مېرمن بېگي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مېرمن بېگي د امير دروېش على د بلخ د حاكم ماندينه وه، په هرات كي يې ډېر عزت او حشمت درلود دې مېرمني د خپل وخت د شاعرانو سره ښې ښې مالي مرستي كولې او معاشونه يې ورته مقرر كړي وه په خپله يې هم شعر وايه او ښه شاعرانه طبع يې درلوده، دا رباعي د دې ده: آبى كه فلك بلب چكاند مارا سرگشته به بحرو بر دواند مارا اى كاش به منزلى رساند مارا گر هستى خود بازر هاند مارا

په دې پورته رباعي كي كه دقت وسي د دې مېرمني فلسفي افكار ښه څرگندېږي او له دې څخه ښكاره كيږي چې دا مېرمن د پوره علم خاونده وه، اوښه لوړ فكر او خيال يې درلوده، مگر متاسفانه چې نور آثار يې ورك سوي دي. دا لاندي بيت هم د دې دى چې د بديع الزمان په يوه مجلس كي يې ويلى و:

من اگر توبه زميىكرده ام سرو سهىتو خود اين توبه نكردى كه مرامى ندهى