مونټي ویډو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مونټي ویډو د یوراګوای پلازمېنه او تر ټولو ستر هېواد دی. د ۲۰۱۱ کال د احصائیې له مخې، دا ښار په ۲۰۱ کیلومتر مربع ځمکه کې ۱۳۱۹۱۰۸ وګړي لري (د ټول هېواد د وګړو ۱ پر درېیمه برخه). مونټي ویډو د هېواد په سویلي ساحل کې پروت ښار دی چې د ریو ډي لا دښتې له شمال ختیځې څنډې سره پوله لري.[۱]

دغه ښار په ۱۷۲۴ ز کال کې د یوه هسپانوي سرتیرې، برونو ماوریچیو ډي زبالا له خوا د پلاتین سیمې پر سر د هسپانې او پرتګال د شخړو پر مهال د یوه ستراتیژیک حرکت په توګه جوړ شو. همداشان په ۱۸۰۷ ز کال کې د لنډې مودې لپاره د بریتانیا تر کنترول لاندې راغی، خو بالاخره دا ښار د هسپانوي کریولونو په مټ بریتانیايي ځواکونه بیرته وشړل شول. مونټي ویډو د Mercosur او ALADI اداري مقر هم دی، دا دواړه په لاتینه امریکا کې پرمختلونکي سوداګریز بلوکونه دي، داسې بلوکونه چې په اروپا کې د بروکسیل له رول سره د پرتلې وړ دي.[۲]

په ۲۰۱۹ ز کال کې د ژوند د کیفیت په اړه د Mercer رپوټ، موڼټي ویډو په لاتینه امریکا کې په لومړي کتار کې راوست، چې دا مقام له ۲۰۰۵ ز کال راهیسې د دې ښار له خوا ساتل شوی دی. له ۲۰۱۰ ز کال راهیسې، مونټي ویډو په دغه قاره کې ۱۹ تر ټولو ستر اقتصاد درلود او په سترو ښارونو کې د ستر عاید د تر لاسه کوونکو په ډله کې په ۹م مقام کې و. په ۲۰۲۲ ز کال کې، اټکل کېږي چې دا ښار به ۵۳.۹ میلیارد ډالره GDP ولري، چې د سړي سر کلنی عاید به یې ۳۰.۱۴۸ امریکايي ډالر وي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

په ۲۰۱۸ ز کال کې، دا ښار د بیټا نړیوال ښار په توګه ډلبندي شو چې په لاتینه امریکا کې یې اتمه درجه او په نړۍ کې په ۸۴ درجه راغلی و. مونټي ویډو په ۱۹۳۰ ز کال کې د فیفا د نړیوال لومړني کپ سیالیو په درشل کې د هر لوبې کوربه وه. مونټي ویډو د یوه له بیروباره ډک ځای په توګه چې د ژوند کولو بډایه کلتور لري او د تکنالوجۍ او د کارزېږونې د کلتور لرونکي ښار په توګه ستایل شوی دی. په ۲۰۱۳ ز کال کې د ماسټر کارت نړیوال مقصد لرونکو ښارونو د یوې سروې له مخې مونټي ویډو په لاتینه امریکا کې اتم مقام تر لاسه کړ.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ۲۰۱۴ ز کال کې، په نړۍ کې د ګي-دوستانه (Gay-friendly) له اړخه پنځم او په لاتینه امریکا کې لومړی ښار وګڼل شو. دا ښار په یوراګوای کې د سوداګرۍ او لوړو زده کړو مرکز ګڼل کېږي. دغه ښار همداشان د یوراګوای کلتوري مرکز دی چې په میتروپولیټن سیمه کې یې د وګړو شمېر ۲ میلیونو ته رسیږي.[۱۵][۱۶]

ایتمولوژي[سمول]

د مونټي ویډو په اړه ګڼ شمېر تشریحات شته. ټول پر دې هوکړه لري چې د “Monte” اشاره Cerro de Montevideo ته ده، هغه غونډۍ چې د مونټي ویډو په خلیج کې موقعیت لري، خو د “Video” په اړه بیا اختلافات شته.[۱۷]

تاریخ[سمول]

لرغونی تاریخ[سمول]

له ۱۶۸۰ تر ۱۶۸۳ ز کلونو پورې، پرتګال د بوینوس ایریس د خلیج په سیمه کې د کولونیا ډو ساکرامنټو ښار جوړ کړ. دغه ښار تر ۱۷۲۳ ز کال پورې کله چې هغوی د مونټي ویډو د خلیج شاوخوا په لوړو سیمو کې د مورچو پر جوړولو لاس پورې کړ د هسپانویانو له مقاومت سره مخ نشو. د ۱۷۲۳ ز کال د نوامبر په ۲۲مه، د پرتګال فیلډ مارشال مانویل ډي فریټاس ډا فونسیکا د مونتیویو کلا جوړه کړه.

