هری آلن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هری آلن
هری آلن
هری آلن

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ اپرېل ۱۸۸۲[۱][۲]
مړینه 29 اکتوبر 1957 (75 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ولینګتون   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيوزيلينډ   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت نيوزيلينډ [۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ښوونکی
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه بوټپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هري هوارډ بارټون آلن (زوکړه: د ۱۸۸۲ زکال د اپرېل ۲۷ مه – مړینه: د ۱۹۵۷ زکال د اکتوبر ۲۹ مه) نیوزلنډي ښوونکی، بوټي پېژندونکی، علمي مدیر او لیکوال و. په داسې حال کې چې هغه هېڅکله د بوټو پېژندنې په برخه کې رسمي زده کړې نه وې کړې، خو په دې برخه کې پیاوړی عالم شو او په نیوزلنډ کې یې د بوټو په اړه له ۱۰۰ زیاتې علمي مقالې او درې ښوونیز کتابونه ولیکل چې د خپل ژوند پر مهال یې د فلورا (یو بوټي) په نامه د خپل اثر لومړی ټوک بشپړ کړ.[۳]

نوموړی چې په نلسون کې وزېږېد، د نلسون په کالج او بیا یې د اوکلنډ پوهنتون په کالج کې زده کړې وکړې او په ۱۹۰۸ زکال کې یې له دغه پوهنتون څخه د هنرونو ماسټري ترلاسه کړه. هغه د ګڼ شمېر کلونو لپاره په نیوزلنډ کې د انګلیسي ژبې او کرنیزو چارو تدریس وکړ. د تدریس پر مهال یې په مخ پر زیاتېدوني ډول له بوټو پېژندنې سره لیوالتیا پیدا کړه او د هغو په اړه یې له معلوماتو راغونډولو وروسته علمي مجلو ته څو مقالې ولیکلې. هغه تر ډېره پورې له بوټو پېژندونکو لکه الفرد او لئونارډ کوکائین سره همکاري کوله او ورسره یې بحثونه کول. د پیل غره په لمن کې د بوټو اړوند د پراخې څېړنې له امله په ۱۹۲۳ زکال کې ورته د ساینس په برخه کې د څېړنیزې دوکتورا سند ورکړل شو. هغه د لینیئن ټولنې او د نیوزلنډ د انستیتیوت غړی وټاکل شو او له دې سربېره په ۱۹۲۸ زکال کې د نباتي څېړنو په مرکز کې د سیسټماتیک بوټي پېژندونکي په توګه وګمارل شو.

نوموړي په دغه مرکز کې شل کاله تېر کړل او هغه مهال چې دغه څېړنیز بنسټ په ۱۹۳۶ زکال کې د علمي او صنعتي څېړنو د ادارې له خوا وویشل شو د هغو د بوټو پېژندنې د څانګې مشر شو. آلن په نیوزلنډ کې د ګڼ شمېر بوټو په ځانګړې توګه د وښو، پولن (pollen) او نباتي ژنټیک په څېړنو کې ونډه لرله او پر هغو یې نظارت کاوه. نوموړی په ۱۹۴۸ زکال کې تقاعد شو او په نیوزلنډ کې یې د بوټو پېژندنې په برخه کې د خدمت له امله همدغه کال د پاچا د کالیزې په لمانځنه کې د بریتانیا د سترواکۍ د لوړ پوړي چارواکي (Commander of the Order of the British Empire) په توګه وګمارل شو. د تقاعد پر مهال هغه د نیوزلنډ د بوټو اړوند د فلورا کتاب پر لومړي ټوک کار وکړ؛ هغه لومړنی کتاب چې د نیوزلنډ پېژندل شوي او بومي بوټي یې تشرېح کول. نوموړی په ۱۹۵۷ زکال کې د دغه کتاب له چاپ وړاندې د ۷۵ کلنۍ په عمر ومړ.

