نثار احمد احمدي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نثار احمد احمدي (۱۳۹۰ ل. - ) (په انگرېزي: Nisar Ahmad Ahmadi) پر ۱۹۹۰ زېږديز کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه زېږدلی، د افغانستان د هلمند ولايت اوسېدونکی، ځيرک ژورنالست، د ګڼشمېر ټلوېزيوني او راډيويي خپرونو وړاندي کوونکی، خبر چمتو کوونکی، سياسي مبصر او د سلګونو پښتو ليکونو ليکوال دی.

زده کړې[سمول]

پر ۲۰۱۳ کال په هلمند ولايت کي له دوولسم ټولګي فارغ او اوسمهال د حقوقو په برخه کي د ډيپلوماسۍ په څانګه کي په لوړو زده کړو بوخت دی. هغه د خپل کاري مسلک په برخه کي د بي بي سي انټرنيوز، يوناما، بشري حقوقو، د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې او ګڼورو نورو رسنيزو ادارو لخوا لنډمهالي کوروسونه لوستي دي.


دندې[سمول]

له ۲۰۰۹ کال راهيسي په هلمند ولايت کي له سباوون راډيو سره د خپرونو د وياند په توګه کار پيل کړی دی. ښاغلي احمدي پر ۲۰۱۰ کال له سباوون راډيو سره کار پرېښود، په هلمند کي يې له ملي راډيو ټلوېزون سره د خبري راپورونو د جوړونکي، وروسته تر څه مودې يې د راډيو د نشراتو د مدير په توګه دنده پيل کړه چي په راډيو کي يې په ستره کچه مثبت بدولون راوست. هغه تر ۲۰۱۴ پوري د هلمند ولايت له ملي راډيو ټلوېزيون سره کار وکړ. بېلابېلي راډيويي او ټلوېزيوني خپروني او ځانګړي راپورونه يې جوړ کړل. په سيمه کي لومړنی ژورنالست و چي د راډيويي او ټلوېزيوني خپرونو پر مټ او د فېسبوک له لاري يې د ترهګرۍ، جګړې، ټولنيز فساد او د مذهبي توندلارۍ پر ضد مبارزه پيل کړه.

نثار احمد احمدي پر داسي مهال په افغانستان کي د فېسبوک، ټلوېزيون او راډيو له لاري د ترهګرو، او جګړه مارو پر ضد مبارزه پيل کړه چي د خلکو لپاره يو خوب و؛ ځکه هغه مهال د ترهګرو پر ضد هيڅ يوه ژورنالست او بې وسلې سړي د خبرو کولو جرائت نه درلود. پر فېسبوک په زرګونه مينوال او ملګري پيداکړل. ډېرو کسانو ته يې په افغانستان کي د رواني جګړې، او له ترهګرۍ او تروريزم سره د مبارزې جرائت ورکړ. هغه په خپله مبارزه کي نړۍ ته د سولي پېغام ورکاوه، او په هر ځای کي يې جګړه مار او د انسانيت دښمنان غندلي دي. نوموړي له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۵ کال پوري په هلمند ولايت کي له خاور ټلوېزيون سره د خپرونو د مدير په توګه کار وکړ، بېرته يې دلته د ځينو دلايلو له مخي کار پرېښود، له سباوون راډيو ټلوېزيون سره يو ځای سو او اوس د خپرونو د مدير په توګه خپله دنده مخته وړي. د نورو تر څنګ له هېواد ټلوېزيون سره د سيمه ييز خبريال او له بي بي سي راډيو سره د يوې تعليمي ګام پر ګام په نوم خپروني سره څه موده کار کړی دی.

تړلې لیکنې[سمول]

هلمند ولایت کجکي برېښناکوټ [[سباوون ټلوېزیون]http://sabawoontv.af/ Archived 2017-08-09 at the Wayback Machine.] [[هېواد ټلوېزیون]https://en.wikipedia.org/wiki/Hewad_TV] [[خاور ټلوېزیون]http://directory.kabulriver.com/khawar-tv/[مړه لينکونه]]

سرچینې[سمول]