مولوي رفيع الله موذن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مولوی رفیع الله موذن (Maulawi Rafiullah Muazen) چی اصل نوم یی مولوی احمد نور موذن وو د ملا محمد نسیم زوی او د پردل لمسۍ په ۱۳۱۰ هـ ش کال کی د وردگو ولایت د سیدآباد ولسوالی د لوړی په قریه کې په یوه متدینه کورني کی دنیا ته سترگی غړولی دی لمړنی زده کړی یی په ۱۳۱۹ شمسی کال کی د خپل کلی له عالمانو څخه پیل کړی د منځنی زده کړو لپاره یی سفر وکړ پدی سفر کی یی د غزنی او لوگر له عالمانو څخه استفادي وکړی او د لوړو زده کړو لپاره د نورالمدارس چی د غزنی دشلگر په سیمه کی واقع ده سفر وکړ یاده دی وی چی دا مدرسه د علماوو د مرشد حضرت نورالمشایخ قدس په مبارکو لاسونو تاسیس شوی په ۱۳۳۰ ش کال کی مولوی رفیع الله موذن د داخلی شرف په همدی مدرسه کی ترلاسه کړ او د حضرت ضیا‌ْلمشایخ مجددی له علمی او روحانی ارشاداتو څـخه برخورداره وو نوموړی خپل عالی تعلیماتو ته په همدی مدرسه کی ادامه ورکړه او په ۱۳۴۰ش کال کی د نوموړی مدرسی څخه نومیالی او ممتاز فارغ شو د د هیواد د سترو او لویو عالمانو لکه د لاغرو آخنذاده صاحب د دکوهی ملاصاحب (مولوی عبدالغفور دیوبندی) د کندر ملاصاحب او د غزنی د مغولخیلو له میر صاحب شیخ الحدیث مولوی صاحب عبدالستار دلوگر مولوی عبدالکریم (د زرین ملا صاحب د غرزنی) د مسکی اخندزاده (مولوی محمد اسحاق د زابل د ارغنداب) د یوسف خیلو اخندزاده (مولوی عبدالله د وردگو د سیداباد) مولوی گلاب الدین د وردگو او د کیلان ملا صاحب (مولوی وزیر محمد د غزنی د گیلان) د شست صاحب (مولوی سراج احمد د غزنی د اسفندی) او نورو څخه زده کړی او استفادی کړی دی نوموړی له فراغت څخه وروسته تدریس پیل په کابل زابل او وردگو کی یی تدریس وکړ څه موده یی د کابل په کوټه سنگی کی او څه موده یی د زابل د ارغنداب په دای چوپان کی او څه موده یی د ورد گو د سیداباد د شش کلا په عبدالمحی الدین کی تدریس وکړ او بی شمیره شاگردان یی وروزل چې د هغوی له جملې څخه یو خلیفه مولوي ابصر د شلګر چې اوس شیخ الحدیث دی، احمد ضیا خلیفه صاحب د وردگو ولايت د جغتو ولسوالۍ د ستر ايرياب د كلي، ملا ملوک اخند د سیداباد ولسوالی چې اوس د طالبانو په قضا کې د لوړ پوړو چارواکو څخه ده، او د غزني د ګیلان حاجي غلام محی الدین چې وروسته يې زوم هم شو یادولای شو.مولوي جلال الدین حقاني مولوي احسان الله احسان ملا محمد مولوي احمد ضيا و بر بعد اطلاعیه از شو در دست نیس مگن خو ايشو ور بعدش که برفتن د کلتها غزنین ازاونجو ور خواستن برف د زابل