some decades later are discussed e.g. in: Crump, Judson; Brophy, Alfred L. (2017). "Twenty-One Months a Slave: Cornelius Sinclair's Odyssey" (PDF). Mississippi Law Journal (86). The Faculty Lounge: 457–512.
- ↑ Yellin, Life 92
- ↑ Yellin, Life 18
