نانو مواد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نانومواد (انګلیسي: Nanomaterials) اصولا هغه موادو ته اشاره لري چې د یوه واحد اندازه یې (لږترلږه په یوه اړخ کې) د ۱ او ۱۰۰ نانومتر ترمنځ وي (د نانو مقیاس معمول تعریف).[۱]

د نانو موادو څېړنه پر نانو ټیکنالوژۍ د موادو د علم پر بنسټ ولاړ چلند له مخې کېږي، او د موادو په میټرولوژي او ترکیب کې له هغو پرمختګونو کار اخلي چې د مایکرو فابریکیشن یا دقیق جوړښت د څېړنې په ملاتړ کې رامنځته شوي دي. هغه مواد چې د نانو مقیاس جوړښت لري ډېری وختونه ځانګړې نوري، برېښنایي، ترمو فزیک یا میخانیکي ځانګړنې لري.[۲][۳][۴]

نانومواد یو څه ورو ورو سوداګریز کېږي او د توکو په توګه راڅرګندېږي.[۵][۶]

تعریف[سمول]

د نړیوال سټنډرډ سازمان په ISO/TS 80004 سټنډرډنو لړۍ کې نانومواد "په نانو مقیاس کې له هر بهرني اړخ یا بعد سره شته مادې په توګه تعریف شوي یا دا چې په نانو مقیاس کې داخلي جوړښت یا سطحي جوړښت ولري"، او نانو مقیاس بیا "له ۱ نانومتر څخه تر ۱۰۰ نانومتر پورې اوږدوالي د محدودې" په توګه تعریف شوی دی. هم پکې نانو څیزونه شامل دي، کوم چې د موادو جلا ټوټې دي، او هم پکې نانو جوړښت لرونکي توکي شامل دي، چې په نانو مقیاس کې داخلي یا سطحي جوړښت ولري. یوه نانو ماده کېدای شي د دغو دواړو کټګوریو غړیتوب ولري.[۷]

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په ۱۸مه اروپايي کمیسیون د نانو موادو لاندې تعریف تصویب کړ: "یوه طبیعي، عارضي یا تولید شوې ماده چې ذرات لري، په غیر متصل حالت کې یا د متراکمې یا انبار شوې مجموعې په توګه وي او د اندازې د وېش د شمېرې د ۵۰ سلنه یا زیاتو ذراتو لپاره، یو یا ډېر بهرني ابعاد د ۱ تر ۱۰۰ نانومتر د اندازې په حد کې وي. په ځانګړو قضیو کې او چېرې چې د چاپېریال، روغتیا، خوندیتوب یا سیالۍ لپاره د اندېښنو له مخې تضمین شوی وي، د ۵۰ سلنه شمېرې د وېش درشل ممکن د ۱ تر ۵۰ سلنه ترمنځ درشل له لوري یې ځای ونیول شي."[۸]

سرچینې[سمول]

انجنیري شوي[سمول]

انجینري شوي نانومواد په ارادي توګه د انسانانو لخوا انجینري شوي او تولید شوي ترڅو ځینې مشخص خواص ولري.[۹][۱۰]

پخواني نانو مواد هغه دي چې د نانو ټیکنالوژۍ له پراختیا وړاندې په سوداګریز تولید کې د نورو کلوییدي موادو یا ذراتو په پرتله د زیاتېدونکي پرمختګ په توګه موجود وو. تور کاربن او تیتانیوم ډای اکسایډ نانو ذرات پکې شاملېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

عارضي[سمول]

نانومواد ممکن په غیر ارادي ډول د احتراق یا سوځېدو او تبخیر له لارې د میخانیکي یا صنعتي پروسو د ضمني محصول په توګه تولید شي. د عارضي نانو ذراتو په سرچینو کې د موټرو د انجن ایګزاسونه یا د لوګي نلونه، بوی کول، د ویلډینګ تاوونه یا خوړسکې، د کورني جامد سوخت له تودوخې او پخلي کولو څخه د احتراق پروسې پکې شاملې دي. د مثال په توګه، د نانوموادو هغه ټولګی چې د فلرینز په نوم یادېږي، د ګاز، بایوماس یا بیولوژیکي کتلې او شمعې په سوځولو سره رامنځته کېږي. دا ممکن د سولېدو د محصولاتو ضمني محصول هم وي. عارضي اتموسفیر نانو ذرات اکثرا د الټرافین ذراتو په نوم یادېږي، کوم چې په غیرقصدي ډول د ارادي عملیاتو په جریان کې تولیدېږي او کولی شي د هوا په ککړتیا کې رول ولوبوي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

