ننوتل / نفوذ (هايډرولوژي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

ننوتل / نفوذ هغه پروسه ده د کوم په مټ چې د ځمکې د سر اوبه په ځمکه کې ننوځي. دا اصطلاح هم په هايډرولوژي او هم د ځمکې په علومو کې کارول کېږي. د ننوتلو وړتيا د ننوتلو تر ټولو زياتې اندازې له مخې تعريفيږي. ډېر ځله په یوه ورځ کې د ميټر په کچه اندازه کېږي، خو د اړتيا پر مهال د وخت په تېرېدو سره د واټن په نورو واحدونو هم اندازه کېدای شي. کله چې د ځمکې په پوړونو کې د خاورې نمي زياتېږي، نو د ننوتلو وړتيا کمېږي. که د ورښت اندازه د ننوتلو له اندازې څخه زياتېږي، نو په عام ډول بهېدل منځ ته راځي، خو هغه مهال چې په وړاندې يې کوم فزيکي خنډ نه وي.[۱]

د ننوتلو د اندازه کولو الې، د نفوذ د اندازه کولو الې او د باران د اورښت سيميليټرونه، ټولې هغه الې دي چې د ننوتلو د کچې اندازه کولو لپاره کارول کېدای شي.[۲]

د ننوتلو ګڼ لاملونه کېدای شي، د جاذبې قوه، شعري ځواکونه (کاپيلري هغه عمل دی چې په واسطه يې د مايعاتو سطحه د جامد شي سره د تماس پر مهال لوړه يا ټيټه شي)، جذب او اسموسيس په کې شامل دي. شونې ده چې د ځمکې ډيری ځانګړتياوې د دې اندازې ټاکنه کې ونډه ولري چې ننوتل په کې تر سره شي.

پر ننوتلو اغېز کوونکي لاملونه[سمول]

ورښت[سمول]

ورښت کولای شي په ګڼو لارو په ننوتلو اغېز وکړي. د ورښت اندازه، بڼه او موده ټول اغېزې لري. د باران ورښت د واورې يا ږله ګرکي په څېر د نورو ټولو ورښتونو په نسبت د ننوتلو په کچه کې تېزوالی راولي. اندازې ته په کتنې سره، څومره زيات ورښت چې منځ ته راځي، په همدې اندازه زيات ننوتل به پېښېږي، تر څو ځمکه ښه پوره خړوبه شي، تر کومې نقطې چې د ننوتلو وړتيا پورې ورسېږي. د باران د ورښت موده يا دوران هم د ننوتلو پر وړتيا اغېز لري. په لومړي سر کې کله چې د ورښت حالت په لومړي ځل پيل شي، ننوتل په تېزۍ سره منځ ته راځي، ځکه چې ځمکه نه وي خړوبه (تغذيه)، خو څومره چې وخت تېرېږي، د ننوتلو کچه هم کمېږي، ځکه چې ځمکه زیاته خړوبېږي. د باران د وښت او د ننوتلو وړتيا تر منځ دا اړيکه همدا راز د دې ټاکنه هم کوي چې د اوبو څومره بهنګ به منځ ته راځي. که چېرې د باران ورښت د ننوتلو په پرتله تېز وي، نو بيا به د اوبو بهنګ منځ ته راځي.

د ځمکې ځانګړتياوې[سمول]

د ننوتلو د وړتيا ټاکلو لپاره په ځمکه کې سوري (سوړې بوړې کېدل) خورا اړين دي. هغه ځمکې چې د سوريو اندازې يې کوچنۍ وي، لکه خټې، د هغو ځمکو په پرتله د کمو ننوتلو او کرار ننوتلو اندازې  وړتيا لري، د کومو ځمکو سوري چې ستر وي، لکه شګې. دا اصل يوه استثناء لري او دا هغه مهال کله چې خټه په وچ حالت کې موجوده وي. په دې حالت کې، ځمکه کولای شي ستر درزونه پيدا کړي، کوم چې د ننوتلو د لوړې کچې وړتيا پیدا کوي.[۳]

د ځمکې تخته کېدل هم د ننوتلو په وړتيا اغېز لري. د ځمکې تخته کېدل په ځمکو کې د سوريو د کمښت لامل ګرځي، کوم چې د ننوتلو وړتيا کموي.[۴]

په ځنګلونو کې د خپلسري اور لګېدو څخه وروسته هايډروفوبيکي ځمکه منځ ته راځي، کوم چې په زياته اندازه د ننوتلو د چاره کموي يا يې په ټوله معنا مخه نيولای شي.

