نیجریا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

نايجیریا، چې په رسمي توګه د نايجېريا فډرالي جمهوريت په نامه يادېږي، د لوېديځې افريقا يو هېواد دی چې د افريقا په لويه وچه کې يې د وگړوشمېر د ټولو نورو افريقايي هېوادونو څخه زيات دی. د نايجېريا هېواد په لويديځه خوا کې د بېنين جمهوريت، په ختيځ کې يې د چاډ او کېمرون هېوادونه، او په سهېل کې يې د نايجېر هېواد، پولې لري. همدا شان دغه افريقايي هېواد په خپل سوېل کې د ګینه خليج سره هم لار لري. د ۱۹۹۹ ز کال نه راپدېخوا، د دغه هېواد پلازمېنه د هېواد په مېنځنۍ برخه کې پروت ښار آبوجا کې ده، او تر دې پخوا د نايجېريا هېواد دولتي مرکز په لاګوس کې وه.

د نیجریا فدرال هیواد ولسمشریزه
{{ |item_style=font-size:78%; |Jamhuriyar Taraiyar Najeriya (کينډۍ:ISO 639 name ha) |Ọ̀hàńjíkọ̀ Ọ̀hànézè Naìjíríyà (کينډۍ:ISO 639 name ig) |Orílẹ̀-èdè Olómìniira Àpapọ̀ Nàìjíríà (کينډۍ:ISO 639 name yo)}}
Flag of نیجریه
بيرغ
رسمي نښان of نیجریه
رسمي نښان
موخه: "یوالی او باور, Peace and Progress"
Nigeria (orthographic projection).svg
پلازمېنهآبوجا
۹°۴′ شمال ۷°۲۹′ ختیځ / 9.067°شمال 7.483°ختيځ / 9.067; 7.483
Largest cityلاګوس
۶°۲۷′ شمال ۳°۲۳′ ختیځ / 6.450°شمال 3.383°ختيځ / 6.450; 3.383
رسمي ژبېانګلیسي
ملي ژبه
نورې ژبې languages[۱]
دين See دین
پيژندګلوينیجریایان
حکومتفدراسیون نیمه ولسمشریزه ولسمشریزه
محمدو بوهاری
یمی وسیمباجم
احمد ابراهیم لاوان
فمي ګباجابیامیلا
ابراهیم تانکو
قانون جوړونهلویه جرګه
مشرانو جرګه
ولسي جرګه
خپلواکي له بریتانیا
۱ جنوري ۱۹۱۴
• خپلواکي او په رسمیت پیژندل
۱ اکتوبر ۱۹۶۰
• ولسمشریزې ته بدلیدل
۱ اکتوبر ۱۹۶۳
۲۹ مه ۱۹۹۹ ۷۰
سیمه
• اوبه (٪)
۱٫۴
ټولټال سيمه۹۲۳٬۷۶۹
د کثافاتو نړيوال ريکاډ۴۲ام
• ۲۰۰۶ سرشمېرنه
۱۴۰٬۴۳۱٬۶۹۱
کثافت۲۱۸
ن خ د ت (پي پي پي)۲۰۲۰  د اټکل له مخې
• ټول
$۱٫۲۷۵ تریلیونه[۳] (۲۳ام)
• پر نفر
$۶٬۲۳۲ (۱۲۹ام)
نا خالص داخلي تولید (نومي)۲۰۲۰  د اټکل له مخې
• ټول
$۵۰۴٫۵۷ بیلیونه[۳] (۵۸ام)
• پر نفر
$۲٬۴۶۵ (۱۳۷ام)
ګيني (۲۰۱۰)کينډۍ:DecreasePositive ۴۳٫۰[۴]
Error: Invalid Gini value
د بشري پرمختيا اندازه  (۲۰۱۸) ۰٫۵۳۴[۵]
Error: Invalid HDI value · ۱۵۸ام
پيسېد نیجریا نایرا (₦) (NGN)
وخت زونوخت (يو ټي سي+۰۱:۰۰)
د موټر چلولو لورېښوی
د ټیلیفون کوډ+۲۳۴
انټرنېټ کوډ.ng

