نباتي تسلسل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راټولوونکی جاوید سنګین سید جمالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

د نباتاتو دتسلسل تاريخچه[سمول]

د نباتاتو د تسلسل په اړه چې کومي نظريي او فرضيي شتون لري مونږ ته دا راښايي چې نوموړي پديده تر دې دمه په مکمله توګه نده پيژندل شوي. تسلسل دايکولوژي دعلم لومړنيو اوپرمختللومفکوروڅخه يودی،اومطالعه يې دايکولوژي دعلم هسته تشکيلوي، دادلومړي ځل لپاره دامريکاد Indiana ايالت په شمال لويدځه برخه (Indiana Dunes) کې وڅيړل شو،دتسلسل په اړه ترسره شوو پخوانيوڅيړنوترډيره په نباتاتو ټينکار کاوه خوپه اوس وخت کې په کې دحيواناتواومکروبونوتسلسل اوهمدارنګه دغذائي اړيکوپه شمول دټولوژونديوموجوداتو ترمنځ اړيکې هم شاملې دي.په تسلسل باندې پوهيدل ساينس پوهانوته دټولنې دبدلونونوپه اړه پوه ورکوي.ددې ترڅنګ دادتهديدشووانواعوساتنې اوبيرته پخواني حالت ته ورګرځونې په برخه کې هم مرسته کوي،اوسنۍ هڅې د نباتاتو د تسلسل پوري تړلي مختلف ميکانيزمونه مونږ ته راپه ګوته کوي. مګر د هر ډول تسلسل په اړه يوه خاصه او ځانګړې تيوري يا نظريه چې د تسلسل په هر ډول پروسه کې عامه وي تر اوسه نه ده پيژندل شوي. مونږ ددي وړانديز کوو تر څو ددي وضاحت تر سره کړو چې د نباتاتو د تسلسل په اړه هر ډول ماډلونه او پروسي منځ ته راځي مګر بيا هم په دي خبره کې ناکامه پاتي يو تر څو د نباتاتو اغيزي په يو بل باندي او د هغوي تر منځ پيچېده اړيکو مکمل وضاحت وکړو. دلته زمونږ دنده داده تر څو د نباتاتو د تسلسل مختلفو نمومونو ته يو ځل په دقيقه توګه وګورو هغه تر څيړني لاندي ونيسو، نو په دي برخه کې مونږ غواړو تر څو نوموړي عمليه د ساده او اسانه مثالونو څخه پيل کړو او وروسته يي بيا د نباتاتو تر منځ د اړيکو د پروسو په نمونو سره پاي ته ورسوو. مونږ په دي يقين او باور لرو چې په دي برخه کې کوم وضاحت چې د يوازي يو ډول نموني د مثال څخه لاسته راځي چې په هغي کې د يو بل پوري تړلي پيچېده اړيکې تر څيړني لاندي نيول کېږي هغه وضاحت هيڅکله هم د ډيرو ګڼو نباتاتو د څيړني څخه لاسته نشي راتللاي. ددي لپاره چې په طبعي سيستمونو باندي پوهه حاصله کړو، اړينه ده تر څو يواځي يو ډول نمونه، د هغي د ژوندانه تاريخچه او په دي ډول د هغي فزيکې ځانګړتياوي تر څيړني لاندي ونيسو او په پاي کې د هغي اړيکې چې د نباتاتو د نفوس، ټولني او چاپيريال تر منځ وي وڅيړو او يوه پايله لاسته راوړو. ددي تر ټولو لويه ښوونه او دلالت دادي چې د نوموړي بيلګي د ژوند د دوران او فزيکې جوړښت ترمنځ ارتباط او اړيکې شتون لري چې په هر ډول طبيعت کې د تسلسل په برخه کې په ښکاره ډول معلوميږي. په عمومي توګه د تسلسل څخه مونږ د هغه منظم او پرلپسي تغير چې د نباتاتو د يوي ټولني د زياتوالي او ډيروالي باندي دلا لت کوي معني اخيستلاي شو، همدارنګه د منظم او پرلپسي بدلون معني داده چې يو ډول حاکم نبات او يا د حاکمو نباتاتو يو ګروپ هيڅکله هم بيرته حاکم کېدلاي نشي تر څو په هغوي کې ځيني چاپيريال پوري مربوط فکتورونه مداخله تر سره نه کړي. د چاپيريال د نوموړي فکتورونو د مداخلي په پايله کې کېداي شي چې نوموړي ډولونه بيرته حاکم او منځ ته راشي. نو په دي ډول مونږ د نباتاتو د خپل منځي مداخلي پرځاي پر نباتاتو د چاپيريالي مداخلتونو په برخه کې ډير ټينګارکوو نو په دي ډول هغه توګه تغير چې مونږ ورته سترګي په لاره يو د هغه وخت په دوران کې منځ ته راځي لکه څرنګه چې د تسلسل په پايله کې د يو زيات عمر لرونکې ژوندي موجود د ژوند د دوران په پايله کې منځ ته راځي. اوس مهال ددي وخت رارسيدلي دي ترڅو مونږ اوږدمهالي چاپيريالي او تسلسل پوري غير مربوط تغيرات او همدارنګه په ځمکه باندي د اوږدمهالي فزيکې تغيراتو ته پاملرنه ونه کړو او هغه له نظره وغورزوو. او يواځي او يواځي د لنډي مودي واړه او لنډ مهالي محيطي او زمکني تغيرات تر څيړني لاندي ونيسو او کار پري وکړو ، ځکه چې دا ډول تغيرات په تسلسل کې ډير مهم رول لري.

نباتي تسلسل (Plant Succession)[سمول]

Succession after disturbance: a boreal forest one year (left) and two years (right) after a wildfire.