د برونو ماوریچیو ډي زبالا د ښار د هسپانوي والي له خوا له بوینوس ایریس څخه یوه هسپانوي لښکرکشي ولیږل شوه. د ۱۷۲۴ ز کال د جنوري په ۲۲مه، هسپانویانو وکولای شول چې پرتګالیان اړ کړي تر څو دا سیمه پریږدي او په دې ښار کې یې د خپلو وګړو پر زیاتوالي باندې لاس پورې کړ، په لومړي سر کې یې شپږ کورنۍ له بوینوس ایریس نه هلته یوړي او ډېر ژر له هغه وروسته د قناري جزایرو کورنۍ چې په ګوانچ یا قناري باندې مشهور وو، دې ښار ته ور دننه شول. همداشان په دې ښار کې له پخوا نه د خورخه بورګیس په نوم یو ایټالوي کس اوسېده.[۱۸]

۱۹مه پېړۍ[سمول]

د ۱۸۰۷ ز کال د فبروري په ۳مه، د جنرال سامویل اوچماتي او سمندرسالار چارلیز سټیرلینګ تر مشرۍ لاندې بریتانوي ځواکونو دغه ښار د مونټي ویډو د جګړې (۱۸۰۷) پر مهال ونیو، خو په هغه کال د سپټمبر په ۲مه بیرته د هسپانویانو له خوا هغه مهال ونیول شو کله چې جان وایټ لوک اړ شو چې خپل ځان هغو ځواکونو ته تسلیم کړي کوم چې د بانډا اورینټال له خوا تشکیل شوی و – د نن ورځي ټول یوراګوای او د بوینیس ایریس اوسنۍ سیمه. له دغې جګړې وروسته، د مونټي ویډو والي فرانسیسکو ژاویر ډي ایلیو له نوي وایسرای سانټیاګو ډی لاینیرس سره مخالف وښود او کله چې په هسپانیا کې د جزیرې جګړه پیل شوه نو د لاینیریس په دفاع کې یې حکومتي جانتا رامنځته کړه، ایلیوس بېرته دا جانتا هغه مهال له منځه یوړه کله چې د لاینیریس پر ځای بلتازر هیډالګو ډي سینیروس راغی. [۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. "Censos 2011 Montevideo". INE. 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Google Earth Montevideo Map". One World – Nations Online Project. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "2019 Quality of Living Survey". Mercer. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Quality of Living Worldwide City Rankings Survey" (PDF). Mercer. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Gainza, Patricia P. "CIUDADES LATINOAMERICANAS EN EL ÍNDICE DE CALIDAD DE VIDA". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ نومبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Diario EL PAIS - Montevideo - Uruguay". historico.elpais.com.uy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The 8 Smartest Cities in Latin America". 3 December 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Quality of Living City Ranking | Mercer". mobilityexchange.mercer.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  10. (((61/33)^(1/15))^12)*33 and (((33/21)^(1/15))^12)*21.
  11. "The World According to GaWC 2018". Geography Department, Ghent University. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Montevideo travel". Lonely Planet. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "MasterCard Global Destination Cities Index" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The 8 Smartest Cities in Latin America". 3 December 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The most gay-friendly places on the planet". Lonely Planet. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. https://nomadlist.com/gay-friendly-cities-in-south-america[مړه لينکونه]
  17. Nelson Ormazábal. "Día del Patrimonio" (په هسپانوي ژبه کي). montevideanos.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اپرېل ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۱۰. Pocas villas con deseos de ser ciudad, tuvieron tantos prenombres hasta llegar al definitivo de Montevideo. Pináculo de la Tentación, Monte de la Detención, Nuestra Señora de la Candelaria, Monte de San Pedro, Santo Vidio, Monte Seredo, Monte Vidi, Monte veo, Montem Video, Monte Vide Eu, Monte Ovidio, Monte VI D. E-O... Tales fueron, entre el viaje de Amerigo Vespucci (1501) y la fundación por Bruno Mauricio de Zabala (1726), las diversas denominaciones que la elevación al oeste de la bahía recibió. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Carlos Maggi. "La Paloma, la historia y el futuro". El País (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Segunda Invasión Inglesa (1807)" (په هسپانوي ژبه کي). ONI.edu.er. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Nelson Ormazába. "Historia". Montevideanos.com (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۰۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)