هاشم بن عتبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هاشم بن عتبه بن ابي وقاص ( (عربي: هاشم بن عتبة بن أبي وقاص) ) د اسلام په لمړیو کي یو فوځي، صحابي، مسلمان قوماندان وو. نوموړی د خپل پلار له طرفه د سعد بن ابی وقاص وراره او د محمد صلی الله علیه وسلم ملګری وو. هاشم د رده په جنګونو کي پراخه برخه واخیسته ترڅو د محمد صلی الله علیه وسلم له رحلت وروسته سرکښه او مرتد عرب قومونه بیرته اسلام ته راوګرځوي. نوموړی د یرموک په جګړه کي هم د خالد بن ولید تر قوماندې لاندي د بازنطینیانو سره خونړۍ جګړه وکړه. همدرانګه یې د القدسیه په جګړه کي چي د مدین د مسلمانانو د فتحې لامل وګرځېدل، مهم رول ولوباوه. هاشم په اخر کي د صفین په جګړه کي د علي په څنګ کې مړ سو.