يو لړ سيمه ايز فکتورنه په يوه ساحه کې د يوې نباتي ټولنې ودې او انکشاف ته لار هواروي ، چې په دغه ساحه کې د نوموړې تولنې دوامداره موجوديت سيمه ييزو فکتورونو ته دومره تغير ورکوي چې په تدريجي توګه د نورو نباتي ټولنو د افرادو تر يرغل لاندې راځي کوم چې په کراره کراره د پخوانۍ ټولنې ځای نيسي . د مثال په توګه يوه نوې شګلنه خاوره په نظر کې نيسو کومه چې د يو سيند په غاړه واقع ده ، کله چې د سيلاب اوبه وچې شي په همدې يو څه شګلنه خاوره کې په تدريجي توګه ځينې واښه راشنه کېږي ، د وخت په تيريدو سره همدا واښه زياتيږي او د سيلابي اوبو د جريان مخه نيسي ، چې له امله يې په ساحه کې يوه اندازه خړه (Silt) ځای پر ځای کېږي . د دی تر څنګ په نوموړې ساحه کې د واښو رژيدلې پاڼې تجزيه کېږي چې دا هم د خاورې حالت يو څه اصلاح کوي . په پايله کې همدا خاوره چې پخوا ډيره شګلنه وه او د رطوبت ساتلو وړتيا يې نه درلوده ، هر کال د خړې د ځای پر ځای کېدو او د عضوي موادو د علاوه کېدو له امله د يو څه اندازه رطوبت ساتلو وړتيا تر لاسه کوي او حاصلخيزي يې هم لوړيږي . همدغه يو څه ښه شوي شرايط خاوره د ونو د يو شمير مقاومو انواعو د منځته راتګ لپاره ساحه مناسبه ګرځوي ، خو لا هم شرايط د بشپړ ځليدونکې لمر او دهغې څخه ځمکې ته رارسيدونکو پوره وړانګو ، لوړې ورځنۍ تودوخې ، قوي بادونو ، د رطوبت ساتلو کمې وړتيا او د خاورې د ټيټې حاصلخيزۍ له امله ډير ستونزمن وي .هغه انواع چې په دا ډول شرايطو کې وده کولې شي ، لارماتوونکې (Pioneer) بلل کېږي . Pioneer د خاورې او اقليم ډير ناوړه شرايط زغملې شي او په دا ډول ستونزمنو ساحو کې وده کولې شي ، د دی نوعې (Pioneer) افراد په ساحه کې يو په يو راڅرګنديږي او په کراره کراره د يوې ځنګلي ټولنې شکل غوره کوي ، د دی نباتي ټولنې موجوديت په سيمه ييزو فکتورونو کې نور بدلونونه منځته راوړي ، او هر کال د عضوي موادو د علاوه کېدو او د Silt د ځای پر ځای کېدو له امله د خاورې حاصلخيزي او د رطوبت ساتلو وړتيا نور هم ښه والې مومي ، د ونو چتر نه يواځې د ځنګل په دننه کې اتموسفيري تودوخه تر اغيز، لاندې راولي بلکې د خاورې په تودوخه هم اغېزه کوي او نوره يې هم متوازنه ګرځوي ، دا تغير خوړلي شرايط ساحه د يو شمېر نورو نيمه مقاومو انواعو لپاره مساعده ګرځوي کوم چې په تدريجي توګه راڅرګنديږي او د وخت په تيريدو سره د اصلي نباتي ټولنې ځای نيسي . نوې نباتي ټولنه د وخت په تېريدو سره د خاورې او اقليم شرايط نور هم اصلاح کوي او ساحه د يو شمېر Exacting انواعو ( چې د خاورې او نورو فکتورونو لوړې اړتياوې لري ) د ودې لپاره برابروي دا هم په تدريجي توګه رامنځته کېږي او د پخوانۍ نباتي ټولنې ځای نيسي ، په دی توګه د سيمه ييزو فکتورونو او نباتاتو د متقابلو اغيزو او د هغې په پايله کې د تغير خوړلو شرايطو له امله نباتي ټولنې په تدريجي توګه يوه د بل پواسطه تعويض کېږي چې همدا نباتي تسلسل بلل کېږي او په لاندې ډول يې تعريفوو: د Climax په لورې د نباتاتو د انکشاف په ترڅ کې د يوې نباتي ټولنې پواسطه د بل نباتي ټولنې تدريجي تعويض له تسلسل څخه عبارت دی . Climax : په يو ټاکلي چاپېريال کې د نباتاتو د انکشاف تر ټولو وروستۍ مرحله ده.هغه نباتي ټولنې کومې چې Climax ته تر رسېدو مخکې په تسلسل کې برخه لري ’Seres’ بلل کېږي. Sere د نباتي ټولنو له هغې سلسلې څخه عبارت ده کومه چې د تسلسل د پروسو او يا په نباتي تسلسل کې د يوې پيژندل شوي مرحلې څخه منځته راځي

. د نباتي تسلسل د مفکورې اساسي ځانګړتياوې[سمول]

i. د سميه ييزه فکتورونو او نباتي ټولنې تر منځ د متقابل عمل له امله نباتات په دوامداره توګه بدلون مومي . ii. تسلسل په حتمي او ضروري توګه پر مختګ کوي او آخرنې محصول يې له Climax څخه عبارت دی: iii. تسلسل د وخت په تېرېدو سره په عين ساحه کې د نباتاتو له تدريجي انکشاف څخه عبارت دی .

د تسلسل ډولونه[سمول]

تسلسل په عمده توګه په دوه ډولونو صنف بندي کېدې شي چې لاندې ورڅخه يادونه کېږي 1. د سيمې د رطوبت د شرايطو په اساس . 2. په سيمه کې د نباتاتو د شتوالي يا نشتوالي په اساس . 1. د سيمې د رطوبت د شرايطو په اساس:

د رطوبت د شرايطو په اساس تسلسل[سمول]

په لاندې توګه صنف بندي کېږي .

a– xeroseres: هغه تسلسل کوم چې په ډيرو وچو شرايطو لکه (لوڅو ډبرو ، د باد پواسطه انتقاليدونکو شګو ، د ماتو شوو ډبرو د راټولېدو څخه ، د غرونو په بېخونو کې منځته راغلو ميلانونو او نورو) کې پيل کېږي . د دی تسلسل مراحل د Xeroseres په نوم ياديږي کوم چې په Xerach تسلسل کې د بېلابېلو مرحلو په ډول پيژندل کېږي . Xeroseres ښايې پخپله بيا په لاندې ډولونو وويشل شي: • : Lithoseres هغه Xeroseres کوم چې د تيږو په سطحه پيل کېږي. • Psammoseres: هغه Xeroseres کوم چې په شګو کې پيل کېږي. (b) Hydrach Succession هغه تسلسل کوم چې په اوبو او يا ډيرو لندو سيمو لکه ( حوضونو ، جهيلونو ، جبه زارو سيمو او نورو ) کې پيل کېږي د دی تسلسل بېلابېلې مرحلې Hydroseres بلل کېږي

په سيمه کې د نباتاتو د شتوالي يا نشتوالي په اساس:[سمول]

An example of Secondary Succession by stages:
1. A stable deciduous forest community
2. A disturbance, such as a wild fire, destroys the forest
3. The fire burns the forest to the ground
4. The fire leaves behind empty, but not destroyed, soil
5. Grasses and other herbaceous plants grow back first
6. Small bushes and trees begin to colonize the area
7. Fast growing evergreen trees develop to their fullest, while shade-tolerant trees develop in the understory
8. The short-lived and shade intolerant evergreen trees die as the larger deciduous trees overtop them. The ecosystem is now back to a similar state to where it began.

