مینا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

مینا (MENA) انګلیسي مخفف دی چې منځني ختیځ او شمالي افریقا ته کارول کېږي. ورسره په خوا کې د وانا نژدې بله اصطلاح هم شته چې لویدیځې اسیا او شمالي افریقا ته کارول کېږي. له مینا مخفف نه تر ډېره په علمي چارو، نظامي پلان جوړونې، طبیعي پېښو ته دلاسرسي، د رسنیو د نشراتي سیمې د پلان جوړولو او سوداګریزو لیکنو کې کار اخیستل کېږي. د دغې سیمې هېوادونه ګڼ شمېر کلتوري، اقتصادي او چاپېریالي ورته والی لري، د بېلګې په توګه: په دغه سیمه کې به سختې اقلیمې اغېزې احساس شي.[۱][۲]

یو شمېر نور اصطلاحات له مینا پراخ تعریف لري، لکه: MENAP یا لوی منځنی ختیځ، چې د سویلي آسیا افغانستان او پاکستان هېوادونه هم په کې شاملېږي. په MENAT اصطلاح کې ترکیه په واضح ډول شامله ده، په داسې حال کې چې په معمول ډول د MENA له یو شمېر تعریفونو اېستل کېږي، که څه هم ترکیه تل د منځني ختیځ برخه ګڼل کېږي.

پېژند[سمول]

«مینا» کوم معیاري تعریف نه لري، بېلابېل سازمانونه یې د بېلابېلو هېوادونو او قلمرونو په ورګډولو تعریف کوي او یا یې هم هېڅ د یوې سیمې په توګه نه تعریف کوي.

ملګري ملتونه[سمول]

د ملګرو ملتونو سازمان په سیمه ییزو ډلو کې د مینا سیمې په نوم کوم ځای نشته او نه هم د ملګرو ملتونو د نړۍ په جغرافیايي طرحه کې چې د ملګرو ملتونو د احصایوي دفتر (UNSD) له خوا کارول کېږي (په داسې حال کې چې دویم د 'لویدیځې آسیا' او 'شمالي افریقا' په نومونو فرعي سیمې لري، WANA وګورۍ). د ملګرو ملتونو یو شمېر اجنسۍ او پروګرامونه، د MENA سیمه تعریف کوي، خو کېدای شي، د دوی تعریفونه له یو بل سره توپیر ولري او ځینې مهال کېدای شي، ځانګړو مطالعاتو او راپورونو ته اړوند وي.

