مولوي احمد ضيا
خلیفه احمد ضياء د رسول خان زوى او فروزخان لمسى دى. نوموړى په ۱۳۲۷ لمريز كال كې د وردگو ولايت د جغتو ولسوالۍ د ستر ايرياب په كلي كې په يوه غريبه او دينداره كورنۍ كې نړۍ ته سترگې غړولې دي. د ژوند په ښه او بد به نه پوه شوى، چې د مور له مهربانۍ څخه محروم شوى دى. لومړى زده كړې یې د خپل كلي په جومات كې كړې او هم يې د جغتو ولسوالۍ په گوربت ښوونځى كې تر شپږم ټولگي پورې زده كړې دي. په كوچينوالي كې له خپل پلار سره په كركيله او بزگرۍ كې مرسته كوله او هم يې دينې زده درسونه لوستل. له ديني زده كړو سره د هغه بې كچې مينې نوموړي په خپل كاله كې پرېنښود بلكې د سيمې له بېلابېلو تكړه ديني علماوو سره دېره شو. مشهور جهادي، روحاني او علمي شخصیت مولوي رفیع الله مؤذن، مولوي عبد السلام، صوفى عبد الخالق، مولوي عبدالقيوم، مولوى غلام سخي هغه استادان دي، چې خليفه صاحب احمد ضياء په خپل وار سره د هغوى په حلقو او مدرسو كې درس لوستى. نوموړى له په خپلو ديني زده كړو بوخت ؤ، چې په كال ۱۳۵۸ كې هېواد د سره ښكېلاك په منگلو كې پرېوت او په دې سره هغه هم د خپلو مسلمانو وروڼو په ملگرۍ جهاد پيل كړ، لومړى د حركت په تنظيم كې د مولوي سخي ملگرى و او وروسته دمولوي خالص په مشرۍ د اسلامي حزب د سيمه ييز قوماندان مولوي محمود ملگري غوره كړه، چې د هغه د مجاهدينو لپاره به يې د وسلو او نورو مهماتو اكمالات كول او هم يې ددښمن پر وړاندې په مخامخ جگړه كې ونډه اخيسته چې دوه ځله ټپي شوى هم دى. له څو كلونو مبارزې وروسته خليفه احمدضياء ميرانشا ته لاړ او هلته د ماچسو پنډغالي د مولوي احمد گل په مدرسه كې شامل او ديني زده كړې يې له سره پيل كړې، په نوموړې مدرسه كې يې د نورو علماوو ترڅنگ له خپل ځانگړي استاد مولوي عثمان آخوندزاده څخه ډېر څه زده كړل او د وخت په تېرېدو سره د همدې مدرسې سرپرستي هم ور دغاړې شوه.وروسته د ارغندۍ خليفه (فضل الدين)چې د نقشبنديې طريقې خورا مشهور خليفه و او سلسله يې د محمد ابراهيم مجددي او نور المشايخ څخه را پيلېږي- په مدرسه (انوار العلوم) شامل شو او هم يې د خپلې دينې جذبې او ځينو ملگرو په مشوره د ارغندۍ له خليفه څخه وظيفه واخيسته. احمدضياء پوره څلور كاله د همدغه عالم په مدرسه كې ديني زده كړې وكړې، په دې موده كې هغه وكولاى شول، چې د خلافت درجې ته ورسېږي. د علميت او معنوي (روحاني)خلافت دواړې پگړۍ يې په همدغه مدرسه كې وتړلې. نوموړي په دې زده كړو بسنه ونكړه بلكي دوه كاله نور هم په همدې مدرسه كې پاتې شو، د احاديثو، تفاسيرو او فقهي كتابونو مطالعې يې وكړې، همدارنگه يې ددې دوو كلونو په ترڅ كې دبېلابېلو ديني كتابونو تدريس وكړ او په علمي او روحي برخه كې يې شاگردان وروزل. وروسته د سيمې د يو شمېر علماؤ په مشوره او غوښتنه خپلې سيمې ته راغى او دلته يې خپل علمي او معنوي خدمتونه پيل كړل.لومړى يې په خپل كلي كې يو جومات او د هغه ترڅنگ يې يوه ديني مدرسه جوړه كړه. په ۱۳۶۸ لمريز كال كې د حركت د گوند د سيمه ييز مشر مولوي غلام سخي لخوا ورته د جغتو په ولسوالۍ كې ديني مدرسه جوړه شوه او بې شمېره ديني طالبان پرې راټول شول. په دې مدرسه كې له يو كال خدمت وروسته يانې په ۱۳۶۹ لمريزكال كې د همدې ولسوالۍ د آدينې كلي ته د تلو بلنه وركړل شوه او آدينه د ډېر پخوا راهيسې دديني زده كړو ځاى ؤ او ډېرو تكړه علماؤ پكې تدريس كاوه.د آدينې په مدرسه كې په پرله پسې توگه دوه كال تېر كړل او خورا زيات ديني طالبان پرې دېره شول، له هغه څخه يې ديني زده كړې وكړې او همدرانگه له هغه څخه بې شمېره خلكو وظيفې واخيستې. په دې ځاى كې خليفه احمد ضياءطريقت ته ډېر خدمت وكړ او خورا شهرت يې وموند،چې دشهرت لمن يې ډېرو نورو ولايتونو ته خوره شوه او په روژه كې به يې نوموړي د قرآن كريم تفسير كاوه، چې دا په سيمه كې د نوموړي نوى ابتكار او نوښت ؤ.