ميډلين ميک ډاويل بريکنريج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ميډلين ميک ډاويل بريکنريج
ميډلين ميک ډاويل بريکنريج
ميډلين ميک ډاويل بريکنريج

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۰ مې ۱۸۷۲[۱][۲]
مړینه 25 نومبر 1920 (48 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک د بشري حقوقو فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ميډلين (ميج) ميک ډاويل بريکنريج (د مۍ ۲۰مه، ۱۸۷۲ ز کال – د نومبر ۲۵مه، ۱۹۲۰ ز کال) په کينټاکي کې د ښځو د رايې ورکولو د حق يوه امريکايي پلوې وه. هغې له «ديشا بريکنريج» سره واده کړی و، څوک چې د «ليکسنګټن هيرالډ» (يوه ورځپاڼه وه) مدير و، کومې چې د ښځو له حقوقو دفاع کوله او هغې وکولای شول چې په ۱۹۲۰ز کال کې په لومړي ځل په ولسمشريزو ټولټاکنو کې په کينټاکي کې د ښځو د رايې ورکولو بهير په خپل ژوند وويني. هغې ښوونځي ته د ماشومانو د لازمي تګ او ماشوم د مزدورۍ په برخه کې پرمختګيز سمونونه هم پيل کړي وو. هغې د ډېرو مدني سازمانونو بنسټ کېښود، د يادولو وړ يې د نري رنځ ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د کينټاکي ټولنه ده، دا هغه رنځ و چې خپله هم پرې اخته شوې وه. نوموړې د ماشومانو او بالغانو لپاره د بېلګه ييزو ښوونځيو، پارکونو او تفريحي اسانتياوو او روزنيزو پروګرامونو د جوړولو هلو ځلو مشري هم کړې ده.

لويل ايچ. هاريسن او جيمز سي. کلوټر په خپل کتاب « A New History of Kentucky» کې وايي چې بريکنريج په ټول ايالت کې تر ټولو بانفوذه مېرمن وه. هغې ته په ۱۹۹۶ز کال کې د کينټاکي له مېرمنو څخه د يوې نوم ورکړل شوی و او د هغې انځور د تل لپاره په ايالتي پلازمېنه کې راځوړند کړای شوی و.

ژوند لیک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ[سمول]

هغه د کينټاکي په «وډ لیک» کې زېږېدلې او په «اشلينډ» کې ستره شوې وه، دا هغه کروندځای و، کوم چې د هغې غور نېکه د نولسمې پېړۍ شتمن «هينري کلي» جوړ کړی و. د هغې مور « انا کلی ميکډويل» نومېده چې د «هينری کلي جونير»  لور وه، پلار يې «ميجر هينری کلی ميکډويل» و (د هغه نوم د هينری کلی په نوم اېښودل شوی و)، چا چې د امريکا په کورنۍ جګړه کې د اتحاديانو په پلوۍ خدمت کړی و. دوی په ۱۸۸۲ز کال کې د «اشلينډ» ځمکه رانيولې وه.[۳][۴]

هغې اووه خوېندې او وروڼه درلودل. څلور يې هلکان هر يو «هينری کلی، وليام اداير، تاماس کلی او بالارډ» وو. دوه خوېندې يې «نانيټا او جوليا» وې. هينری فدرالي قاضي او توماس د مشهور نسل د اسونو څښتن، بريډر او ټرينر د ۱۹۰۲ز کال د کينټاکي د ډربي (د اسونو د ځغاست يوه لوبه) ګټونکي وو. [۵][۶]

بريکنريج د ډاکټر «افرايم ميکډويل» لمسۍ وه. د هغې لرې ترلې «لورا کلی» په ۱۸۸۸ز کال کې د کينټاکي د برابرو حقوقو ټولنه جوړه کړې وه چې بريکنريج وروسته بيا د همدې ټولنې مشره شوه.[۷][۸]

زده کړه[سمول]