په يوه سيمه کې د نباتاتو د شتوالي يا نشتوالي په اساس تسلسل په لاندې ډولونو صنف بندي کېږي . (a) لومړنی تسلسل (Primary Succession) دا تسلسل په هغه ځايونو کې واقع کېږي چېرته چې لدی مخکې نباتات منځته راغلي نه وي ، لومړني تسلسل ته ځيني وختونه Outogenic تسلسل هم ويل کېږي ځکه چې دا د Outogenic فکتورونو ( داخلي فکتورونو لکه پخپله نباتاتو ) له امله رامنځته کېږي ، په دې تسلسل کې نباتات په ايکوسيستم اغېزه کوي او داسی تغيرات په کې منځته راوړي کوم چې بېرته په نباتاتو کې د تغير سبب کېږي .


(b) دوهمي تسلسل (Secondary Succession)

Secondary succession: trees are colonizing uncultivated fields and meadows.

دا تسلسل په هغه ساحو کې رامنځته کېږي چېرته چې اصلي نباتات په بشپړ ډول او يايې يوه برخه له منځه تللې وي ، دی تسلسل ته ځيني وختونه Allogenic تسلسل هم ويل کېږي ځکه چې دا د Allogenic فکتورونو ( خارجي فکتورونو ) له امله منځته راځي ، قطع ، سوځونه ، څر ، طوفان ، تخريب ، Deposition ، ځمکه ښويدنه او نور د Allogenic فکتورونو بېلګې دی . او دا هغه فکتورونه دی کوم چې له نباتاتو څخه جلا عمل کوي تر څو په تدريجي توګه مېشت ځای ته تغير ورکړي او لدې لارې په نباتاتو کې د تغير سبب کېږي .

دنويو نباتاتو او موجوداتو ظهور ( Succession )[سمول]

د نباتي ژوند بدلونونه نباتي ژوند يو ولاړ او نه بدلېدونکی حالت نه دی.اوکېدای شي دوخت په تيرېدوسره بدلون ومومي ،د بېلګې په ډول د مرطوبو ځمکو ايکو سيستمونه لکه زياتره د انسانانو له خوا تش او وچ شوي ، کله چې دا پېښ شي په دغه راز ځمکو کې اوسېدونکې موجودات مري او پر ځای يې داسې نور هغه رامنځته کېږي چې له وچو شرايطو سره زيات توافق لري . زيم ايستل شوي يا زهشکې شوې ځمکې کېدای شي يوې او د فصلونو د کر يا نور کرنيزو موخو لپاره وکارول شي . که چېرې دغه ډول ځمکې همداسې پريښودل شي ، د وخت په تېرېدو سره کېدای شي د نور نباتاتو تر يرغل لاندې راشي او په شاړو يا ځنګلونو بدلې شي. دا د نباتي ژونديو څو بېلګې وې، خو ټولو ته د نويو نباتاتو او موجوداتو ظهور نه شي ويل کېدای ، د نويو نباتاتو او موجوداتو ظهور د ټولنې په جوړښت او د موجوداتو په ترکېب کې طبيعی بدلون دی ، د ځمکې په پاکوالي او بدلولو کې د انسانانو د مستقيمې يا غير مستقيمې لاس وهنې په پايله کې رامنځته شوي بدلونونه هيڅکله د تسلسل په تعريف کې نه دی شامل شوي ، که چېرې د انسانانو نفوس رامنځته کېدونکې بدلونونه کموي ، نو هغه بيا معمولاً د نويو نباتاتو او موجوداتو د ظهور (Succession) په ځېر تصنيف او ترتيب شوې . د نويو نباتاتو او موجوداتو ظهور (Succession) زياتره يوازې په نباتي ژوند کې بدلونونو ته راجع کېږي ، د نباتي ژوند له نورو ډولونو سره يو ځای نور اورګانيزمونه هم بدليږي ، خو دا نباتات دي چې د چاپېريال جوړښت کنترول او پرې زيات نفوذ لري ، خو د نباتي ژوند په ډګر کې د نويو نباتاتو او حيواناتوظهور (Succession) له يوې ټولنې څخه وبلې ته د لارښود يا سمتي بدلون مانا افاده کوي . اوس فکر کېږي چې د نويو نباتاتو او موجوداتو د ظهور (Succession) او د چاپېريال د طبقه بندۍ په اړه د کليمنټس نظريې دقيقې او ترتيب شوي ، څو د ايکو سيستم د بدلون په اړه حقيقتونه منعکس کړي ، لکه څرنګه چې ليدل شوي ،تر مناسبو شرايطو لاندې جبې په جهيلونو او جهيلونه په جبو بدلېدای شي ، نو په دی اساس د نويو نباتاتو او موجواتو په ظهور (Succession) کې بدلونونه د محيطي فکتور د بدلون په پايله کې رامنځته کېږي . د کلمينټس پر نظر يو د نيوکو په پايله کې د نويو نباتاتو او موجوداتو د ظهور (Succession) تعريفونه پراخ کړل شول ، څو د ټولنې ټولو بدلونونه د عين (Succession) د بيا رامنځته کولو او د ټولنې په جوړښت کې د کوچنيو هغو نورو په ګډون راونغاړي . د Succession اصطلاح لکه څرنګه چې نن ورځ د ايکولجستانو له خوا کارول شوي د دغو دوو نظريو تر منځ واقع ده ، دا نه د نويو نباتاتو او موجوداتو په ظهور (Succession)کې د ودې او پوخوالي په عادت کې يو اړخيز بدلونونه دي او نه هم ټول هغه کوچني بدلونونه چې په ټولنه کې په موسمي او دوره يې ډول تر سترګو کېږي . د نويو نباتاتو او موجوداتو ظهور (Succession) د ټولنې په جوړښت او د موجوداتو په ترکېب کې له يو لړ بدلونونو څخه عبارت دی . په پای کې د نويو نباتاتو او موجوداتو د ظهور (Succession) په تشو ځمکو يا هغو ساحو کې جې هيڅ شينوالې يې نه درلود پيليږي . داد نويو نباتاتو او موجوداتو د ابتدايې ظهور (Succession ) په څېر پېژندل کېږي . نن ورځ دا ډيره غير عادي ده ، چې د نويو نباتاتو او موجوداتو د ابتدايې ظهور لومړنې پړاونه وموندل شي . له فصلونو يانباتاتو څخه تشې ساحې ډيرې کمې دي اوکېدای شي د شګو دانتقال، د اور غورځوونکو دلاوا دسړېدو نويو ټاپوګانو د رامنځته کېدلو ځمکې ښويدنې ،او کنګل کېدو په پايله کې رامنځته شي ، زياتره بې تباته ځمکې بربنډې او لوڅې وي ،ځکه موجوده نباتي ژوند پکې اور يا د سېلابونو خړې او د اورڅخه پاشل شوو ايرو لاندې کړې وي، په داسې ساحو کې د نباتي ژوند بيا رامنځته کول به د هغو شرايطو له خوا اغېزمن شي چې د نويو نباتاتو او موجوداتو د ابتدايې ظهور پر مهال نه و موجود . چې په دی کې د خاورې ، عضوي موا دو ، تخم او ان د ځينو هغو نباتاتو پاتې شوني شامل دي، چې د بدلونونو پر مهال ژوندي پاتي شوي ، په پخوانيو شنو سيمو کې د نويو نباتاتو او موجوداتو د ظهور تسلسل ته د نويو نباتاتو او موجوداتو =دويم ظهور وايې .

