مټيلډا هايس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مټيلډا هايس
مټيلډا هايس
مټيلډا هايس

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ سپټمبر ۱۸۲۰
لندن   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 3 جولای 1897 (77 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لیورپول   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال
لوبگر
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مټيلډا ميري هايس (۸ سيپتمبر ۱۸۲۰ – ۳ جولای ز کال) د نولسمې پېړۍ انګريزه ليکواله، ژورنالسته او د نیمه وخت لوبغاړې وه. له «اليزابت اشورسټ» سره يو ځای «هايس» د «جورج سينډ» ګڼ آثار انګليسي ته وژباړل. هغه د انګليسي ښځو ژورنال شريکه بنسټګره ده. د هغې په مينه والو کې لوبغاړې «چارلوټ کوشمن»، له چا سره چې هغې لس کاله اړیکه لرله او شاعره «اډيلايډي ان پروکټر» دي. 

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

هايس د ۱۸۲۰ز کال د سپتمبر په اتمه نېټه په لندن کې زېږېدلې وه، پلار يې د غلو دانو سوداګرو چې جان هايس نومېده، مور يې «اليزابت ميري اټکينسن» نومېده. د مور لومړی مېړه يې «جيکب بريس» نومېده چې په ۱۸۰۷ز کال کې مړ شوی و. له هغه څخه یې دوه مشرانې لوڼې درلودلې چې يوه «اميا ماريني» او بله «کلاره» نومېدې. کلارا په ۱۸۳۰ز کال کې له «فريډريک سالمون» سره واده کړی و. د مټيلډا سکنۍ خوېندې اليزابيت او سوزانا او ورور يې البرټ و.[۳][۴][۵]

هايس د «کريول» يا د «جوزف پارکس» په وينا: نيمه «کريول» په توګه پېژندل شوې ده (کريول د هغه نسل اړوند چې اصلاً له اروپا څخه وي، خو په غرب الهند يا امريکا کې زېږېدلی وي). که چېرې دا نسب رښتيا وي، نو بیا به يې د مور اړخ ته کتل شوي وي، ځکه چې لږ تر لږه له درې نسلونو څخه يې د پلار کورنۍ له لندن څخه وه [۶][۷][۸]

مسلک[سمول]

هغې د مهالنيو نشريو لپاره لیکنې کولې، ډېر ځله دا ليکنې د ښځو د مسائلو په اړه وې چې د ليکنو پيل يې له ۱۸۳۸ز کال څخه کړی و. په دې مهالنيو کې «دي ميرور» او «اينسورتس ميګزين» شاملې وې.[۹]

هايس چې له «جورج سانډ» څخه متاثره شوې وه، يوه ژورنالسته او ناول ليکونکې وه، هغې پرېکړه کړې وه چې د خپلو لیکنو له لارې به د ښځو حالت ته سموي، د «هيلين سټينلي» په نوم ناول کې هايس ليکلي چې تر هغه وخته چې «ښځې خپلو لورګانو ته په ودونو د خپل ځان او زړه د خرڅولو پر ځای دا ورزده نه کړل چې د خپل ځان احترام وکړي...د خپل ورځني خوراک لپاره کار وکړي، تر هغه وخته به ښځې له مالي او ټولنيز اړخه خپل راتلونکی خوندي نه کړای شي».

د جورج سينډ ژباړې[سمول]

په داسې حال کې چې د «جورج سينډ» ازاده مينه او د ژوند خپلواکه طريقه په نولسمه پېړۍ کې د ښځو لپاره غېر عادي وو، هايس او د هغې ملګرې «اليزابت اشورسټ» پراخ ذهن درلود او د سينډ د کتابونو  سياسي او ټولنيزو پیغامونو د ځان په لور راکاږلې وې. هايس له «ویليام چارليس ميکريډي» او «جورج هينري ليويس» هڅولې او هغوی يې ملاتړ کړی و، تر څو د سينډ ناولونه انګليسي ته وژباړي. دواړو سينډ ته ليکونه استولي و، هغه يې هڅولې وه چې د دې کار لپاره اقدام وکړي او د هايس يو ملګری پادري «ايډمونډ لارکين» د دې کار لپاره بوديجه برابره کړه. [۱۰]

د سينډ د آثارو د لومړۍ ژباړې مسئوليت «هايس، اشورسټ او لارکين. لي ډيرنير الډيني» په غاړه واخيست، لومړی ټوک يې هايس وژباړه. اشورسټ يې د « Les Maîtres mosaïstes » برخه وژباړله او په ۱۸۴۴ز کال کې خپره شوه. د هايس ايټالوي انقلابي ملګري « Giuseppe Mazzini» د اشورست د « Lettres d'un voyageur» ژباړې لپاره سريزه وليکله. د « Mazzini» په هڅونه سينډ اشورسټ په «نوهان» کې خپل کور ته راوبلله. «اولايو کلاس» راپور ورکړ چې «سينډ د هغې له خوا د ښځمنپالنې د سرسري ښودلو څخه ناراضه وه، څوک چې تر اوسه ناواده شوې شاګرده وه او هغه يې يوه بې حيا ځانغوښتونکې بلله». [۱۱]