لومړی ژوند[سمول]

هري آلن د ۱۸۸۲ زکال د اپرېل په ۲۷ مه د نیوزلنډ په نلسون کې وزېږېد. نوموړی د ټوکر پلورنکي رابرټ آلن او ایما ماریا لیویس د شپږو ماشومانو کوچنی ماشوم و؛ په پیل کې نوموړی د نلسون مرکزي ښوونځي ته لاړ. د دغه ښوونځي سرمعلم فریدریک ګیبس هغه له بوټو پوهنې سره بلد کړ چې بیا یې وروسته د نلسون کالج سکالرشیپ ترلاسه کړ. په دغه ځای کې آلن هم له عملي او هم له ورزشي پلوه مخکښ و چې د خپل کالج لپاره یې د کرېکټ او فوټبال په لوبو کې ونډه اخیسته او له دې سربېره یې د ادبیاتو او جیمناستیک په برخه کې جوایز ترلاسه کړل. نوموړي همدارنګه دلته د هنرونو د لیسانس درجې ترلاسه کولو لپاره په کار پیل وکړ. [۴][۵][۶]

تدریس او لیکنې (۱۹۰۳-۱۹۲۸ زکال)[سمول]

له نلسون کالج څخه له فراغت وروسته هغه په ۱۹۰۳ زکال د سویلي ټاپو د لویدیځ ساحل په ډنیسټون کاني ښار کې په تدریس پیل وکړ او په بېلابېلو ښوونځیو کې یې تدریس وکړ. هغه له دې وروسته وړاندې له دې چې د ۱۹۰۷ زکال په مارچ میاشت کې د وایټاکي په نامه د هلکانو په ښوونځي کې د هغو د استوګن سرښوونکي د څلورم مرستیال په توګه دنده ترلاسه کړي د اوکلنډ په کېنګ کالج او همدارنګه یې په نیپیر کې تدریس وکړ. هغه د کال په دویمه نیمايي کې خپله دنده پیل کړه او په لومړي کال کې یې د مقدماتي ډیپارټمنټ د ښوونکي په توګه له ۳ څخه په تر ۱۷ زده کوونکو نظارت درلود. په ۱۹۰۸ زکال کې نوموړی له اوکلنډ پوهنتون فارغ او د ماسټرۍ د سند په ترلاسه کولو سره یې په وایټاکي کې کار ته دوام ورکړ. [۷][۸][۹]

په ۱۹۱۳ زکال کې آلن خپله یوه مقاله د نیوزلنډ د کرنې په نامه علمي مجله کې خپره کړه او په ویټاکي کې یې د کچالو د مختلفو ډلونو د ودې نتایج په کې څرګند کړل. په ۱۹۱۵ زکال کې همدلته د انګلیسي ژبې ښوونکی شو او د پوهنې وزارت په غوښتنه یې د لا زیات عملي تدریس په موخه یوه روزنیزه دوره پیل کړه. د تدریس پر مهال یې تر ډیره پورې له الفرډ کوکائین سره چې هغه مهال یې له کرنې وزارت سره کار کاوه؛ مشوره کوله څو له هغه سره د ویډ (چرسو) او د هغو د نورو ډولونو په پېژندنه کې مرسته وکړي. د هغه له لارې د هغه له پلار لئونارډ کوکائین سره چې یو بوټی پېژندونکی او د ویډ د ډولونو غوښتونکی و؛ بلد شو او بیا هغه په ۱۹۱۷ زکال کې په لینئین ټولنه کې د هغه له شاملېدو ملاتړ وکړ. [۱۰]

