منځپانگې ته ورتلل

مېریم مکیبا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مېریم مکیبا
مېریم مکیبا
مېریم مکیبا

د شخص مالومات
زېږون نوم
Zenzile Miriam Makeba  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۴ مارچ ۱۹۳۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
ژوهانسبورگ [۱۱][۱۲][۱۰]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 9 نومبر 2008 (76 کاله)[۲] او 10 نومبر 2008 (76 کاله)[۱۰]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي) [۱۰]  ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای سوېلي افريقا   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت ګينه

الجېريا (۱۹۷۲–)

سوېلي افريقا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سندرغاړي ،  لوبگر   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه خوسايي ژبه [۱۳]  ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه خوسايي ژبه ،  انګليسي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو[۱۴]  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
Miriam Makeba (1968)

زېنزیل مېریم مکیبا (د ۱۹۳۲ ز کال د مارچ په ۴ مه زېږدلې او د ۲۰۰۸ز  کال د نوامبر په ۹ مړه شوې)، مستعار نوم یې ماما افریقا و، د سویلي افریقا سندرغاړې، ترانه ویونکې، لوبغاړې او د مدني حقونو فعاله وه. هغې د موسیقۍ له بېلابېلو ژانرونو، لکه: افرو پاپ، جاز او نړیوالې موسیقۍ سره تړاو درلود، هغه په افریقا کې د قوم پالنې او سپين پوستو د اقلیت پر وړاندې مدافع وه. 

مکیبا په جوهانسبورګ (Johannesburg) کې له سوازي (Swazi )  او کوسا (Xhosa ) مور او پلار نه نړۍ ته راغلې، د پلار تر مړينې وروسته يې په ماشومتوب کې اړه شوه چې کار ومومي. هغې د لومړي ځل لپاره په ۱۷ کلنۍ کې لنډمهال او ظاهراً له سپکاوي سره مل واده وکړ. په ۱۹۵۰ ز کال کې يې خپل یوازینی ماشوم نړۍ ته راوړ او د تي له سرطان نه وژغورل شوه. د هغې د غږ وړتیا له ماشومتوب نه پېژندل شوې وه او په ۱۹۵۰ز لسیزه کې يې له کوبايي وروڼو، منهټن وروڼو او د سکای‌لارکس (the Skylarks) په نامه د یوې په بشپړ ډول ښځينه ډلې سره چې د افریقايي دودیزو میلودۍ او جاز يې په ترکیبي ډول ترسره کولې او د عامه وګړو د خوښې لوېديځه موسیقي وه په مسلکي توګه سندرې ویل پيل کړل. مکیبا په ۱۹۵۹ز کال کې د «افريقا ته بېرته راشه» فلم کې لنډ د نژاد پالنې ضد رول درلود، چې د نړیوالو پام يې ځانته راواړوه او له دې امله يې په لندن، وېنز او نیویارک کې هم سندرې اجرا کړې. هغې په لندن کې له امریکايي سندرغاړي هري بلافونټه (Harry Belafonte) سره اشنا شوه، چې استاد او همکار یې شو. هغه نیویارک ته لاړه، چېرته چې سملاسي مشهوره شوه او په ۱۹۶۰ ز کال کې يې خپل لومړنی انفرادي البوم ریکارډ کړ، د مور د جنازې په مراسمو کې یې د ګډون کولو په موخه سویلي افریقا ته د دولت له خوا د تګ مخنیوی وشو.

د مکیبا مسلک په متحده ایالاتونو کې وده وکړه او هغې د سندرو څو البومونه خپاره کړل ،چې تر ټولو مشهور یې په ۱۹۶۷ ز کال کې «پاټا پاټا» و. له بلافونټه سره يې د خپل هغه البوم په پار چې په ۱۹۶۵ ز کال کې د یو ماښام له بلافونټه/مکيبا سره په نامه خپور شو، د ګرامي جایزې ګټونکې شوه. هغې په ملګرو ملتونو کې د سویلي افریقا د دولت پر ضد شهادت ورکړ او د مدني حقونو په غورځنګ کې يې ګډون وکړ. هغې په ۱۹۶۸ ز کال کې د تور پړانګ (Black Panther Party) د ګوند له مشر استوکلي کامایکل (Stokely Carmichael) سره واده وکړ. چې په پایله کې يې د سپين پوستو امریکایانو ملاتړ له لاسه ورکړ. د امریکا دولت یې خارج ته د سفر پر مهال ویزه لغوه کړه او له دې امله هغه او کارمیکل ګېني (Guinea) ته ولاړل. هغې تر ډېره په افریقايي هېوادونو کې د خپلواکۍ د جشنونو په ګډون خپلو برنامو ته دوام ورکړ. هغې د سندرو په لیکلو او د موسیقۍ په غږولو پيل وکړ چې په ډېر ښکاره ډول یې پر قوم‌پالنه( اپارټېډ) نیوکه کړه. په ۱۹۷۷ ز کال کې يې د سويټو بلوز (Soweto Blues) سندره اجرا کړه چې د هغې د پخواني خاوند هيوماسکلا (Hugh Masekela) له خوا د سویټو د پاڅون (Soweto uprising) په اړه لیکل شوې وه. په ۱۹۹۰ ز کال کې د اپارټېد تر ټولېدلو وروسته مکيبا سویلي افريقا ته وګرځېده، هغې ريکارډ او سندرو ویلو ته دوام ورکړ، چې په ۱۹۹۱ ز کال کې یې نینا سیمون (Nina Simone) او ډيزي ګېلسپي (Dizzy Gillespie) سره البوم ریکارډ کړ او په ۱۹۹۲ ز کال کې د سارافینا په فلم کې څرګنده شوه. هغه په ۱۹۹۹ ز کال کې د ملګرو ملتونو د حسن نیت د سفیرې په توګه منصوبه شوه او د انسان دوستۍ د موخو لپاره یې مبارزه وکړه. هغه په ۲۰۰۸ ز کال کې د یو ه کنسرت په بهیر کې د زړه د حملې له امله په ایټالیا کې مړه شوه.  

