Jump to content

نړیوال د رايې د ورکولو حق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نړیوال د را یې د ورکولو حق (د رایې جامع حق، د رایې عمومي امتیاز او د عامو خلکو د رایې ګډ حق ته هم ویل کېږي) د شتمنۍ، عاید، جنسیت، ټولنیز دریځ، نژاد، قومیت، سیاسي موضوع یا د کوم بل محدودیت په پام کې نیولو پرته، په لږ استثناوو، ټولو بالغو وګړو ته د رایي ورکولو حق ورکوي، په برتانیه کې نړیوال د رایې د ورکولو حق په اصل کې په ۱۹ پېړۍ کې د اصلاح غوښتونکو له خوا یوازې د نارینه وو د رایې نړیوال حق بلل شوی و؛ ښځو ته د رایه ورکولو حق د رایې غورځنګ په جریان کې وغځول شو.[۱][۲][۳][۴]

د رایې د حق د ځانګړتیاوو له مخې د هېوادونو ترمنځ توپیرونه شته؛ معمولا ترټولو کم عمر د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ وي (د رایې ورکولو عمر وګورئ) او "رواني، د محکوم شویو مجرمینو ځینې طبقې، او هغه کسان چې د ځینو ټاکنیزو جرمونو په پار مجازات شوي" ځینې وختونه د رایې ورکولو حق نه لري.[۲]

حکومتونو په لومړیو عصري ډیموکراسیو کې رایه په هغو کسانو پورې محدوده کړه چې ملکیت او شتمني يې درلوده، چې تقریباً تل د نارینه اقلیت نفوس په معنی و. په ځینو قضایاوو کې نور محدودیتونه موجود وو، لکه د رایې ورکوونکو څخه غوښتل کېدل چې په یوه مشخص دین باندې عمل وکړي. په ټولو عصري ډیموکراسیو کې د هغو خلکو شمېر چې د رایې ورکولو حق یې درلود د وخت په تېرېدو سره په تدریجي ډول زیات شو. ۱۹ پېړۍ د ډېرو غورځنګونو شاهده وه چې د " (نارینوو) د رای ورکولو عمومي حق څخه یې ملاتړ کاوه"، په ځانګړې توګه په اروپا، لویه بریتانیا او شمالي امریکا کې.[۵][۶][۷][۸][۹]

وروسته له هغه چې په متحده ایالاتو کې د "یو سړی، یوه رایه" قانون د ۱۹۶۰ کال لسیزې په لومړیو کې د متحده ایالاتو د سترې محکمې له خوا د ارل وارن په مشرۍ تصویب شو، د ۱۹۶۴ کال د مدني حقونو قانون، د ۱۹۶۵ کال  د رایې ورکولو د حقونو قانون او د سترې محکمې د څو حکمونو له لارې د متحده ایالاتو کانګرس د وارن محکمې سره یوځای د ټولو امریکایانو، په ځانګړې توګه د افریقا الاصله امریکایانو، د رایې د حقونو خوندیتوب او پراختیا ته دوام ورکړ. برسېره پر دې د "رایې حق" اصطلاح هم په ځانګړې توګه په متحده ایالاتو کې د ښځو د رایې حق سره تړاو درلود؛ د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې یو غورځنګ پیل شو چې رایې ورکولو حق ښځو ته وغځوي او په ۱۹۲۰ کال کې هغه وخت پای ته ورسېد، چې متحده ایالاتو، د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې نولسم تعدیل تصویب کړ او د ښځو د رایې حق یې تضمین کړ.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د رایې ورکولو د حق پراختیا

[سمول]

فرانسې هېواد د ۱۷۹۳ کال د جاکوبین (د دومنکین راهبانو) د اساسي قانون په بنسټ، لومړی لوی هېواد و چې د ټولو بالغ نارینه وو لپاره یې رایې حق وضع کړ، که څه هم دا حق هېڅکله په رسمي توګه په عمل کې پلی نشو (اساسي قانون له پلې کېدو وړاندې سمدستي وځنډول شو، او ورپسې د ۱۷۹۴ کال د حکومت له سقوط څخه وروسته په ۱۷۹۵ کال کې ټاکنې ترسره شوې چې د اساسي قانون په ګډون له دې سره تړلې ډېری نظرونه یې له اعتباره و غورځول). د فرانسوي ژبې په نورو هېوادونو کې، په ۱۸۱۶ کال کې د هایتي جمهوریت د نارینه وو عمومي رایې روکولو د حق لپاره قانون ترتیب کړ. د فرانسې دویم جمهوریت د ۱۸۴۸ کال له انقلاب وروسته د بالغو نارینه وو لپاره د رایې حق را منځ ته کړ. [۱۵][۱۶]

