نهنگی شارک
ونگبڼه
| نهنگی شارک Rhincodon typus | |
|---|---|
| مملکه | ژوی |
| عمومي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
| ځانتياوي بڼې | غضروفي کبونه |
| ډله | شارکان |
نهنگی شارک یا لوی شارک یا کوسه نهنگ (په لاتين:Rhincodon typus په انگرېزي: Whale shark) د پلانکټون خوړونکي شارکانو څخه تر ټولو لوی او عظيم شارک دي چی په استوائی سمندرونو کی ژوند کوي.
توصیف
نهنگي شارک د غضروف د کبونو څخه دی چی اوږدوالي یی د ۸ مترو څخه تر ۱۸ مترو پورې وی او عمر یی ۱۵۰ کلو ته رسېدلای سی. د نوموړي شارک پوستکي پنډوالي ۱۰ سانتيمتر دی او د حولې ارتوالى یی ۲ مترو ته رسېږي. د لمبو سرعت یی ۵ کیلومتره په ساعت کی ته رسېږي.