د ځمکې د نمۍ اندازه[سمول]

هغه ځمکه چې له مخکې څخه خړوبه وي، د نورو اوبو اخستلو وړتيا نه لري، په همدې بنسټ د ننوتلو وړتيا يې بشپړه شوې وي او د ننوتلو اندازه له دې ځايه مخکې نه شي تللای. همدا چاره د ځمکې پر مخ د اوبو بهېدو لامل ګرځي. کله چې ځمکه تر يو بریده خړوبه وي، بيا شونې ده چې ننوتل په معتدلې اندازې منځ ته راشي او هغه ځکه چې بيخي نه وي خړوبه شوې، د ننوتلو تر ټولو لوړه وړتيا لري.

په ځمکو کې عضوي توکي[سمول]

په ځمکه کې د عضوي توکو (ژوندي موجودات) شتون (د بوټو او ژويو په ګډون) ټول کولای شي، د ننوتلو وړتيا زياته کړي. نباتات جرړې لري، کوم چې په ځمکه کې خپرېږي چې په ځمکه کې درزونه او چاودونه پيدا کوي او د چټکو ننوتلو او زیاتې وړتيا ننوتلو سره مرسته کوي. نباتات همدا راز د ځمکې د مخ د تخته کېدو اندازه کموي، کوم چې بیا په خپل وار سره ننوتلو زیاتېدو ته اجازه ورکوي. چېرته چې نباتات نه وي، شونې ده چې د ننوتلو کچه ډېره ښکته وي،د همدې په پايله کې د زیاتو بهېدو او توږل کېدو لامل ګرځي. د بوټو په څېر، څاروي هم، کوم چې په ځمکه کې سوري کوي د ځمکې په جوړښت کې درزونه جوړوي.[۵]

د ځمکې پوښ[سمول]

که ځکه د ننوتلو نه منونکې سطحه ولري، لکه فرش، نو بيا ننوتل نه پېښېږي، ځکه چې اوبه نه شي کولای د سختې او ننوتلو نه منونکې سطحې څخه تېرې شي، دا اړيکه هم د زيات بهنګ لامل ګرځي. هغه سيمې چې د ننوتلو نه منونکې سطحه لري، په هغې کې ډېر ځله توپاني ويالې وي، کومې چې نېغ په نېغه د اوبو په هستو کې غورځي، د دې معنا دا وي چې ننوتل نه دي شوي.[۶]

د ځمکې نباتاتي پوښ هم د ننوتلو په وړتيا باندې اغېز لري. نباتاتي پوښ د باران د زياتې وقفې لامل ګرځي، کوم چې سختوالی کمولای شي او په دې ډول د اوبو کمه بهېدنه او زيات خنډونه منځ ته راځي. د بوټو زياتوالی هم د بړاس (بخارونو) د لېږد د لوړې کچې لامل ګرځېدای شي، کوم چې کولای شي د ننوتلو اندازه کمه کړي. د بوټو خځلې لکه د پاڼو پوښ هم، د سخت باران د پېښو څخه د خوندي کولو په مټ د ننوتلو په کچه کې زياتوالی راوستلای شي.[۶]

په نيمه شاړو بې ونو سيمو او واښه لرونکو ځمکو کې، د يوې ځانګړې ځمکې د ننوتلو کچه په خځلو پوښلې ځمکې تر سلنې او سروکال د وښو د ګېډيو تر بنسټيزو پوښلو پورې اړه لري. په نرمو رېږ لرونکو ځمکو کې، د خځلو تر پوښ لاندې د ننوتلو اندازه د لغړو سطحو په پرتله نهه سلنه زياته وي. په لوڅو ځمکو د ننوتلو ښکته کچه تر ډېره بريده د ځمکې د قشر يا د سطحې د بندېدو د شتون له امله وي. د يوې ګېډۍ د بنسټ له لارې ننوتل چټک وي، او دا ګېډۍ اوبه د خپلو وليو (جرړو) پر لور بيايي.[۷]

رېونده برخه[سمول]

