نستور ماخنو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نستور ماخنو
(یوکرائني: Не́стор Іва́нович Махно́ د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نستور ماخنو
نستور ماخنو

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ نومبر ۱۸۸۸[۱]
مړینه 25 جولای 1934 (46 کاله)[۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس [۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل نری رنځ   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت روسي سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت نری رنځ   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال
پوځي ځواک
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي [۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د روسیې کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نستور ایوانوویچ ماخنو (۸ نومبر ۱۸۸۸- ۲۵ جولای ۱۹۳۴ زکال) چې په Bat'ko Makhno (پلار ماخنو) هم پېژندل کېږي، اوکرایني انقلابي انارشېست او له ۱۹۱۷ زکال څخه تر ۱۹۲۱ زکال پورې د اوکراین د خپلواک انارشېست پوځ قوماندان و.

ماخنو د ماخنووشچینا (چې په ساده توګه د «ماخنو خوځښت» په معنا ژباړل کېږي) یا د اوکراین د انقلابي یاغي ځواک قوماندان و. ماخنووشچینا تر ډېره یو بزګري ښکارنده وه چې بیا په یو ټولیز ټولنیز خوځښت واوښت. په پیل کې دغه خوځښت د ماخنو د زیږېدنې د ښار هولیایپول(Huliaipole) په شاوخوا کې متمرکز و، خو د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال یې د اوکراین د سویل په ګڼ شمېر برخو کې نفوذ وموند. ماخنو او د دغه خوځښت نور ټول مخکښان انارکو – کمونېستان و او هڅه یې کوله خوځښت په همدغه آیډیالوژیک لیدلوري برابر وساتي. ماخنو په کلکه سره له هغو ډلو سره چې غوښتل یې د اوکراین په سویل کې خپله واکمني تحمیل کړي، مخالفت کاوه، له همدې امله یې د اوکراین د ملي جمهوریت له ځواکونو، د اطریش او جرمني له مرکزي ځواکونو، هتمانات دولت، سپین پوځ، د بلشویکانو له سره پوځ او نور هغو ځواکونو سره چې د بېلابېلو اوکرایني هتمانانو تر مشرۍ لاندې وو دوامداره جګړې وکړې. هغه همدارنګه د تاچانکا د مخترع په توګه – د آسونو هغه ګاډۍ چې توپ به ورباندې نصب و – پېژندل کېږي. ماخنو او د هغه ملاتړو هڅه وکړه څو ټولنیز او اقتصادي ژوند د انارشیستي قوانینو له مخې تنظیم کړي، چې په دغو هڅو کې په پخوانیو ځمکو کې د کمون (اشتراکي کروندو) بنسټ اېښودل، د ځمکو بېرته نیول او بیا ځلي په مساویانه ډول د بزګرانو ترمنځ د هغو وېش او همدارنګه د سیمه ئیزو شورا ګانو او سیمه یېزو کانګرسونو لپاره د ټاکنو تنظیم په کې شامل کېده. [۵]

په داسې حال کې چې ماخنو په اوکراین کې د خپلواک انارشیستي قلمرو د پراختیا پر وړاندې بلشویکان ګواښ بلل، خو د سپین پوځ د ماتولو په موخه یې دوه ځله له سره پوځ سره رسمي ائتلاف وکړ. د ۱۹۲۰ زکال په نومبر میاشت کې په کریمه کې د سپین پوځ له ماتې وروسته، بلشویکانو د ماخنو پر وړاندې پوځي اقدامات پیل کړل. ماخنو د سره پوځ پر وړاندې له اوږد مهالي مقاومت وروسته د ۱۹۲۱ زکال په اګست میاشت کې د رومانیا د پولې له لارې وتښتېد. په جلا وطنۍ کې ماخنو له خپلې مېرمن هالینا او خپلې لور اولنا سره په پاریس کې استوګن شو. په دغه دوره کې ماخنو د راډیکال ورځپاڼو لپاره ګڼ شمېر مقالې او خپل خاطرات ولیکل. ماخنو په ۴۵ کلنۍ کې د تبرکلوز د ناروغۍ له امله په ۱۹۳۴ زکال کې په پاریس کې مړ شو. [۶][۷]`

