نورمان کير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نورمان شينکس کير ايف ايل ايس (17 مۍ 1834 – 30 مۍ 1899) يو سکاټلينډی طبيب او ټولنيز سمونپال و، چې په برتانيه کې د نشه يي توکو د استعمال څخه د ډډه کولو په خوځښت کې د خپلو فعاليتونو له امله يې يادونه کېږي. نوموړي له نشه يي توکو څخه د بشپړ پرهيز ټولنه جوړه کړه، په شرابو د روږديتوب د مطالعې او درملنې د ټولنې بنسټګر او لومړی رئيس و، د کومې بنسټ چې په 1884ز کال کې اېښودل شوی و.[۱][۲][۳]

نوموړي په خپلو ليکنو کې ټينګار کړی چې په نشه روږديتوب د يوې ناروغۍ په توګه وپېژندل شي، نه د يوې بدۍ: "د اعصابي سيستم ناروغي له ليونتوب سر تړلې ده"، يو "غېر طبيعي حالت، په کوم کې چې د نشې لېوالتیا او ميلان، په داسې ځواک کې د پیدا کېدو لپاره برابر وي، چې اخلاقي مقاومت او واک له منځه وړي".

ما هڅه نه ده کړې چې د لانجمنو نقاطو په اړوند خپل پرېکنده نظر څرګند کړم، په دې ډول چې ايا په نشه روږديتوب يوه ګناه ده، يوه بدي ده، يو جرم دی، يا که يوه ناروغي ده. زما په اسکېرلي قضاوت کې، دا یو داسي څه دي چې کله دا څلورواړه پکې شامل وي، خو ډېر ځله د هر څه په پرتله يوه ناروغي ده، او تر دې چې کله بل هر شی هم، عموماً يوه ناروغي وي ".

د "Inebriety or Narcomania" په نوم د هغه اغېزناک کتاب په لومړي ځل په 1888ز کال کې خپور شو، او له درې نسخو تېر شو. په لومړۍ نسخه کې هغه د نشې ناروغۍ ته اشاره کولو لپاره "narcomania" اصطلاح وضعه کړه. په ياد ولرئ، په داسې حال کې چې نشې په اصل کې د شرابو په نشه مست شخص تشریح کړی و، وروسته په دې کې نور نشه کونکي توکي هم شامل کړای شول، په ځانګړي ډول د افيون، کلوروډاين، ايتر، کلورل، کلوروفام، يا کوکين په څېر نشه يي توکي.[۴][۵]

نوموړی په 1873ز کال کې لنيني ټولنه کې د همکار په توګه وټاکل شو، او همدا راز د لندن د زېږون او طبي ټولنو غړی، د هاروين ټولنې او برتانوي طبي ټولنې غړی هم و، او د ښاري څانګې لپاره عمومي شورا ته هم ټاکل شوی و.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

نورمان شينکس کير د 1834ز کال د مۍ په اولسمه نېټه د سکاټلينډ ګلاسګو، د ارګيل سټريټ په موريس کورټ کې زېږېدلی و، د اليګزينډر کير (1800-1855) او هيلن کير (په 1813 کې زېږېدلې) مشر زوی و. پلار يې اليګزینډر سوداګر او د بېړۍ څښتن و، چې د هيلهيډ په فلورنټاين بینک هاوس کې اوسېدو، او په 1855ز کال کې ومړ.[۶][۷][۸]

نورمان کير په ويسټرن اکاډمي او عالي ليسه کې زده کړه وکړه، او پوهنتون ته له تګ وړاندې  يې په ګلاسګو ميل کې د ژورنالست په توګه کار وکړ، په 1816ز کال کې يې د ګلاسګو له پوهنتون څخه په طب کې ډاکټري (M.D) او په جراحۍ کې ماستري (C.M.) تر لاس کړل.[۹][۱۰]

ان د محصلۍ له ورځو هغه د نشې په اړوند مطالعه کې لېوالتيا درلوده؛ نوموړی د ګلاسګو د «temperance Coffee Tavern Company » غړی و، او په 1857ز کال کې يې د محصلینو لپاره له نشې څخه د بشپړ پرهيز ټولنه جوړه کړه. په 1853ز کال کې، نوموړی په مانچيسټر کې د انګلستان د نشه يي توکو پر ضد خوځښت د پرانيستې په ناسته کې ګډون وکړ، او نوموړی د ګلاسګو له نشې څخه د پرهېز کونکو د اتحاديې لومړی منشي و. په 1858ز کال کې، نوموړی د محصلينو د غېر سياسي خپلواکې اتحاديې منشي و.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

مسلک[سمول]