  • په ۲۰۰۳ ز کال کې د نړیوال بانک یوه مطالعه څرګندوي: د نړیوال بانک په جغرافیايي طبقه بندي کې، د منځني ختیځ او شمالي افریقا  سیمو لاندې ۲۱ هېوادونه او قلمرونه (مینا) ته اړوندېږي: د خلیج همکاریو شورا شپږ غړي (بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان، عربي متحده امارات) او ۱۵ نورهېوادونه او قلمرونه: الجیریا، جیپوتي، د مصر عربي جمهوریت، عرق، د ایران اسلامي جمهوریت، اسرائیل، اردن، لبنان، لیبیا، مالتا، موراکو، د یمن جمهوریت، د سوریې عربي جمهوریت، تونس، لویدیځه تړانګه (West Bank) او غزه. د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري میاشت کې، د نړیوال بانک ویب پاڼې د ۲۱ هېوادونو ټولګه د مینا په توګه ګڼلې: «الجیریا،بحرین، جیپوتی، مصر، ایران،عراق، اسرائیل، اردن، کویټ، لبنان، لیبیا، مالتا، موراکو، عمان، قطر، سعودي عربستان، سوریه، تونس، عربي متحده امارات، لویدیځه تړانګه او غزه، یمن جمهوریت. ».[۳][۴]
  • د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د ۲۰۱۰ ز کال په راپور کې راغلي دي: « د دغې څېړنې په موخه، د لاندې ۱۸ هېوادونو ټولګه د مینا په توګه تعریف شوې: الجیریا، بهرین، مصر، عراق، اردن، کویټ، لبنان، لیبیا، موریتانیا، موراکو، عمان، د فلسطین اشغال شوې سیمې، قطر، سعودي عربستان، سوریه، تونس، عربي متحده امارات او یمن».[۵]
  • په ۲۰۱۵ ز کال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په راپور کې راغلي دي: «د مینا ۲۱ غړي هېوادونه الجیریا، بحرین، جیپوتي، مصر، ایران، اسرائیل، اردن، کویټ، لبنان، لیبیا، مالتا، موراکو، عمان، فلسطین، قطر، سعودي عربستان، سوریه، تونس، عربي متحده امارات او یمن دي».[۶]
  • د ایډز په برخه کې د ملګرو ملتونو مشترک پروګرام (UNAIDS) د سیمې ییزې طبقه بندي له مخې په منځني ختیځ او شمالي افریقا سیمو کې د یونیسف د ۲۰۱۹ ز کال د راپور پر بنسټ «۲۰ هېوادونه شاملېږي: الجیریا، بحرین، جیپوتي، مصر، ایران، عراق، اردن، کویټ، لبنان، لیبیا، موراکو، عمان، قطر، سعودي عربستان، سومالیا، سوډان، د سوریې عربي جمهوریت، تونس، عربي متحده امارات او یمن» [۷]
  • د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري میاشت کې د یونیسف ویب پاڼې لاندې ۲۰ هېوادونه د مینا په ټولګه کې شامل بللي و: «الجیریا، بحرین، جیپوتي، مصر، ایران (جمهوري اسلامي)، عراق، اردن، کویټ، لبنان، لیبیا، موراکو، عمان، قطر، سعودي عربستان، فلسطین، سوډان، د سوریې عربي جمهوریت، تونس، عربي متحده امارات او یمن».[۸]
  • اقتصاد پوهان حامد رضا داوودي او جورج ټي. عابد چې د پیسو نړیوال صندوق سره کارکوي، په ۲۰۰۳ ز کال کې ولیکل: «په مینا سیمه کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا عربي هېوادونه شاملېږي؛ الجیریا، بحرین، جیپوتي، مصر، عراق، اردن، کویټ، لبنان، لیبیا، موریتانیا، موراکو، عمان، قطر، سعودي عربستان، سومالیا، سوډان، د سوریې عربي جمهوریت، تونس، عربي متحده امارات او یمن. ورسره د افغانستان اسلامي جمهوریت، د ایران اسلامي جمهوریت، پاکستان، لویدیځه تړانګه او غزه». دغه لیکوالان ټینګار کوي چې، «د مینا دغه ۲۴ هېوادونه (...) یوازې د تحلیلي موخو له امله سره یوځای شوي دي». په داسې حال کې چې دغه هېوادونه «ګډې کلتوري اړیکې او ګواښونه لري، له ګاونډیو اقتصادونو، لکه: ترکیه او اسرائیل نه جلا دي، اسلام یې مخکښ دین دی او عربي یې اصلي ژبه ده، د پام وړ مذهبي لږه کي او پام وړ ژبني توپیرونه په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې شتون لري» په مینا سیمه کې یوازې افغانستان، ایران او پاکستان دي چې عربي ژبه په کې رواج نه ده.[۹]

وانا (WANA)[سمول]

د منځني ختیځ اصطلاح، د جغرافیايي ابهام او اروپايي محوریت له امله، یو شمېر کسان په ځانګړې توګه د کرنې او اقلیم پېژندنې په علومو کې غوره بولي. له «وانا» (WANA) اصطلاح (لویدیځه آسیا او شمالي افریقا) نه او یا هم له بلې لږ معمولې اصطلاح ناوا (NAWA) (شمالي افریقا – لویدیځه آسیا) کار واخلي. له وانا اصطلاح نه ګټنه له استعمار وروسته مطالعاتو له مخې پراختیا ومونده.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ملګرو ملتونو سازمان جغرافیايي طرح، چې د UNSD له خوا کارول کېږي، د وانا سیمه نه تعریف کوي، خو دوه فرعي سیمې لویدیځه آسیا او شمالي افریقا په ترتیب سره داسې تعریف کوي:[۱۴]

  • لویدیځه آسیا (۱۸): ارمنیا، آذربایجان، بحرین، قبرس، جورجیا، عراق، اسرائیل، اردن، کویټ، لبنان، عمان، قطر، سعودي عربستان، د فلسطین دولت، د سوریې عربي جمهوریت، ترکیه، عربي متحده امارات او یمن.
  • شمالي افریقا (۷): الجزایر، مصر، لیبیا، موراکو، سوډان، تونس او لویدیځه صحرا.

