منځپانگې ته ورتلل

نوروز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نوروز د فارسي، کوردي او لوري کلمه ده چې د نوی ورځې په معنا ده او د ځينو مؤرخينو له انده نوموړي كلمه د نوبهار څخه را اوښتي او په نوروز بدله شوې ده. یعنې دغه لفظ په لمړيو کې د هغه اتشكدې نوم وو، چي د زردشت تر مړينې وروسته (۵۸۳) كاله تر ميلاد وړاندې په بلخ کې جوړه شوه او نوبهار باندې ونومول شوه او بيا مجوسيانو دغه ورځې ته پدې موخه ارزښت وركاوه او لمانځله يې چي د اور د عبادت لومړۍ ورځ وه. د نوروز په هکله په تاريخونو کي ډول ډول څرګندوني سوي دي. هغه چي صحت ته نژدې ښکاري دادي چي زموږ د هيواد، يعني لرغوني آريانا د بلخ د ”پارا داتا“ يا ”پيشدادي“ واکمنو د لړۍ لومړنى واکمن او د دې لړۍ بنسټ ايښوونکي ”يما“ نومى پاچا کوم چي جم او جمشيد هم ورته وايي په دغه ورځ د واک پر پلاز (د پاچاهۍ پر تخت) کښېناست. د نوروز د ایجاد اوتاريخ په اړه اسلامي مؤرخينو لیکلي چې نوروز د اور عبادت كوونكو مجوسيانو له میلاد المسيح څخه ۴۸۳ كاله وړاندې پيل كړى و چې هركال به يې په آذربايجان، ايران، او بلخ، كې لمانځله. (الملل والنحل ج ۱ ص ۲۳۸). ویل کیږي د اور د عبادت لومړى بنسټ ايښودونكی سيسان نومېده چې د ايران د نيشاپور د حواق سيمې اوسیدونکی ؤ. پر دې سر بېره په ځينو عربي مأخذونو کي وايي : څنګه چي د دغه پاچا په وختو کي صحيح دين بدلون موندلى وو او خلک ځني اوښتي وه نو دغه مهال حضرت هود عليه السلام د پيغمبر په توګه وپاڅول سو او يما د هغه په بلنه بدل سوى دين بيرته سم او تجديد کړ او عدل او انصاف يې خپور کړ. خو کله چي اووه سوه کلن سو له سمي لاري واووښت، د ځان مجسمې يې جوړي کړې او د لمانځلو لپاره يې تر خپلي ولکې لاندي هيوادونو ته ولېږلې. چي بيا عامو خلکو د ده د مجسمو عبادت پيل کړ. بالاخره د يمن د عمالقه واکمنو څخه يوه پاچا ” اسلامي مؤرخين وايي: نوروز د اور عبادت كونكو او مجوسيانو ۴۸۳ كاله تر ميلاد وړاندې پيل كړي چې هر كال به په اذربايجان، ايران اوبلخ کې د اور د عبادت كونكو لخوا لمانځل کیده. خو کله چې ۲۶۰ كاله تر ميلاد وړاندې د هندوستان يو بودايي پاچا امپراطور اشوک پر افغانستان يرغل وکړ، نو نوبهار اتشكده يې بنده كړه او بت خانه ېې ترې جوړه کړه. خو كله چي په (۳۲ هـ) كال کې په بلخ کې د اسلام سپېڅلى دين وځلېد، نو نوموړي بت خانه يې خپله په هغه مسلمانو شوو بودايانو ماته كړه چې نوي د اسلام د مبين دين په خوند پوه شوي وه او ان تردې چې د (۳۲هـ) څخه تر (۴۴۷ هـ ) پورې په ټول افغانستان کې د نوروز ورځ نه چا پیژندله او نه يې لمانځه. [الملل والنحل جـ ۱ صـ ۲۳۸] خو كله چي په (۴۴۷ هـ ) كي داهل تشيعو نوموتي متعصب معزالدولة ديلمي واک ته ورسېد، يو خو يې د حسن او حسين د مياشتې لسمه يعنې د حسنينو د شهادت په ورځ د تورو كالو اغوستل، د بازار بندیدل او د مارش په ډول دغه ورځ په توره ورځ لمانځل دود كړل، چې په اړه یې تاريخ الخلفآء په (۲۷۴) صفحه كي لیلکي چي: ديلمي خطيبانو ته امر وكړ، چې پر معاوية، حضرت ابوبكر الصدیق (رض)، حضرت عمر (رض) او حضرت عثمان(رض) باندې په خطبه کې لعنت ووايي (العياذبالله) او بل يې د اكار وكړ چې يوه ودانۍ يې دعراق په نجف ښار کې د حضرت علي(رض) د مزار په نامه او يوه ودانۍ يې په بلخ كي دده مبارک د زيارت په نامه جوړه كړه؛ خو ویل کیږي دا تشه موهومي یا خیالي ودانۍ ده، يعنې دا چې نه دلته د علي(رض) مزار شته او نه د بل چا مړى دلته دفن دی، دا يوازې قبر ته ورته خالي قبر ودان دی نور هيڅ دلته نشته. یاد متعصب واكمن يو بل كار دا وكړ چې د نوبهار ورځ يې په نوروز بدله كړه او د دغه ورځې لمانځل يې بيا را ژوندي كړل، په زيارت کې يې د جنډې پورته كیدل دود كړل او دا خبره يې مشهوره كړله چې که كوم ړوند سړى په دغه مراسمو کې ګډون وكړي، نو بنا یا جوړ به شي؛ خو بالاخره د دغې ورځې لمانځنه عامه شوه او په ټولو حكومتونو كې پر خپل ځاى پاتې شوه ان تر دې چي د افغانستان د ملي ورځو څخه وګرځول شوه. کله چې طالبان په لمړي ځل په افغانستان واکمن شول پر دې ورځ بنديز ولګید او منعه اعلان شوه؛ خو كله چې د طالبانو حكومت سقوط وكړ؛ نو دکابل د نوي ادارې په را منځته كیدو سره د نوروز ورځ بيا خورا عامه شوه او تر ننه ډيرى خلکو لمانځله.

