نورېک برېښنابند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نورېک برېښنابند
څلور خواوې (کارډیناټ)۳۸°۲۲′۱۸″ شمال ۶۹°۲۰′۵۳″ ختیځ / 38.37167°شمال 69.34806°ختيځ / 38.37167; 69.34806

د نارک بند يا نورېک برېښنابند (سیریلیک: Неругаха обии Норак ، په فارسي کې د «نیروگاه آبی نارک» په نوم لیکل شوی) د تاجکستان په وخش سیند کې يو خاورين بند دی.

دا بند د ۳۰۰ متره لوړوالي سره تر ۲۰۱۲ کال پورې د نړۍ تر ټولو لوړ بند و. [۱] [۲] [۳]

جوړېدل[سمول]

د دوهم اوتيدم دورې (185-180 مخزېږديز) د تیتراډراچما سکه چې د بند د جوړولو پرمهال موندل شوې.

د نورېک بند د شوروي اتحاد لخوا د 1961 او 1980 کلونو ترمنځ جوړ شوی و. بند په ځانګړي ډول جوړ شوی، د مرکزي کانکریټ سره چې د ۳۰۰ متر (۹۸۰ فوټه) لوړ ډبرې او ځمکې جوړښت ته د اوبو د تېریدو مخه نیسي. د بند حجم ۵۴ میلیونه متر مکعب دی. په دې بند کې د اوبيزې برېښنا د تولید نهه واحدونه شامل دي، چې لومړی پړاو یې په ۱۹۷۲ او وروستی یې په ۱۹۷۹ کې پیل شو. اټکل کیږي چې د بند جوړېدو له کبله ۵۰۰۰ تنه له يادې سيمې بې ځايه شوي دي. [۴]

دا بند د تاجکستان په لوېدیځ کې د وخش سیند په اوږدو کې د دې هېواد د پلازمېنې دوشنبې په ختیځ کې شاوخوا ۷۵ کیلومتر (۴۷ ميل) کې موقعیت لري. د نورېک برېښنا بند ته څېرمه يو ښارګی د برېښنايي انجينرانو او د بند کارګرو د استوګېنې لپاره جوړ شوی دی.

سرچينې[سمول]

  1. "Open Joint Stock Holding Company "Barki Tajik"" (په الطاجيكية ژبه کي). Ministry of Energy of the Republic of Tajikistan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  2. "Advanced Dam Engineering for Design, Construction, and Rehabilitation". Springer Science & Business Media. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-442-24397-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  3. "Advanced Dam Engineering for Design, Construction, and Rehabilitation". Springer Science & Business Media. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-442-24397-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  4. Sodiqov, Alexander (2013). "From Resettlement to Conflict: Development-Induced Involuntary Displacement and Violence in Tajikistan". In Heathershaw, John; Herzig, Edmund (المحررون). The Transformation of Tajikistan: The Sources of Statehood. New York, MY: Routledge. د کتاب پاڼي 49–65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-69760-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)