د بدلون لاملونه:[سمول]

وموليدل چې يوه معينه ټولنه په ځانګړو محيطي شرايطو کې څرنګه جوړيږي ، که چېري په ټولنه کې د نويو نباتاتو او موجوداتو په ظهور (Succession ) کې بدلون رامنځته شي ، دا د دی څرګندونه کوي ، چې محيطي شرايط بدل شوي ، د نباتي ژوند بدلون ښايي د نباتاتو د ځاني اغېزو ، لکه (Autogenic) له امله د نويو نباتاتو او موجوداتو ظهور يا د باندنيو محيطي اغېزو لکه (الوجينک Succession ) په پايله کې هم رامنځته کېدای شي ، زيات شمېر فکتورونه کولای شي د نباتي ژوند بدلون تر اغېزې لاندې راولي ، ځينې يې د انسانانو د لاسوهنې د ناورينونو يا موسمي تاثيراتو له امله رامنځته کېږي ، چې پر ټولنو د پام وړ اغېزې لري . د انسانانو لاسوهنه او ناورينونه دواړه کولای شي هغه نباتي ژوند بدل يا له منځه يوسي ، چې د نويو نباتاتو او موجوداتو ظهور رامنځته کوي . خو هغه بدلونونه چې هغوی يې رامنځته کوي په اصلي ډول نه شي کېدای د نويو نباتاتو او موجوداتو د ظهور برخه وي.دنويونباتاتواو موجوداتو په ظهور (Succession ) (Autogenic)اوالوجينک فکتورونه هم مهم دي .

Autogenicد نويو نباتاتو او موجوداتو ظهور (Succession ) کېدای شي په خاوره کې د هغو بدلونونو له خوا راوړل شي ، چې په هغې کې د وده کوونکو ارګانيزمونو په پايله کې رامنځته کېږي . په دغو بدلونونو کې په Litter يا د خاورې په طبقو کې د عضوي موادوراغونډيدل، د خاورې د مغذي حالت اوښتل يا په PH کې هغه بدلون شامل دي چې هلته د موجوده نباتاتو په پايله کې رامنځته کېږي . پخپله د تباتاتو جوړښت هم کولای شي ، ټولنه بدله کړي . د بېلګې په ډول ، ستر موجودات لکه ونې ، څرنګه چې دوی وده کوي پر ځنګله سيوری جوړوي ، چې په دې ترتيب په سوکه ډول وده کوونکې او رڼا ته اړتيا لرونکې موجودات اغيزمن کوي او پر ځای يې داسې موجودات رامنځته کېږي چې د سيوري په وړاندې مقاومت لري . الوجينک بدلونونه د باندنيو محيطي اغيزو په پايله کې رامنځته کېږي نه د نباتي ژوند له امله . د مثال په ډول: د توږنې د عملي فلټر کولو يا د خړې او خاورې د لرې کولو له امله د خاورې بدلون کولاي شي په ايکو سيسټم کې مغذي ترکېبات او د اوبو اريکې سره بدلې کړي . ژوي هم د القاح کوونکو ، تخم شيندونکو او واښه خوړونکو په څېر اهميت لرونکې دي . دوی هم کولای شي په مشخصو ساحو کې د خاورې مغذي ارزښت زيات يا کېدای شي خاوره بل ځای ته انتقال ( لکه ميږی او يو ډول موږکان ) او د مشخصو موجوداتو د بيا پيدا کېدو لپاره مساعدې ساحې رامنځته کړي . اقليمي لاملونه هم کېدای شي ډير مهم وي ، خو د نورو په پرتله په لازيات اوږده زمانې دوران کې د تودوخې په درجه او د اورښت په کچه کې بدلونونه په ټولنو کې بدلونونه کولای شي . په نباتي ژوند باندې د اقليم د زياتې اغېزې شواهد د کابو وروستيو 500000 کلونو د فوسيلونو په ريکارډ کې ملاحظه شوي .

د تسلسل لاملونه ( Causes of Succession )[سمول]

د تسلسل لاملونه په لاندې توګه صنف بندي کېږي. 1. د پيل لاملونه (Initial Causes) 2. د دوام لاملونه ( Continuing Causes ) 1. د پيل لاملونه (Initial Causes) له هغه لاملونو څخه عبارت دي کوم چې د تسلسل د رامنځته کېدو لپاره اساس تشکېلوي په همدې اساس دوی د لومړني تسلسل په صورت کې د خاورې د تشکېل دنده پر غاړه لري . پداسې حال کې چې د دوهمې تسلسل په صورت کې دخاورې د لوڅونې دنده سرته رسوي ، د لومړنی او دوهمې تسلسل د پيل لاملونه په لاندې ډول دي: i. د لومړني تسلسل د پيل لاملونه a) تخريب باد او اوبه خاوره تخريبوي او په نورو ځايونو کې يې ځای پر ځای کوي په همدې اساس نوې سيلابي خاورې د سيلابي ترسباتو ، ساحلي شګو او د شګو د ډيرکېو په شکل منځته راځي.