مکیبا لومړنۍ افریقايۍ موسیقاره وه چې نړیوال شهرت یې  ترلاسه کړ. هغې افریقایي موسیقي لویدیځو اورېدونکو ته وړاندې کړه او نړیواله موسیقي او افروپاپ ژانرونه یې مشهور کړل. هغې د قومپالنې په اړه څو مشهورې انتقادي سندرې وړاندې کړې او  له نظام سره د مخالفت پر سمبول بدله شوه، په ځانګړې توګه کله یې چې هېواد ته د بېرته ستنېدو حق له لاسه ورکړ. د سویلي افریقا پخواني ولسمشر نېلسون ماندېلا د هغې تر مړينې وروسته وویل: "د هغې موسیقۍ په موږ ټولو کې د ځواک او هيله مندۍ حس راژوندۍ کړ."

لومړني کلونه

[سمول]

ماشومتوب او کورنۍ

[سمول]

زېنزیلا مېریم مکیبا د ۱۹۳۲ ز کال د مارچ په څلورمه نېټه جوهانبورګ ته څېرمه د تور پوستو په پروسپکېت ښار کې زېږدلې. د هغې سوازۍ مور کرېستینا مکیبا (Christina Makeba) يوه سانګوما (sangoma) یا دودیزه درمل کوونکې/ معالجه او کورنۍ کاریګره وه. د هغې کوسا پلار کاسوېل مکیبا (Caswell Makeba) یو ښوونکی و؛ کله چې نوموړې شپږ کلنه وه پلار یې مړ شو. مکیبا وروسته وویل: مخکې له دې چې مور یې پر دې امیندواره شي ورته ګواښ شوی و چې هره راتلونکې بارداري به  ورته وژونکې وي. ګمان کېده چې نه به مېریم او نه به یې مور تر سخت زېږون او ولادت وروسته ژوندۍ پاتې شي. د مېریم انا چې د زېږون پر مهال حاضره وه. د "ازېنزیل" کلیمهچې یوه کوسا کلیمه ده او "تا دا له ځان سره راوړه په معنا وه" د مېریم مور ته د بهبود په حالت کې په سندریزه توګه وویله چې د هغې مور ته یې دا الهام ورکړ، تر څو په خپله لور زېنزیل نوم کېږدي.[۱۵][۱۶][۱۷]

کله چې مکیبا د ۱۸ ورځو وه، مور یې د امقومبوتي (umqombothi) په نامه د یو ډول کورني شرابو د خرڅلاو په جرم چې د مالت او جوارو نه جوړ شوي وو، ونیول شوه او شپږ میاشتې زنداني شوه. کورنۍ  د بند له مودې نه د مخنیوي په موخه د کوچنۍ جریمې د پوره کولو وړتیا نه لرله او مکیبا د خپل عمر لومړۍ شپږ میاشتې په زندان کې تېرې کړې. مکیبا د یوې ماشومې په توګه په پورتوریا کې د کلینرټون په ښوونیز انسټيټيوت کې په ګډو ترانو کې سندره وویله چې دا د ټولو ميټوډېستو تور پوستانو لپاره یو لومړنی ښوونځی و او هغې هلته اته کاله ګډون وکړ او سندرې یې وویلې.په سندرو ویلو کې د هغې وړتیا په ښوونځي کې د هغې د ستاینې لامل شوه. مکیبا د یوې پروسټانټې په توګه تعمید (د عیسویانو په مذهب کې له اوبو سره د غسل کولو له لارې د ګناه نه پاکېدل) وموند. او د کلیسا د ډله ییزو سندرو په ډله کې يې په انګلیسي، کوسا، سوټو او زولو ژبو سندرې وویلې. هغې وروسته وویل مخکې له دې چې په انګلیسي ژبه خبرې وکړي، په انګلیسي ژبه یې سندرې ویل زده کړل.[۱۶][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