له فراغت وروسته هغه د ګلاسګو په لاک روغتون کې استوګن جراح و، او له هغې وروسته په «مونټريال اوشين سټيمشپ شرکت» کې د جراح په توګه دنده پر مخ وړله. په 1863ز کال کې، نوموړي د پورټلينډ، نيويارک او نورو لويو ښارونو په ګډون د امریکا څخه د يوې ليدنې روايت وړاندې کړ، او تر يو بریده يې د مريتوب لويې قضيې ته اشاره کړه. ويل کېږي چې کاناډا او متحده ايالاتو ته يې هغه مهال سفرونه کړي وو، او په 1864ز کال کې يې له پورټلينډ څخه ليدنه کړې وه.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ډاکټر «کروترز» د «نارمن کير» په لومړي درس کې يادونه کړې چې، "په يوه بېړۍ کې د جراح په توګه هغه له نشې څخه د ځان ساتنې د يو ډاکټر په توګه پېژندل کېدو، او په خپلو نظریاتو کې سرټمبه او مزاحم نه و، هغه د مشروباتو په توګه د الکولي څښاک د استعمال مخالفت وکړ". [۲۰]

نوموړي له دې وروسته د هرټ فورډشاير په مارکايټ کې عملي دنده تر سره کړه، په 1871ز کال کې د مارکايټ طبي افسر وټاکل شو، تر دې چې په 1875ز کال کې مستعفي شو. نوموړي په 1872ز کال کې د انګلستان د نشه يي توکو پر ضد خوځښت له خوا د «سر ولفرډ لاسن» د جايز ممنوعيت د لايحې په ملاتړ سره په یوه سيمه ييزه ناسته کې ګډون وکړ. نوموړي په بوټپېژندنه کې د لېوالتيا تر څنګ په 1873ز کال کې د لينين ټولنې همکار وټاکل شو. په 1872ز کال کې، نوموړي د Eozoon canadense د فوسيل په توګه د منلو د قضيې په ملاتړ کولو سره ليکل وکړل.[۲۱][۲۲][۲۳]

مارليبن[سمول]

له 1874ز کال راهيسې، نوموړی د سرپرستانو د پلاوي (دا د بې وزلو د قانون د سيستم پر مخ وړونکی پلاوی و) له خوا د مارليبن (کرايسټ چرچ ولسوالۍ) د روغتيايي طبي افسر په توګه وګومارل شو. په کرايسټ چرچ ولسوالۍ کې «ليسن ګروو» سیمه هم شامله وه، کومه چې د يوې خونې درلودونکو ودانيو تر څنګ د خامو اباديو یوه سيمه وه. په 1881ز کال کې، د تورې تبې وبا خپرېدو ډاکتر «نارمن کير» اړ کړ چې د سنټ مارليبن د کليسا دفتر ته يو لیک واستوي.[۲۴][۲۵]