نایجریا، چې په رسمي توګه د نایجریا فډرالي جمهوریت په نامه یادیږي، د لویدیځې افریقا یو هېواد دی. د وګړو شمېر یې د نورو افریقایي هېوادونو نه زیات ده. له جغرافیایي پلوه، د شمال له خوا د ساحل او ګینه خلیج په منځ کې اود سویل خوا ته یي اتلانتیک سمندر پروت دی. دا هېواد ۹۲۳،۷۶۹ کیلو متره مربع یا ۳۵۶،۶۶۹ میل متره مربع پراخوالی لري او د وګړو شمېر یې ۲۱۱ میلیونو ته رسيږي. د نایجریا هېواد شمال ته نیجر، سهیل ختیځ ته يې چاد، ختیځ  ته یې کامیرون او لویدیځ ته یې د بینین هېواد پروت دی.  د نایجریا فدرالي جمهوریت له ۳۶ ایالتونو او پلازمېنې ابوجا څخه جوړ دی. په نایجریا کې لوی ښار لاګوس نومیږي، چې په نړۍ کې یو له لویو میټروپولیټن ښارونو او په افریقا کې دویم لوی ښار دی.

نایجریا له دویمې پېړۍ مخکې د میلاد نه را په دېخوا له استعمار وړاندې د ګڼو بومي دولتونو او سلطنتونو کور و، چې د  ۱۵ مې پېړۍ د مېلاد نه مخکي د نوک تمدن د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې یووالی رامنځته کړ. معاصره حکومتولي په ۱۹ مه پېړۍ کې د بريتانوي استعمار سره يو ځای پیل شو، چې په ۱۹۱۴ ز کال کې د لارډ لوګارډ له خوا د سويلې نایجريا او شمالي نايجریا د سیمو په يو ځای کېدو سره د نننۍ نایجریا سيمه رامنځته شوه. بریتانیا په نایجریا کې ادارې او حقوقي ادارې جوړې کړي، په داسې حال کې چې خپل غیرمستقیم رول یې د قومي سردارانو له لارې تر سره کاوه. نايجريا په ۱۹۶۰ ز کال د اکټوبر مياشتي په اوله په رسمي توګه يو خپلواک فدراسيون شو. دې هېواد له ۱۹۶۷ – ۱۹۷۰ ز کال پوري کورنۍ جګړي تجربه کړي، چې له هغه وروسته په دیموکراتیکه توګه انتخابي ملکي حکومتونه او پوځي دیکتاتورۍ واک ته ورسېدلې، تر هغه چې په ۱۹۹۹ ز کال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو له لارې ثابته دیموکراسۍ را ټینګه شوه. د ۲۰۱۵ ز کال ولسمشري ټاکنو کې برحاله ولسمشر لومړی ولسمشر و چې ټاکنې یې وبایللې.[۷][۸]

نایجریا یو څو ملیتي هېواد ده، د ۲۵۰ نه ډېر توکميز ګروپونه په کې میشت دي، چې په ۵۰۰ بېلابېلو ژبو خبرې کوي او د یوه بل  کلتور پیژني او ورسره بلد دي . درې سترې توکمیزې ډلې يې په شمال کې دي چې عبارت دې له: هاوسا، په لویدیځ کې يوروبا او په ختیځ کې ايګبو، چې دا ټول په ګډه سره د نایجریا د وګړو ۶۰٪ جوړوي. رسمي ژبه يې انګلیسې ده، تر څو په ملي کچه د ژبني يووالي د اسانتیا لپاره غوره شوې ده. د نایجریا اساسي قانون د مذهب ازادي تضمینوي او په ورته وخت کې د نړۍ د تر ټولو لوی مسلمان مذهبه او عيسوي مذهبه وګړو کور دی. نایجریا تقریبأ پوره نیمایې په مسلمانانو چې ‌ډېری یې په شمال او عیسویانو چې ډیری یې په سویل کې دي، وېشل شوی. بومي مذهبونه، هغه کوم چې د ایګبو او یوربو قومونو پورې اړه لري، هغوی د نایجریا په لږه کیو کې شمېرل کېږي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