د بزګري خوځښت تنظیم کول[سمول]

له ۹ کاله بند وروسته ۲۷ کلن ماخنو، د ۱۹۱۷ زکال د مارچ په ۲۴مه بېرته هولیایپول ته راوګرځېد او له خپلې مور او مشرانو وروڼو سره یوځای شو. په دغه ځای کې نوموړی د ښار د ګڼ شمېر بزګرانو، همدارنګه د بې وزله بزګرانو په اتحادیه کې د هغه د ملګرو چې اوس یې تر ډېره ځانونه تبلیغاتو ته وقف کړي و له هرکلي سره مخامخ شو. ماخنو د دغې ډلې له مبلغینو سره په مخالفت؛ وړاندیز وکړ چې آزادي غوښتونکي دې د مخکښ انقلابي رول په موخه د بزګرانو ترمنځ د ټولیزو اقداماتو د ترسره کولو مسئولیت پر غاړه واخلي، خو ورته څرګنده شوه چې په خپله پخوانۍ ډله کې یې ځایګی کمزوری شوی دی. [۸]

هغه د دې چارې پر ځای د مارچ په ۲۹ مه د سیمه ئیزو بزګرانو د اتحادیې د جوړولو مسئولیت پر غاړه واخیست او د هغو د مشر په توګه وټاکل شو، هغه ډېر ژر د هولیایپول د سیمې او نږدې سیمو د ډېری بزګرانو استازی شو. نجارانو او فلزکارانو هم خپلې صنعتي ټولنې رامنځته کړې او د خپلې خوښې پر خلاف یې ماخنو خپل مشر وټاکه. په اپرېل میاشت کې ماخنو د هولیایپول عمومي کمېټه او د موقت دولت سیمه ئیزې ادارې د ښار د بزګري او انارکو کمونیستي فعالانو تر کنټرول لاندې راوستې. په هولیایپول کې د انارشیستي فعالیتونو په زیاتوالي دا هغه مهال و چې ماخنو له خپلې لومړۍ مېرمنې ناستینکا سره بلد شو، خو د هغه چارې د دې لامل وګرځېدې چې هغه له کچې زیات بوخت وساتي او دا وخت یې نه موند چې په خپل واده فکر وکړي.

ماخنو ډېر ژر د هولیایپول په انقلابي خوځښت کې په اصلي فعاله مخکښه څېره واوښت او هڅه یې وکړه ټولې هغه سیاسي ډلې چې د کارګري بنسټونو د کنټرول لټه یې کوله ګوښه کړي او خپله رهبري د یو لنډ مهاله مسئولیت په توګه توجیه کړي. ماخنو، کارګران هدایت کړل څو د خپلو کارورکوونکو پر وړاندې اعتصاب وکړي او د معاشونو د دوه چنده کېدو غوښتنه وکړي؛ همدارنګه یې څرګنده کړه چې که چېرې یې غوښتنې رد شي دوی به د کار درولو ته دوام ورکړي، همدا وه چې بالاخره کارګرانو په هولیایپول کې په ټولو صنعتونو کنټرول ترلاسه کړ. ماخنو وړاندې له دې چې د سیمې د ځمکو لرونکو څخه د ځمکو مالکیت راوګرځوي او هغه د بزګرانو ترمنځ په مساوي ډول ووېشي، له لنډ مهالي دولت څخه یې په ښکاره سرغړونه د سیمه ئیزو قانون پلي کوونکو په بې وسلې کولو سره یې د هغوی واک خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته راورساوه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۹]

دغو ټولو چارو هغه ته د یو ټولنیز لارنیونکي انځور ورکړ، ځکه بزګرانو هغه له قزاق یاغي مشرانو سټینکا رازین او یملیان پوګاچف سره پرتله کړ چې د «ځمکې او آزادۍ» ته شعار لاندې به سره راغونډېدل. د هولیایپول د استازي په توګه هغه په اولیکساندریفسک کې د بزګرانو په سیمه ئیز کانګرس کې د ځمکو له مالکینو څخه د لویو ملکیتونو د مصادرې او د هغو بزګرانو اشتراکي مالکیت ته یې د هغو د لېږد غوښتنه وکړه چې په هغو ځمکو کې یې کار کاوه له دې امله په ټوله منطقه کې بدنامه شو. ورته مهال هغه په چټکۍ سره په کانګرس باندې د واکمنو سیاستونو او اوږدو بحثونو څخه ناهیلی شو.[۱۴][۱۵][۱۶]