(b دځمکې بڼه (Physiography) د ځمکې د سطحې بڼه هم د پيل يو لامل دې . ځکه چې دا تر يوه حده پورې د تخريب د عواملو ( باد ، اوبو او جاذبې قوې ) سره مرسته کوي تر څو نوې خاوره منځته راوړي. ii. د دوهمې تسلسل د پيل لاملونه a) اقليم په هغه صورت کې چې نباتات د وچکالی ، باد ، واورې يا يخوهنې پواسطه له منځه ولاړ شي.اقليم د پيل يو لامل دی . د بېلګې په توګه د ځنګل يو څه برخه ښايې د وچکالۍ له امله د مړينې سره مخ شي . که چېرې همدغه لوڅه ساحه همداسې پريښودل شي ، دوهمې تسلسل په کې پيل کېږي. بادونه هم ښايې د اصلي نباتاتو د بېخه ويستلو ( Uprooting ) له لارې يوه ساحه لوڅه کړي . واوره هم ښايې په همدې توګه د ښويدنې له لارې يوه ساحه لوڅه کړي. b) دځمکې بڼه (Physiography)

  په هغه صورت کې چې د ځمکې حالت د يو څه نورو فکتورونو سره يو ځای د نباتاتو د له منځه تګ سبب شي ، فزيوګرافي هم د پيل يو لامل دی ، د بېلګې په توګه يو ځوړ ميلان کې ښايې د ځمکې ښويدنه د ځنګل د له منځه تګ سبب شي.

(c ژوندي فکتورونه(Biotic Factors) ژوندي فکتورونه په هغه صورت کې د پيل لامل وي کله چې يو ځنګل د انسان ، د هغې د څارويو او يا هم وحشي ژوو د فعاليت په پايله کې له منځه ولاړ شي ، د بېلګې په توګه بې توپيره قطع ، سوځونه ، له حده زيات څړ او نور. 2. د دوام لاملونه (Continuing Causes) د تسلسل له هغه لاملونو څخه عبارت دي کوم چې د نباتي ټولنو د انکشاف او د نورو نباتي ټولنو پواسطه د هغوی د تعويض سره مرسته کوي ، په همدې اساس څرنګه چې د پيل لاملونه د تسلسل د پيل لپاره مناسب شرايط برابروي ، د دوام لاملونه د نباتي ټولنو د تشکېل او د نورو ټولنو پواسطه د هغوی د تدريجي تعويض سره مرسته کوي تر څو Climax ته ورسيږي . په دې کې لاندې ټکې شامل دي