په ۱۹۹۵ ز کال کې په وچو سیمو کې د کرنیزو څېړنو نړیوال مرکز (ICARDA) چې هغه مهال په حلب ښار کې مستقر و، په لویدیځه آسیا/شمالي افریقا (وانا) کې یې ۲۵ هېوادونه شامل بللي: «افغانستان، الجیریا، مصر، ایتوپیا، ایران، عراق، اردن، لبنان، لیبیا، موراکو، عمان، پاکستان، سعودي عربستان، سوډان، سوریه، تونس، ترکیه او یمن». همدارنګه یې اشاره کړې چې د CGIAR تخنیکي مشاورې کمیټې (TAC) ایتوپیا، سوډان او پاکستان په ۱۹۹۲ ز کال کې د وانا له تعریف جلا کړي، خو بېرته یې دغه هېوادونه په کې ګډ کړي. ICARDA، په ۲۰۱۱ ز کال کې په یوه څېړنه کې ۲۷ هېوادونه/قلمرونه په وانا سیمه کې شامل بللي: افغانستان، الجیریا، بهرین، جیپوتي، مصر، ایریتریا، ایتوپیا، غزه تړانګه، ایران، عراق، اردن، کویټ، لبنان، لیبیا، موراتینیا، موراکو، عمان، پاکستان، قطر، سعودي عربستان، سومالیا، سوډان، سوریه، تونس، ترکیه، عربي متحده امارات او یمن.[۱۵][۱۶]

دین[سمول]

اسلام، د مینا سیمې په قلمرو کې تر ټولو مخکښ دین دی، ۹۱.۲٪ وګړي یې مسلمانان دي. د منځني ختیځ ، شمالي افریقا سیمې په ټولو ۲۰ هېوادونو او قلمرونو کې د مسلمانانو اټکل شوی شمېر ۳۱۵ میلیونه کسو ته رسېږي چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو نږدې ۲۳ سلنه جوړوي. د «مینا» اصطلاح تر ډېره په سیمه کې اکثریت میشته مسلمانو هېوادونو اړوند کارول کېږي، په داسې حال کې چې په دغه سیمه کې یو شمېر هېوادونه، د مسلمانانو تر ولکې لاندې نه دي. په دغه سیمه کې نورغیر اسلامي دینونه عیسویت، یهودیت، ایزیدیزم، دروزیزم، افریقايي بومي دینونه، بربریزم او نور عربي بت پرستۍ دي.[۱۷][۱۸][۱۹]

سرچینې[سمول]

  1. "World Bank Definition: MENA". Worldbank.org. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "World Economic Forum on the Middle East and North Africa, Marrakech, Morocco, 26-28 October 2010". World Economic Forum on the Middle East and North Africa 2010 - World Economic Forum. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اپرېل ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Dipak Dasgupta & Mustapha Kamel Nabli (August 2003). "Trade, Investment, and Development in the Middle East and North Africa" (PDF). documents1.worldbank.org. World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Middle East & North Africa". data.worldbank.org. World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Laura van Waas (October 2010). "The situation of stateless persons in the Middle East and North Africa" (PDF). UNHCR. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Nuno Santos & Iride Ceccacci (2015). "Egypt, Jordan, Morocco and Tunisia: Key trends in the agrifood sector" (PDF). fao.org. FAO. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Tamara Sutila (ed) (July 2019). "Seizing the Opportunity: Ending AIDS in the Middle East and North Africa" (PDF). unicef.org. UNICEF. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  8. "Middle East and North Africa". unicef.org. UNICEF. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. George T. Abed, Hamid Reza Davoodi (2003). Challenges of Growth and Globalization in the Middle East and North Africa. International Monetary Fund. د کتاب پاڼې 2. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  10. Dumper, Michael, and Stanley, Bruce E., Cities of the Middle East and North Africa: A Historical Encyclopaedia, 2007, p. xvii.
  11. "West Asia and North Africa: A Regional Vision". Worldbank.org. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Welcome". Agu.org. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اپرېل ۲۰۰۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kohlenberg, Paul J.; Godehardt, Nadine (2020). The Multidimensionality of Regions in World Politics. Abingdon: Routledge. د کتاب پاڼې 86. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781000168648. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Methodology: Standard country or area codes for statistical use (M49)". unstats.un.org. United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Nordblom, Thomas L.; Shomo, Farouk (1995). Food and Feed Prospects to 2020 in the West Asia/North Africa Region. Aleppo: ICARDA. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789291270330. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Mustafa Pala, Theib Oweis, Bogachan Benli, Eddy De Pauw, Mohammed El Mourid, Mohammed Karrou, Majd Jamal, Nusret Zencirci (2011). "Assessment of wheat yield gap in the Mediterranean: Case studies from Morocco, Syria, and Turkey" (PDF). ICARDA. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  17. "Politics and Islam in Central Asia and MENA". 24 April 2012. مؤرشف من الأصل في ۰۶ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Shadani, Bilal. "The Mahamevnawa Buddhist Monastery reinforces the UAE's dedication to integrate minority communities". Khaleej Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Catch News: English News Paper India, Latest Breaking News Headlines". CatchNews.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)