له دې سره چې ماخنو په کور کې دننه بریا ته لاسرسی موندلی و، خو د اوکراین په لوی انارشیستي خوځښت کې چې ده په کې ځان د تبلیغاتو لپاره وقت کړی؛ عمومي ګډوډیو ناهیلی کړ. دغه انارشیستي خوځښت د خپلې لویې کچې په خوا کې ومندله چې وړتیا نه لري له نورو سیاسي ګوندونو سره سیالي وکړي، ځکه تر اوسه یې داسې همغږی سازمان نه و رامنځته کړی چې کولای یې شوای په انقلابي خوځښت کې د رهبرۍ رول مخته یوسي. وروسته له هغه چې د موقت حکومت پر وړاندې د کودتا د هڅو خبر خپور شو، ماخنو په هولیایپول کې «له انقلاب څخه د دفاع کمېټې» د جوړولو مشري وکړه او د ځمکې لرونکو، بورژازي او سیمه يیزو کولاکانو پر وړاندې یې د بزګرانو وسله والې ډلې رامنځته کړې.[۱۷][۱۸]

ماخنو د سیمه ئېزې بورژوازي د خلع سلاح، د هغوی د توکو د ملکیت د سلب کولو او د کارګرانو تر ولکې لاندې د ټولو خصوصي شرکتونو د راتلو غوښتنه لرله. بزګرانو له اجارې ورکولو ډډه وکړه او د هغو ځمکو کنټرول یې په لاس کې واخیست چې دوی په کې کار کوه؛ په پراخه کچه املاک راغونډ او بزرګري کمونونو (اشتراکي کروندو) ته اړوند شول، آن خپله ماخنو په پخواني منونیتي استوګن ځایونو کې کمونونه مدیریت کړل. ماخنو چې له خپلې ملګرې نستیا سره په یو کمون کې ژوند کاوه، د اونۍ دوه ځله به یې کار کاوه او له کروندګرو سره به یې مرسته کوله، ځنیې مهال به یې هم د ماشینونو په جوړولو لاس پورې کاوه. د الکساندر سکیردا په خبره په دغه مهال کې «د ماخنو مسئولیتونه ډېر زیات و خو واک یې کم و»، ډېر مهال به یې د امر کولو پر ځای مشوره ورکوله او د هغه مشورې به تر ډېره په سیمه ئیزه شورا، دفاعي کمېټه او آن په انارشېست ډله کې له ننګونو سره مخ کېدلې. [۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118575805  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n82098456 — د نشر نېټه: ۱۲ فبروري ۲۰۲۰ — خپرونکی: Library of Congress
  3. پیوستون : 118575805  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12015705h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  5. Malet 1982، ص. 85.
  6. Nestor Makhno, [1927] The Russian Revolution in Ukraine, Edmonton: Black Cat Press, 2007; [1936] Under the Blows of the Counterrevolution, Edmonton: Black Cat Press, 2009; [1937] The Ukrainian Revolution, Edmonton: Black Cat Press, 2011; The Struggle Against the State and Other Essays, Oakland: AK Press, 2001.
  7. Organizational Platform of the General Union of Anarchists (Draft), trans. Nestor McNab, 2006.
  8. Malet 1982، صص. 3-4.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Skirda 2004، ص. 35.
  10. Malet 1982، صص. 4-5.
  11. Kantowicz 1999، ص. 173.
  12. Avrich 1988، ص. 112.
  13. Malet 1982، ص. 4.
  14. Skirda 2004، ص. 40.
  15. Skirda 2004، ص. 38.
  16. Skirda 2004، صص. 36-37.
  17. Skirda 2004، ص. 41.
  18. Malet 1982، صص. 5-6.
  19. Malet 1982، صص. 9-10.