ميډياويکي:Welcomecreation

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
$1 ويکيپېډيا ته ښه راغلۍ!
Wiki letter w.svg ويکيپېډيا يو انټرنټي پوهنغونډ دی چې د ګڼ شمېر لوستونکو لخوا په ګډه ليکل کېږي. د دې پوهنغونډ لويه کچه په دې مانا ده چې دلته ډېر ژر څوک لاره ورکولای شي، نو دا ځينې داسې مخونه دي چې ستاسې لارښوونه کوي. د ويکيپېډيا په اړه د نور څه زده کولو لپاره د لارښود د مخونو ليکلړ وګورۍ. په دې وېبځي کې تاسې خپل د خوښې ښکارېدنې او سازېدنې، په خپلو غوره توبونو کې ټاکلی شی. د نورو مالوماتو لپاره د ډېرځليزو پوښتنو ځوابونه وګورۍ. تاسې خپل سمونونه او بدلونونه د آزمېښت په مخ کې هم آزمويلی شی.
Crystal Clear app ktip.png
د خبرو اترو په مخونو کې مو تل خپل پيغامونه لاسليک کوۍ. د لاسليک لپاره تاسې يواځې د ~~~~ کوډ د پيغام په پای کې مو وليکۍ، خو لطفاً د پوهنغونډ د ليکنو د لاسليک کولو نه ډډه وکړۍ.

زموږ د تګلارې د پېژندلو پرته، موږ سمدلاسه ستاسې د ليکنو او سمونونو د پيل هرکلی او ښه راغلاست کوو، خو لطفاً د ليکنو او مقالو د باوري کولو لپاره، د يو بې پرې او بېطرفه دريځ خپلول او د ليکنو سرچينې مو په ډاګه کول په پام کې وساتۍ. هېره مو نه شي چې دا يو پوهنغونډ دی، او که چېرته نورو خلکو يوه موضوع نه وي پوښلې، نو پکار ده چې موږ يې هم و نه کړو.

Crystal Clear app lphoto.png
دلته موږ داسې ګڼ شمېر ليکنې لرو چې لا تر اوسه پورې انځورونو ته اړتيا لري، د انځور لارښود له تاسې سره د انځورونو په پورته کولو او يا هم زموږ لپاره د يو انځورګر په توګه د کار کولو په چارو کې مرسته کولای شي.
Crystal Clear app amor.png
که تاسې کومې پوښتنې لرۍ، نو په ډاډه زړه يې وپوښتۍ: ويکيپېډيا:پوښتنې ستاسې د پوښتنو د پوښتلو تر ټولو وړ ځای دی.
Crystal Clear app help index.png
که تاسې لا تر اوسه پورې مرستې ته اړ ياست، نو تاسې کولای شی چې د خبرو اترو مخ په پای کې مو د {{مرستيال اوسۍ}} کوډ ځای پر ځای کړۍ.