کله چې مکیبا لا ماشومه وه، کورنۍ يې ترانسوال ته کډه شوه. د پلار تر مړینې وروسته یې هغه مجبوره وه چې دنده واخلي، هغې د کورونو د کاریګرې او ماشوم پالونکې په توګه کار کاوه. په هغه وخت کې نوموړې ځان یوه شرمېدونکې نجلۍ وباله. مور یې په جوهانسبورګ کې د سپین پوستو کورنیو کاریګره وه او اړه وه چې له خپلو ۶ ماشومان نه لرې ژوند وکړي. مکیبا د څه مودې لپاره په پورتوریا کې له خپلې انا او د ماما له ډېرو بچیانو سره ژوند کاوه. مکیبا د خپلې کورنۍ د موسیقۍ د خوند تر اغېز لاندې وه; مور یې څو دودیز سازونه غږول او مشر ورور یې د ډک اېلنګټون (Duke Ellington) او ایلا فېټزګيرالډ (Ella Fitzgerald,) البونو په ګډون یې ریکارډونه راټول کړل او مکیبا ته یې سندرې ویل ورزده کړل. پلار یې پیانو غږوله او د موسیقۍ لور ته د هغه لېوالتیا د دې لامل شوه چې د مکیبا کورنۍ هغه څه ومني چې مخکې يې د یو خطرناک مسلک په توګه ورته کتل. [۲۳]

مکیبا په ۱۹۴۹ ز کال کې د ترېننګ له پولیس جېمز کوبې سره واده وکړ او په ۱۹۵۰ ز کال کې يې له هغه نه خپل لومړنی ماشوم بانګي مکیبا نړۍ ته راوړ. وروسته دا تشخیص شوه چې هغه د تي پر سرطان اخته ده او داسې ویل کېده چې خاوند یې تر دوه کلن واده وروسته وهلې ډبولې او د لنډمهال لپاره یې پرېښې ده. یوه لسیزه وروسته، د هېستروکتومي (hysterectomy) له لارې د رحم پر سرطان بریالۍ شوه.[۱۷][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچینې

[سمول]
  1. پیوستون : 118830783  — خپرېدونېټه: ۲۶ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12113767r — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6cz7wgk — سکالو پېژند: Miriam Makeba — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/88154 — سکالو پېژند: Miriam Makeba — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/31293589 — سکالو پېژند: Miriam Makeba — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. سکالو پېژند: Miriam Makeba — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/6390839d6768440d872eb5e407bd7dc8 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. سکالو پېژند: Miriam Makeba — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=18353 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. سکالو پېژند: Miriam Makeba — Nederlandse Top 40 artist ID: https://www.top40.nl/top40-artiesten/miriam-makeba — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/makeba-miriam — سکالو پېژند: Miriam Makeba — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ https://www.blackpast.org/global-african-history/makeba-miriam-1932-2008/
  11. پیوستون : 118830783  — خپرېدونېټه: ۱۱ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  12. پیوستون : 118830783  — ليکوال: Eileen Southern — سرليک: Biographical Dictionary of Afro-American and African Musicians — خپروونکی: Greenwood Publishing Group
  13. AllMusic album ID: https://www.allmusic.com/album/mw0001880397 — خپرېدونېټه: ۲۱ اگست ۲۰۲۲
  14. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/bc5c2918-4aba-4ef6-a245-100563a4487f — خپرېدونېټه: ۱۶ سېپتمبر ۲۰۲۱ — خپروونکی: MetaBrainz Foundation
  15. Carmichael او Thelwell 2003، مم. 651–652.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Feldstein 2013، م. 34.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Allen 2011، Makeba, Miriam Zenzi.
  18. Ewens, Graeme (11 November 2008). "Obituary: Miriam Makeba". The Guardian. ترلاسه‌کېدو نېټه 26 March 2012.
  19. Jaggi, Maya (29 April 2000). "The return of Mama Africa". The Guardian.
  20. Bordowitz 2006، م. 333.
  21. Castledine 2011، م. 229.
  22. Schwarz-Bart 2003، م. 208.
  23. "Miriam Makeba obituary". The Economist. 13 November 2008.
  24. Ewens, Graeme (11 November 2008). "Obituary: Miriam Makeba". The Guardian. ترلاسه‌کېدو نېټه 26 March 2012.
  25. Jaggi, Maya (29 April 2000). "The return of Mama Africa". The Guardian.
  26. "Miriam Makeba obituary". The Economist. 13 November 2008.