نعمت الله شهراني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نعمت الله شهراني (۱۳۱۸ ل. - ) (په انگرېزي: Niamatullah Shahrani) د افغانستان د ولسمشر مرستيال او د ۲۰۰۳ ز. کال د اساسي قانون د کميسون مشر و. هغه د کابل د شرعياتو پوهنځي پخوانی ښوونکی او د شرعيات مجلې مدير او د يو شمېر اسلامي کتابونو ليکوال هم پاتې شوی.

مخينه

نعمت الله شهراني د عبادالله شهراني زوی دی. هغه د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د بدخشان په ښوونځيو کې ترسره کړي بيا د ابو حنيفه عالي مدرسې کې چې پخوا د مدرسه علوم شرعية په نامه يادېده ديني زده کړې ترلاسه کړي او په ۱۳۳۹ ل. کې له همدې ديني تعليمي مرکز څخه بريليک اخيستی. بيا د کابل د شرعياتو پوهنځي کې يې لوړې زده کړې بشپړې کړي. د ماسټرۍ تر کچې د زده کړو لپاره د مصر الاهزر پوهنتون ته تللی او په ۱۳۴۹ ل. کال کې يې د نومېدلي پوهنتون څخه د ماسټرۍ بريليک راوړی. له ۱۳۵۵ ل. تر ۱۳۵۶ ل. کال پورې د امريکا د جورج واشنگټن په پوهنتون کې اسلامي او غربي پرتليز قوانين لوستي.

دندې

په ۱۳۴۳ ل. کې د کابل د شرعياتو پوهنځي د ښوونکي په توگه گومارل شوی. او بيا په ۱۳۴۹ ل. کال کې د کابل د شرعياتو پوهنځي استاد پاتې شوی. د دې تر څنگ يې د شرعيات په نامه د يوې چاپي رسنۍ مديريت هم کړی.

ليکلي آثار

  1. شهراني د يو شمېر اسلامي کتابونو ژباړن او ليکوال هم دی چې پدې توگه دي:
  2. تفسير سورة حجرات (دري)
  3. قوه روحي در جهاد (دري)
  4. تقوی در سنگر جهاد (دري)
  5. د معوذتين سورتونو تفسير (دري)
  6. په قران کې محکم و متشابه (عربي)
  7. تفسير آيات احکام
  8. رياض الصالحين (۲ ټوکه)
  9. ما و تمدن غرب
  10. فقه اسلامي و قوانين غرب
  11. کباير
  12. بسوی وحدت اسلامي
  13. اسلام و مسايل جنسي
  14. سود خواري از نگاه اسلام و تمدن غرب
  15. مسؤليت جوانان در اسلام
  16. توشه راه
  17. شاخه های ايمان
  18. خطاب به جوانان
  19. اقتصاد از نظر اسلام و قوانين معاصر
  20. فرد و دولت در اسلام
  21. ختم نبوت
  22. اسلام و مسلمان امروزي
  23. ضرورت به اسلام
  24. طريق دعوت
  25. برنامه تعليم و تربيه اسلامي
  26. مجددين در اسلام
  27. مختصر شعب الايمان
  28. اسلام و ملکيت فردي
  29. هدايت صحي در اسلام (۸ ټوکه)

باندنۍ تړنې

سرچينې

اساسي قانون - ارگان نشراتي کميسيون قانون اساسي افغانستان - شماره دوم، ثور ۱۳۸۲ ش.