طبیعي[سمول]

بیولوژیکي سیستمونه ډېری وختونه طبیعي او فعال نانومواد لري. د فورامیني فېرا (foraminifera) جوړښت (عمدتا ګچ) او ویروسونه (پروټین، کپساید)، د موم کرسټالونه چې د ابي نیلوفر یا ناسټورټیم پاڼي پوښي، د تارکشې یا تارکشې-مایټ ورېښمو، د ترانتولاس نیلي رنګ، د جیکو د پښو لاندې سپاټیول (spatula)، د پتنګ د وزرونو ځینې مقیاسونه، طبیعي کلوییډونه (شیدې، وینه)، ښکرور یا ښاخ لرونکي مواد (پوستکی، چنګال، څرمښکۍ، بڼکې، ښکرونه، ویښتان)، کاغذ، پنبه، مارچوبه یا مروارید، مرجان، او حتی زموږ د هډوکي ماتریکس ټول طبیعي عضوي نانو مواد دي.[۱۹][۲۰]

د کارولو ځایونه[سمول]

نانو مواد په بېلابېلو تولیدي پروسو، محصولاتو او د روغتیا پالنې په برخو کې کارېږي، چې رنګونه، فلټرونه، عایقونه او ګریس پکې شاملېږي. د روغتیا پالنې په برخه کې نانوزایمونه د انزایم په څېر ځانګړنو سره نانو مواد بلل کېږي. دا د مصنوعي انزایمونو یو نوظهوره ډول دی، چې د پراخ تطبیق لپاره کارول شوي لکه بایوسینسینګ، بایومیجینګ، د تومور تشخیص، انتي بایو فولینګ او نور. د لوړ کیفیت فلټرونه ښایي د نانو جوړښتونو په کارولو سره تولید شي، دا فلټرونه د ویروس په څېر کوچنیو ذراتو د لرې کولو توان لري لکه څرنګه چې د سیلډون ټیکنالوژۍ په وسیله رامنځته شوي د اوبو فلټر کې لیدل کېږي. د نانوموادو غشایي بایوریکټر (NMs-MBR)، چې د دودیز MBR راتلونکی نسل دی، په دې وروستیو کې د فاضله اوبو د پرمختللې تصفیې لپاره وړاندیز شوی دی. د هوا د پاکولو یا تصفیې په برخه کې هم نانو ټیکنالوژي په ۲۰۱۲ کال کې د سعودي عربستان په روغتونونو کې د MERS ویروس له خپرېدو سره د مبارزې لپاره کارول شوې وه. نانو مواد په عصري او د انسانانو لپاره خوندي عایق ټیکنالوژیو کې کارېږي، چې په تېرو وختونو کې پر اسبیسټوس ولاړ عایق کې موندل کېدل. د ګریسو په توګه بیا نانو مواد د دې وړتیا لري چې په حرکتي برخو یا قطعاتو کې اصطکاک راکم کړي. ورستې او زنګ شوې برخې هم د ځان راټولولو انیسوټروپیک نانو ذراتو سره ترمیمېدای شي چې د TriboTEX په نوم یادېږي. نانومواد په یو لړ صنعتونو او مصرفي محصولاتو کې هم کارېږي. کاني نانو ذرات لکه تیتانیوم آکسایډ په لمر ضد کرېمونو کې د فرابنفشو وړانګو (UV) د ساتنې ښه کولو لپاره کارول شوي دي. د سپورت په صنعت کې سپک بېټونه له کاربن نانوټیوبونو سره تولید شوي ترڅو د فعالیت له ښه‌والي سره مرسته وکړي. بل د کارونې ځای یې په نظامي برخه کې دی، چېرې چې د ګرځنده رنګ نانو ذرات د لا ډېرو اغېزناکو کموفلاژونو یاد وسلو د پوښونو د جوړولو کارول شوي دي. نانو مواد په درې اړخیزه کتلست (TWC) تطبیق کې هم کارېدای شي. د TWC کانورټرونه یا اړوونکي د نایټروجن اکسایډونو (NOx) د انتشار کنټرولولو ګټه لري، کوم چې د تیزابو د څڅوبي او لوخړو متشکله مواد دي. د اصلي-شېل په جوړښت کې بیا نانو مواد د کتلست د ملاتړ په توګه شېل جوړوي ترڅو د نجیبه فلزاتو لکه پیلاډیوم او روډیوم ساتنه وکړي. لومړنۍ دنده یې دا ده چې دا ملاتړ د کتلست د فعالو اجزاوو د لېږدولو لپاره کارېدای شي، او خورا زیات یې منتشر او تیت پرک کړي، او د نجیبه فلزاتو کارول راکم کړي، او د کتلست فعالیت زیات کړي، او هم یې میخانیکي ځواک ښه کړي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