«جورج هينري ليوز» هايس ته وړانديز وکړ چې په انګليسي ژبه کې ژباړه د انګليسي کلتور په وړاندې ځينې حساس اندونه هم کموي. مازيني چې هايس ته د لويز له سپارښتنې څخه خبر و، د هايس په اړه يې سينډ ته وليکل: «زه او زما ملګري په دې اړوند فکر هم نه شو کولای چې ته يو داسې چا ته د دې کار اجازې ورکولو ته چمتو شې، چې افکار يې تاته معلوم نه دي».[۱۱]

هاس او اشروسټ د سينډ د آثارو درې جلدونه ژباړه او خپاره کړي وو، خو له ناکامۍ سره مخامخ شول. د مازيني په وينا د سينډ د اندونو د بې معنا کولو په هڅه کې، ژباړل شويو کتابونو «د هغې پياوړتيا له منځه يووړه». درې مياشتينۍ «ريويو» راپور وکړ چې دا ژباړې «د يو قاچاقچي له خوا د خپل ناسم شهرت د اصلي څرنګوالي د پټولو هڅه وه».

هايس او اشورسټ له دې امله کمې مالي ګټې هم تر لاسه کړې چې دوی د «ناسمو سوداګريزو خپروونکو» سره جوړجاړی کړی و. اشورسټ او هايس په دې اړوند کار کړی و چې د سينډ د آثارو د ژباړو او سمونونو لپاره خپرونکي پیدا کړي.

له هايس او اشورسټ سره د «لارکين» کار، په ۱۸۴۷ز کال کې پای ته ورسېد.[۱۲]

د هايس له خوا د «فاډيټ» ژباړه، په ۱۸۵۱ز کال کې له اشورسټ څخه جلا خپره شوه.[۱۳][۱۴][۱۵]

د ښځو ژورنال (مجله)[سمول]

لومړۍ هڅه[سمول]

په ۱۸۴۷ز کال کې، هايس د ښځو د مجلې د جوړولو په لټه کې وه چې د امريکايي «ګوډيز ليډيز بوک» په بڼه وه، تر څو ښځينه ليکوالو ته يو ځای پیدا کړي او د غوره زده کړه ييزو او کاري موکو په ګډون د ښځود حقوقو د بحث لپاره يو دريځ برابر کړي. د هغې موخه په «يوې داسې موضوع ازاد بحث کول و چې هغه مهال د رسنيو د عامو لارو څخه د دې موضوع اورېدل ناشوني و». «شارلټ کشمين» اود هغې ملګرې «ميري هووټ» له هغې سره د دې مجلې د جوړولو د فرصتونو په موندلو کې مرسته وکړه، خو هغوی وليدل چې دا د مجلې د پيلولو وخت نه دی او هغې پرېکړه وکړه چې اوسمهال خپله ټوله توانايي پر وکالت متمرکزه کړي.[۱۶][۱۷]

اليزا کوک جورنال[سمول]

د هايس له ناکامې هڅې لږ وروسته، شاعرې «اليزا کوک» په خپل نوم يوه مجله پيل کړه او هايس له دې مجلې سره د ژونالیزم په برخه کې مرسته کوله. په دې مجله کې لیکنې، شاعري، کره کتنې او خيالي نکلونه شامل وو چې د ځانګړو مسائلو په اړه يې بحث کاوه، لکه د ښځو زده کړه، د لباس سمون، د نشه يې توکو د کارولو مخنيوی، د خواريکښې طبقې او په کورونو کې د کار کوونکو خادمانو ستونزې.[۱۶]

د انګريزو ښځو ژورنال[سمول]

هايس په ۱۸۵۸ز کال کې د انګريزو ښځو د ژورنال له بنسټګرو او مديرانو يوه وه. د دې مجلې بنسټ په ۱۸۵۸ز کال کې باربرا بوډيشان او «بيسي راينر پارکس» او نورو ايښی و، تر ټولو زياته برخه په کې د بوډيشان و.[۱۸][۱۹][۲۰]