هغې د کینټاکي، ليکسينګټن د فارمينګټن کنيکټيکټ په «ميس پورټر» ښوونځي او د ۱۸۹۰ او ۱۸۹۴ز کلونو تر منځ موده کې په ايالتي پوهنځي کې زده کړې کړې وې (اوس دا پوهنځی د کينټاکي د پوهنتون په نوم دی). د پوهنځي د زده کړې په کلونو کې هغه په ناروغۍ اخته شوه او د هډوکو د نري رنځ له امله يې د يوې پښې يوه برخه پرې او د لرګي پښه يې درلوده. هغه ښځه چې يو مهال به يې ډېرې لوبې (ورزش/بدني تمرين) کولې، اوس يې ډېره مطالعه پيل کړه. هغې د ليکسنټګن هرالډ لپاره د کتابونو کره کتنې ليکلې او د «فورټ نايټلي» ټولنې له نورو غړيو سره يو ځای يې الماني فلسفه او ادبيات ولوستل.[۹][۱۰]

واده[سمول]

د ۱۸۹۸ز کال د نومبر په اولسمه نېټه، «ميډلين ميکډويل» له «ډيشا بريکنريج » سره واده وکړ، څوک چې د لیکسينګټن هيرالډ مدير و. هغه د وکيل اومخکښ ټولنيز فعال «سوفينسيبا بريکنريج» ورور و، چا چې د خپلې خوښېنې ژوندلیک ليکلی دی، د دې ژوند لیک نوم دی « ميډلين ميک ډاويل بريکنريج: په نوي سويل کې يو لارښود».[۱۱][۱۲]

دواړو ښځې او مېرمنې په شريکه سره د دې ورځپاڼې د سرمقالې پاڼې د پرمختګيز پړاو د سياسي او ټولنيزو موخو لپاره وکارولې، په ځانګړي ډول د بې وزلو، ماشومانو د ښېګڼې او د ښځو د حقوقو لپاره. «ديشا» د دوی د واده پر مهال يو وفادار سړی نه و او له همدې امله بريکنريج له دې شرم څخه د پټېدو لپاره په خپلو مدني فعاليتونو کې ځان مشغول ساتلی و. هغه په ۱۹۰۳ او ۱۹۰۴ز کلونو کې د کلوراډو د «ډيور» د رواني ناروغيو په يوه روغتون کې ناروغه پرته وه. د ۱۹۰۴ز کال په شا او خوا کې، کله چې هغه دوه دېرش کلنه وه، په فالج اخته شوه.[۱۳][۱۴]

مدني فعاليتونه[سمول]

هغې له ۱۸۹۹ څخه تر ۱۹۰۰ز کال پورې د « Gleaners of Christ» د کليسا له يو پادري سره په پروکټور کې د کنټاکي د پادري ماموريت په موخه يو ټولنيزاستوګنځای جوړ کړ. په ۱۹۰۰ز کال کې هغې د لکسينګټن له مدني ټولنې سره مرسته وکړه، کومې چې د کوچنيانو لپاره عام وړکتونونه، پارکونه او تفریحي فرصتونه رامنځ ته کړل، هغې همدا راز په دې کال کې د مرستندويه سازمان، خيريه ټولنو په جوړولو کې هم مرسته وکړه. بريکنريج د ماشومانو د مزدورۍ، ښوونځي ته لازمي تګ، په ايالت کې د تنکيو ځوانانو لپاره د انصاف د نظام د ودې (هغه قانون چې په ۱۹۰۶ کې تصويب شو) په برخه کې د قوانينو د جوړېدو لپاره هم کار وکړ. هغې د کورنيو زده کړو د لاسي روزنې او په ښوونځيو کې د ترکاڼۍ د معرفي کولو لپاره هم هڅې وکړې، د کوم مالي تمويل چې په ۱۹۰۷ز کال کې د پيل شوي تعليمي پلاوي پر غاړه و. د ليکسنګټن مدني تولنې د هلو ځلو له لارې، هغې د شيکاګو د «هل هاوس» په څېر يوه ټولنيزه ودانۍ جوړه کړه چې د «رابرټ ټوډالنکن لپاره د لکن» ښونځي نوم يې ورکړ، چا چې د ودانۍ د جوړولو لپاره ۳۰،۰۰۰ امریکايي ډالره بسپنه ورکړه. ښوونځي چې په ۱۹۱۲ز کال کې پرانيستل شو، د ماشومانو لپاره يې د ورځې له مخې او د بالغانو لپاره يې د شپې له مخې ټولګي، د لامبو ډنډونه، د ورزش خونې، د لباس مينځلو ځای، د ترکاڼۍ دوکان، د خوراکي توکو قطۍ جوړولو او د ټولنې د راټولېدو يو سالون درلودل. دې ښوونځي د ايلنډي کډوالو د يوې سترې برخې په ګډون چې ډېری يې نالوستي وو، د ليکسنګټن د بې وزله اوسېدونکو خدمت وکړ.[۱۵][۱۶]