روغتیا او خوندیتوب[سمول]

د روغتیا د نړیوال سازمان لارښوونې[سمول]

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۱۷ کال په پای کې د تولید شوو نانو موادو له احتمالي خطر څخه د کارګرانو د ساتنې په اړه یو لارښود خپور کړ. د روغتیا نړیوال سازمان د خپل یوه لارښود اصل په توګه له احتیاطي چلند څخه کار واخیست. دا په دې معنا ده چې د منفي روغتیايي اغېزو په اړه د ډاډ له نشتون سره سره، کله چې د داسې کولو لپاره معقولې نښې ښانې وي، ورته وړاندې کېدل باید راکم شي. دا موضوع په هغو وروستیو ساینسي څېړنو کې روښانه شوې او برجسته شوې چې د حجرو له خنډونو څخه د تېرېدو او حجروي جوړښتونو سره د تعامل لپاره د نانو ذراتو وړتیا ښيي. پردې سربېره، د کنټرول سلسله مراتب یو مهم لارښود اصل و. په دې معنا چې کله د کنټرول د اقداماتو ترمنځ انتخاب وي، هغه اقدامات چې د ستونزې ریښې ته نږدې وي باید تل د هغو اقداماتو په پرتله غوره شي چې په کارګرانو باندې ډېر بار اچوي، لکه د شخصي محافظتي تجهیزاتو (PPE) کارول. د روغتیا نړیوال سازمان د ټولو مهمو مسلو لپاره سیستماتیکې بیاکتنې ترسره کړې ترڅو د ساینس د اوسني حالت ارزونه وکړي او د لارښود د پراختیا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان په لارښود کتاب کې ترتیب شوې پروسې سره سم سپارښتنې وړاندې کړي. سپارښتنې د "پیاوړو" یا "مشروطو" په توګه ارزول شوې او د ساینسي شواهدو د څرنګوالي، ارزښتونو او ترجیحاتو، او د سپارښتنې اړوند لګښتونو پورې تړاو لري.[۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Buzea, Cristina; Pacheco, Ivan; Robbie, Kevin (2007). "Nanomaterials and Nanoparticles: Sources and Toxicity". Biointerphases. 2 (4): MR17–MR71. arXiv:0801.3280. doi:10.1116/1.2815690. PMID 20419892. S2CID 35457219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Sadri, Rad (1 January 2018). "A facile, bio-based, novel approach for synthesis of covalently functionalized graphene nanoplatelet nano-coolants toward improved thermo-physical and heat transfer properties". Journal of Colloid and Interface Science. 509: 140–152. Bibcode:2018JCIS..509..140S. doi:10.1016/j.jcis.2017.07.052. PMID 28898734. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hubler, A.; Osuagwu, O. (2010). "Digital quantum batteries: Energy and information storage in nanovacuum tube arrays". Complexity: NA. doi:10.1002/cplx.20306. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Portela, Carlos M.; Vidyasagar, A.; Krödel, Sebastian; Weissenbach, Tamara; Yee, Daryl W.; Greer, Julia R.; Kochmann, Dennis M. (2020). "Extreme mechanical resilience of self-assembled nanolabyrinthine materials". Proceedings of the National Academy of Sciences. 117 (11): 5686–5693. Bibcode:2020PNAS..117.5686P. doi:10.1073/pnas.1916817117. ISSN 0027-8424. PMC 7084143. PMID 32132212. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Eldridge, T. (په 8 January 2014 باندې). Achieving industry integration with nanomaterials through financial markets. Nanotechnology_Now
  6. McGovern, C. (2010). "Commoditization of nanomaterials". Nanotechnol. Perceptions. 6 (3): 155–178. doi:10.4024/N15GO10A.ntp.06.03. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "ISO/TS 80004-1:2015 - Nanotechnologies – Vocabulary – Part 1: Core terms". International Organization for Standardization. 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Nanomaterials. European Commission. Last updated 18 October 2011
  9. Portela, Carlos M.; Vidyasagar, A.; Krödel, Sebastian; Weissenbach, Tamara; Yee, Daryl W.; Greer, Julia R.; Kochmann, Dennis M. (2020). "Extreme mechanical resilience of self-assembled nanolabyrinthine materials". Proceedings of the National Academy of Sciences. 117 (11): 5686–5693. Bibcode:2020PNAS..117.5686P. doi:10.1073/pnas.1916817117. ISSN 0027-8424. PMC 7084143. PMID 32132212. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Cite report