د فرانسوي انقلابونو په تعقیب، د ۱۹ پېړۍ په لومړیو کې په لویدیځه نړۍ کې د عمومي رایې ورکولو په لور خوځښتونه را منځ ته شول او د رایې ورکولو لپاره د ملکیت لرلو د شرایطو په لرې کولو ټینګار وشو. په ۱۸۶۷ کال کې آلمان (د شمالي آلمان کنفدراسیون) د ټولو بالغو نارینه وو ته د رایې حق ورکړ. په متحده ایالاتو کې د کورنۍ جګړې وروسته، غلامان آزاد شول او د بالغ نارینه وو د رایې ورکولو د حقوقو په شمول، د اتباعو حقونه ورکړل شول، (که څه هم ډیری ایالتونو په پراخه کچه محدودیتونه وضع کړي وو، خو په بشپړه توګه نه، چې دا حقوق یې کمرنګه کړل). د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، د رایې ورکولو عمومي حق د غورځنګ تمرکز د ښځو د د رایې د حقوقو پراختیا وه، چې د کورنۍ جګړې وروسته په څو لویدیځو ایالتونو کې او د ۱۸۹۰ لسیزې په یو شمېر بریتانوي مستعمرو کې ترسره شول.

د نیوزیلنډ د بریتانوي والي ښاغلي ګالسکو په ۱۸۹۳ کال کې د سپټمبر په ۱۹ یو نوی ټاکنیز قانون تصویب کړ، چې په بنسټ یې نیوزیلنډ د برتانیې تر کنټرول لاندې لومړنۍ مستعمره شوه، چې ښځینه وو په پارلماني ټاکنو کې د رایې ورکولو حق تلاسه کړ. لږ وروسته دا قانو د سویلي آسټرالیا د مستعمرې له خوا په ۱۸۹۴ کال کې تعقیب شو، چې دویمه مستعمره وه چې ښځو ته یې د رایې ورکولو اجازه ورکوله، خو له بله اړخه لومړی مستعمره وه چې ښځو ته یې د نوماندۍ حق ورکړ. دولس کاله وروسته، د روسیې خپلواکه سیمه چې د فنلینډ د ګرانډ دوچي په نوم یادېده (چې په ۱۹۱۷ کال کې د فنلینډ جمهوریت شو) په نړۍ کې لومړنۍ سیمه وه چې د عمومي رایې ورکولو غیر محدوده بڼه یې پلې کړه، چې د استرالیا په څېر او د نیوزیلاند په خلاف، میرمنو ته اجازه وه چې بې له کوم توکمیز تبعیض څخه د نوماندانو په ډول په ټاکنو کې ودرېږي. په دې سیمه کې په راتلونکي کال کې په نړۍ کې لومړی ځل و چې ښځه د پارلمان غړې کېږي. د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه دمخه فدرالي دولتونه او استعماري یا خودمختاره سیمې د عمومي رایی د حق لومړي معرفي کولو ډیرې بېلګې لري. اما، دا قوانین د برتانیا، روسیې یا نورو دولتونو د اجازې له امله چې د حاکم حیثیت یی درلود، په پراخه کچه اغیزمن شول له همدې امله، استرالیا په ۱۹۰۱ کال کې، نیوزیلند په ۱۹۰۸ کال کې او فنلند په ۱۹۱۷ کال کې د خپلواک ملت د حیثیت د ترلاسه کولو مختلفې نېټې لري.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د فرانسې لومړي جمهوریت په ۱۷۹۲ کې په خلاصه ډول د نارینه وو د عمومي رایې حق ومنلو؛ دا یو له لومړنیو ملي نظامونو څخه و چې د نارینه وو د نوم لیکنې لپاره یې د ملکیت درلودلو ټول شرایط لغوه کړل. په ۱۸۴۴ کال کې یونان د نارینه وو د رایې بشپړ حق په رسمیت وپیژانده. هسپانیې دا حق د ۱۸۶۹ کال په اساسي قانون کې په رسمیت پېژندلو او فرانسې او سویس د ۱۸۴۸ کال د انقلاب (د اوسیدونکو نارینه اتباعو لپاره) لپاره دا حق په رسمیت و پېژانده. په ۱۹ پېړۍ کې له خپلواکۍ وروسته، د لاتینې امریکا ډېری هېوادونو او په افریقا کې لایبریا په پیل کې ټولو بالغو نارینه وو ته د رایې حق ورکړ، مګر وروسته یې د ملکیت درلودلو په شرط محدود کړل. د آلمان سترواکۍ د نارینه وو د رایې بشپړ حق په ۱۸۷۱ کي پلي کړ.  [۲۱][۲۲]