نایجریا په افریقا کې یو سیمه ییز ځواک، په نړیوالو چارو کې منځنۍ ځواک او یو رامنځته کېدونکی نړیوال ځواک دی. نایجریا له اقتصادي پلوه د افریقا ستر هېواد او په نړیواله کچه د اسمي داخلي ناخالص تولید (GDP) له مخې  ۲۵ او د پلور د قدرت د برابري (PPP) له مخې  ۲۵ م ستر هېواد دی. نایجریا ته زیاته د خپل لوی نفوس او اقتصاد له اړخه لویه افریقا هم ویل کیږي، چې د نړیوال بانک له خوا د رامنځته کېدونکي بازار په توګه په پام کې نیول شوی دی. په هر صورت، دا هېواد د بشري پراختیا د شاخص له مخې ډېر ټيټ او د نړۍ یو له فاسدو هېوادونو څخه دی. نایجریا د افریقایې اتحادې بنسټ ايښودونکی غړی او د ملګرو ملتونو، همګټو هېوادونو، ناپېیلي غورځنګ، د لویدیځی افریقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې او د پټروليم صادرونکو هېوادونود  سازمان  په ګډون د زیاترو نړیوالو سازمانونو غړی هېواد دی. د مکسیکو، اندونیزیا، نایجریا او ترکیې هېوادونو د ډلې غیر رسمي غړی او یو له یولسو راتلونکو اقتصادونو ځخه دی.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ریښه پېژنده

د نایجریا نوم د نیجر له سیند نه اخیستل شوی ده، چي په همدې هېواد کې بهېږي. همدغه نوم د یوه بریتانوي ژورنالیست (فلورا شاو) له خوا په ۱۸۹۷ ز کال د جنوري په ۸ مه ونومول شو، چې وروسته یې بیا له یوه بریتانیوي استعمارګر مدیر (لارډ لوګارډ) سره واده وکړ. ګاونډی نیجر هېواد هم خپل نوم له همدې سېند نه اخیستی ده. د نایجریا نوم چې په اصل کې دا نوم د نيجرسیند په منځنیو برخو کی کارول کېږي، ناڅرګند دی. دا کلیمه په اغلب ګومان د توريګ نوم ایګیریو ان ایګیریوین بدله ده چې د ۱۹ پیړۍ د اروپايي استعمار څخه د مخه د ټیمبکټو (ټیمبکټو د يو ښار نوم ده په مالې کې)  شاوخوا سیند ته د اوسېدونکو له خوا کارول کېده.  [۲۱][۲۲]

تاریخچه

مخکې له تاریخ

د کېنجې بند کېندنې دا ښودلي ده چه اوسپنه په ۲ مه پېړۍ مخکي له مېلاده دلته کارول شوې ده. د نیولیتیک دورې څخه د اوسپنې دورې ته لیږد د منځني برونزو د تولید پرته بشپړه شوې ده. نورو باور درلود یا یې وړاندیز کړی وه، چې ټکنالوژي د نېل له درې څخه لويديځ ته تللې، که څه هم  داسې بریښي چې د اوسپنې عصر د نیجر د سیند په دره او ځنګلي سمه کې په پورتنۍ ساوانا کې د متالورژي له معرفي کېدو نه ۸۰۰ کاله وړاندې موجود وه.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د نایجریا د نوک تمدن ۱۵۰۰ ز کال مخکې له مېلاد او ۲۰۰ ز کال بعد له مېلاد تر منځ وده وکړه.

د تاریخ په لومړيو کې

د کانو د تاریخي پيښو په ترتيب شرح د هاسا د ساحلي ښار کانو لرغونی تاریخ د هاوسا د داورا د ښارونو (يا هاسا بکواي)، هدیجو، کانو، کاسینه، زازاو، رانو او ګوبير سره یو ځای د شاوخوا ۹۹۹ له میلاد وروسته کلونه ښیي، چې دا ټول مستند تاریخونه لري چې لسمۍ پېړۍ ته ورګرځي. له میلاد وروسته په ۷ مه پېړۍ کې د اسلام په خپريدو سره، دغه سيمه د سوډان يا بلاد السودان (پښتو معنی یې ده د تورپوستو خلکو ځمکه) په نوم مشهوره شوه. له هغه ځايه چې نفوس يې تر يوې اندازې د شمالي افریقا له مسلمان عربو کلتور سره تړاو درلود، دوی د صحرا ترانسپورت تجارت پيل کړ او د عربي ژبې ویونکو له خوا ورته د السوډان (توریان) نوم کيښودل شو، ځکه چې دوی د اسلامي نړۍ پراخه برخه ګڼل کېدل. د منځنيو پيړيو عرب او مسلمان تاریخ پوهانو او جغرافیه پوهانو له خوا لومړني تاریخي روایات دي چې د کينیم بورنو امپراطورۍ د اسلامي تمدن لوی مرکز په توګه پاته شوی دی.[۳۲][۳۳]

ایداري وېش

د نیجریا هیواد په ۳۶ ولایتونو او یوې پدرالي سیمې ویشل شوی دی.