  11. "A New Integrated Approach for Risk Assessment and Management of Nanotechnologies" (PDF). EU Sustainable Nanotechnologies Project. 2017. د کتاب پاڼي 109–112. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Compendium of Projects in the European NanoSafety Cluster". EU NanoSafety Cluster (په انګلیسي ژبه کي). 2017-06-26. د کتاب پاڼې 10. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Future challenges related to the safety of manufactured nanomaterials". Organisation for Economic Co-operation and Development. 2016-11-04. د کتاب پاڼې 11. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:Cite report
  15. "Radiation Safety Aspects of Nanotechnology". National Council on Radiation Protection and Measurements. 2017-03-02. د کتاب پاڼي 11–15. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kim, Richard (2014). Asphalt Pavements, Vol. 1. Boca Raton, FL: CRC Press. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781138027121. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sahu, Saura; Casciano, Daniel (2009). Nanotoxicity: From in Vivo and in Vitro Models to Health Risks. Chichester, West Sussex: John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 227. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780470741375. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Barcelo, Damia; Farre, Marinella (2012). Analysis and Risk of Nanomaterials in Environmental and Food Samples. Oxford: Elsevier. د کتاب پاڼې 291. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780444563286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Why Are Tarantulas Blue?". iflscience. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Novel natural nanomaterial spins off from spider-mite genome sequencing. Phys.Org (23 May 2013)
  21. Wei, Hui; Wang, Erkang (2013-06-21). "Nanomaterials with enzyme-like characteristics (nanozymes): next-generation artificial enzymes". Chemical Society Reviews. 42 (14): 6060–93. doi:10.1039/C3CS35486E. PMID 23740388. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Juzgado, A.; Solda, A.; Ostric, A.; Criado, A.; Valenti, G.; Rapino, S.; Conti, G.; Fracasso, G.; Paolucci, F.; Prato, M. (2017). "Highly sensitive electrochemiluminescence detection of a prostate cancer biomarker". J. Mater. Chem. B. 5 (32): 6681–6687. doi:10.1039/c7tb01557g. PMID 32264431. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Pervez, Md Nahid; Balakrishnan, Malini; Hasan, Shadi Wajih; Choo, Kwang-Ho; Zhao, Yaping; Cai, Yingjie; Zarra, Tiziano; Belgiorno, Vincenzo; Naddeo, Vincenzo (2020-11-05). "A critical review on nanomaterials membrane bioreactor (NMs-MBR) for wastewater treatment". NPJ Clean Water (په انګلیسي ژبه کي). 3 (1): 1–21. doi:10.1038/s41545-020-00090-2. ISSN 2059-7037. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Anis, Mohab; AlTaher, Ghada; Sarhan, Wesam; Elsemary, Mona (2017). Nanovate. Springer. د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319448619. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Kašpar, Jan; Fornasiero, Paolo; Hickey, Neal (January 2003). "Automotive catalytic converters: current status and some perspectives". Catalysis Today. 77 (4): 419–449. doi:10.1016/S0920-5861(02)00384-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Pham, Phuong; Minh, Thang; Nguyen, Tien; Van Driessche, Isabel (17 November 2014). "Ceo2 Based Catalysts for the Treatment of Propylene in Motorcycle's Exhaust Gases". Materials. 7 (11): 7379–7397. Bibcode:2014Mate....7.7379P. doi:10.3390/ma7117379. PMC 5512641. PMID 28788253. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Health Effects". Asbestos Industry Association. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "WHO | WHO guidelines on protecting workers from potential risks of manufactured nanomaterials". WHO. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Comprehensive Nanoscience and Technology. Cambridge, MA: Academic Press. 2010. د کتاب پاڼې 169. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780123743961. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Verma, Ayush; Stellacci, Francesco (2010). "Effect of Surface Properties on Nanoparticle-Cell Interactions". Small. 6 (1): 12–21. doi:10.1002/smll.200901158. PMID 19844908. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)