نومځری (زمیر)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ژبپوهنه او ګرامر کې، نومځری (زمیر) یوه داسي کلیمه ده چي په جملو اوخبرو کي دیوه نوم پرځای راوړل کیږي ترڅو دنوم له تکرار څخه مخنیوی پرې وسي .

ضمیرونه په دودیز ډول د وینا یوه برخه ګڼل کیږي مګر ځینې عصري تیوریستان به داخبره دژبپوهني او ګرامر پربنسټ ونه مني .

پښتو نومځري[سمول]

په پښتو ژبه کي نومځري پر شپږ ډوله دي لکه شخصي نومځري، ملکي نومځري، اشاري نومځري، استفهامي نومځري، نامشخص نومځري اوساده نومځري . شخصي او ملکي ضميرونه دواړه په دوو ډلګيو ويشل کېږي چې غښتلي او کمزوري ورته وايي. په غښتليو شخصي ضميرونه کې، زه(اوښتې بڼه ما)، موږ، ته(اوښتې بڼه تا)، تاسې(تاسو)، دى(اوښتې بڼه: ده)، دا(اوښتې بڼه: دې) او دوى راځي او په غښتليو ملکي ضميرونو کې، زما، زموږ، ستا، ستاسې يا ستاسو، د ده، د دې او د دوى او په کمزورو شخصي او ملکي دواړو ضميرونو کې، مې، مو، دې او يې راځي.

کمزوري شخصي(مې، دې، يې او مو) ضميرونه په روانه زمانه يا اوسمهال کې د مفعول ځايناستي او په تېر مهال کې د فاعل ځايناستى وي. لاندې بېلګې وګورئ:

– محصل قلم ډکوى.

-محصل يې ډکوي.


ځانګړي خپلواک نومځري بیاهغه نومځروته ویل کېږي چې د نورو کلمو څخه جلا لیکل کېږي او په بلې کلمې پورې تړلې نه وي. ( ۱ : ۶۳ )

یا په بل عبارت هغه ضمیرونه چې په خپلواکه توګه معنا ورکوي. ځانګړي خپلواک نومځري په دریو وګړو ویشل کېږي

ځانګړي بیواک نومځري هغه نومځروته ویل کېږي چې د نورو کلمو څخه جلا لیکل کېږي مګر بې د نورو کلمو له راوړلو څخه ځانته یا یوازې نه استعمالیږي او تل د نوم په وروستۍ برخه کې د نوم سره څنګ په څنګ راځي. چې له همدې کبله ورته بیواک، کمزوري یا متصل نومځري وایي. دا نومځري خپله معنا او مفهوم د نورو نومونو او کلمو سره د یو ځای والي په صورت کې په ډاګه کوي.


ملکي یا اضافي نومځري هغه ضمیرونه دي چې د یو شي ملکیت او متعلقیت ښيي.

دا ضمیرونه د اضافت د تورو (د، ز، س) په واسطه جوړیږي او د یوه شخص یا شي د ملکیت ښوونه کوي.

هغه ضمیرونه چې د اشارې په ډول د یو یا ډیرو وګړو او شیانو یادونه وکړي. اشاري نومځري بلل کېږي. یا په بله وینا اشاري ضمیرونه هغه ضمیرونو ته وایي چې اشخاصو او څېزونو ته اشاره کوي.