اسلام او نوروز: نو نوروز په اصل کې د اور لمانځونکو یا عبادت کوونکو اختر دی، فقهاء کرام د نوروز د لمانځلو په هکله دا نظر لري چې، د تعظیم میلې یې نیول او د دغې ورځې احترام انسان د کفر تر کچې رسوي او مسلمانانو ته پکار دي چې له دغه عمل څخه ځان وژغوري او په لمانځلو کې یې ګډون ونکړي. د امیرالمؤمنین حضرت علي رضي الله عنه دریځ امام بيهقي رحمه الله په سنن الکبري کې له حضرت علي رضی الله عنه څخه روايت کړيده چې هغه ته د نوروز په ورځ ډالۍ وړاندې شوه نو هغه منعه کړه او داسې يې وويل: خپل کارونه او اسلامي عادات جاري ساتئ هره ورځ نوروز ده.

له قرآن کریم څخه د نوروز حرمت: الله ﷻ فرمایي ﴿ وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴾ [سورة الحشر: ۱۹]. ژباړه : د هغو کسانو په څیر مه کېږئ چې الله یې هیر کړی ، نو الله پر هغوی د هغوی خپل ځانونه هیر کړل، همدغه خلک فاسقان دی. او بل ځای الله تعالي په قرآن کریم کې فرمايي: ﴿ وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا ﴾ [سُورَةُ الفُرقان: ۷۲]. (او د الرحمن بندګان هغه دي) چي د درواغو شاهدي نه وایي او كه په كوم بابيزه شي باندې ورشي، نو د شريفو انسانانو په څېر ورڅخه تېرېږي. ډیری تفسیرونه لیکي چې د آيت معنی داده رښتني مؤمنان هغه خلک دي چې د مشرکانو عیدونه او مېلو ته نه حاضرېږي او په هغو کي برخه نه اخلي. له احادیثو څخه د نوروز حرمت: رسول الله ﷺ فرمایي: «مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ» (رواه ابوداؤد). يعنې هغه څوک چې له یو قوم سره مشابهت کوي؛ نو دی هم د هغو څخه دي. مشابهت په عبادتونو او عادتونو او اخترونو کې هم راځي، نو نوروز لمانځل ځکه حرام دي چې د مجوسيانو او کافرانو سره مشابهت راځي. او بل يو بل حديث دی: عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ «مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟». قَالُوا: كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «إِنَّ اللهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضحَى وَيَوْمَ الْفِطْر» رواه ابوداود. مرقاة: ج٣، ص٢٩٣، و في مرقاة وهما يوم النيروز ويوم المهرجان. ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وايي کله چې نبي کریم ﷺ مدینې منوري ته تشریف راوړو، د مدینې خلکو دوه ورځې درلودې (یوه د مهرجان او بله د نوروز) چې په هغې کې به یې لوبې کولې. نبي کریم ﷺ ورته وفرمایل دا د څه شي لوبې تاسوکوئ؟ د مدینې منورې خلکو ورته وویل مونږ به د جاهلیت په دوران کې په دې دوه ورځوکې لوبې کولې. بیا نبي کریم ﷺ ورته وفرمایل چې الله تاسې ته ددې دوه ؤ ورځو په بدل کې دوه نورې بهترې ورځې درکړي چې یوه د لوی اختر ورځ او بله د کمکي اختر ورځ ده. د نوروز په اړه د امامانو او څلور ګونو مذاهبو د فقهاوو نظر د څلورو مذهبونو فقها او امامانو د نوروز د جشن لمانځل او په هغه کې ډالۍ ورکول، تفریح کول، د دې ورځې په مناسبت د تبلیغاتو لیکل او د شعارونو نصبول حرام او ناسم ګڼي. آن د حنفي مذهب ځینو لویو علماوو، لکه علامه ابوحفص کبیر رحمه‌الله، د دې موضوع په اړه ډېر سخت دریځ خپل کړی. هغه په ډاګه کړې: «که څوک د نوروز د تعظیم په نیت، آن یوازې یوه هګۍ هم کوم مشرک ته ډالۍ کړي، نو کافر شوی او ټول اعمال یې ختم تباه شوي». د اهل سنتو ټول علما اوفقها پردې په يوه خوله دي چي د کفارو سره مشابهت او د هغو په اخترونو؛ لکه نوروز او نورو کي ګډون حرام او ډېر ستر معصيت دى. خلاصه دا چي د اهل سنتو په نزد مسلمانانو ته د نوروز لمانځنه او په دغه مناسبت مېلمستيا وي او سوغاتونه منل يا ورکول جواز نه لري. نوروز لمانځل نه يوازې دا چې په ښکاره احاديثو سره يې منعه ثابته ده بلکې دټولو اهل السنة والجماعة د علماوو پرې اتفاق دی چي د دغه ورځې لمانځل د کفارو دود دی او د کفارو دود را ژوندي كول ناجائز او حرام دي.