کله چې د ځمکې رېونده والی زيات وي، نو د اوبو بهېدل په ډېرې اسانۍ سره منځ ته راځي، کوم چې د ننوتلو د ښکته اندازې لامل ګرځي.[۶]

بهیر[سمول]

د ننوتلو پروسه يواځې هغه مهال دوام پیدا کولای شي، کله چې د ځمکې په سطحه د زیاتو اوبو لپاره ځای موجود وي. به ځمکه کې د زیاتو اوبو لپاره د شته حجم تړاو د ځمکې د سوريو او د هغې اندازې پورې تړلی دی، په کومه اندازه چې مخکې تر دې ننوتلې اوبه کولای شي د ځمکې په مټ له سطحې څخه لرې ولاړې شي. تر ټولو هغه زیاته کچه چې اوبه کولای شي په يو شته حالت کې په يوه ځکه کې ننوځي، دا د ننوتلو وړتيا ده. که چېرې د ځمکې سطحې ته د اوبو رسېدل د ننوتلو له وړتيا څخه کم وي، نو د دې تحليل کله کله د هايډرولوژي لېږد نمونو، رياضياتي نمونو په کارولو سره کطدای شي، کوم چې د ننوتلو، بهېدو او د ويالو بهېدل تر نظر لاندې نيسي، تر څو د سمندر د بهېدو اندازې او د ويالې د بهېدو د اندازې وړاندوينه وکړای شي.[۸]

د څېړنو موندنې[سمول]

«رابرټ ای. هارټن» وړانديز کړی چې د توپان د لومړۍ برخې پر مهال د ننوتلو وړتيا په تېزۍ سره کمېږي او بیا د همدې حالت په پاتې برخه کې له څو ساعتونو وروسته، د اټکل تر مخې د يوې ثابتې اندازې پر لور ځي. له مخکې څخه ننوتلې اوبه د زېرمې لپاره شته تشې ډکوي او په سوریو کې اوبه کش کوونکې شعيري ځواکونه کموي. شونې ده چې په ځمکه کې د خټې بڅرکو په لمدېدو سره کېدای شي وپړسېږي او په دې ډول د سوريو اندازه کموي. په هغو سيمو کې، چېرې چې ځمکه د ځمنګلي خځلو له پوړونو څخه نه شي خوندي کېدای، شونې ده چې د باران څاڅکي د ځمکې بڅرکي له سطحې څخه جلا کړي او کوچني بڅرکي د سطحې سوريو کې ومينځي، چېرې چې دوی کولای شي، بیا د ننوتلو د پروسې مخه ونيسي.[۹]

سرچينې[سمول]

  1. m.b, Kirkham (2014). "Preface to the Second Edition". Principles of Soil and Plant Water Relations. د کتاب پاڼي xvii–xviii. doi:10.1016/B978-0-12-420022-7.05002-3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780124200227. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Instruments used to measure soil infiltration curves". 2019-03-20. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Soil Infiltration" (PDF). United States Department of Agriculture. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dadkhah, Manouchehr; Gifford, Gerald F. (1980). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Influence of Vegetation, Rock Cover, and Trampling on Infiltration Rates and Sediment Production1"] (in en). JAWRA Journal of the American Water Resources Association 16 (6): 979–986. doi:10.1111/j.1752-1688.1980.tb02537.x. ISSN 1752-1688. Bibcode1980JAWRA..16..979D. 
  5. "Soil Infiltration" (PDF). United States Department of Agriculture. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ "Infiltration - The Water Cycle, from USGS Water-Science School". water.usgs.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Walker, B. H. (1974). "Ecological considerations in the management of semi-arid ecosystems in south-central Africa". Proceedings of the First International Congress of Ecology. Wageningen. د کتاب پاڼي 124–129. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-220-0525-9. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hogan, C. Michael (2010). "Abiotic factor" Archived 2013-06-08 at the Wayback Machine. in Encyclopedia of Earth. eds Emily Monosson and C. Cleveland. National Council for Science and the Environment. Washington DC
  9. Horton, Robert E. (1933). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The role of infiltration in the hydrologic cycle"]. Trans. Am. Geophys. Union 14th Ann. Mtg (1): 446–460. doi:10.1029/TR014i001p00446. Bibcode1933TrAGU..14..446H.