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1. "Languages of Nigeria". Ethnologue. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Country profile: Nigeria". CIA World Factbook. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ "World Economic Outlook Database, October 2018 – Nigeria". International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Gini Index". World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Human Development Report 2019" (PDF) (په انګلیسي ژبه کي). د نیجریا جغرافیه. 10 December 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "UN Projection", World Population Prospects 2017 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Achebe, Nwando. The female king of colonial Nigeria : Ahebi Ugbabe. Bloomington. OCLC 707092916. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-253-00507-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2015-03-31 باندې). Nigeria's Buhari wins historic election landslide. Reuters.
  9. "Ethnicity in Nigeria". PBS. 5 April 2007. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Nigeria". Ethnologue (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Pereltsvaig, Asya (16 June 2011). "Linguistic diversity in Africa and Europe – Languages Of The World". مؤرشف من الأصل في ۱۵ مې ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "NIGERIA – CIA WORLD FACTBOOK 2019" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Mann, Charles C. (1990). "Choosing an Indigenous Official Language for Nigeria" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Nigerian Constitution". Nigeria Law. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The countries with the 10 largest Christian populations and the 10 largest Muslim populations". Pew Research Center (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Nigeria Fact Sheet" (PDF). United States Embassy in Nigeria. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Nigeria: The African giant"]. The Round Table 50 (197): 55–63. 1959. doi:10.1080/00358535908452221. 
  18. Campbell, John (29 January 2020). "Perceptions of Corruption in Nigeria Remain High, According to NGO". Council on Foreign Relations. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "A light shines on Nigerian corruption". The Christian Science Monitor. 16 October 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Non-Aligned Movement (NAM) - The Nuclear Threat Initiative". د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. The Arabic name nahr al-anhur is a direct translation of the Tuareg.
  22. "Online Etymological Dictionary". Etymonline.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Breunig, Peter. 2014. Nok: African Sculpture in Archaeological Context: p. 21.
  24. Nicole Rupp, Peter Breunig & Stefanie Kahlheber, "Exploring the Nok Enigma", Antiquity 82.316, June 2008.
  25. B.E.B. Fagg, "The Nok Culture in Prehistory", Journal of the Historical Society of Nigeria 1.4, December 1959.
  26. Kleiner, Fred S.; Mamiya, Christin J. (2009). Gardner's Art Through the Ages: Non-Western Perspectives (الطبعة 13, revised). Cengage Learning. د کتاب پاڼې 194. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-57367-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Nok Terracottas (500 B.C.–200 A.D.) | Thematic Essay | Heilbrunn Timeline of Art History | The Metropolitan Museum of Art". Metmuseum.org. 2 June 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Tylecote 1975 (see below)
  29. Eggert, Manfred (2014). "Early iron in West and Central Africa". In Breunig, P (المحرر). Nok: African Sculpture in Archaeological Context. Frankfurt, Germany: Africa Magna Verlag Press. د کتاب پاڼي 51–59. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Eggert, Manfred (2014). "Early iron in West and Central Africa". In Breunig, P (المحرر). Nok: African Sculpture in Archaeological Context. Frankfurt, Germany: Africa Magna Verlag Press. د کتاب پاڼي 53–54. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783937248462. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Eze–Uzomaka, Pamela. Iron and its influence on the prehistoric site of Lejja. University of Nigeria, Nsukka, Nigeria. https://www.academia.edu/4103707. Retrieved 12 December 2014. 
  32. Juang, Richard M. (2008). Africa and the Americas: culture, politics, and history: a multidisciplinary encyclopedia, Volume 2. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 597. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-441-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Hrbek, Ivan (1992). Africa from the seventh to the eleventh Century. James Currey Publishers. د کتاب پاڼې 254. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85255-093-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)