په داسې حال کې چې بريکنريج په ۱۹۰۵ز کال کې په ليکسنګټن  کې د نري رنځ په وړاندې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو د لارو چارو په موندلو بوخته وه، په لومړي سر کې يې د يوه وړيا کلينيک (روغتياي مرکز) په جوړولو سره کار پيل کړ. هغې دا هڅې د خيريه ټولنې او مدني اتحاديې له دننه څخه پر مخ وړلې. هغې په ۱۹۱۲ز کال کې د نري رنځ د درملنې او مخنيوي لپاره د کينټاکي ټولنه جوړه کړه، په ليکسنګټن کې يې د «بلو ګراس» روغتيايي مرکز په جوړولو کې مرسته وکړه، همدا راز د «فييټ» ولسوالۍ د سل ناروغۍ له ټولنې سره په مرستې کولو او تر ۱۹۱۶ز کال پورې يې په ايالتي کميسيون کې خدمت وکړ.

بريکنريج په ۱۹۰۸، ۱۹۱۰ او ۱۹۱۲ز کلونو کې د کينټاکي فدراسيون د ښځو د ټولنو د قانون جوړوونکې کمېټې مشري وکړه. نوموړې د ښوونځي د پلاوي په ټاکنو کې د کینټاکي  ښځو ته د رايې حق ورکولو لپاره د نورو کارونو تر څنګ په دې برخه کې هم سخت کار وکړ، ان له نولسم تعديل څخه  تر مخکې وخت پورې، کوم  تعديل چې ښځو ته د رايې ورکولو بشپړ حق ورکړ.[۱۷]

مساوي حقوق[سمول]

د ټولنيزو سمونونو په اړوند پر ايالتي سياستوالو د خپلو او نورو ښځو د اغېزو له کمښت څخه ناهيلې شوې بريکنريج د ښځو د رايې ورکولو د حق لپاره هلې ځلې پيل کړې، تر څو دوی په سياسي پروسو  کې پیاوړی غږ ولري. له ۱۹۱۲ څخه تر ۱۹۱۵ او ۱۹۱۹ او بيا تر ۱۹۲۰ز کال پورې، بريکنريج د کينټاکي د مساوي حقوقو د ټولنې د مشرې په توګه کار وکړ. د کينټاکي د فدراسيون د ښځو د ټولنو د قانون جوړونکې مشرې په توګه د هغې د هلو ځلو او هڅو په پايله کې په ۱۹۱۲ز کال کې ښځو ته حق ورکړل شو چې د ښوونځي په ټاکنو کې رايه ورکړي. د ۱۹۱۳ او ۱۹۱۵ز کلونو تر منځ بريکنريج د امريکايي ښځو د رايې ورکولو حق د ملي ټولنې مرستياله مشره وه. هغې په ګڼو ايالتونو کې د ښځو د رايې ورکولو د حق په اړه ويناوې وکړې. بريکنريج همدا راز د «فييټ» د برابرو حقوقو د ټولنې غړې هم وه، کومه چې د کينټاکي د برابرو حقوقو د ټولنې یوه څانګه وه. د دې موخه د ښځو د رايې ورکولو د حق لپاره د ايالتي او مرکزي قانون جوړول تر لاسه کول و. د يوې مخکښې سياسي څېرې په توګه، هغه د کينټاکي د ښځو ديموکراتيکې ټولنې سره هم ښکېله وه.[۱۸][۱۹]