I. مهاجرت (Migration) II. استقرار يا ځای پر ځای کېدل (Ecesis or Establshment) III. تجمع (Grouping & Aggregation) IV. رقابت (Competition) V. عکس العمل (Reaction) VI. ثبات (Stabilization) I. مهاجرت له يو ځای څخه بل ته د نباتاتو د ډله ييز انتقال څخه عبارت دی ، مهاجرت هغه وخت پيل کېږي کله چې سپور ، ميوه ، تخم يا نبات مورنۍ ساحه پريږدي او هغه وخت پای ته رسيږي کله چې مهاجر شوي مواد د ځای پر ځای کېدو وروستنۍ نقطې ته ورسيږي يا په بل عبارت يوه نوې ساحه ښايې د بهرنيو انواعو تر يرغل لاندې واقع شي چې په ترڅ کې يې دوی له مورنۍ ساحې څخه نوې ساحې ته هجرت کوي ، مهاجرت په لاندې عواملو پورې اړه لري. a. د تخمونو يا نورو ټوکېدونکو برخو د حرکت درجه. b. د انتقال عامل. c. د مورنۍ ساحې نږديوالی. d. توپوګرافي. د تخمونو د حرکت درجه د هغوی په سايز ، وزن او داسې ځانګړو جوړښتونو په شتوالي يا نشتوالي پورې اړه کوم چې د تخم د خپرېدو سره مرسته کوي. د تخمونو انتشار عموماً د باد ، اوبو او حيواناتو پواسطه صورت نيسي هغه تخمونه چې د باد پواسطه انتشار مومي عموماً کوچني اوسپک وي او د وزرونو ، وريښمينو ويښتانو ، مالوچو او نورو درلودونکې وي، هغه تخمونه چې د اوبو پواسطه خپريږي دومره سپک وي چې کولای شي د اوبو پر سر لامبو ووهي. همداراز هغه تخمونه چې د حيوانناتو پواسطه انتقاليږي د چنګکونو ، اغزيو ، او نورو لرونکې وي د بېلګې په توګه د Dalbergia sissoo تخمونه د باد او اوبو دواړو پواسطه انتشار مومي او د سيندونو په غاړو او يا نورو هموارو سيمو کې ځای پر ځای کېږي . همدارنګه د spp Populus او Tamarix spp تخمونه يواځې د باد پواسطه او Morus spp تخمونه د مرغيو پواسطه له يو ځای څخه بل ته انتاليږي. د انتقال عامل هم ډير مهم دی ځکه چې لدې پرته تخمونه د مورنۍ ساحې څخه نوې ساحې ته انتقاليدی نشي. د مورنۍ ساحې څخه د نوې ساحې لريوالی او توپوګرافي هم په مهاجرت کې مهم رول لوبوي. د يوې عموي قاعدې په توګه هر څومره چې ساحه نژدې وي په هماغه اندازه ژر او وختي د هجرت کونکو تخمونو پواسطه نيول کېږي. د اوبو پواسطه انتقالېدونکې تخمونه يواځې د غره له پاسنيو برخو څخه ښکتنيو برخو ته انتقالېدي شي. II. استقرار يا ځای پر ځای کېدل Ecesis له هغې ټولې پروسې څخه عبارت دی چې په ترڅ کې يې يو نبات خپل ځان په يوه نوې ساحه کې ځای پر خای کوي او د ټوکېدنې څخه نيولې تر تکثر (زوجي يا غير زوجي) پورې رسيږي ، په يوه نوې ساحه کې د يوې نوې نوعې (چې تخمونو يې همدې ساحې ته هجرت کړې وي) ځای پر ځای کېدونه يواځې هغه وخت تر سره کېدی شي کله چې تخمونه وټوکېږي او هلته ځانونه ثابت کړی ، د تخمونو ټوکېدنه د ساحې او تخم په شرايطو پورې اړه لري ، تخم بايد ژوندی وي او د ټوکېدنې له پله په مناسب حالت کې وي ، هر څومره چې د مهاجرت او دتخم د ټوکېدنې د عادي وخت تر منځ موده اوږده وي په هماغه اندازه د حشراتو او مرغانو پواسطه د هغوی د زيامن کېدو او مړينې خطر زيات وي ، تخمونه بايد داسې وي کوم چې د ځنډ پرته ټوکېدلی شي. په همدې اساس د ځای پر ځای کېدونکو انواعو تخمونو بايدسخت پوستکی و نه لري ، ځکه چې دا کار د هغوی ټوکېدنه ځنډوي.د تخم تر ټوکېدنې وروسته بايد ځای پر ځای کېدونکې انواع د ثبات وړتيا ولري چې دا په نوو شرايطو کې د هغوی د توافق په وړتيا پورې اړه لري ، د بېلګې په توګه دوی بايد د لوڅو سيمو د لمر د قوي وړانګو او قوي بادونو د زغملو او د ټيټ رطوبت او کمو غذايې موادو په شرايطو کې د ودې وړتيا ولري. په همدې اساس بايد دوی زياتې رڼا ته اړتيا ولري، Xerophytic وي او د وچکالۍ او يخوهنې په وړاندې مقاومت ولري. III. تجمع تر ځای پر ځای کېدو وروسته د يوې نوعې خپاره او تيت افراد د خپل شمېر په زياتولو سره په ډله ييز شکل يوه ساحه نيسي ، چې دا پروسه له Grouping & Aggregation څخه عبارت ده . نوموړي ځای پر ځای کېدونکې انواع په تدريجي توګه په ساحه کې خپل شمېر زياتوي . لومړني مهاجر شوي انواع وده کوي پداسې حال کې چې نور مهاجرت په همدې توګه ادامه مومي. همدا لامل دی چې د وخت په تېريدو سره ځای پر ځای شوي انواع تړلی چتر منځته راوړي. IV. رقابت رقابت په يوه ساحه کې د نباتاتو په يوه ټولګه کې د انواعو او يا افرادو تر منځ د شته غذايې موادو ، رڼا ، او رطوبت د لاسته راوړنې له هڅې څخه عبارت دی . کله چې د ځای پر ځای شوو انواعو تاجونه له يو بل سره ولګيږي تر منځ يې په خاوره کې د کمو غذايې موادو ، اوبو او رڼا د لاسته راوړلو په منظور رقابت پيل کېږي. رقابت عموماً د عين نوعې د افرادو تر منخ ډير شديد وي ځکه چې اړتياوې يې سره ورته وي. د دې رقابت په پايله کې کمزوري انواع د پايښت په منظور هڅه کې شاته پاتې کېږي. V. عکس العمل عکس العمل په ساحه باندې د نباتاتو له اغېزې څخه عبارت دی او دا د تسلسل لپاره تر ټولو مهم فکتور دی. په ساحه باندې د نباتاتو اغېزه په لاندې دوه صنفونو کې ګروپ بندي کېږي. a. په اقليمي فکتورونو باندې د عکس العمل اغېزې. b. په خاوره باندې د عکس العمل اغېزې. a) په اقليمي فکتورونو د عکس العمل اغېزې. نباتات په اقليمي فکتورونو لاندې اغېزې کوي. • د رڼا په وضعيت کې بدلون کله چې د ځای پر ځای شوو انواعو چتر ګڼوالی مومي ، دنوې ساحې په فرش باندې پريوتونکې رڼا په زياته اندازه کموالی کوي. • د ورځې له پلوه د هوا د تودوخې کموالی د ځای پر ځای شوو انواعو د چتر په دننه کې د هوا تودوخه د ورځې له پلوه د آزادې هوا په پرتله ټيټه وي همدارنګه د شپې له پلوه د ځنګل په دننه کې د هوا تودوخه لوړه وي. • د بادونو سرعت کموالی. • د نسبتي لنده بل زياتوالی. b) په خاوره باندې د عکس العمل اغېزې

په خاوره باندې دنباتاتوداغيزو څخه په لاندې ډول يادونه کوو:

i. په يوه سيمه کې ځای پرځای شوي نباتات هرکال په زياته اندازه پاڼې اونورپاتې شوني خاورې ته ورګرځوي کوم چې دمايکرواورګانيزمونودفعاليت په پايله کې تجزيه کيږي اوخاورې دغذائي موادو حالت ښه کوي . ii. دعضوي موادو زياتوالی دخاورې سټرکچر ښه کوي. iii. دسټرکچرښه والی دخاورې دتخريب مخه نيسي.همدارنګه د ونوشتوالی دباد،اوبو اوجاذبې قوې پواسطه دخاورې تخريب کموي . iv. دعضوي موادو زياتوالی اودسټرکچرښه والی دخاورې درطوبت ساتلووړتيالوړوي v. دوخت په تيريدوسره ثابته خاوره په تدريجي توګه داقليم اونباتاتوتراغيزې لاندې بلوغت ته رسېږي . نود دا ډول تغيرخوړلوشرايطوپه پايله کې دپخوانيوځای پرځای شوو(مخکښو) انواعوځای په تدريجي ډول دزياتواړتياولرونکوانواعو(Exacting) په واسطه نيول کېږي،اوپه دې ترتيب دنباتاتونوې ټولنې دپخوانيوټولنوځای نيسي خودوخت په تيرېدوسره دنباتاتودعکس العمل له امله په ساحه کې نوربدلونونه منځ ته راځي اود دوهمي نباتي ټولنې ځای هم دبلې نباتي ټولنې پواسطه نيول کيږي اودپروسه په همدې ډول دوام کوي ترڅوچې نباتات کليماکس ته ورسېږي . vi- ثبات (Stabilization) ثبات دکليماکس په مانادی،دعکس العمل مرحله دکليماکس ټولنې منځته راتګ ته لار هواره و ي.

