نجيب الله جامع
نجیب الله جامع (په انگریزی: Najibullah Jami) یو افغان اسلامپاله خپلواک لیکوال او د سیاسي اوضاع شنونکی دی، نوموړی د افغانستان په چاپي رسنیو کې په منظمه توگه لیکنې خپروي، د کتاب لیکلو په برخه کې د وړ صلاحيت لرونکی دی.
زوکړه و زده کړه
[سمول]قاضی نجیب الله جامع د محمدزی زوی دی، په کال ۱۹۹۴ کې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د نظروالو په کلي کې په یوه روڼ انده او دینداره کورنۍ کې دنیا ته راغلی دی. زدکړه ښاغلي قاضی نجیب الله جامع خپلې لومړنۍ زده کړې د ملا مشک عالم په عالی ښونځي کې پېل کړي، منځنۍ زده کړې یې د کندهار د خرقه مبارکې په مدرسه کې وکړي او د غزني ولایت د جمع اولیا دارالعلوم څخه له دولسم ټولگي فارغ شوی دي نیمه لوړی زدکړې یې د همدی ولایت په جمع اولیا عربی دارالعلوم کې پایته ورسولی، د لوړو زدکړو له پاره د هیواد پلازمېنې کابل ته لاړ او هلته یې د شرعیاتو په برخه کې د افغان پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې شامل شو او ماسټري یې په کابل کې له پیام نور ایرانی پوهنتون څخه په خصوصي حقونو کې تزلاسه کړه، نوموړي د اداره او مدیریت په برخه کې هم د ۲ کلنۍ نیمه لوړي زدکړي د ارمغان په انسټیټوټ کې پای ته رسولي دي. ددی ترڅنک ښاغلي جامع په تاریخ او سیاست کې د ځانګړې مطالعې خاوند ده.
دندي
[سمول]ښاغلي جامع د پوهنتون استاد پاتې شوې او تراوسه یې هېڅ دولتي دنده نه ده کړې. چې د اسلامي امارت واک ته په رسېدو يې د اسلامي امارت له لوري د بنديکېدو اوازې په رسنيو کې خورا له مشهورو ټکو څخه وې، چې ويل کېدل چې نوموړي په ژوندۍ بڼه د ځينو تلوېزيونونو سره د نجونو د ښوونځيو د پرانېستل کېدو[۱]، د خلکو په خوښه د حکومت رامنځته کېدو او د افغانستان دننه د پاکستان دخيل کېدو په اړه نظرياتو له کبله نيول شوی وو.[۲]
لیکلی او نا چاپه آثار کتابونه
[سمول]- د رسوالله بهرنې سیاست ( ژباړه) البته ناچاپه.
- ملامشک عالم اندړ ( کتاب)
سرچينې
[سمول]- ↑ "در مدارس دینی تحت حاکمیت طالبان چه میگذرد؟ - گفتوگو با قاضی نجیبالله جامع، فعال سیاسی". افغانستان اينټرنېشنل. ۱۴۰۲ليندۍ ۳۰ مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "طالبان نجیب الله جامع استاد پوهنتون را بازداشت کردند". ازادي راډيو ټکی کام/دري. ۱۴۰۳وري ۱۶ مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)