وروسته نوموړى ته د جغتو ولسوالۍ د بابړخېلو په كلي كې مدرسه جوړه شوه او دلته يې په پرله پسې توگه درى كاله د خپل علم او طريقت خدمت وكړ يانې تر ۱۳۷۴ كال پورې همدلته په دې سيمه كې پاتې شو، چې هره روژه به يې د قرآن كريم ترجمه او تفسير كاوه او ددې ترڅنگ يې د واړه ايرياب په كلي كې هم يوه مدرسه جوړه كړه او په دې سره يې وكولاى شول، چې په نوموړي كلي كې د كلونو كلونو زړې دښمنۍ، كركې او شخړې كډه وكوچوي. دا هغه وخت ؤ چې د هېواد له سويل څخه د طالبانو اسلامي غورځنگ را پورته او په ډېره بيړه تر سيمې تېر شو، په دې سره خليفه احمد ضياء هم د خپلو طالبانو سره يوځاى د طالبانو د تحريك ملگري غوره كړه او د غزني ولايت د يونټ د ستر پوځي مركز حوزه دده پرغاړه شوه. په تحريك كې د څه مودې تېرېدو وروسته د همدې ولايت د زنه خان د خلكو په غوښتنه د زنه خان په ديني مدرسه كې تدريس پيل كړ، په دې مدرسه كې يې دوه كاله تدريس وكړ او د خپل طريقت خدمت يې لا پراخ كړ. وروسته په ۱۳۷۸ كال كې د وردگو ولايت، د سيدآباد ولسوالۍ د عبدالمحى الدين كلي ته راغى او ددې كلي په مدرسه كې پرې بې شمېره طالبان راټول شول. په دې مدرسه كې يوكال پاتې شو او بيا خپل كلي ستر ايرياب ته راغى او په خپل كلي كې دطالبانو او د طريقت د مينه والو كوربه شو. له دوو كلو وروسته بېرته د عبدالمحى الدين د كلي مدرسې ته لاړ او هلته يې د لومړي ځل لپاره دديني لوړو زده كړو لپاره وړه دوره پيل كړه. (وړه او ستره دوره دوه كاله وخت لري او په دې سره يو طالب دمولويتوب پگړۍ تړي) خليفه احمد ضياء په همدې كلي كې تدريس كاوه، چې د سرطان ناروغۍ پرې يرغل وكړ، نوموړي ددې ناروغۍ سره سره بيا هم دوه كاله تدريس وكړ خو نور ناروغۍ د خدمت سېك ترې واخيست او د ۱۳۸۵ لمريز كال د غبرگولي په ۲۸ نېټه د يكشنبې په ورځ يې اروا خپل باري تعالى ته وسپارله. په مړينه يې نه يوازې وردگ ولايت بلكې ډېر نور ولايتونه او ان د گاونډي هېواد د ځينو سيمو گرېوان لوند كړ، په جنازه كې يې كابو ۳۵۰۰ تنو ونډه درلوده، چې ډېرى گډونوال له غزني، لوگر، پكتيا، پكتيكا، كابل، خوست، ميرانشا، پېښور او ډېره اسماعيل خان څخه راغلي ول. خليفه احمد ضياء درى زامن او څلور لوڼې لري، چې مشر زوى صفى الله او په ديني زده كړو بوخت دى. كورنۍ ژوند يې له ماشومتوبه تر فارغېدو له اقتصادي ستونزو او تنگلاسيو ډك ؤ خو له فراغت وروسته يې اقتصادي ژوند ښه بڼه درلوده. نوموړي په سيمه كې بې شمېره شاگردا روزلي، چې اوس د علم او ټولنې په خدمت لگيا دي، په دې هكله دخوست دخليفه دين محمد، د پكتيا د خليفه سلام گل او د زنه خان د فضل عمر، د وردگو ولايت د مولوي عبد النصير، مولوي حبيب الرحمن، مولوي غلام حضرت، مولوي محمد شفيق او مولوي عبد الصمد نومونه يادولاى شو. دخليفه احمد ضياء له مړينې وروسته د هغه په نامه دوې مدرسې جوړې شوي چې يوه په جغتو ولسوالۍ كې د احمديې په نامه او بله په سيدآباد ولسوالۍ كې د ضياء المعارف په نامه ده چې دواړې اوس د بې شمېره زده كوونكو كوربه دي. د خليفه احمد ضياء په اړه خلك څه وايي: مولوي عبد النصير وايي: "ما له خليفه صاحب سره ۱۴ كاله تېر كړي، زما په اند هغه د علم، تقوى او جواديت غوره بېلگه وه، زه په پوره ډاډ سره وايم، چې هغه ته دديني زده كړو طالب د خپل زوى په څېر گران او تل به يې خپله برخه له نورو خواخوږو سره شريكوله". آدم جان چې له هغه سره د ماشومتوبه نږدې پاتى شوى وايي: "خليفه صاحب ډېر مېلمه پال ؤ، ورين تندى يې درلود، ډېر مجلسي ؤ او په خبرو خبرو كې به يې سړي ته ډېر هدايات او لارښوونې كولې. بل دا چې له شرعې څخه په مخالف كار به ډېر خفه كېده". ملا عتيق الرحمن آخوندزاده وايي: "ما له خليفه صاحب سره اووه كاله تېر كړل، زما لپاره هغه ډېر تكړه عالم او ما له هغه څخه په علمي او معنوي دواړو برخو كې ډېر څه زده كړي".
ستا د الفت په پلوشو پسې ځم * یمه پتنگ بلو ډیوو پسې ځم چې په کې مومم د مقصد لالونه* عشقه ستا پټو خزانو پسې ځم مولوي رفيع الله موذن