Monoclimax and Poly climax[سمول]

په تسلسلي سلسلو کې کليماکس يوه نهايې او باثباته ټولنه ده دوې د اوسيدنځای اخری حالت او مساوي شراېطو ته کليماکس وي. دکلاېمېکس ډول دچاپېريال د لومړنيو عواملو په واسطه رامنځ ته شوی دي کليماکس دوه داېمي ټولنو پوری ارتباط لري او اېکولوژي پوهانو په واسطه مونوکليماکس اوپولي کليماکس پنوم ياد شوې دي. د مونوکليماکس ژباړه دلومړي ځل لپاره په 1938م کال کې ديو امرېکاېی ايکالوجيسټ Clements لخوا رامنځ ته شوه چی ده يې اصلي ژباړنه په توجه سره تشرېح کړه. دکليماکس ټولنه دهرې جغرافياېي ساحې لپاره د ابتداېی اقليم په واسطه تحکېم شوې وي له دې کبله دغه ډول کليماکس د اقليمي کليماکس پنوم ياديږي دوی عقيده لرله چی يو داسې وخت به راشي کله چې نور کليماکسونوانکشاف کړې وي د خاورينو او توپوګرافي فکتورونو په منظوردوې په ښه ډول کليماکس ته د دوې موجوده اقليم مطابق عياريږي داداسې عياريږي چې کافي وخت يې نيولې وي توپوګرافي او دهرې ساحې خاوره به تغير کړي او اقليمي کليماکس ټولنې د راپېداکېدو لپاره اجازه ورکوي . دغه ټولنه باېد دساحوي ساختمانونو يا ساحوي کليماکس دمشر په حېث وي . د دغه بيان څخه معلوميږي چې يوه ساحه چې کاملا يوډول اقليم ولري نو ددوي ثبات به مساوي جريان ولري او مساوي همشکله نباتي پوښ به رامنځ ته کړي دنړې لوېو نباتاتو تشکېلونو په اساس پېژندل کېداې شي لکه .دښته،دوښوځمګه،لرګينه ځمکه اوځنګل يې ددغو ډولونو د غالېبيت هره نباتي ټولنه لکه مونو کليماکس په پراخه ساحوکې تشکېل ېي له دې کبله توليد کړې دې او داقليم ېي برابرونکې دي ورته کليماکسونه په همنوعه اقليمونو کې انکشاف کوي بقايه جات ددغه موجوداتو په بېکاره او شړوځمګو کې توضح کېږي اوهغه اصلاح کېږي. داسي معلومه نده چې هر هبيتات تسلسل په مستقيمه توګه اقليمي کنترول شوي کليماکس ته ورسېږي بلکې امکان لري چې ودرول شي او يا په تقريبي ډول دې بطي کړې شي دانکشاف په هره مرحله کې وي او هر نوعه فکتورونو په واسطه که کنترول کېداې شي تر سره شي .دغه فکتورونه ممکن يو حقيقي او داېمي طبيعت رامنځ ته کړي اولږترلږه نژدې راتلونکې کې وده ېي ممکن د اقليمي کليماکس په ډول کې معلومه نه شي .دوې ممکن دامراضو فزيوګرافي يا خاورې دعواملو په ترڅ کې رامنځ شوې اوداسې ښه څرګند معلوم وي چې علت يې دانسان او دهغوۍ دحېواناتو له کبله پېښ شوې وي لکه .اورونه ،قطعه کونه ،کندې ويستنه ،څړاو داسې نور وي . په يو مونوکليماکس سيستم کې مشحص حالتونه د نظر څخه نه ويستل کېږي او يا په جلا کټه ګورېو کې واضح شوي وي کوم چې داسې معلوموي چې پرمختګ او ثبات خپل ځاې ته ورسېږي د دوې محلي چاپيريالي فکتورونو په منظور کوم چې زياته موثره وده د ساحې داقليم په نسبت باندې کنترولوي ددغو کلاېمېکسونو دلغاتو معنا وې په1938 م کې د Clements په واسطه ورکړل شوی دي .

سب کلايمکس (SUB CLIMAX) د نباتي تسلسل پر مهال کله چې د ‌طبعي وجوهاتو له امله د لوړې نقطې څخه د مخه يوه لويه ناڅاپي مرحله منځ ته راشي نو دي ته سب کلايمکس Subclimax ويل کېږي.د مثال په ډول cineraia Prosopis او Salvadora oleoides چې د لوړي درجي زرغونتيا قابليت لري نو که څه هم چې په غونډيو او غرونو کې ددي ځمکه په صحيح ډول نه ترتيبيږي نو ځکه مونږ کولاي شو چې Eophorbia caducifolia او Acacia Senegal د Sub Climax په ډله کې راونغاړو.


که څه هم داسي فکتورونه شتون لري چې له امله يي Avicinnia Marina د استوا يي سيمو ونې ګڼل کېږي ،او دا هم د Sub Climax په ډله کې شميرل کېږي. او په زياتره ډول د يوه هيواد په دلتا ډوله سيمو او همدارنګه د سمندر د غاړي په سيمو کې پيدا کېږي.

پوسټ کليماکس او پري کليماکس (Post Climax and Pre Climax) د کليماکس يا د لوړي درجي لرونکې دوه ډوله ساحې شتون لري، چې عموما د توپوګرافيک او لندبل حالتونو پوري اړه لري. اود همدي دوه ډوله تو پير لرونکې اقليم په واسطه مونږ کولاي شو چې نوموړي ساحي په پوست کليماکس او پري کليماکس سره وپيژنو. کليماکس Climax په عمومي ډول د ډير وړ او مناسب اقليم په واسطه منځ ته راځي. چې په دي توګه د ځمکې زياته برخه د خپلي اغيزي لاندي راولي،که چېرې ديوې ټولنې دژوندشکلونه دهغې څخه لوړ وي چې په دغه اقليم کې يې طمع کيدای شي نو Post Climax په نوم ياديږي .دغه ټولنې په ډيرومرطوبواودشاوخواسيموڅخه په سړو اقليمونوکې منځته راځي . نوموړي په داسي ساحو کې شتون لري چې هوا او اقليم يي په عمومي توګه د نورو ساحو څخه ډير سوړ وي. په يوشميرساحوکې مختلفې کليماکس ټولنې د ورته اقليمي شرايطولاندې منځته راځي که چيرته ديوې ټولنې دژوندشکلونه دمتوقع اقليمي کليماکس څخه ټيټ وي د Pre Climax په نوم ياديږي . Pre Climaxټولنې په کمو مرطوبواو وچوساحوکې منځته راځي .ددي ډول اقليم لرونکې ساحي عموما د ځمکې په هغه ځاي کې موقيعت لري چې جنوبي قطب ته نږدي وي او عموما اقليم يي ډير وچ او يخ وي. نړي عموما په څو لويو اقليمي حصو ويشل شوي ده، چې له د چنګاښ او مرغومي کرښي، ګرمي سيمي، معتدلي سيمي، د سړي هوا درلودونکې سيمي د شمالي قطب ته منسوبي سيمو څخه عبارت دي. که څه هم ددي د زرغونتيا او راشنه کېدو خبره کېږي نو دا بيا ټول د پري کليماکس او پوست کليماکس پوري اړه لري چرته چې هوا ګرمه وي، او په دي ترتيب ځمکې او سيمي د سوړ اقليم لرونکې ساحو پوري اړه لري بدون له دي څخه چې يخي صحرايي سيمو پوري اړه ولري. نو په دي ترتيب سره د Savanna هغه ځنګلي سيمي چې غريزي او باراني سيمي وي نو د Post climax اقليم يي په صحرايي سيمو باندي هم تاثير لري. که څه هم د پاکستان په هيواد کې Prosopis cineraria او Oleodora Salvadora د کليماکس ساحي ګڼل کېږي، خو بيا هم دوي په داسي سيمو کې پيدا کېږي چېرته چې اقليم د پري کليماکس په ډول شتون لري.