د ايالت د تر ټولو ډېرې بانفوذه ښځې په توګه، هغې نوې لارې چارې وکارولې، تر څو زيات ملاتړ تر لاسه کړي، لکه د رايې ورکولو د حق لاريونونه، د هغې د ويناوالۍ وړتيا او ظرافت. يو پیاوړی غږ چې له يو وچ او ډېر ځله له کمزوري بدن څخه راوځي، هغې اورېدونکو ته وويل چې د نارينه وو په مشرۍ کې کينټاکي ته وګوري، کوم چې کم ښوونځي لري، تاوتريخوالی په کې دی او سياستوال يې فاسد دي، هغې پوښتنه وکړه چې ايا پوښتنه بايد دا نه وي چې ايا ښځې د رايې ورکولو لپاره وړ دي که نه؛ خو نارينه يې وړ دي. — Lowell H. Harrison and James C. Klotter, A New History of Kentucky

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Madeline-McDowell-Breckinridge — subject named as: Madeline McDowell Breckinridge — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7643357 — subject named as: Madeline Breckinridge — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Sophonisba Preston Breckenridge (1921). Madeline McDowell Breckinridge: A Leader in the New South. Chicago, Illinois: The University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 10–12. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780795007712. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:PD-notice
  4. Dr. Thomas D. Clark. "Biographical sketch, Henry Clay". Ashland, the Henry Clay Estate. د اصلي آرشيف څخه پر November 28, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 13, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sophonisba Preston Breckenridge (1921). Madeline McDowell Breckinridge: A Leader in the New South. Chicago, Illinois: The University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 205. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780795007712. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:PD-notice
  6. Richard Sowers (25 February 2014). The Kentucky Derby, Preakness and Belmont Stakes: A Comprehensive History. McFarland. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-7698-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. John Dean Wright (1982). Lexington: Heart of the Bluegrass. University Press of Kentucky. د کتاب پاڼې 138. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-912839-06-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Melba Porter Hay. John E. Kleber (المحرر). The Kentucky Encyclopedia. University Press of Kentucky. د کتاب پاڼي 118–119. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8131-2883-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sophonisba Preston Breckenridge (1921). Madeline McDowell Breckinridge: A Leader in the New South. Chicago, Illinois: The University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 14, 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780795007712. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:PD-notice
  10. Lowell H. Harrison; James C. Klotter (1 December 2009). A New History of Kentucky. University Press of Kentucky. د کتاب پاڼې 283. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8131-3708-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Sophonisba Preston Breckenridge (1921). Madeline McDowell Breckinridge: A Leader in the New South. Chicago, Illinois: The University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780795007712. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:PD-notice
  12. Sophonisba Preston Breckenridge (1921). Madeline McDowell Breckinridge: A Leader in the New South. Chicago, Illinois: The University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780795007712. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:PD-notice
  13. Melba Hay (24 April 2009). Madeline McDowell Breckinridge and the Battle for a New South. University Press of Kentucky. د کتاب پاڼي xi–xii, 79, 81–82, 85, 97, 111, 113, 123, 207, 238. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8131-7326-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Lindsey Apple (16 September 2011). The Family Legacy of Henry Clay: In the Shadow of a Kentucky Patriarch. University Press of Kentucky. د کتاب پاڼې 238. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8131-3411-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Women in Kentucky - Reform: Madeline McDowell Breckenridge". Women in Kentucky. د اصلي آرشيف څخه پر December 9, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 13, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. John Dean Wright (1982). Lexington: Heart of the Bluegrass. University Press of Kentucky. د کتاب پاڼې 139. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-912839-06-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Dawson, Kristen (September 14, 2016). "Kentucky white women win school suffrage rights statewide". Kentucky Woman Suffrage Project's Timeline. H-Kentucky Network in H-Net Commons. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Fayette Equal Rights Association records, 1917-1920". Lexington, Kentucky: University of Kentucky Libraries, Special Collections. د اصلي آرشيف څخه پر November 29, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 13, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Woman's Democratic Club papers, 1910-1945, 1920-1932 (bulk dates)". Lexington, Kentucky: Special Collections, University of Kentucky Libraries. د اصلي آرشيف څخه پر November 29, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 13, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)