د ۱۹۱۶ زکال په وروستیو کې د وایټاکي له پرېښودلو وروسته هغه له بوټو سره خپل کار ته د اشبورټن په عالي لیسه کې دوام ورکړ؛ چېرې چې نوموړي په ۱۹۱۷ زکال کې د کرنې د برخې د ښوونکي په توګه په کار پیل کړی و. آلن همدارنګه د ښوونځي په کرنیز چاپېریال کې د ازموینو د پایلو د ثبت مسئولیت پر غاړه واخیست. په ۱۹۱۷ زکال کې د هغه کرنیزه دوره د لابراتواري تجهیزاتو او کافي فضا د نشتون له امله له ستونزو سره مخ وه. د کال په وروستیو کې هوګو فریډلنډر د دغه ازموینځای له ودانۍ سره ۵۰۰ پونډه مرسته وکړه چې په ۲۰۲۱ زکال کې له ۲۹ زره او ۸۰۹ ډالرو سره برابرېږي چې د پراختیا کار یې د ۱۹۱۸ زکال په لومړیو کې پیل او د همدغه کال په اپرېل میاشت کې پای ته ورسېد. آلن په اشبورټن پرېښود او د ۱۹۲۲ زکال په لومړیو کې یې د فیلیډینګ په کرنیز روزنځای کې چېرې چې د انګلیسي ښوونکی و په کار پیل وکړ. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په راتلونکو شپږو کلونو کې نوموړي د خپل تدریس او همدارنګه د مخ پر زیاتېدونکي ډول نباتي څېړنو ترمنځ تعادل رامنځته کړ چې په دې لار کې ورسره تر ډېره کوکائین مرسته وکړه. په ۱۹۲۳ زکال کې یې د سویلي کانټربري په پیل غره کې د بوټو د څېړنې له امله د ساینس په برخه کې څېړنیزه دوکتورا ترلاسه کړه. هغه د خپل اثر په سریزه کې ولیکل: «زه په کلکه توګه د بوټو پېژندنې په برخه کې د خپل ملګري او ښوونکي ډاکټر. ال. کوکائیین پوروړی یم [...] زما په څېړنو کې د مرستې او نیوکو له امله». هغه د خپل تیزس په لیکنه کې د ډبرو پر سر د شنه کېدونکو ګلونو د ډولونو په راغونډولو پیل وکړ او په دې اړه یې له ګوستاف اینر دو ریتز سره لیکونه تبادله کړل چې هغه ورسره د هغو په پېژندنه کې مرسته وکړه. [۱۶][۱۷]

په ۱۹۲۷ زکال کې آلن د لندن له سلطنتي ټولنې څخه مرسته ترلاسه کړه څو په نیوزلنډ کې د هایبرډي بوټو په درې میاشتنۍ څېړنه یې ولګوي؛ له دغې څېړنې اړوند هغه ګڼ شمېر اثار خپاره کړل. په ډیری دغو اثارو کې په ټول نیوزلنډ کې د هایبرډ بوټو نوملړونه او معرفي شاملېدله. د هغه په مهمو کشفیاتو کې د کوپروسما او روبوس له جنس څخه په ګټنې د هایبرډي نباتي بیروبار د سرچینې اثبات و. په ۱۹۲۷ زکال کې نوموړي د هبه ګل جنس ته اړوند د نورو بوټو اړوند مونوګراف خپور کړ چې له کوکائین سره یې په ګډه په کې ګڼ شمېر نور نباتي ډولونه هم تشرېح کړي و. نوموړی د ۱۹۲۸ زکال په اګست میاشت کې د نباتي څېړنو په مرکز کې د یو سیستماتیک بوټي پېژندونکي په توګه وټاکل شو او له تدریس څخه تقاعد شو. د ۱۹۲۸ زکال په جولای میاشت کې یې په دغې نوې څوکۍ له کار پیلولو وړاندې خپل لومړنی کتاب د نیوزلنډ ونې او بوټي؛ څه ډول هغه وپېژنو (New Zealand Trees and Shrubs; How to Identify Them) په نوم د نیوزلنډ د بوټو پېژندنې لارښود کتاب خپور کړ.  [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

مړینه او میراث[سمول]