=iDisclim کله چې يو اقليم د انسانانو او حيواناتو د تاثيراتو په واسطه ترتيب شي او يو ډول نوي طبقي منځ ته راشي نو دي ډول اقليم ته Disclimax ويل کېږي. لکه د مثال په ډول د پاکستان په هيواد کې Sissoo Dalbergia او

 Morus alba  چې په داسي ډول ځنګلونو کې رازرغونيږي       (۶-شکل ډيسکليماکس)
چې اقليم يي د انسان په واسطه برابر شوي وي. نو په دي ډول  Prosopis  Jiliflora سندپه هغه سيموکې منځته راځي چې انسانانوپه کې لاس وهنه کړې وي .

Poly Climax Interpretation د پولي کليماکس اصطلاح د مختلف اقليم لرونکو سيمو پوري اړه لري، نوموړي سيمي که څه هم ثابتي او مستحکم اقليم لري خو ددي معني دا نه وي چې د هر ډول اقليم سره به مطابقت لري.

کېداي شي چې تر ډيره وخته پوري په يوه ثابت حالت سره پاتي شي چې هيڅ ډول تغير ونکړي. چې په حقيقت کې يو ډول فرعي اقليمي ساحي منځ ته راوړي او د مونو کليماکس په دخالت سره کېداي شي د کليماکس ساحي د وروستني او يا هم منځني ساحو په نوم سره يادي شي چې د نوموړي ساحي او محل د خاصيتونو او طبعيتونو پوري اړه لري.                                                (۷-شکل  پولي کليماکس)
  که څه هم ددي معني دا نه ده چې پولي کليماکس په ټولو اقليمي شرايطو باندي خپل حاکميت او تسلط لري ځکه چې په بيلا بيلو سيمو کې نور هم داسي اقليمي شرايط شتون لري او کېداي شي چې هر يو يي خپل ځانته بيل ډول تاثيرات ولري خو سره له دي هم په يوه  ډول ساحه کې دي ډول شرايطو ته په مساوي ډول ارزښت ورکول کېږي.

خو د پولي کليماکس په واسطه کولاي شي چې په لاندي مختلفو اقليمي شرايطو خپل تاثير ولري. لکه د مثال په ډول: Climatic Climax Edaphic Climax Physiographic Climax د Disclimiax او داسې نور..... اقليمي کليماکس) ( Climatic Climax زرغونتيا او راشنه کېدل په دوامداره توګه تغيرکوي خو داسي وخت راځي چې په هغه وخت کې نوموړي عمل ثابت پاتي کېږي او په ټوله سيمه کې يو ډول لويه ساحه منځ ته راځي چې نوموړي ساحه د يو ډول اقليم درلودونکې وي. نوموړي لويه ترتيب شوي اقليمي سيمه تر هغه وخته پوري ثابته پاتي کېږي او هيڅ ډول تغير نه کوي تر څو پوري چې اقليم په مکمل ډول سره تغير نه وي کړي. او کله چې اقليم په مکمل ډول سره تغير وکړي نو بيا نوموړي ساحه هم ورسره تغير کوي چې دي ډول اقليمي سيمي او چاپيريال ته Climatic Climax ويل کېږي.

(۸- شکل اقليمي کليماکس)

(Edaphic Climax) نوموړي ساحه د هغي ساحي څخه عبارت دي چې د اقليمي کليماکس پر ځاي د Edaphic فکتورونو په واسطه اغيزمن کېږي نو ځکه ورته Edaphic Climax ويل کېږي. ددي ډول اقليم سيمي په عمومي ډول د اقليمي کليماکس څخه انحراف کوي او ځمکه يي په عمومي ډول سره د هغي سيمي چې اقليمي کليماکس په کې شتون لري ډير توپير لري. ددي اقليم لرونکې ځمکې عموما داسي خاصيت لري چې چې ځمکه يي په عمومي توګه ډير ښه جوړښت لري او د Topographic توپوګرافيکې تاثيراتو له امله لندبل لرونکې او او داسي ځمکه وي چېرته چې واښه او ګياوي شتون نه لري. (Physiographic Climax) دا ډول اقليم د يوه محلي چاپيريال توليد ګڼل کېږي او زياتره خاصيتونه يي توپوګرافي پوري تړلي وي، په دي ډول اقليم باندي په عمومي توګه زيات شيان تاثير لري چې عبارت دي له ، غونډي، غرونه ، ګړنګونه، سيندونه او دري چې دا ټول په داسي ډول په نوموړي اقليم باندي تاثير لري چې اقليمي شرايط يي يو شان وي. او په را زرغون کېدلو او شنه کېدلو باندي خپل خاص تاثير لري او کنټرولوي يي.

سرچینې[سمول]

۱-  ځلاند، وسيم الله .  ( ۱۳۹۲هـ ش). دايکولوژي اساسات لکچرنوټ، سيد جمال الدين افغان پوهنتون کنړ.

2- Hussain, syed Sadruddin. (19992). Pakistan manual of Plant Ecology . National Book Foundation. Islamabad.

3- Champan, J.L &Riess. M.J.( 2008). Ecology Principle and application. Cam bridge university press.