په متحده ایالاتو کې، د دې هېواد د اساسي قانون پنځلسم تعدیل، چې په ۱۸۷۰ کال کې د بیارغونې په دوره کې تصویب شو، داسې صراحت ورکړ "د متحده ایالاتو د اتباعو د رایې ورکولو حق د متحده ایالاتو یا کوم بل ایالت له خوا د نسل، رنګ، یا د غلامۍ د پخواني حالت په بنسټ، رد یا محدود کېدای نشي. " د دې تعدیل موخه دا وه چې افریقایي امریکایانو ته د رایې ورکولو حق تضمین کړي، چې ډیری یې په ۱۸۶۵ کال کې د امریکا د کورنۍ جګړې له پای مخکې او د ۱۸۶۴ – ۱۸۶۵ کلونو تر منځ د غلامۍ له منسوخ کېدو مخکې په سویل کې غلامان شوي وو. د دې تعدیل سربېره، با هم ۱۸۷۸ څخه وروسته تورپوستي په پخوانیو متفق ایالتونو کې له دې حق څخه بې برخې شول؛ او په سویل کې چارواکو دا تعدیل له پامه و غوځولو او تور پوستی اتباع یې له مختلو لارو لکه  رایې ورکولو مالیه، د سواد ازمایښت، او نیکه قضایاوې، د رایې ورکولو له حق څخه منع کړل. د ځینو نور رایه ورکوونکو مخه د  تاوتریخوالی او ترهګرې له لارې و نیول شو. سویلي تور پوستانو د ۱۹۶۵ کال د رایې ورکولو د حقوقو د قانون تر تصویب پورې، په اغیزمنه توګه د رایې ورکولو حق ترلاسه نه کړ.  [۲۳][۲۴]

نوی زیلاند په ۱۸۹۳ کې په نړۍ کې لومړی هېواد شو (په ۱۸ پېړې کې د کورسیکن د لڼد ماله جمهوریت پرته) چې ښځو ته یې د رایې د حق په ورکولو سره فعال عمومي رایې حق ورکړه. دې هېواد تر ۱۹۱۹ کال پورې د رايې عمومي بشپړ حق ورنکړ (د رایې او نوماند کېدو حق یا دواړه فعال او غیر فعاله رایه).  [۲۵]

د آسترالیا مشترک المنافع هېواد په ۱۹۰۲ کې لومړی هېواد شو چې ښځو ته یې د بشپړې رایې حق ورکړ، په بل عبارت، د رایې ورکولو او د نوماند کېدو حقونه ورکړل شول. [۲۶]

خو پدې وخت کې آسټرالیا د عمومي رایې حق نه و پلی کړی – یعني بومي آسټرالیایانو تر۱۹۶۲ کال  پورې د رایې ورکولو حق نه درلود. 

د ډیری اروپایی هېوادونو چې د عمومي رايې حق په عمومي قانوني بهیرونو کې، یا د یو خپلواکه هېواد په توګه تصویب کړی و، د ۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ پورې د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې مختل شو.  

ډېری ټولنو په تېرو وختونو کې د تابعیت اړوند د نژاد او قوم په بنسټ د تبعیضي د نظریاتو پر بنسټ سیاسي استازیتوب نه منلو یا یې محدود کولو. د مثال په توګه، په سویلي افریقا کې د اپارتاید په دوره کې، غیر سپین پوسته خلکو د ۱۹۹۴ تر څوګوندي ټاکنو پورې په عمومې ډول رایه نشو ورکولای. (پرته له د کپ د رایي د حق د وړیتا په بنسټ، چې په ۱۹۳۶ کال کې د د یو شمیر جلا تورپوستو استازو، او په ۱۹۵۸ کال کې (د غیر سپین پوستو) له خوا، او وروسته د دری مجلسه پارلمان له خوا تغییر شو). رودزیا (ننۍ زیمبابوې) په ۱۹۶۵ کال د خپلواکې د اعلان په ترځ کې ورته قانون نافذ کړ، چې د اکثریت تورپوستو لپاره لږ شمیر استازو ته اجازه ورکوله (د۱۹۶۱ کال د اساسي قانون په بنسټ، د رای ورکولو طبقات د ټولنیز-اقتصادي معیارونو پراساس وو، چې دې درنې رایې د اصل پر بنسټ یې ډیری تور پوستي له پامه غورځول او لږو سپین پوستو رایه ورکوونکي ته یې د ټاکنیزو حوزو یوې جلا برخه را منځ ته کړې وه؛ په ۱۹۶۹ کال کې دا قانون د نژاد په بنسټ د رایې ورکولو په آزاد حق بدل شو، چې ټول تور پوستي یې د دويمې درجې رایه ورکوونکو په ډله کې راوستل). 