آلن د ۱۹۵۷ زکال د اکتوبر په ۲۹ مه د ۷۵ کلونو په عمر ویلنګټون کې ومړ. له هغه څخه یې مېرمن او دوه زامن پاتې شول. د هغه له مړینې وروسته د هغه همکار لوسي مور چې په ۱۹۵۳ زکال کې یې له آلن سره په کار پیل کړی و په ۱۹۶۱ زکال کې یې د فلورا په نوم د هغه د اثر لومړنی ټوک بشپړ او خپور کړ. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6f05z5k — subject named as: Harry Howard Barton Allan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Te Papa agent ID: https://collections.tepapa.govt.nz/agent/961 — د نشر نېټه: ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۲ — خپرونکی: Museum of New Zealand Te Papa Tongarewa
  3. Beatrice Moore, Lucy "Allan, Harry Howard Barton, C.B.E.". 1966 Encyclopaedia of New Zealand.  
  4. Beatrice Moore, Lucy "Allan, Harry Howard Barton, C.B.E.". 1966 Encyclopaedia of New Zealand.  
  5. کينډۍ:DNZB
  6. Moore, L. B. (1959). "Harry Howard Barton Allan (1882–1957)". Transactions and Proceedings of the New Zealand Institute. 87: 107–109 – عبر Papers Past. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 28 March 1907 باندې). Page 4 Advertisements Column 5. Auckland Star.
  8. (په 20 December 1907 باندې). Waitaki High School. North Otago Times.
  9. Allan, H. H. (20 November 1913). "Potatoes". New Zealand Journal of Agriculture. 7: 514–515 – عبر Papers Past. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 15 December 1916 باندې). Annual "Breaking-up" Ceremony.. Ashburton Guardian.
  11. (په 14 December 1916 باندې). School Vacations. North Otago Times.
  12. (په 27 March 1922 باندې). Personal. Feilding Star.
  13. (په 26 April 1918 باندې). Local And General. Ashburton Guardian.
  14. (په 14 December 1917 باندې). High School.. Ashburton Guardian.
  15. (په 9 January 1918 باندې). Local And General. Ashburton Guardian.
  16. Galloway, D. J. (1976). "H. H. Allan's early collections of New Zealand lichens". New Zealand Journal of Botany (په انګلیسي ژبه کي). 14 (3): 225–230. doi:10.1080/0028825X.1976.10428663. ISSN 0028-825X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Allan, H. H. (1926). "Vegetation of Mount Peel, Canterbury, N.Z. Part 1.—The Forests and Shrublands". Transactions and Proceedings of the Royal Society of New Zealand. 56: 37–51 – عبر Papers Past. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Heiser, C. B. (1949). "Natural hybridization with particular reference to introgression". The Botanical Review (په انګلیسي ژبه کي). 15 (10): 645–687. doi:10.1007/BF02861577. ISSN 0006-8101. S2CID 40645619. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:DNZB
  20. Moore, L. B. (1959). "Harry Howard Barton Allan (1882–1957)". Transactions and Proceedings of the New Zealand Institute. 87: 107–109 – عبر Papers Past. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Allan, H. H. (1929). "The F2 progeny resulting from the crossing of coprosma propinqua ♀ with C. Robusta ♂". Genetica (په انګلیسي ژبه کي). 11 (3–4): 335–346. doi:10.1007/BF01726704. ISSN 0016-6707. S2CID 3000831. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Allan, H.H.; Cockayne, L. (1927). "The Present Taxonomic Status of the New Zealand Species of Hebe". Papers Past. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 28 May 1928 باندې). Personal. Manawatu Standard.
  24. (په 26 May 1928 باندې). Dr. H. H. Allen. Feilding Star.
  25. (په 14 July 1928 باندې). For Lovers of Plants. Evening Post.
  26. کينډۍ:DNZB
  27. (په 2 November 1957 باندې). Dr. H. H. B. Allan. The Press.
  28. Allan, H. H. (1937). "Wild species-hybrids in the phanerogams". The Botanical Review (په انګلیسي ژبه کي). 3 (12): 593–615. doi:10.1007/BF02872293. ISSN 0006-8101. S2CID 43713267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Allan, H. H. (1937). "A Consideration of the "Biological Spectra" of New Zealand". The Journal of Ecology. 25 (1): 116–152. doi:10.2307/2256338. JSTOR 2256338. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)