نيورون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
يو نيورون

نيورون د ژونکو يو ډول دی د کومو څخه چې د سالرونکي څيزونو رگونه جوړ وي۔ يو نيورون د جسم د بېلابېلو برخو ته کيمياوي او برقي (الېکټريکل) پيغامونه رسوي۔ نيورون په بنيادي توگه د جسم څخه ماغزو او سپاينل کارډ (شوکي نخاع) ته او د ماغزو او سپاينل کارډ (شوکي نخاع) څخه جسم ته پيغامات رسوي۔ نيورون درې ډوله وي:

  1. سنسري نيورون: دا هغه نيورون وي کوم چې د جسم د بېلابېلو برخو څخه دماغو ته پيغام رسوي۔
  2. موټر نيورون: دا هغه نيورون وي کوم چې د دماغو څخه د جسم بېلابېلو برخو ته پيغام رسوي۔
  3. انټرنيورون : دا هغه نيورون وي د کومو څخه چې مرکزي عصبي نظام (Central Nervous System) جوړ وي۔ په مرکزي عصبي نظام کې دوه څيزونه شماريږي لومړی دماغ او دوېم دوېم شوکي نخاع (سپاينل کورډ)۔

هر نيورون په درې برخو کې ويشلی شوی دی لومړۍ برخه ته سېل باډي (cell body) ويلی کېږي ، دوېمې ته ډېنډرايټ (Dendrites) او درېمې ته ايکزون (Axon)۔ سېل باډي د يو نيورون مرکزي وي کوم چې په ټول نيورون واکمني کوي، ډېنډرايټ يې هغه برخه وي کومه چې د جسم څخه پيغام ترلاسه کوي او ايکزون هغه ترلاسه کړی پيغام مخکې بل نيورون ته رسوي

نور ولولئ[سمول]