د «ښځو استخدام ته د ودې ورکولو ټولنې» او «ويکټوريا پريس» چې هايس يې په بنسټ اېښودلو کې مرسته کړې وه، د مجلې په «لينګم پليس» دفترونو کې سره وليدل. دا ځايونه د هغې نژدې ملګري «تيوډوسيا بليکر، ليډي مونسون» د هغې لپاره تر لاسه کړی و. «مونسون» د دفترونو او د لوستلو د خونو چاره هم وکړه او دا ځای په عملي ډول د ښځو په يو مرکز بدل شو، په کوم کې به چې خوراکونه، څښاکونه، مهاليزې مجلې او اخبارونه وړاندې کېدل. په ۱۸۶۰ز کال کې يې «مورټن» رئيسه شوه او هغې يې په اداره کې مرسته وکړه. مونسون په ۱۸۶۳ز کال کې د دې ودانۍ د بيا جوړولو لپاره لګښتونه هم ورکړل.[۲۱]

هايس په ۱۸۶۴ز کال کې دا مجله پرېښوده، د مشهورې وينا پر بنسټ: لامل يې د هغې سخته چلند و. هغې به ډېر ځله له خپلې شريکې مدېرې «پارکس) سره د مجلې د لوري په اړوند مخالفت کاوه.

تمثیل[سمول]

په ۱۸۴۸ز کال کې، مالي اړتياوې زیاتې شوې، هغه «کم مالي عايد» چې هايس تر لاسه کړی و، د خپل پلار د ناوړه مالي حالت له امله له لاسه ورکړ، د «شارلټ کشمين» خور د دريځ د پرېښودو په حال کې وه چې د اداکارۍ فرصتونه يي وپنځول. د شارلټ خور، «سوسن ويب کشمين» چې د «شارلټ» د «روميو» لپاره يې د «جوليټ» د کرکټر رول تر سره کړی و، دريځ له دې امله خوشې کړ چې د «لیور پول» له يوه بريالي ساينسپوه «جيمز شيريډن مسپراټ» سره واده وکړي.[۲۲][۲۳]

دې ښځو د ۱۸۴۸ز کال د اکتوبر په شپږمه نېټه په «بات» کې په پيلېدونکي د «ډيوک اف ډيون شاير» په «يارک شايرايسټيټ» کې يو ځای تمرين وکړ. هايس له «کشمين» سره يواځې د څو مياشتو لپاره کار وکړ، ځکه چې کشمين په تېزۍ سره په يو ستورې د بدليدو لور ته روانه وه.[۲۴]

سرچینې[سمول]

  1. https://www.wechanged.ugent.be/wechanged-database/
  2. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/57829 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  3. "Matilda Hays". The Orlando Project. Cambridge, Oxford University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. John Haggard (1829). Reports of Cases Argued and Determined in the Ecclesiastical Courts at Doctors' Commons, and in the High Court of Delegates: 1831-1833. W. Benning. د کتاب پاڼي 382–383. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. The Publications of the Harleian Society: Registers. The Society. 1904. د کتاب پاڼې 243. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. David McKie (13 August 2013). Bright Particular Stars: A Gallery of Glorious British Eccentrics. Atlantic Books, Limited. د کتاب پاڼې 168. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85789-310-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Personal Papers of Bessie Rayner Parkes". University of Cambridge. JANUS. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Cite ODNB
  9. Lisa Merrill (1 November 2000). When Romeo Was a Woman: Charlotte Cushman and Her Circle of Female Spectators. University of Michigan Press. د کتاب پاڼي 156–157. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-472-08749-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lisa Merrill (1 November 2000). When Romeo Was a Woman: Charlotte Cushman and Her Circle of Female Spectators. University of Michigan Press. د کتاب پاڼي 157–158. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-472-08749-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Olive Classe (2000). "George Sand". Encyclopedia of Literary Translation into English. Fitzroy Dearborn. د کتاب پاڼې 1226. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-884964-36-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Matilda Hays letters from 1841 to Elizabeth Neall Gay", James Gay Manuscript Collection, Columbia University, New York الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Bibliography of Works in Translation". George Sand Association. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Rosemary Ashton (2000). G. H. Lewes: An unconventional Victorian. Pimlico. د کتاب پاڼي 88–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 0712666893. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Cite ODNB
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ کينډۍ:Cite ODNB
  17. Lisa Merrill (1 November 2000). When Romeo Was a Woman: Charlotte Cushman and Her Circle of Female Spectators. University of Michigan Press. د کتاب پاڼي 158–159. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-472-08749-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. کينډۍ:ODNBweb
  19. Elizabeth Crawford (13 May 2013). Women's Suffrage Movement. Routledge. د کتاب پاڼې 527. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-43402-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. کينډۍ:ODNBweb
  21. کينډۍ:Cite ODNB
  22. کينډۍ:Cite ODNB
  23. Lisa Merrill (1 November 2000). When Romeo Was a Woman: Charlotte Cushman and Her Circle of Female Spectators. University of Michigan Press. د کتاب پاڼي 158–159. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-472-08749-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Lisa Merrill (1 November 2000). When Romeo Was a Woman: Charlotte Cushman and Her Circle of Female Spectators. University of Michigan Press. د کتاب پاڼې 160. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-472-08749-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)