نادرا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
قومي شناخت و تسجیل ایجنسي (نادرا)
ايجنسي باندې يو نظر
جوړښت کينډۍ:Start date and years ago
کار کولو دايره د پاکستان آئين
هيډکوارټر اسلام آباد
شعار Empowerment through Identity
کارکونکي 17,000
مجلس عامله طارق ملک, کرسي نشين
عثمان مبین, علي افسر
ويب سايټ
www.nadra.gov.pk

نادرا (NADRA) په اصل کې د National Database & Registration Authority لنډ نوم دی، دا د پاکستان يوه اداره ده چې کومه په کال 2000 کې جوړه شوې وه، دا د ټول قوم الېکټرونک او تکنيکي معلومات خوندي کولو لپاره جوړه شوې وه، ددې له ټول عام کار دا دی چې خلکو ته شناختي کارډونه جاري کوي

تاریخ[سمول]

د پاکستان د جوړېډو څخه وروسته دا اداره د پاکستان وزيراعظم لياقت علي خان د شخصي نظام شناخت (PIS) په نوم جوړه کړې وه او ددې مقصد د پاکستان خلکو ته د شناختي کارډ جاري کول و. ددې ادارې مرکزونه هغه وخت په مشرقي پاکستان او مغربي پاکستان دواړو برخو و، بيا په کال 1965 کې د اليکشن کمېشن آف پاکستان لخوا په دې اداره کې ډېر بدلونونه راوستل شو او ډېر لوی لوی څيزونه پکې نوي جوړ شول ددې لپاره چې ولسمشريز ټاکنو کې په سمه توگه ټاکنې ترسره شي.

په کال 1971 کې چې کله د پاکستان مشرقي ښاخ مات شو او بنگلادېش جوړشو نو بيا يو نوی آئين جوړ شو او د هغه مطابق يو ساده نظام جوړ کړی شو بيا په کال 1996 کې امريکې سره معاهده وکړی شوه کوم په ذريعه چې IBM نظام جوړ شو.


په کال 1998 کې د نوې ټيکنالوجي مطابق يو نظام جوړ شو کوم چې په اسانه د ټولو پاکستانيانو معلومات خوندي کوي او د ادرې نوم NADRA کېښودی شو.

کمپيوټرائز قومي شناختي کارډ[سمول]

کمپيوټرائز قومي شناختي کارډ (CNIC) يو نوی شناختي کارډ نظام دی د کوم ذريعه چې پاکستاني ښاروندي ته کارډونه جاري کېږي، دا نظام د نوې ټيکنالوجي له مخې جوړ شوی دی، ددې په ذريعه په مليونونو خلکو ته کارډونه ورکړی شوي دي، دا قومي شناخت کارډ صرف هغه خلکو ته وکړی کېږي د کومو عمر چې د 18 کالو څخه زيات وي

قومي شناختي کارډونه اوس په ډېرو مهم کارونو او ځاينو کې پکار راځي لکه مثال په توگه:

  1. ټاکنو کې
  2. بېنک اکاونټ جوړولو کې
  3. پاسپورټ جوړولو کې
  4. د ځمکې او گاړي د اخيستلو او خرڅولو کې
  5. د ډرائيونگ لائسنس لپاره
  6. د هوايي جهاز يا د ټرېن د ټکټ اخيستلو کې
  7. د موبايل سيم اخيستلو کې
  8. د يوټيلټي سهولياتو لکه اوبو،برېښنا،گېس او داسې نورو څيزونو په کنکشن ترلاسه کولو کې
  9. کالج او پوهنتون کې د داخلې اخيستلو کې

ضرورت[سمول]

دا کارډ د پاکستان هر ښاروندي لپاره ضروري وي کوم چې د 18 کالو څخه زيات عمر وي ځکه چې که د يو هېواد څخه بل هېواد ته ځې هم د دې کارډ ضرورت وي او که هېواد کې دننه وې نو هم دا يو پېژنده په توگه کار کوي.

سهوليات[سمول]

په يو نوي شناختي کارډ کې د هر کس دا معلومات درج وي:

  • پورا نوم
  • جنس
  • د سرپرست کا نام (که زنانه وي نو د پلار يا د خاوند نوم )
  • شناختي علامت
  • زېږېدو نېټه
  • خانداني نمبر
  • اوسنۍ کور پته
  • مستقل اوسېدو ځای پته
  • د کارډ جاري کېدو نېټه
  • د کارډ ختمېدو نېټه
  • چا چې کارډ ترلاسه کړی د هغه لاسليک
  • انځور
  • د بټنوک نښان

حفاظتي ځانگړتياوې[سمول]

د نقلي کارډونو څخه د بچ کېدلو لپاره نادرا د کارډ لپاره داسې ځانگړي مشينان تيار کړي دي کوم چې د کارډ هم په سمه توگه جوړوي او د نقلي کارډونو خلاف کاروائي کې مرسته هم کوي، د کارډ د تصديق لپاره د ځانگړي مشينانو استعمال کېږي ، کوم چې په دې کارډونو کې پټ يو ځانگړي کوډ او د بټنوک د نښان په ذريعه د سم او نقلي کارډ پېژندنه کوي

بهرنۍ تړنې[سمول]