مي ټو غورځنګ (انډيا)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مي ټو غورځنګ (انډیا) کار ځای کې د نارینه وو له خوا د جنسي ځورونې څخه د خلاصون لپاره پیل شو. تر دې مخکې دغه حرکت په امریکا کې پیل شوی و. د هند دغه حرکت په حقیقت کې د امریکا د همدغه حرکت بله برخه بلل کیږي. [۱]

په هند کې د ټولنیزو رسنیو له لارې تور لګول[سمول]

د هندي فلمونو اداکارې تنوشري دتا لومړی ګام پورته کړ او نانا پاټیکر یې د شوټینګ پر مهال په نامناسب چلند تورن کړ. له هغې وروسته، د فلمي شخصیت سبھاش ګای په ګډون د یو شمېر نورو خلکو په وړاندې دا ډول تورونه ولګول شول. ډېری مېرمنو د بهرنیو چارو د مرکزي دولت وزیر ایم جے اکبر باندې هم تورونه لګولي. له همدې امله، هغه اړ شو چې د اکتوبر په 17، 2018 کې له خپلې دندې استعفا ورکړي.

د غورځنګ مخالفت[سمول]

مشهور هندي ژورنالیست تولین سینګ د مي ټو غورځنګ سخت مخالفت وکړ. د دوی د مخالفت اصلي لامل د قانون حاکمیت دی چې یو سړی که نارینه وي یا ښځه، تر هغه چې مجرم ثابت نه شي، بې ګناه دی. بل دلیل، هغه وړاندیز کوي، دا دی چې د اوسني څپې لاندې، د ښځو تورونه لا دمخه پیاوړي شوي دي. هغه د خپل ځان مثال د هغو ښځو لپاره ورکوي چې خپل حقونه یې د سخت کار له لارې ترلاسه کړي نه د ظلم د نښې په ښودلو. نوموړي دغه ټکي [۲] هند یوې بلې مشهورې خبریالې برکا دت ته په خپل پرانیستي لیک کې ویلي دي. بايد يادونه وشي، چې تولين سنګ له څه مودې راهيسې د پاکستان د پنجاب ايالت د وژل شوي والي سلمان تاثير سره نږدې اړيکې لرلې او دواړه يو زوى اتش تاثير لري.

نور وګوره[سمول]

سرچينې[سمول]