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. "Universal suffrage definition and meaning | Collins English Dictionary". www.collinsdictionary.com (in انګليسي). بياځلي په 1 February 2019.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Suffrage, Encyclopedia Britannica.
  3. Shirley Roberts, Sophia Jex-Blake: A Woman Pioneer in Nineteenth Century Medical Reform (Routledge, 1993), p. 1: "Although political reformers from John Wilkes onward had pressed for 'universal adult franchise' they and their followers all understood the term to mean 'universal 'male suffrage.'"
  4. Robert Justin Goldstein, Political Repression in 19th Century Europe (Routledge, 1983): "the great majority of European countries adopted highly discriminatory suffrage systems for lower legislative chambers for most or all of the 1815–1915 period. Universal male suffrage (which is what was meant when universal suffrage was discussed) at age 21 would have enfranchised about 25 per cent of the European population during the nineteenth century."
  5. "Athenian Democracy". World History Encyclopedia. بياځلي په 21 May 2020.
  6. "America's True History of Religious Tolerance". Smithsonian Magazine (in انګليسي). بياځلي په 21 May 2020.
  7. Caramani, Daniele (13 February 2017). Elections in Western Europe 1815–1996 (in انګليسي). Springer. ISBN 978-1-349-65508-3.
  8. "Constitutional Rights Foundation". www.crf-usa.org. بياځلي په 21 May 2020.
  9. "White Manhood Suffrage". National Museum of American History (in انګليسي). 3 May 2017. بياځلي په 21 May 2020.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  10. Goldman, Ari L. (21 November 1986). "One Man, One Vote: Decades of Court Decisions". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 14 January 2020.
  11. Pederson, William D. "Earl Warren". www.mtsu.edu (in انګليسي). بياځلي په 14 January 2020.
  12. "We Shall Overcome – The Players". www.nps.gov. بياځلي په 5 October 2019.
  13. "Harper v. Virginia Board of Elections". Oyez (in انګليسي). بياځلي په 5 October 2019.
  14. "19th Amendment". LII / Legal Information Institute (in انګليسي). بياځلي په 24 May 2019.
  15. Dubois, Laurent (2012). Haiti: The Aftershocks of History. New York: Henry Holt and Company. pp. 60–61. ISBN 9780805095623. بياځلي په 19 September 2019. In 1816, the Republic of Haiti put into place a new constitution [...]. The creation of the Chamber of Deputies was a significant advance for democratic government: the deputies were elected by universal male suffrage, with no restrictions on the right to vote [...].
  16. Caramani, Daniele (13 February 2017). Elections in Western Europe 1815–1996 (in انګليسي). Springer. ISBN 978-1-349-65508-3.
  17. "new zealand women and the vote". nzhistory.govt.nz. بياځلي په 30 June 2019.
  18. "Women's suffrage". بياځلي په 1 December 2019.
  19. "Eduskunnan lyhyt historia". www.eduskunta.fi.
  20. "Centenary of women's full political rights in Finland". 20 July 2011. خوندي شوی له the original on 20 July 2011.
  21. "Greece – Building the nation, 1832–1913". Encyclopedia Britannica.
  22. "Karen Offen, "Women, Citizenship, and Suffrage in France Since 1789"". www.iub.edu. بياځلي په 21 December 2019.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  23. Chandler Davidson, "The Recent Evolution of Voting Rights Law Affecting Racial and Language Minorities" in Quiet Revolution in the South: The Impact of the Voting Rights Act, 1965–1990 (Princeton University Press, 1994: eds. Chandler Davidson & Bernard Grofman), pp. 21–22.
  24. Gary Gershman, "Fifteenth Amendment (1870)" in Race and Racism in the United States: An Encyclopedia of the American Mosaic (eds. Charles A. Gallagher, Cameron D. Lippard), pp. 441–43.
  25. کينډۍ:Cite work
  26. "آرشیف کاپي". بياځلي په 2021-11-22.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)