"دا چې اوس د دې کليسا اړونده سيمه کې توره تبه خپره ده، چې په ټولې شونتيا سره دا موږ د لندن ختيځ ته هم لېږدولې ده (چېرته چې اوس په ويجاړونکي ډول په شدت سره دوام لري)، دا په څرګند ډول ماريلبن کې کمېږي (د دويم ځل لپاره د تسکين ورکونکي او يو طبي افسر له لېرې کولو وروسته)، ماته اجازه راکړئ چې په سملاسي ډول او مبرمو اقداماتو د اړتيا لور ته ستاسو پاملرنه راواړوم، تر څو په راتلونکی کې دا ډول وبا ناممکنه وګرځوو. زما موخه دا دنه ده چې تاسو ته په دې ويلو سره د ناسم خونديتوب دلاسا درکړم،  چې وبا په شپړ ډول ختمه شوې ده. داسې نه ده، خو زه باور لرم چې دا له منځه ځي. د تورې تبې مخنیوی کېدای شي، او ځپل کېدای شي، دا د تر ټولو زیاتو ساري او تر ټولو زیاتو په اسانۍ سره مخنيوي کېدونکو ناروغيو څخه يوه ده. په لومړي سر کې له تاسې غوښتنه کوم چې تاسو د خپلې حفظ الصحې سيستم له سره بیا ترتيب کړئ، ځکه که په ناخوښه ډول په راتلونکي کې کومه وبا خپرېږي، نو په چټکۍ سره به يې مخه ونيول شي. د دې موخې تر لاسه کولو په حالت کې کېدلو لپاره، تاسو کولای شښ چې د مناسب ګوښه والي لپاره خپل قانوني واکونه وکاروئ، او، که اړینه وي، غېر بې وزله قضيې لېرې کړئ. تاسو د دې د لیدلو لپاره هم خپل قانوني اختيارات کارولای شئ، چې هلته مناسب ميکروب وژونکي شته، او چېرته چې اړينه وي، نو د خپل جراثيم وژونکي په واسطه ميکروب وژنه تر سره کړئ. د یوې بلې وبا د مخنیوي لپاره، کومه چې له وبا څخه زيات د دې سیمې روغتيا، سوداګري، او شهرت ته زيان رسولای شي، اوس، راځئ چې هيله ولرو، چې پای مومي، تاسې تر ډېره بريد د لیونتوب هغه شرايط له منځه وړلای شئ ، کومو چې تراوسه دې ناروغۍ ته وده ورکوي. په رسنيو کې د 1،2،3،4 او 12 چارلس سټريټ په توګه راپور شويو پنځو کورونو غندنه، د دې قضيې د اړتياوو پوره کولو لپاره په بشپړ ډول مناسبه نه ده. په همدې کوڅه کې یوه خونه ده چې د یو تشناب دپاسه جوړه شوې ده، کوم چې د پورته خونې لور ته هوا باسي. په يو بل کور کې د تورې تبې درې قضيې له پخلنځي څخه را ايستل شوې وې. په فاضلابو کې هم نیمګړتيا شته. په ډېرو نورو کوڅو کې هم د هر اړخيز روغتيايي اوښتون غوښتنه شوې ده. زه پوهېږم چې ستاسو په هڅو کې د قانون جوړونې د مخنيوي، او ساري ناروغیو د لازمي خبر ورکولو د کمۍ له امله څه ډول خنډ جوړېږي؛ او زه د دې هيلې په څرګندولو سره مرسته نه شم کولای، چې ستاسو د درناوي وړ پلاوی د دې حالت په وقار کې د اضافه والي د هڅولو له لارې، او ستاسو په روغتيايي سیستم کې د لټون څېړنې او د ټولې سيمې په روغتيايي حالت کې د لټون څېړنې په پيل کولو سره، د استوګنو د خونديتوب او په راتلونکي کې په سينټ ماريليبن کې د دومره خطرناکې وبا د بيا خپرېدو څخه مستثنی کېدو ته په کتنې سره، به اوسنۍ وبا په دې بدله بڼه کې يو نعمت ثابت شي. ستاسو د خواخوږۍ او زغم په وړاندې سرغړونې لپاره به د دې پېښې بېړه زما يوه بهانه و اوسي".[۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Alcohol and Temperance in Modern History: An International Encyclopedia. Jack S. Blocker, David M. Fahey, Ian R. Tyrrell. ABC-CLIO. 2003. د کتاب پاڼې 350. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781576078334. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dictionary of National Biography, Supplement Vol 3, pages 60–61 edited by Sidney Lee (1901)
  3. (په 10 June 1899 باندې). [{{{url}}} Norman Kerr, M.D.Glas., F.L.S.]. The British Medical Journal.
  4. Kerr, Norman (1888). Inebriety: its Etiology, Pathology, Treatment and Jurisprudence. London: H. K. Lewis. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kerr, Norman (1891). "How to deal with inebriates". Bericht des III. Internationalen Congresses gegen den Missbrauch Geistiger Getränke, in Christiania vom 3. bis 5. September 1890, herausgegeben vom Organisationscomite [Report of the III. International Congress against the Abuse of Alcoholic Beverages, in Christiania from 3rd to 5th September 1890, published by the organizing committee]. Christiania: Det Mallinske Boktrykkeri. د کتاب پاڼې 152. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 19 May 1834 باندې). [{{{url}}} Births]. Glasgow Herald.
  7. "FLORA KERR". Scottish Built Ships. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Florentine Bank House 53 Hillhead St., Hillhead". Glasgow West-end Addresses and...... their Occupants 1836-1915. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The Medical Register for 1899. Page 903
  10. Kerr, Norman. "University of Glasgow :: Story :: Biography of Norman Shanks Kerr". University of Glasgow. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hreno, Tine (2014-02-25). "Dr. Norman Shanks Kerr and the Barrel Fever". Writers in London in the 1890s. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Scottish Guardian, Glasgow, 22 February 1853 p3
  13. "Glasgow University Abstainers' Society", Scottish Guardian, Glasgow, 26 April 1853 p4
  14. Aird, Andrew (1894). Glimpses of Old Glasgow. Glasgow: Aird & Coghill. د کتاب پاڼي 214–218. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "New Election Club in the University", Glasgow Sentinel, 18 December 1858 p2
  16. Rolleston, Humphrey (July 1934). "The Jubilee of the Society and the Centenary of the birth of its founder". The British Journal of Inebriety. XXXII (1): 1–13. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  17. The London and Provincial Medical Directory 1865. Registered Practitioners Resident Abroad, page 930
  18. (په 21 Feb 1863 باندې). [{{{url}}} Bridge of Weir]. Paisley Herald and Renfrewshire Advertiser.
  19. Winskill, Peter Turner (1898). Temperance Standard Bearers of the Nineteenth Century: A Biographical and Statistical Temperance Dictionary. London: Darrah Bros. د کتاب پاڼي 125–126 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Crothers, T.D. (1906). "The Norman Kerr memorial lecture". The British Journal for the Study of Inebriety. 3 (3): 105–126. doi:10.1111/j.1360-0443.1906.tb04410.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Local and District News", Luton Times and Advertiser, 1 July 1871, p. 2
  22. "Norman Shanks Kerr M.D.". Proceedings of the Linnean Society of London. 112: 73. 1900. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Eozoon Canadense". The British Medical Journal. 1 (582): 227–228. 24 February 1872. JSTOR 25231567. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Slum Housing in 1881: In Lisson Grove, Marylebone". Local Local History. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Poor-Law Medical Appointments". The British Medical Journal. 2 (720): 509–510. 17 October 1874. doi:10.1136/bmj.2.720.509. JSTOR 25239637. S2CID 220135245. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Typhus Fever in London", Morning Post, 10 November 1881 p6